د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ریښتنې مشران څوک دي؟

خان ولي کامران 31.01.2013 17:01

فیلیپین د نړۍ په ختېځ کې هغه اسیایې هېواد دی چې د ځمکې له لارې د نړۍ له یوه هېواد سره هم سرحدی پوله نلری او د بحر د اوبو په منځ کې د ټاپوګانو په څېر موقیعت لري، چې د ننه په هېواد کې هم له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د الوتکې او یا به د کښتیو له لاري تګ راتګ کوی.
په دغه هېواد باندې هم د تاریخ په اوږدو کې د جبر تاړاکونه راغلي او د دری سوو کلونو لپاره د استعمارګرو په لاس کې وو چې په ۱۹۴۱ میلادی کال کې له ښکیلاک ګرو څخه خپله ازادۍ تر لاسه کړی ده. په دغه هېواد باندي لومړۍ هسپانیا حکومت کړی له هسپانیا وروسته امریکا او له امریکې وروسته د دریو کلونو لپاره د جاپان هېواد لخوا مستعمره وو. له تیرې یوې میاشتی راهېسی دغه هېواد ته د یو روزنیز ټریننګ په ترڅ کې راغلی یم چې له ټریننګ سربېره کله کله د کلتوری، تاریخی او سیاحتی ځایونو د لیدلو چانس هم راکوي په دغه اونۍ کې د فیلیپین د ملي اتل پارک تللی وو، د فیلیپین ملي اتل ریزال ( Rizal ) نومېږی چې د خپل هېواد د ازادۍ لپاره د ژوند وروستۍ سلګۍ هم وهلی خو له خپل هوډ څخه نه دی په شا شوی او د خپلو خلکو په منځ کې اوس هم زیات محبوبیت لري. د ریزال په نوم د مانیلا په ښار کې یوه منار جوړ شوی چې ده ته د تعظیم لپاره دوه تنه نظامی عسکر ټوله شپه او ورځ سلامي ولاړ وي. ریزال د هسپانیاوانو سره د وروستۍ مقاومت په ترڅ کې بندی او بالاخیره د یادو ښیکلاګرو لخوا په دار ځړول شوی چې د پښو نښی تر داره پوري په ځمکه کې ښکاری او همدا یوا جمله تکراری چې زه له خپل غریب او بې وزله هېواد سره مینه لرم او د همدغی مینې له امله دا دی اوس په دار ځړول کېږم خو زه به تری مخ وا نه اړوم.
نو دی ته وایی د یو هېواد رښیتني مشران چې څومره قربانی ورکوی د خپلو خلکو او هېواد لپاره او له امله یې تر اوسه د فیلیپین خلک همداسی ویښ پاتې شوی چې اوس مهال پکې د اسیا له ډېرو هېوادونو څخه اقتصاد پیاوړي او هیڅ یوه داسی سېمه به ونه ګوري چې هلته د خلکو لپاره د هوساینی کارونه نه وی ترسره شوي.
نو که همدغه حالت د افغانستان له وضیعت سره مقایسه کړو نو د ځمکې او اسمان ترمنځ توپېر موجود دی ځکه زموږ ریښیتنی او ملی ویاړونه که هغه امان الله خان دی، که ایوب خان دی، که وزیر محمداکبرخان دی. که خوشال خان دی ، که احمدخان ، که باچا خان دی او که داودخان دی نو له موږ څخه ورک دی او د اوسنی دولت لخوا هم داسی د هغوی د دراناوي لپاره څه نه تر سره کېږي چې په ځوان نسل کې غځونی او ژوندی پاتې شي بلکی برعکس د جعلی خلکو څخه ملی اتلان جوړوي چې د پلازمینې کابل ا ولایتونو زیاتره لویې لارې او څلورلارې په انځورونو ډکې دی خو څوک ورته احترام نکوی ځکه په ولس کې ریښتنې رېښی نلري. په اوسنې دولت کې هم داسی ریښتینې مشر نشته دی چې هغه په واقیعت کې خپلی خاورې او خلکو ته ژمن وي بلکی د ملی شتمنیو پلورونکې ، د خلکو د وینو تویونکې او په ناروا لارو د خپلو شتمنیو د زیاتولو په کوښښ کې دي چې سبا به ورڅخه ټوله سرمایه پاتې او د خلکو په منځ کې به په ډول ډول نومونو یادېږي.
همدارنګه د افغانستان اوسنی سیاسی ، اقتصادی او کلتوری وضیعت چې له بل هر وخته خرابه دی نو تصمیم نیوونکې د راتلوونکې لپاره هیڅ پلان او برنامه نلری بلکی خپلو نارواو پسی نښتی او هغه د چا خبره اوبه خړوی او کبان پکې نیسی. نو سیاست داسی نه کېږي بلکی سیاست یو عزم او یو استقراریت غواړي چې وکولای شی له ستونزو څخه سر را پورته او د رڼا په لور قدم پورته کړي.
زموږ اوسنی مشران که هغه په دولت کې دی، که په افوزیسون کې دي او یا په وسلوال مخالفت کې دی یوازینې هڅه یې دا ده چې دا ولس څنګه له پښو وغورځی او د پردیو په اشاره داسی کارونه کوی چې حتی یو ځناور به یې هم ونکړي او حتی ځانونو ته لیډارن، رهبران، ملایان، اینجنران، ډاکټران او پروفیسوران هم وایې.
نو په پای کې د افغان ملت له ځوان کهول څخه غوښتنه کووم چې راځۍ نور ددغو مشرانو په خولو باندی ونه غولېږو او خپله میدان ته راوځو ترڅو هېواد مو د راوانو بدبختیو او نارواو کړنو څخه وژغورو او د ټوپک پر ځای د عدم تشدد لاره غوره او د خپلي پوهې او قلم په اساس نړیوالو ته وښیو چې موږ هم له چانه کم نه یو او خپل هېواد په خپلو مټو ابادولي شو.
په درنښت
2013/ January/ 31