د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زما افغانستان

پوهندوی آصف بهاند 09.02.2013 14:35

« زما افغانستان » دهغه فلم نوم دی چې دیوافغان په ګډون،دیوډنمارکي ټیم له خوا جوړشوی دی.دا فلم یو وار د ۲۰۱۳ کال دجنورۍ دیودیرشمې(۳۱) نیټې  دماښام په پنځوبجو،دډنمارک په دولسو(۱۲) لویواو وړو ښارونوکې اوبیا د۲۰۱۳ کال دفبرورۍ د پنځمې نیټې د تیرماښام له اتوبجونه څودقیقې وروسته،دیوډنمارکي تلویزیوني چینل ( DR2 ) له خوا،په استثنايي ډول نندارې ته وړاندې شو.
زموږټولنه اوخلک له هراړخیزپلوه داسې ځپل شوي اوزیانمن شوي دي چې،لکه مات ورخ له هرې خوا اوبه ورباندې ورماتیږي.باد،باران،ږلۍ او... وخت ناوخته ورباندې ورښکته کیږي اوهر څه پرمخ سره وړي،اوپه دې ډول افغانستان اودافغانستان ټولنه اوخلک داسې دي لکه:
« آبۍ،ټوله بۍ ».
هرې خواته یې چې اړوې درد دی،چیغې دي،کوکې دي او...
داچا وکړل؟ څنګه یې وکړل؟ ولې یې وکړل اوپه سل ګونه نورې پوښتنې چې تراوسه پورې یې ځواب له افغانانوسره هم نه شته اوله بهرنیانوسره هم.که وي هم ــ چې شته ــ خوافغانان یا څوک نه پرې خبروي اوکه خبروي یې،ډیرناوخته وي،ځکه چې افغانان په داسې دایره کې راګیرکړای شوی دي چې لوری ورنه ورک دی.څوک دی چې ددې ځواب به پیدا کړای شي.
په دې لیکنه زما مقصد دفلم نقد نه دی،بلکې زما اصلي موخه دا ده چې دا خبره دهمدې مقالې له لارې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دافغانانوغوږونوته ورسوم چې دغسې یوفلم،له داسې محتویاتوسره دافغانستان اوافغانانوپه باب جوړ شوی دی.
څنګه چې ما څو څوځلې دخپلوځینومقالو په لړکې دې موضوع ته اشاره کړې ده چې په پردي چاپیریال کې مهاجر افغانان له رنګارنګ ستونزوسره مخامخ دي،چې ددغوستونزوپه ډله کې یوهم په فرهنګي ډګر کې ستونزې دي.ستونزې افغانانو ته لکه باران اوږلۍ له آسمانه نه راښکته کیږي،بلکې یا یې دوی خپله ځان ته زیږوي اویا یې نور دخپلواهدافودترسره کیدوله پاره په مخ کې ورته ږدي،اودا هم ځان ته دلایل لري:
یوخوزمو وطنوال په ډیره سلنه کې دسواد له نعمت نه بې برخې دي،بیا کوم نیم چې سواد لري،ددوی له ډلې نه هم ډیره سلنه له مطالعې او روابطو نه قصداً ځان لرې ساتي،مطالعه نه کوي ځان له هر څه لرې اوګوښه ساتي او په پای کې له فرهنګي کارونوبې خبره پاتې کیږي.ښه مثال یې همدا فلم(زما افغانستان) دی.دا فلم په عین وخت دډانمارک په دولسوښارونوکې پرته له کوپن هاګن نه،چې تکټ ورباندې لګول شوی و،په نوروښارونوکې وړیا ډول وښودل شو،له هغې ډلې نه په هیدرسلیف( Hadersle‎v ) ښارکې چې زه له یوشمیرنوروافغانانوسره په کې ژوند کوم.
دلته لوی او واړه پنځه اته اتیا (۸۸) تنه افغانان ژوند کوې،چې له دې ډلې نه پنځوس(۵۰ ) تنه لویان دي،خودفلم لیدلو ته یوازې درې تنه لویان اوڅلورتنه تنکي ځوانان راغلي وو،په داسې حال کې چې دفلم دښودلو اعلانونه شپږ ورځې مخکې په عامه ځایونوکې لږول شوي وواوددې تر څنګه دا اعلانونه د دووافغانانوله خوا لاس په لاس په ښاراوبازارکې ویشل شوي هم وو.ما په خپلوسترګو ولیدل چې دښاروالۍ دیومسؤل دفتر دآمر له خوا دفلم اعلانونه او اړوند توضیحات، یوې افغانې کورنۍ ته ورکړل شول،خوهغو ښاغلو دفلم په لیدلو ځانونه زهیر نه کړل.دغسې یې در واخله په نورو ښارونو کې هم.که له افغانستان اوفرهنګ  سره دمینې اوعلاقې مسآله مطرح شي،ددوی مقام بیا له ټولونه لوړاوتله یې درنه وي.
دفلم له لیدلو نه وروسته مې چې دهمدې کرښو دلیکلونقشه په خپل ذهن کې ویستله،نودمعلوماتو ددقت له پاره مې څوتنوافغانانو ته تیلفونه وکړ،دهغوی دې کور ودان وي زما دنظر وړ معلومات یې په دقیق اوسمه توګه راکړل؛خودفلم دجوړیدو اوخپریدو په باب یې هیڅ معلومات نه درلود.یوبل تن داسې افغان ته مې هم تیلیفون وکړ،چې دکورنۍ یوغړی یې ،ډنمارکۍ ژبې ته دفلم دپښتومتن په ژباړه کې کار کړی و،ددې تر څنګ چې دفلم په باب یې لږڅه ګډ وډ معلومات راکړل،په غیر مستقیم ډول یې ددې فلم په باب دډیروپوښتنو په خاطر په جاسوسۍ هم تورن کړم اوراته وې ویل:
« ددې پوښتنوتر شا ته هم کوم خاص استخباراتي هدف لرې او...»
« زما افغانستان » فلم کې هڅه شوې ده چې دوران افغانستان ددردونوله ډلې دڅودردونویوتت شانتې انځورلیدونکوته وروښیي،خوجوړونکی ګروپ په دغه کار کې زما له نظره پاتې راغلی دی،په تیره دفلم دایرکترښاغلی نقیب خواجه.
کوم معلومات چې دفلم دډایرکتر،ښاغلي نقیب خواجه په باب دفلم په ریکلامونواودفلم په متن کې راغلی دی؛دده پلار،دده له زیږیدومخکې ډنمارک ته راغلی دی،دی په کوپن هاګن کې زیږیدلی ،په ډنمارکي ټولنه کې لوی شوی،ښوونځي ته تللی اوپه ژورنالیزم کې یې زدکړې کړې دي؛دهمدې په خاطردی دافغانستان له عیني ژوندانه،پیښو،کلتور،ژبواو... نه لرې پاتې شوی دی.ښايي دفلم دضعف په دلایلوکې یودا وي چې دی دافغانستان له هرڅه سره ناآشنا دی.
ما فلم له سرنه ترپایه ولید،خودفلم دجوړیدوپه مقصد باندې پوه نه شوم چې ولې او دڅه له پاره جوړشوی دی؟که موخه یې په هلمند کې دمیشتوډنمارکي عسکروفعالیت وي،خوپه فلم کې له سرنه ترپایه پورې یوډنمارکی عسکرهم نه شته اونه یې دفعالیت په باب څه ویل شوي دي،اوکه داستخباراتي کړیوله خوا هم دا کارشوی وي،یومسیژاوهدف خو به رسوي.که افغانستان ته د ناتواوډنمارکي عسکرودتګ نه پخوا دا کارشوی وای،ددې فلم جوړولواوښودلو ته یودلیل کیدای شو،چې دافغانستان حالت دغسې خراب دی،تروریستان دي،طالبان دي او... په دې دلیل دمرستې له پاره قوا ورلیږل کیږي؛
اوکه ددې پالیسۍ له مخې چې راځه تنورتود دی،خپله ډوډۍ پخه کړه اونورخپله مخه نیسه،نوبیا سمه ده.ځکه په افغانستان کې دټوپکي واکدارۍ په راتګ سره،افغانستان یوبې خاونده بې سرپوښه دیګی شو،دپوښتنې څوک نه شته چې « دکندل بیا،پردل برو» مخه ونیسي،دهمدې تګ راتګ په لړ کې دوی هم ولاړل،خپل پلان اوپروګرام یې تطبیق کړ اوبیرته په خپله مخه راغلل.
دا چې په دې فلم کې کلیوالوافغانانوڅه وویل،څه یې وکړل اودا فلم چیرې ځي اوچیرې ښودل کیږي او دکوم هدف له پاره اوڅومره دافغانستان اوافغانانوپه ګټه یا نقص دی؛دوی ورباندې خبر هم نه دي.بیوزلوبې خبروافغانانوته ښايي له موبایل سره یوناچیزه مبلغ ورکړل شوی وي،چې دهغو پیسو په مقابل کې دوی دراغلو فلم جوړونکودخوښې وړ تصاویر واخلي.
دفلم له ظاهري اړخ نه داسې ښکاري چې دفلم جوړونکي مسولین پرته له دې چې دفلم محتوا،پیغام اوپایلوته پام وکړي؛هسې دې ته خوشاله دې چې دوی مستند فلم جوړکړی دی اوخپروي یې،اوکه ددې ترشا دوی کوم بل هدف ولري ــ چې ښايي ويې هم لري ــ دا به بیا بیله پوښتنه اوبیل بحث وي.دا خبره ځکه کوم چې داوریدوله قراره دافلم نورې برخې هم لري اودافغانستان په نورو ولایتونوکې هم دموبایلونوپه واسطه،دې ته ورته نورفلمونه اخیستل شوي دي،که دا معلومات رښتیا وي،نوددې فلم پاتې برخې هم شته،چې څه وخت به راځي،زه ورباندې خبرنه یم.
فلم له کوپن هاګن پیل کیږي چې ښاغلی ډایرکتر(نقیب خواجه) دهوايي ډګرپر لور روان دی،بیا دهلمند هوایي ډګرښیي چې یوافغان ده ته هرکلی وايي،کوم هوټل ډوله ځای ته یې بیایي،بیا موبایلونه ښودل کیږي،چې په هرموبایل باندې دهغوافرادو نومونه لیکل شوي دي،چې دا تیلیفونونه باید ورکړل شي.
ددې انځورونه په لیدلوسره لیدونکي پوهیږي چې مخکې له مخکې کوم تفاهم شوی و،او دفلم اخستلوله پاره افراد ټاکل شوي وو.له دې وروسته ټول هغه شیان ښودل کیږي چې دې غیرمسلکي افرادو په لاس لرلو موبایلونو چمتو کړي وو.
دفلم په لیدلویوعادي لیدونکی هم په دې پوهیږي چې فلم اخیستونکوته ویل شوي چې تاسوله خپلوکورنیو،ورځنیو فعا لیتونو،کلي کوراو ورځني ژوند نه باید فلم واخلئ.
دفلم په لړ کې کله کله ښاغلی ډایرکتر( نقیب خواجه ) راښکاریږي چې په یوه کوټه کې خپل لیپ ټاپ ته ناست دی.نقیب خواجه کله کله په دري ژبه خبرې کوي.دفلم په متن کې دی خپله وايي چې دده پلار پنځوس کاله پخوا دافغانستان له لوګر ولایت نه داروپا په لوري دکار له پاره راغلی دی،دی ( خواجه ) په کوپن هاګن کې زیږیدلی دی،همالته لوی شوی دی او په پښتو نه پوهیږي.
فلم سره له دې چې ډیر کډ وډ لیدلوته وړاندې شوی دی،خو بیا هم په لید لوسره یې لیدونکی پوهیږي چې ښوونې روزنې خاب حالت،دجګړې شته والی اودامنیت نشتوالی،دښخودژوند بد حالت ته په کې پاملرنه شوې ده.
په ټول کې لیدونکي پوهیږي چې دهلمند په ولایت کې دښوونې روزنې حا لت خراب دی.دفلم اخستونکوله ډلې نه یوتن وايي چې دامنیت دنه شتون له کبله نه شوکولای ښوونځي ته ولاړشو.دغه راز دفلم په جریان کې یوتن له یوې اته نه کلنې نجلۍ نه،چې میږې،پسونه پیايي پوښتنه کوي چې ولې ښوونځي ته نه ځي؟ماشوم په ځواب کې وايي چې پلاریې نه پریږدي اودلیل یې هم داسې ښیي چې پلار یې وايي چې که دا ښوونځي ته لاړه شي،میږې پسونه به څوک وپیايي؟ ښوونځیودتګ بله ستونزه جګړه اوپا لاره کې دماینونوکرل دي.
په فلم داسې انځورونه ښودل کیږي چې دخلکودژوند سطحه ډیره ټیټه ده،په ځانګړي ډول دښځوحالت ډیر بد ښودل شوی دی،هره ورځ جګړه ده،خلک له ډاره په کورونوکې پټ دي او دډزو له ویرې نه شي کولای خپل ورځني کارونونه پرمخ بوزي.
په دې مستند فلم کې بله دپاملرنې وړموضوع دا ده چې له طالبانونه دوی څه ډول تصویروړاندې کوي.په فلم کې لیدل کیږي چې یوځوان دژورنالست په رول کې،دطالب په نامه درې داسې کسانوسره ناست دی خبرې کوي،چې هغوی خپل مخونه پټ کړي دي،په فلم کې ښوودل کیږي چې طالب ډوله شخص ته په تیلفون کې دماین ایښودنې اوچاودنې په باب خبرې کیږي،داسې لکه دی یې چې قومندان وي،اودبل طالب په موبایل کې بې موزیکه طالبې سندره اوریدل کیږي.
په بل ځای کې له پولیس نه پوښتنه کیږي چې تاسوله طالبانوسره څه ډول اړیکې لرئ؟ هغه په ځواب کې ورته وايي چې طالبا ن له موږسره کارنه لري اوموږله طالبانوسره کارنه لرو،هغوی خپل کار کوي اوموږ خپل کارکوو.
داسې صحنې هم ښودل کیږي چې چې زخمیان اومړي دي،موټر ته پورته کیږي او ورسره دماشومانوژړا اوریدل کیږي.دفلم په جریان کې داسې ښوول شوې ده چې ماین ایښودنه ده،ماین چاودنه ده.ډزې دي وژل دي مړي دي وینې تویدل دي اوپه پای کې وحشت دی.بیا دښاغلي ډایرکتر میلمه پال شخص روغتون کې لیدل کیږي چې دټپیانو پوښتنه کوي.دیوه زخمي پلار ورته وایي چې پر موږ امریکایانوډزې وکړې اودې حالت ته یې ورسوولو.په بل تصویرکې ښودل کیږي چې چې دیودال له بل اړخ نه ماشومان امریکاي زغروال وسایط په تیږو اولوټو ولي او...
که دفلم دجوړونکومسؤلینوموخه دداسې انځورونوله ښودلونه دا وي چې په افغانستان کې دبهرنیو سرتیرو،په تیره امريکا یي عسکروموجودیت ددې ګډوډیو،مرګ ژوبلې،بې امنیواوبد مرغیوسبب وي اوله هغوی نه خلک کرکه کوي اونه یې غواړي؛نوجوړونکی ټیم ته زه په برالا اونیغ ډول وایم چې،له دې سره سره چې په برابرکړي فلم کې موځینې حقایق شته چې ټوله نړۍ ورباندې خبره ده،اواوس د داسې فلمونوجوړول اومطرح کول ډیر ناوخته ده.دا فلمونه باید لس کاله مخکې جوړ شوي وای اوپه ډنمارک کې نه په امریکا کې ښودل شوي وای چې امریکایان،افغانستان ته دنظامي قوتونودلیږلوپه تیروتنه پوه شوي وای،له طالبي وحشت سره یې دمبارزې بله لاره یې لټولې وای، دعسکرو دلیږلوعاملینوته یې دبیا واک رایه نه وای ورکړې.هغه وخت ټوله نړۍ غلې وه،له تروریزم سره یې دمبارزې ننداري ته ناست وو اودهغه چا دکار نتیجې ته سترګې په لاره وو،چې دوی دتروریستانواوغلوپه مقابل کې دمبارزې له پاره انتخاب کړي وو.هغه خلک چې امریکایانوله طالبانویا نورومخالفینوسره دجګړې له پاره انتخاب کړي وو؛آیا په دې نه پوهیدل چې هغوی خپله غله اوتروریستان دي،اوله دې نه مخکې یې په کلونو کلونودغلا،تروراوورانیوسابقه درلوده.اوس یې پایله دا شوه چې په خپله امریکایان او اروپایان له خپلوانتخاب کړو ملګرو نه تښتي ؛خوهغوی یې نه پریږدي.
فلم ټول تقریبا یوساعت او پنځه دیرش دقیقې دی.په فلم کې راوړل شوی تصاویرله یوبل سره هیڅ ارتباط نه لري،دهرتصویرپه لیدلو سره لیدونکی په بل لوري بیول کیږي،په داسې لوري چې دپیل موخه یې هم نه وي مالومه اوپای یا نتیجه یې هم هیڅ.ټول هغه شیان چې په دې فلم کې ښودل شوي،پرته له شکه چې دافغانستان دخلکودعیني ژوند ستونزې دي،خوددې ترڅنګه دافغانانوژوند ډیرمثبت اړخونه اوښیګڼې هم لري اوبهرنیولیدونکوته داسې ذهنیت ورکوي چې په افغانستان کې پرته له دې منفي شیانوکوم بل څه نه شته؛خودا باید هیره نه شي چې په افغانستان کې د ښودلو،لیدلواو ویلو له پاره ډیرښه شیان هم شته چې معمولآً یا دبې خبرۍ له مخې اویا هم په عمدي ډول نه ښودل کیږي.
په دې ډول فلم دیوه ماشوم په غږچې ډیر مظلومیت اوخوږ والی په کې نغښتی دی،دافغانستان دملي سرود په زمزمې سره پای ته رسیږي،چې دفلم ترټولومثبت اودکشش وړ ټکی همدا دی.

                                   دا وطن افغانستان دی              داعزت دهرافغان دی
                                                      کوردسولې کوردتورې             هربچی یې قهرمان دی ...