د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کوم ملي مقاومت؟ د افغان خاورې بربادي، د افغانانو سپکاوی؟

سرلوڅ مرادزی 28.01.2013 21:19

یوه پخوانۍ ازمایلې خبره، چې ویل کیږي « هغه ملت چې خپل تاریخ ورته نه وي مالوم، بیا بیا ازموینو ته مجبوریږي» زموږ د هیواد او وګړو په اړه نوی ارزښت پيداکوي.
دا ځل بیا وینو چې زموږ تر سترګو لاندې یو شمېر رسنۍ؛ د قلموالو، لیکوالو او پوهانو په نوم اشنا او نااشنا څېرې؛ په تکاویو او زیرخانو کې ناستې او پټې بلاګانې؛ د ګاوڼد او ورڅېرمه ملکونو سړيخواره سازمانونه او استخبارات؛ په پوره سپين سترګۍ او بېشرمۍ، د افغانانو سپکاوۍ او ورکاوۍ او د افغان خاورې بشپړې بربادۍ ته، د ملي مقاومت نوم ورکوي!
ښه وینو چې د طالب په نوم د لرغونو او پخوانو زمانو افسانوي او نااشنا موجودات، د پیریانو او دیوانو غوندې نا لیدونکې او نه تماس کېدونکي څېرې او د ګاونډ او سیمې د استخباراتو په فابریکه کې انسان وزمه تیارشوي بمونه، چې یوازې لږه موده وړاندې يي خپلې واکمنۍ کې پردې خاوره او ولس قیامت تېرکړی او اوس هم هره ورځ د هیواد ساده او سپيڅلي وګړي وژني؛ کوڅه، سړک، فابریکه او ښوونځي روغ نه پریږدي؛ خوهغه کسان چې دې هرڅه ته ګوري او بیا هم نه په سد کیږي او دې ټولو بربادیو او سپکاویو ته د ملي مقاومت نوم ورکوي او په دې سربېره، افغان ولس ته يي په ستاینو او ښېګڼو نه مړیږي، د تاریخ تورزړي شیادان يي ګڼلای شو !
د تعجب او حیرانتیا وړ داده، د ۲۱ مې پېړۍ پیل کې چې نړۍ په یوه کلي بدلیږي، ملتونه د مریخ او نورو سیارو په لور خوځیږي، پر افغان ولس د ملاعمر په نوم داسې څوک واک چلوي چې نه يي ملت په تلویزیون او یا سترګو لیدلای شي، نه ورسره خبریالان او رسنوال مرکه کولای شي، نه خپله له زیرخانې څخه د رعیت لیدو ته راوتلای او نه رعیت دده په حضور مشرفیدلای شي ! په یوه سترګه ړوند کس چې ښايي نور ځان يي هم له سترګو زیات معیوب وي، لتو پتو او ریتاړې پګړۍ چې نوموړي کس ته د کوڅو د ګازر فروش باغوان جوثه وربخښي او پخپلسر د ښویدلې ګیری خاوند چې څېره يي د جلال اباد د ثمرخیلو د میالي صیب لیوني( ۱ ) ته پاتیږي، د افغانانو برخلیک ټاکي .
نن هم که څوک وپوښتي چې ملاعمرڅوک دی، چیري اوسیږي او پته يي څه ده، د ملي مقاومت ډنډورچیان د خپل لارښود، نااشنا موجود او اسماني کټ، په اړه خلکو ته څه ځواب ویلای شي ؟ ایا د ملاعمر لارویان او د هغه تیوریک پلویان نن هم د ۹۰ لسیزې پشان افغانان، ړانده او کاڼه بولي؟ دغه ویناوې، امرونه او فتواوې چې د جهاد او مقاومت په نوم په هر برات او اخترکې په جومات او ژرنده کې خپریږي، ایا ریښتیا دا ټولې د ملاعمر اخوند لخوا په لار اچول کیږي؟
ذبیح الله مجاهد چې ځان د طالبانو ویاند راپيژني، څوک دی ؟ هویت، استوګنه او پته يي څه ده ؟ داسې ډله چې له مشره تر کشره بې پتې، بې نښانه او بې هویته وي، ایا د پیریانو او دیوانو ډله نه ده ؟ استخبارات څه ته وايي؟ ایا دا موجودات خپله د استخباراتو پیداوار نه دي؟ دغه نااشنا موجوداتو ته چې له استخباراتې ډلې پرته بل څه کیدای نه شي، د ملي مقاومت نوم ورکول د چا دنده ده ؟ ایا د طالبانو تیوریک پلویان له پردیو استخباراتو سره د جوال خوله په ګډه نه نیسي ؟
پوښتنه دا ده په استخباراتي چوف و پوف د ملي مقاومت په نوم جوړه شوې او رامنځته شوې ډله ټپله، د ملي ګټو او ارزښتونو په ملاتړ او بسیا او که د هیواد په ورانۍ او ویجاړۍ کې، خپل لاسونه تڼاکې کوي او تندي خولې کوي؟
د محور ورځپاڼې په وینا « په څرخي پله او نورو تجارتي- صنعتي ساحو کې په بهرنيانو د بريدونو په پلمه، وسله والو مخالفينو افغان توليدي چاپيريال په نښه کړی. تجارتي شنونکي د طالبانو دې مرموزې جګړې ته « په بنسټونو يرغل اصطلاح کاروي». د وسله والو مخالفينو په چريکي بریدونو او جګړه کې په تېرو درېیو میاشتو کې د افغان سوداګرو ۲۱ فابریکې په نښه شوې دي. په کابل کې د امید بهار ترڅنګ ۴ نورې فابریکې او درې میاشتې وړاندې په پکتیا کوټ کې ۱۶ فابریکې په بريدونو کې ويجاړې شوې، چې مجموعي ډول وررسېدلی مالی زيان تر ۳۰ میلیونو ډالرو اوړي. د کابل په پلچرخي کې د افغان سوداګرو په ۲۸۰ فعالو فابریکو کې دا مهال تر ۳۵۰۰۰ کارګر بوخت دي، چې د وسله والو پرلپسې بریدونو ډېر کاریګر بېکاره کړي او دا په هېواد کې د بېکارۍ یو بل بحران ته لاره هواروي، چې له نا امنۍ ډېر خطرناک بحران دی.»
همداراز د سوداگرۍ خونې مرستيال خان جان الکوزي د جنورۍ په ۲۲ مه، بي بي سي ته وويل « په کراچۍ کې تر اوسه پورې څه کم ٦٠ ميلیونه ډالر په دې درېيو مياشتو کې زموږ پر مالونو ډيمريج راغى، سوداگرۍ وزارت ته مو وويل ناهيلي شو، دې لپاره چې زموږ سوداگر نور زيانمن نه شي، نو پرون مو داسې پريکړه وکړه، ټولو افغان سوداگرو ته ددغه ناورين او ستونزې په اړه خبرتيا ورکول کيږي چې د کراچۍ له بندر نه سوداگري و نه کړي، او که کوي يې نو له دغه راز ستونزو سره به مخامخ کيږي.»
دلته هم وینو، توطيې او چلوټې لکه د ځنځیر کړۍ یوله بل سره تړلې دي.
تېره اوونۍ د جنوري په ۲۱ مه، د کابل د ترافیکو په ریاست د طالبانو ځانمرګی برید چې پکې ۱۰ تنه، شپږ ملکي وګړي او څلور ترافیک ژوبل شول او هلته نږدې هیڅ د بهرنیو ځواکونو اډه نشته اویا تر دې مخکې د ملي امنیت په ریاست برید چې په نتیجه کې يي په لسګونو تنه مړه او ژوبل شول، هغه وخت ترسره شول چې امریکا وویل، خپل پوځونه تر ټاکلي مهال مخکې باسي. د کندوز او غزني په پرونيو او د کندهار په نني برید کې چې دلته هم په لسګونو کسه مړه او ټپیان شول د زړې سیناریو نوې پېښې ګڼل کیږي.
د پاریس په غونډه کې طالبان د اسلامي ګوند، نظارشورا او اسلامي جمعیت د جګړه مارو او لنډه غرو سره یوځای ناستې او خبرو ته زړه ښه کوي، همدارازپه پاریس کې د کوربه هیواد د بهرنیوچارو د یهود وزیرسره پر یوه میز د رنګینه غوښو او څښاک میلمستیا ته حاضریږي خوهمدا طالبان افغان حکومت سره خبرې ناروا ګڼي او کابل بیا د داسې ناستې جوګه نه بولي!
البته بلخوا نظارشورا فهیم، ډبل عبدالله، قانوني، ضیامسعود او نور چې کله ناکله امریکا څخه د ډالرو د شکولو لپاره د دیموکراسۍ یوه نیمه چیغه هم له کومي ( ستونی ) باسي، په خپل وار دوی هم د مقاومت له بولالې نه اوړي او له دې لوري هم د مقاومت بازار تود ساتل کیږي.
همداراز د بوکړې خولۍ سیاف، تورپګړی ګلبدین اوخړپوکولی فهیم قسیم بیا د مقاومت ترڅنګ د جهاد سندره هم غبرګوي او دواړه سړیدو ته نه پریږدي.
که طالبان د ملي مقاومت فتوه له پنجابه ترلاسه کوي، نظارشورا او اسلامي جمعیت بیا د خپل ځانګړي ډول مقاومت رواتوب، له پنجاب سربېره، د لویدیځ او شمال له پولو اخوا ترلاسه کوي. د سیاف او ګلبدین په جهاد کې بیا عربان هم غوښنه ونډه لري.
خو د مقاومت د استخباراتي ماهیت او د جهاد له فساد سره سره، په اصطلاح د هغه روشنفکرانو دریځ د خندا وړ دی چې دې ټولو ته ګوري او بیا هم د جهاد او مقاومت له ملاتړه لاس نه اخلي، سفسطې ورته تراشي او د مقاومتي ــ جهادي مافیا لپاره د افغانانو په بېلارۍ او څملولو کې، مخکښ رول لوبوي!
له بده مرغه، نن د پردیو د دې استخباراتي ډلو او تنظیمونو لخوا د جهاد او مقاومت په کونجاړه بیا بیا شخوند، د افغان خاوري د پوره بربادۍ او د افغانانو له سپکاوۍ او ورکاوی پرته بل شی نه شي کیدای!
یادونه :
( ۱ ) میالي صیب چې ښايي اصلا میاصیب وي، د جلال ابادښار په ختیځ ۸ کلیومترۍ کې، د لیونیانو درملنې د یوه مشهور زیارت نوم دی. دې زیارت ته به له ننګرهار او د هیواد له نورو سیمو څخه داسې لیونیان چې جامې به يي څېرلې، ږیرې او د سر ویښته به يي رسیدلي او کورونو کې به په ځنځيرونو نه ټینګیدل، د درملنې لپاره راوړل کېدل.
پای