د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د اروښادخيال محمد کټوازي په مړینې ډاډګيرنې پيغام

الحاج الهام الدين قيام 10.02.2013 13:10

بيګا شپه ډيرناوخته قدرمن انجنيرعبدالقادرمسعودپه فيسبوک راته دافغان مبارز،ليکوال،شاعراو
ژورناليست اروښادخيال محمد کټوازي دمړينې غمجن خبرورسولو٠دخبرپه اوريدوسخت متاثراوغمجن
شوم٠
خپل تاثر اوخفګان دارواښادکټوازي صاحب له کورنۍ،دوستانواوملګروسره شريکوم٠
ارواښادکټوازي ته دې خدای جنت الفردوس ورپه برخه کړي اوکورنۍ،خپلوانو،دوستانواوملګروته دې
خدای ددې سترغم دزغم توفيق ورکړي٠
اناالله وانا الیه راجعون

کټوازيه!
وې اصيل ځوی دوطن کټوازيه!
وې پخپل ولس مين کټوازيه!

دوطن په کړاوهرووځت کړيدلې
دولس په درد،دردمن کټوازيه!

هرارمان دې سپين،سپيڅلئ افغاني وو
خواوس ولاړې،ارمانجن کټوازيه!

مونږبه ټول درته دعاکووملګريه!
چې جنت دې شه مسکن کټوازيه!

ستانيمګړي ارمانونه به پوره کړو
زه قيام يم درته،ژمن کټوازيه!


والدورف/جرمني
10.02.2013