هو یو وار بیا ټاکنې
01.02.2013 10:21ټاکنې د یوه هېواد د سیاسي زعامت لپاره یوه معقوله لاره ده چې په ټاکنو کې د سیالو خواوو لپاره یو د قناعت وړ وسیله او د یو هیواد د وګړو لپاره پرته له کومې ستونزې او شخړې د سیاسي زعامت د تعین ضمانت کوي.
ټاکنې دي چې د قدرت انحصار له منځه وړي او د ملت هر وګړي ته د نوماندی او رای ورکولو حق ورکوي. دا نو اوس د ملیتونو د سیاسي شعور پورې ده چې د خپل هیواد ملي ګټو ته په پاملرنې سره څه ډول زعامت ځانته غوره کوي.
راځو خپل هیواد ته ، لکه د تیر په څیر زموږ په هیواد کې ټاکنې هم له بهره را وارد شوې نوې هغه پدیده ده چې تر ډيره خلک ورته خوشبینه و او په لومړیو کې افغانان ورسره تیر ډیره نا اشنا و، خو ورو ورو د ټاکنو په ارزښت او لارو چارو وپوهیدل خو برعکس بیا په ټاکنو کې سیالې کوونکي نوماندان ډير پاخه خلک و او د ټاکنو په چاره کې په ټولو مشروع او غیر مشروع لارو پوهیدل چې څه ډول د ولس احساسات، ملي شتمني او د دولت امکانات د ځان په ګټه وکاروي.
زموږ ملت تر ډيره یو نالوستی او په تاو تریخوالي کې روږدی ملت دی ، د بارودو په لوګیو کې ورته د ښه او بد، خادم او خاین توپیر کول ډير ګران دي، د ځینو سترګي بیا د نوماندو پیسو نیولي وي ځیني نور بیا د خپلې رايې ارزښت تر یوې خېټې ډوډی پورې راټیټه کړي خو تر ټولو بد تر بیا په کې هغه دي چې ذهنونه یې د نوماندانو په خوږو خوږو ژمنو تسخیر شوي وي، څوک ورته قوم رامخ ته کړي، څوک ورته د ډیورنډ د مسلې د حل او د پښتونخوا د ګټلو ټټر ووهي ، یو نیم نوماند بیا ورته د ځان نه احمد شاه ابدالي جوړ کړي او د ډهلي د تخت زمزې شروع کړي، څوک د ګل محمد خان مومند بابا پیښې پیل کړي او د پښتو په سپڅلي پرده کې ځان راونغاړي. جهاد خو هسې نه هم هغه اسانه او ارزانه وسیله ده چې دا ملت پرې ډېرله پخوانه غولېدلی ، له غربه راغلي نوماندان بیا د قانونیت او پرمختګ خواږه خواږه شعارونه داسې ښه زمزمه کوي ته به وا چې اروپا ددوي په هڅو پرمختللې ده. اسلام پالي نوماندان بیا ډير لنډ له کرښې نه د کارتونو له بوجیو سره راواوړي او په غرب اشغال کړي افغانستان کې پنجابي ترانې په شد ومد په ډير ښه ترنم سره داسې پیل کړي چې ږیره مبارکه یې هم د اوښکو په سیلاب او د خولې د لاړو په پرخو باندې ښایسته لنده شي.
دهیواد په بله برخه کې بیا یو څه نور دانشګایان فعاله شي او دفارسي دري تر شعار لاندې خلکو ته د خراسان بزرګ سره او شنه باغونه وروښيي او د روسي جهاد خاطرې به په داسې حال کې رایادې کړي چې اونۍ مخکې به تازه تازه له تاجکستانه راستون شوی وي د خپلو خبرو په منځ منځ کې به په ظاهره حکومت خو په واقعیت کې ملت ته ګواښ هم وکړي چې که ټاکنې رڼې نه وي (یانې مونږه ونه ګټلې) نو افغانستان به طرف بحران خواهد رفت، یانې موږ اوس هم له خانه جنګۍ او د ملت له وژلو ستړي نه یو چې پام مو وي.
د ګمرکاتو او رشوت په پیسو مست حکومتیان خو هم له چانه کم نه وي د خپلو ناکامیو پړه کله په غرب واچوي ، کله شمال ټلواله ځانته دستپاک کړي او که بل هیڅ دستپاک نه وي نو امارت او حزب خو شته دی.
طالبان وروڼه به هم ګواښ وکړي چې که رایه مو ورکړه غوږونه او پزې به مو غوڅي شي، که رایه ورنه کړي نو هلته به خراسان بزرګ جوړ شي ؟ یو طرف کور دیار بل طرف میکده .
حزب اسلامي بیچاره هم اوس په ددوه کې پاتې ده کله يې زړه ګډون ته وتخڼیږي او کله بیا مخالفت خوندورکوي بس لکه د څلور لاری په سر ترافیکي اشارو غوندې کله شین شي او کله سور.
په دې ناتار کې ځيني ځيني لیکوالان، شاعران ، خبریالان هم د چانه وروسته نه پاتې کيږي څوک په کې د کورونو خاوندان شي، څوک په کې دکاندیدانو د دفترونو ریسان شي، څوک بیا په دې تمه له کاندید سره ښکته پورته کیږي چې که ویې ګټي نو دده کار به هم ورسره جوړ شي او د ناقانونه کړنو په صورت کې به یې مدافع وکیل پیدا شي یا به یې د سره څوک پوښتنه ونه کړي چې روکیه څوک یې او څه کوی..........
هو اوس نو پاتې شول د ګوتو په شمیر ولسپال روڼ اندي او دیرش ملیونه بې تعلیمه، پیسه دوسته او غولیدونکی ولس.
د ولس خوله کله یوه ته خلاصه خلاصه شي او له خندا سره یې وخاندې او کله د بل له ژړا سره وژاړي ، څوک په کې د پښتونخوا د ګټلو په ارمان وي او څوک بیا د خراسان بزرګ خیال پلوونه ګوري. څوک د مولوي صیب په احساساتي وینا را دوکه شي څوک بیا له غربه راغلي نیکټايي ولا په عصري او نوي لغتونو تېر وځي.
بس یو څو ځونان وي چې دا هرڅه ګوري ، پوهیږي ، منډي رامنډي وکړي چې وه ملته راویښ شه فاسد، غل ، رشوت خور، خاین، جنګ سالار ، پردي پال ، تفرقه اچوونکي، بی سواده ...... ته خپله رایه مه کاروه ، له لوږی نه مری ، خو څه وکړي بیچاره ګان چې د ټاکنو په نامه د اورلوبې نبض هم په سپینه ماڼي کې وي ، پنجاب پرې خپل تور تیل راپاشي او خپل ستراتیژیک عمق ته په یې په لمبو کې ننداره کوي او ایران ورته پټاکې را جوړوي او د هرې پټاقۍ په چاودلو سره اخوندان داسې انګیرې چې ګوندي امریکې ته يې په افغانستان کې ماته ورکړه.
او ملت ته به څوک ووايي چې د ټاکنو پایلې ستاسو په رایو نه بلکه د بهرنیو سفارتونو په سفارشونو ټاکل کېږي؟؟
ملته نو ته ، ستا خدای او ستا راتلونکی چې چاته رایه ورکوی!!!!

