د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرلې يې کليپتوکراسي او غواړي دموکراسي

محمدحسن حقیار 31.01.2013 18:00

وامې ورېدل چې د امريکا په سنا مجلس کې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشر جان کيري چې تېره مياشت د امريکا بارک اوباما له خوا د بهرنيو چارو د وزير په توګه اعلان شوى اوبېګايې دامريکا له سنا څخه منظوري هم واخسته و او ژر به په رسمي توګه دنده پيل کړي.تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره د امريکا مرستې له ازادو او عادلانه ټولټاکنو سره مشروطې بللې دي .
سناتور جان کيري چې تېره ورځ د سنا د يوه کمېسيون استماعيه غونډې ته ورغلى و او سناتورانو ته يې خپل پلانونه وړاندې کړل د امريکا د بهرنۍ تګلارې په اړه د نورو څرګندونو ترڅنګ د افغانستان يادونه هم وکړه او د افغانستان راتلونکې ولسمشريزې ټاکنې يې ډېرې مهمې وبللې.
کيري وويل، چې د ازادو او رڼو ټاکنو ترسره کول به نړيوالو ته دا باور ورکړي، چې افغان حکومت تر ٢٠١٤ کال وروسته په ښه توګه خپلې چارې پرمخ بيولاى شي.او که چېرې ټاکنې قانوني حيثيت ونه لري او يا افغان حکومت او نړيواله ټولنه په دغه کار کې بريالۍ نه شوه، نو دا به ډېره ګرانه وي، چې د امريکا ولس او د ايساف متحدين تشويق کړى شي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغه ګواښ وکړ، که چېرې د افغانستان د۲۰۱۴ټاکنې ازادې او عادلانه نه وي، نو افغانستان به تر ٢٠١٤ کال وروسته د غرب او په ځانګړې توګه د امريکا له مرستو برخمن نه شي.
دحامد کرزي او دامريکا داوسنيو چارواکيو ترمنځ ناندرې کومه نوې خبر نده ، کله چې دامريکا اوسنی ولسمشر بارک اوباما پنځه کاله وړاندې دولسمشرۍ دګټلو لپاره کمپاين ته راووت نو دکرزي دبخت ستوری کوږشو . اوباما کرزي ته وويل چې دی دې نورسپين چک ته په تمه نه وي ،او هغه ته يې شپږ مياشتې وخت ورکړ چې په دې موده کې بايد خپل په اداري ، سياسي ، اخلاقي او مالي زکام اخته اداره ورغوي که نه دوی په ترې لاس واخلي او دطالبانو رحم او کرم ته به يې يواځې پرېږدي.
له هماغه وخته راهيسې دکرزي او د اوباماد ادارو ترمنځ اوبه خړې دي اوهراړخ هڅه کوي چې پر مقابل اړخ خپل وروستی فشار راولي ،دجان کېري وروستۍ ځرګندونې او دافغان حکومت غوږ تاوونه هم دهمدې لړۍ يوه کړۍ ده که داسې نه وي نو آياکېري نه پوهېږي چې په اوسنيو شرائطوکې به افغانستان کې عادلانه ،رڼې ، خپلواکې ،هېواد شموله اوشفافې ټاکنې نه ممکنې دي اونه ورته کومه سياسي او مخلصه اراده شته ده .
په کوم هېواد کې چې په هره لوېشت کې يې جګړه او اويا سلنه خاوره يې دمخالفينو په واک وي عادلانه ،رڼې او افغانستان شموله ټاکنې څنګه ممکنې دي.
کوم هېواد چې اشغال وي او هېڅ ډول خپلواکي ونلري ، هرډول هوډ او تصميم پکې يا مستقيم او يا غير مستقيم دنورو عملي کېږي، امنيت پکې دمرغۍ شيدې وي،ټاکنيزکمپاين شونی نه وي ،که په کومو سيموکې ټاکنې هم وشي هلته د رايو کارولو اواخستلو معيار زور او زر وي ، دکوم هېواد دمقننه ارګان له ۲۴۹ غړيو څخه چې شل يې هم نه خپله دنده اونه قانون پېژني او نه يې تعريفولی شي ، په کوم هېواد چې واليان اووزيران دنورو هېوادونو ترمنځ دجوړجاړي او وېش له مخې ټاکل کېږي، کوم هېواد چې ټولې کړنې يې دسازش اومصلحتونو له مخې او تعينات يې دسهامي شرکت په بڼه وي،دکوم هېواد دټاکنو برخليک چې دټاکنو دشکاياتو د اورېدلوکميسيون خو پرېږده ان څارنوالي اوځانګړي محاکم هم حل کولی ونه شي نو هلته به درڼو او له درغليو دپاکو ټاکنو هيله هسې ځان غولول نه وي.؟
موږ له جان کيري پوښتوچې که فرض کړو چې په کورنۍ کچه په افغانستان کې هرڅه سم او ټاکنوته زمينه برابره ده نوايا همداتاسوبه دلته دازادو او خپلواکوټاکنو اجازه ورکړئ کله چې تېرې پارلماني ټاکنې ستاسو دلاسوهنې له کبله له کړکېچ او ستونزو سره مخ شوې اودنړئ هېڅ قانون يې درغولو چاره نشوای موندلی ، آيا همدا تاسې او په کابل کې ستاسو سفارت نه و چې ناکامو او دخپلې خوښې نوماندانو ته مو وويل چې همداتاسو وکيلان ياست او که کرزی پارلمان پرانيزي او که نه موږ مو بريالي اعلانوو او پارلمان پرانيزو.
کله چې دټاکنو دتش په نوم خپلواکه کميسيون په ټوله رهبرۍ کې دهېواد د۶۵ سلنه وګړيو استازی نه وی اوڅوک يې دبرخې وړ ونه بولي ،مشريې هم دټوپکسالارانو غړی وي نو ددې کميسيون لخواشوې ټاکنې به څنګه ومني؟
دټاکنو دکميسيون مشر فضل احمد معنوي -تاجک، ا له ده پرته نور ۶ کميشنران يې هریودستګير ازاد -بلوچ، مومنه یاري -هزاره ،هاشم فولاد ـپشه يي،ريداعظيمي –تاجکه، عبدالخالق حسيني ـپشه يي،ګرزواني- ازبک دي آيا پښتون دیوه استازي حق هم نه درلود او يايې نلري.
آيا تاسو ونه ليدل چې همدې کميسيون دولسي جرګې په تېرو ټاکنو کې دغزني له او لسو ولسواليوڅخه چې پنځلس يې پښتون مېشتې دي يوپښتون هم رانه ووست؟ آن چې کرزي هم هلته دبيا ټاکنو امر وکړ خو دبيچاره پر اذان چا لمونځ ونکړ .
آيا افغانستان همدااوس هم دټاکنو لپاره يو معقول او پراخ بنسټه قانون اوملي اجندا لري. که نه ،نو څنګه به رڼې ټاکنې ترسره کړي؟.
آيا په افغانستان کې موجود فساد تاسو تشويق کړی نه دی ،آيا په افغانستان کې همدا تاسې ددموکراسې ترليبل لاندې پر افغان ولس کليپتوکراسي نه ده تپلې؟
ټوله نړۍ شاهده ده چې د۲۰۰۹کال دولسمشرۍ ټولټاکنې فاسدې ، ناکامې ددموکراسئ له اصولوسره په ټکر کې او له درغليو ډکې وې خوچې ستاسو ګټو ايجاب کاوه نو هماغه ټولټاکنې تاسو او ستاسو متحدې اروپا اوستاسو تر قيموميت لاندې ملګرو ملتونوسمې شفافې او له درغليو پاکې وبللې او کرزی مو مشروع ولسمشر اعلان کړ .
آيا تاسو له نورو سره په ګډه دپښتنو ژينوسايډ نه دی پیل کړی، همدااوس هم دپښتنو دتجريد هڅې نه کوئ؟

ايا همداتاسو په تېرو ټاکنو کې کرزي ته اخطارونه نه ورکول چې ستاسو دخوښې کسان بريالي اعلان کړي..
آيا کرزي په تېرو ټاکنو کې معترضو نوماندانو ته ونه ويل چې ماخو پارلمان دځانګړې محکمې له پرېکړې وړاندې نه پرانست خو که ماداکار نه وای کړی نو دامريکا اوکاناډا سفارت داکار کاوه بيا به مو هېواد له بل ژوربحران سره مخ شوی وای .
ښاغلی جان کېري: آيا تاسونه پوهېږئ چې همدا اوس په افغانستان کې ټاکنو ته شل سلنه زمينه هم نه ده برابره .ايا همدا اوس دهېواد پنځه شپېته سلنه وګړي (پښتانه ) له حکومت څخه خفه ، تجريد او پردي نه دي او له دې حکومت سره يې پرېکون نه دی کړی .
تاسې خبرياست چې په تېروټاکنو کې شل سلنه وګړيو ته هم دګډون زمينه نه وه برابره او د حکومت او ستاسوله کړنو څخه دناراضتيا له کبله پنځه اتيا سلنه وګړيو په ټاکنو کې ګډون ونکړ نو اوس کوم بدلون او توپير راغی چې تاسې دلته رڼې ټاکنې غواړئ .آيا اوس امنيت ښه شوی،سيمې مو نيولي ، دلته مو ځواکونه ډېر شوي ،له خلکوسره مو چلند ښه شوی ، دولسي وګړيو دوژنې کچه مو ټيټه کړې ، دافغانانو دين اوکولتور ته مو درناوی کړی ،افغانانو ته موکار او روزګار موندلی ، دلته مو بنسټيزې پروژې پيل کړي،افغانان مو خپل ګڼلي دي دلته مو دافغانانو له خوښې سره سم حکومت په راوستلو کې مرسته کړې، ستاسو لخوا پر افغان ولس تپل شوی حکومت چې دملګرو ملتونولخوا دمفسدواومستبدوهېوادونودنوملړ په سر کې دی او په فساد اواستبدادکې نړيوال ريکارد لري دمفسدو اومستبدوهېوادونو له نوملړ ځخه وېستل شوی دی . ستاسو په مرسته راوستل شوې ادارې دا ظرفيت پيداکړی چې خپله بوديجه سمه ولګوي او دهېوا د درغونې لپاره ګامونه واخلي . هېواد مو خپلواکه شوی ، له اشغال څخه وتلی اوکه بل کوم رغنده ګام اخستل شوی دی ؟؟
دلته کومه معجزه شوې چې تاسې عادلانه ، رڼې او شفافې ټاکنې غواړئ! تاسو ښه پوهېږئ چې دلته په اوسنيو شرائطو کې د عادلانه اورڼو ټاکنو ترسره کېدل يو ارمان او خيال پلو دی. له دې ښکاري چې تاسې دلته تر کاسې لاندې نيم کاسه او ترپردې لاندې خپلې موخې غواړئ او له همدې کبله دکابل پر ادارې فشار راوستل غواړئ .
نړيوال پوهېږي چې که له ۲۰۱۴ر وړاندې دلته له مخالفينو سره جوړجاړی رانشي نودلته عادلانه اورڼې ټاکنې ناشونې دي ،او تاسې به دلته دخپل نوم او ستاسو په وينا ستاسو دمتحدينواو اتباعو دتېروېستلواو دلته دخپل دولس کلن حضور دمېوې او پايلې دښودلو لپاره هم سمبوليکي او نمايشی ټاکنې ترسره کوئ او ښايي همدا حکومت په لږ بدلون سره دوام ومومي نوتاسو اړياست چې له همدې فاسد او نيمګړي نظام سره کار او مرسته وکړئ ځکه بله لار او چار نه لرئ. نوښه داده چې نور دافغان ولس دتېرو ېستلواو پردې ولس دخپل احسان دبارولو هڅه ونکړئ .