د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د تصوير شپږمه ګڼه چاپ شوه

رحمت ديوان 07.02.2013 19:10

د تصوير مجلې ګرانو لوستونکو!
د شوبز وړومبۍ پښتو مجلې تصوير نوې ګڼه ( شپږمه د فرورۍ ګڼه) چاپ او خوره شوه، په دې ګڼه کې تاسو لوستلاى شئ:
د فرورۍ په مياشت کې به کوم کوم فلمونه ريليز کېږي.
د کروړونو زړونو درزا شاه رخ خان، ځانګړى راپور
د پښتو فلمونو سره د مېرنې مور په شان سلوک کېږي، د پښتو فلمونو اداکار شاهد خان سره مرکه.
نن سبا خلک د مطلب شعر خوښوي، پښتون سندرغاړي شاه سوار سره مرکه.
(دهقان) يو ښۀ خو متنازعه فلم، د سيد صابر شاه صابر ليکنه
په پښتني کلتور باندې د سي ډي ډرامو اثرات، د احسان الله ليکنه
پښتو فلمونه او سي ډي ډرامې د نوي کول د بې لارۍ سبب جوړېږي.
افغانستان کې جوړ فلم اوسکار جايزې ته کانديد.
سوات کې د شاه سوار په سندرو پابندي ولګېده.
(شېر خان) په کلتور او زده کړه باندې جوړ فلم دى، د افغان فلم سټار ميروېس فقيري سره د هغه د نوي فلم په هکله مرکه.
په خپل فني صلاحيتونو نوم ګټل غواړم، د سي ډي ډرامو اداکار عامر خان سره مرکه.
شين اسمان زرې زرې، په وړومبي ځل ما ويلې وه، پښتون افغان سندرغاړي شاه ځوان منور سره مرکه.
پښتو فلمونه او ډرامې، د اسلام غني اورکزي ليکنه.
د (تصوير) پوښتنه او ستاسو ځوابونه.
او نور ډېر څه چې تاسو يې لوستل غواړئ.
د تصوير نوې ګڼه د خېبر پښتونخوا د هر بُک سټال او اخبار فروش نه ترلاسه کولاى شئ.
جلال اباد، کابل او د افغانستان نورو ولايتونو ته به په يوه اونۍ کې ورسېږي.
د اړيکو لپاره:
03457030719
0772935461
tasweermagazine@gmail.com
tasweermagazine.blogspot.com