د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ټولنې څرګند ارزښتونه او د ژوند پټ رازونه

ډاکټر لمر 29.01.2013 21:29

داسې ويل کېږي، چې ژوند د ټولنيزو پېښو يو ځانګړی نندارتون دی او پېښې د هر انسان تر سترګو په همغه ټاکلې موده او سيمه کې تر سره کيږي چې دی پکې موجود وي او په يو ډوله نه يو ډول يې په ذهن کې يې تلپاتې کېږي، نو ما هم په ژوند کې ډېر څه ليدلي، ډېر مې اورېدلي او يا مې لوستي دي، خو هره پېښه خپل سبب، خپل لوبغاړي او خپل ذهني علتونه لري، چې کله انسان هم له ډېرو پوښتنو سره مخامخ کوي، خو خوند هله کوي، چې دپېښو فلسفوي او پوهنيز شالید وشنل شي،  وسپړل شي او بيا د شعور لپاره ترې تغذيوي ماده جوړه شي.
له ننه څو لسيزې مخکې د ازبکستان د تاشکند ښار له هوايي ډګره په يوه الوتکه کې له نورو سورليو سره يو ځای سواره شو او مخ پر مسکو والوتلو. الوتکه ډېره لويه او اوږده وه. د څوکيو درې کرښې څنګ تر څنګ وې او په هره کرښه کې درې څوکۍ يا سېټونه بېل شوي ول. زه هم له يو افغان محصل او يو روسي مسافر سره تر څنګ کېناستم. د لويې الوتکې د جوړښت، ځواک او الوتنې په سوچونو کې لاهو وم، چې يوه پۍ مخې نجلۍ مې څنګ ته راغله او مخې ته مې ودرېدله!
دغه سپينې ښاپېرۍ زما د خيالونو دنيا ونړوله او ما هم ورته سترګې پورته کړې او بيا مې ورته ورپولې. دا راته په شوندو کې موسکۍ شوه او د لاس يو وړ پتنوس يې ما ته رامخکې کړ او ما هم پتنوس ترې واخيست. پتنوس مې د څوکۍ مخې ته پر ځوړند ميزکي کېښود. بيا دا راواوښته او بل پتنوس يې افغان محصل ته ورکړ او په بل اړخ يې يو بل پتنوس هغه زموږ سره مل روسي مسافر ته په مېز کېښود، خو دا په نازو مکيز، ملاله او خرامانه رانه روانه شوه او د پردو تر شاه زما له سترګو پناه شوه.
ما د پتنوس ډوډۍ ته کتل، چې عجيبه لوښي، المونيمي پوښونه او بېلابېل رنګونه يې درلودل. ما يې يوازې جوش کړي کچالو، ترکاري، مالګينې مندکې او يوه وړه ټوټه کېک وپېژندل او ومې خوړل. په ډوډۍ خوړلو اخته وم، چې يوې شفافي پلاستيکي کڅوړې ته مې پام شو، چې لکه چاکلېت غوندې يو جګري شی  له سپينو برګو ټپونو سره، ورپکې نغښتي ول، لکه غوښه غوندې راته ښکاره شوه، په ګوتو مې کېکاږه، نو پسته او نرمه وه. څنګ ته مې افغان ته پام شو، چې دغه ټوټه برګه غوښه يې په خوله غوټه منډلې ده او غاښونه يې پکې خښ کړي دي، نو دا بل څنګ ته مې روسي مسافر ته وکتل، چې په همدغه برګې غوښې شخوند وهي او د خولې ځګونه يې ځي، نو ورو مې دغه کڅوړه روسي ماسفر ته وروښودله!
زه په اشارو ورسره ګړېدم، ځکه په روسي هغه مهال نه پوهېدم، خو کله چې د روسي مسافر کڅوړې ته پام شو، نو د دواړو لاسونو ګوتې يې راته راغونډې کړې او بيا يې دوې غبرګې ترې لکې کړې او په «خور، خور...او خرشو پرش» يې پيل وکړ او سر يې ها پلو او دې پلو ښورولو. ما ورته کتل او له ځانه سره مې سوچل، چې نه د پسه د «بعه، بعه» پېښې کوي او نه هم د خوسي د «غوړمبا» کانې او نه هم د سپي د غپا کوکارې، نو په زړه کې مې تېر شول، چې دا به لیا څه بلا وي، خو روسی مسافر لګيا وو او د کوم ناپېژندلي ځنارو پېښې يې راته کولې، خو زه يې له کيسو سره سم د خنځیر له خرشېدو او پرشېدو سره مشکوک کړم.
ما ورو له خپل پتنوسه هغه جګري رنګه او په سپينو وازدو برګه د غوښې ټوټه له کڅوړې سره راپورته کړه او دغه روس ته مې په لاسونو کې ورکېښوده. روس هم خوله جينګه کړه او راته يې څو ځله د «سپوسيبو» يعنې مننه ناره وکړه. بيا يې بټه ګوته راته نېغه کړه او را ته يې «خر شو» وراشه ياده کړه، نو ما هم په زړه کې تېر کړل، چې: خر دې پلار شو چې موږ پرې سپاره شو! او بيا يې د «موسلمانين، موسلمانين... اهه» وراشه ياده کړه، نو ما هم سر ورته وخوځولو، چې هو، هو مسلمان خو يم، خو له دې بلا مې خلاص کړه او نور مې په کراره پرېږده!
زموږ دغه خبرې زما بل څنګ ته ناست افغان محصل هم څارلې، چې کله روسي مسافر د خنځير د خرشو پرش پېښې کولې، نو دغه افغان ورور هم د برګې غوښې ټوټه ژوندۍ له خولې بيرته راوايستله او د الوتکې د طفالې کڅوړې ته يې وروارتېږله، روسی مسافر ورته په خندا شو، خو افغان  محصل له ځانه سره په ډونګېدا شو: اي پدرنالتا، اي پدرنالتا...، اي ګوشت خوک است، دانه مره مردار کرد! بس اخته وو او ډونګېدو، نو ما مخ ورواړولو او ورسره په خبرو شوم، نو ورته مې وويل، چې په نا فهمي کې دې دغه برګه غوښه خولې ته کړې وه او اوس په کرار شه، بيا به پام کوو چې په بله کومه بلا وروانوړو، نو دواړو سرونه په څوکۍ  کېښودل او تر مسکوه په درانه خوب ويده شولو.  
ما ګومان کولو، چې نور نو د خنځير له ګواښونو خلاص شوم، مګر د ژوند نندارتون له نورو پېښو سره مخامخ کړم. يوه ورځ له افغان ملګرو سره په سفر تللو، چې په يو ځای کې مو موټر ودرولو، چې ستوماني وباسو، نو يو شمېر دوستانو قهوه واخيستله او ما له عادت سره سم يو ګيلاس چی واخيست. نورو هر يو د خپلې قهوې په ګيلاس يا پياله کې چا شودې او چا هم د قهوې کريم يا سپين رنګه پوډري شودې ورواچولې او چا هم سپينه او بل خړه بوره هم ورزياته کړه.
ټول په ټوکو او خنداو بوخت ول، خو زما مخې ته پر مېز د قهوې د کريم د سپين پوډر يو خړ بوتل اېښی وو. نورو دوستانو ټوکې ټکالې کولې، خو ما د بوتل پر سر په انګريزي ليکلې کرښې لوستلې او د منځپانګې (اينګرديينټ) برخې ته مې يې پام شو او داسې معلومات مې ولوستل، چې زه يې له يو شمېر پوښتنو سره مخامخ کړم. په دغه برخه کې داسې ليکل شوي ول، چې دا پوډر جوړ شوی دی له:
    •    د ګولوکوز (شکرې) شربت
    •    نباتي غوړي
    •    انډوليز یا موازني (E340, E452) خوراکي توکي
    •    د شودو پروټين
    •    شيرهيي يا مستلحبي توکي يا ايمولګاټور (E471)
    •    د ګاټه (لخطه) کېدو ضد مواد (E551)
    •    رنګين توکي (کرَوتين)
زه په خپله مطالعه بوخت وم، چې ملګرو راته غږ کړ، ځه چې ځو نور نو بس ده دا مطالعه! ته ليا هم په پاڼو لوستلو اخته يې او راته يې وخندل. يو يې راته ويل لکه چې سنتونه پر ځای کوي، نو بل ورته ويل چې څنګه! نو له دوستانو يو تن وويل، چې داسې ويل کېږي، چې هره پاڼه چې وموندې که څه پرې ليکلي وي، نو يو ځل يې هرومرو ولوله! نو دی هم هر څه چې ووينې نو که په پاڼه وي او که په بوتل نو تل يې يو ځل لولې، خو ما ورته کټ وهل او په خندا شوم او ورزياته مې کړه.
وروڼو ما يو د دغه بوتل د لېبل معلومات و نه لوستل، بلکې په (WiFi) کې مې د انترنېټ ګوګل هم پسې ولټولو او ډېر په زړه پورې معلومات مې تر لاسه کړ. دوی بيا راته په خندا شول، بېکاره يې بېکاره!! خو ما ورته وويل، چې يو خو دا چې په دغه سپين د شودو په پوډر يا کريم کې داسې توکي شته چې له شګو يا رېګه جوړ شوي مواد دي او سيليسيوم دياوکسايد نومېږي (E551)، خو خوړل يې زموږ بدن ته ضرر نه لري.
 مګر بله بلا بيا د دغه پوډر شيرهيي توکي يا ايمولګاټور دي، چې د (E471) کود يا شفر هم لري، نو په اړه يې ليکل شوي دي، چې له ځناورو او په تېره بيا د خنځير د وازدو له توکيو تر لاسه کېږي. زما د ملګرو غوږونه لکه ښکاري تازي غوندې څک څک ودرېدل! هو، دلته دا هم راغلي، چې مسلمانانو، یهودانو، ويجيتېرينانو او وېجينيستانو لپاره يې د کارولو سپارښت نه کېږي! بس ما خو دغه څه ولوستل، نو زه به په راتلونکي کې هم لکه تل غوندې يا چی څښم او يا به په خپله قهوه کې يوازې تازه شودې اچوم او له خوند سره به يې څښم او ستاسو بيا خپل زړه، چې هر څه کوی! نو ما دغه اړين معلومات تاسو ته هم درکړل، چې بيا و نه وایی، چې له دغه پېښې خبر نه وو.
ژوند ما ته داسې برخليک راپه نصيب کړ، چې ما وروسته له يواو يا بل پوهنتونه د روغتياپالنې ډګر ته ورودانګل، د طب پوهنځی مې پای ته ورسولو، د جراحي په برخه کې مې تخصصي پروګرامونه تر سره کړل او د دوکتورا علمي څېړنې مې پای ته ورسولې. لکه ډېرو ډاکټرانو غوندې زه هم له ډېرو پېښو سره مخامخ شوی يم او مخامخ کېږم، نو د ناروغانو په ژوند کې هم ډېر څرګند ديني يا ټولنيز ارزښتونه او د درمل پټ رازونه تر سترګو کېږي، چې په اړه يې معلومات کېدلی شي د خلکو لپاره په زړه پورې وي.
دا جوته ده، چې روغتيايي چارو نن سبا ډېر پرمختګ کړی دی، چې ډېرې نوې درملېزې توګې يې رامنځ ته کړې دي. په اوسنۍ روغتياپالنه کې د زړه په ناروغيو کې داسې پرمختګونه شوي دي او يا داسې عملياتونه تر سره کېږې، چې هيښ به ورته پاتې شې. دغه عملياتونه په منځني توګه د يو انسان د عمر اوږدوالی تر لسو کلونو پورې زياتوي. د زړه عملياتونه، د بايپاس عملياتونه او د زړه د والونو بيا رغاونه او يايې پر ځای د مصنوعي وال اېښودل اوس ډېره يوه معمولي پېښه ده او هر کال په لکهاو ناروغان د زړه د ناروغيو په اړه عملياتېږي او په ميليوناو د زړه ناروغان په درملو تداوي کېږي.


د زړه په عملياتونو کې د ميخانيکي والونو تر څنګ بيولوژیکي والونه هم د عملياتونو لپاره کارول کېږي، چې يو شمېر يې د انسانو له مړيو تر لاسه کېږي او نور يې د خوسيو او يا غويانو د زړه له پردې جوړېږي، خو د دې تر څنګ د خنځير د زړه له پردو هم دا ډول وال-تراسپلانت جوړېږي، چې د اړتيا سره سم د ناروغ په زړه کې اېښودل کېږي، چې ناروغ جوړ شي او خپل ورځنيز ژوند په ښه توګه تر سره کړي.
په روغتيايي چارو کې له خنځير سره ګڼشمېر نور درمليز اړخونه او يا توګې هم نېغ تړاو لري. څنګه چې مخکې ياده شوه نن سبا د زړه په جراحي کې د زړه د والونو پردې د خوسندر يا غويي تر څنګ د خنځیر د زړه له پردې هم جوړېږي، چې د زړه د ناروغو والونو پر ځای يې وراچوي يا هم د زړه د ارثي ناروغي په ترڅ کې د زړه د ځينو غير معمولي سورويو د بندولو لپاره هم کارول کېږي.
مګر د درملنې په برخه کې يو داسې درمل هم شته دی، چې د زړه د ناروغي په ترڅ کې د وينې د نري کېدلو لپاره کارول کېږي او د زړه او رګونو د ناروغيو په درملنه کې د نړۍ په هر ګوټ کې دغه درمل کارول کېږي. دغه بيولوژيکي درمل د هيپارين «Heparin» په نامه يادېږي او د پوډر په بڼه په امپولونو کې توليدېږي او د نړۍ په ټولو روغتونو کې د تداوي لپاره کارول کېږي. بايد ياده شي، چې د هيپارين د صنعتي توليد پروسيجر په لاندې ډول دی:
۱- د دغه درمل د جوړولو لپاره د خنځير کولمې له يو ځانګړي ماشينه تېرېږي، چې په دې ډول مئينه او ميده خټينه ماده لکه اوګره يا حلوا «Pulp» ترې جوړېږي.
۲- دغه د کولمو رېزګي يا خټينه ماده (اوګره) په لوېو کانکرېټي لوښيو کې تودېږي، چې د هيپارين شيره ترې جوړه شي.
۳- وروسته له دې د هيپارين شيرې ته رسين يا ولې شوي ربړونه يعني  «Resin» وراچول کېږي، چې هيپارين له نورو توکيو نه بېل شي.
۴- د مالګينو اوبو په مرسته هيپارين له رسين څخه بېلېږي او رسين فلترکېږي او له محلوله ليرې کېږي.
۵- د الکولو په مرسته هيپارين له مالګينو اوبو بېلېږي. وروسته له دې هيپارين وچېږي او د پوډر په بڼه په ځانګړو امپولونو کې له مشخص مقداره سره ځای پر ځای کېږي.
هيپارين په نننۍ روغتياپالنه کې په پرېمانه توګه کارول کېږي. په نړۍ کې داسې روغتون نشته، چې هلته ډاکټران د هيپارين په مرسته ناروغان تداوي نه کړي. سربېره پر دې چې له هيپارين سره ګڼشمېر ستونزمن حالات هم مل دي، چې د خونريزي له کبله د انسانانو د مړينې سبب هم کېدلی شي، مګر بيا هم دغه درمل په روغتونونو کې يو اړين درمل شمېرل کېږي. هغه ناروغي، چې د درملنې لپاره يې هيپارين کارول کېږي په لاندې ډول دي:
    •    Acute Coronary Syndrome or NSTEMI د زړه ناڅاپه حمله        
    •    Atrial Fibrillation د زړه رپېدا           
    •    Deep Vein Thrombosis د ژورو شينرګو (وريدونو) د وينې ګاټه کېدل  
    •    Pulmonary embolism   د سږيو د سوررګو د وينې لخطه کېدل    
    •    Hemofiltration  د ويني د فلتر يا پاکېدلو پروسيجر             
    •    Cardiopulmonary bypass for heart surgery د وينې د مصنوعي جريان ماشين  
    •    NSTEMI د زړه ناڅاپه سکته                        
    •    Indwelling central and peripheral venous bypass   د رګونو د بايپس عملياتونه       

د هيپارين له درمل سره د مرګونې خونريزې تر څنګ يو شمېر نورې ستونزې هم شته دي، چې مغزي خونريزي، الرژيکي غبرګونونه او همدا ډول د وينې د ګاټه کېدلو د ټوکرو «thrombocytes» د کمښت، چې په هيپارين لمسېدلې ترومپوسيتوپينيا «HIT-heparin induced thrombocytopenia» هم ورته ويل کېږي، چې د هيپارين له تزريق سره مخامخ تړوا لري، رامنځ ته کېدلی شي، خو بيا هم دغه درمل په نړيواله کچه يو اړين درمل ګڼل کېږي او په ټولو روغتونو کې له اړتيا سره سم په عاجل يا بېړني سروېس کې کارول کېږي.
پايله
څنګه چې وينی په ژوند کې د ديني او ټولنې له څرګندو ارزښتونو سره د ژوندانه پټ رازونه هم نغښتي دي، چې هر مسلمان او غير مسلمان ورسره مخامخ کېدلی شي. د يو شمېر توکيو د نه کارولو او يا نه خوړلو لپاره يو بديل موندل کېدلی شي اما په هغه حالتونو کې، چې د انسان د ژوند د ژغورنې پېښه مخې ته پرته وي او يو ډاکټر ناروغ ته هغه درمل ورکوي، چې د ديني يا ټولنې د څرګندو ارزښتونو سره په مغايرت کې وي او ناروغ هم د ژوند او مړينې له ګواښ سره لاس او ګرېوان وي، نو په دغه نازک حالت کې د ناروغ د معالجې ډاکټر او خپله ناروغ د کومو ديني اسنادو پر بنسټ پرېکړه وکړي، چې ناروغ په يو او يا بل دين کې د منعه شويو توکيو څخه جوړشويو درملونو باندې تداوي شي، نو دغه هغه پوښتنه ده، چې د اديانو عالمان يې بايد په اړه په زغرده فتوا ورکړي، چې د دغه ډول درملنې ديني جواز تر لاسه شي. ستاسو سره به هرومرو دا پوښتنه هم پيدا کېږي، چې زه خپله لکه يو ډاکټر په دې اړه څه دريځ خپل کوم. زما ځواب لنډ دی او هغه دا چې ما ته انسان اشرف المخلوقات دی او ژغورل يې  پر ډاکټر فرض دي او هر ډول درمل، چې ناروغ وژغوري پرته له شکه بايد پرې تداوي شي.
په درنښت