د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د وړکتوب وختونه

حفيظ مليار 28.01.2013 21:15

د وړکتوب وختونه
د وړکتوب وختونه بیا نه راځي
د هلکتوب وختونه بیا نه راځې
چې بیخبر وم د دنیا له دردو
د ماشومتوب وختونه بیا نه را ځي
مور به زمونږ واړه نازونه وړل
د لیونتوب وختونه بیا نه راځي
عجیب د مینی محبت دنیاوه
د مینتوب وختونه بیا نه را ځي
چې بی له بنګو به خمار خمار وم
د نیشه توب وختونه بیا نه راځي
ژوند خو یو خوب وه ای حفیظ ملیاره
د دا سې خوب وختونه بیا نه را ځی