د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ارواښاد انجنیر غلام محمد زرملوال په یاد

ډ. سید ذاکر شاه سادات 27.01.2013 12:24

د لوړ ارادی او کلک ایمان لرونکي ارواښاد انجنیرزرملوال په یاد !!!
دیو ملی وطنپال ، صادق، بادرکه لیکوال او ریښتینی افغان په ویرکی غواړم پخپل مات قلم اود مات زړه سره یوڅه نیمګړی خبری او ارمانونه د خپل اولس سره شریک کړم.
ارواښاد انجنیر غلام محمد زرملوال هغه دلوړ همت لرونکی شخصیت وو چې خپل ټول هڅی او آند یې په لیکنواو عمل کی فقط د افغان اولس دترقی، هوساینی، ملی وحدت، پوری تړلی او بوخت کړې وو . . . معنا دا چې دې دخولی یا لفظی شعارونو ترسطحی پــــــورې تړلی سړې نه وو او هر کله یې کوښښ کول چی هغه څه ته په لیکنو کی ځای ورکړي چې ورته عملی ګام هم اخیستی شي . . . که چیری ما پخپلو خبرو کی زیاتی نه وي کړې نو دې پس له غلام محمد فرهاد (پاپا) او شهید سردار محمد داود خان نه هغه ملی شخصیت وو چې خپل ټول عمر یې فقط دهمدی ملی هدف لپاره وقف کړې وو چې د لر او بر افغان هیواد د یوځای کولو په لاره کی په ټول توانمندې کارکولو،آند ترهغې چې په مختلفو حکومتونو کې زندانونه هم ګاللی وو اودلوی افغانی ارمان لرونکی یو انسان وو، نو زما په آند په ډیر تأسف سره دې لیاره کی د دې باعزمه، با ایمانه، استوارانسان بل مثال لا تراوسه نه وینم . . .
زما پیژندګلوی څه ناڅه د ده تاریخی لیکنو اولارښونو سره وو او ډیرمهم لارښونی می تری زده کړي وې او داسی فکر راسره پیدا شوی وو، چې دې به زما لپاره یو ایدیال لیکوال وي دا ځکه چې د کوم ارمان لپاره (واحد افغانستان )چې زمونږ د کورنی مشران ورسره تړاو درلودل او دې ملی داعیه ته یې په ډیر صداقت حتی خپل دځانونوپه بیه ګامونه اخیستی او کاریې کاوه او لاهم لرو یې، نو دې به زما ډیر ښه لارښود او رهنما وي خو دې مې پخپله لا تر ۲۰۱۰ م کال پوری نه وو لیدلی.
دلمړي ځل لپاره د۱۰/۰۲/۲۰۱۰کال هغه وخت چې مونږ د« ډیورند لاین »پر ضد د یوې جرګګې دبنسټ ایښودلولپاره نیت او تیاری کړې وو او په یوځاې کې دلندن ښارپه یوحاله کی د هغو څوکسوپه وطن مینواو دملی داعیه لارویان سره راغونډ شوي وو اود یوی لوی نړیوال کنفرانس لپاره دانګلستان په پلازمینه لندن ښارکی مومجلس او تیاری کولو، نو ناببره مې پام شو چې یو څوک په ډیر ستړې ستومان او لنډو نفسونو په را کاږلو په داسی حال کی دې مجلس ته را دننه شوچې لاسونه یې هم رپیدلو او داسی ښکاره کیدوچې د مریضی د بستر نه راپاڅیدلی وي او دې مجلس لپاره دحــــــد اقل ۶۰شپیتوکیلومتره لرې لارې (ریډنګ ښار)څخه یې ځان رارسولی وي، نو د څو کسو حاضرینو له خوا می یو ږغ می غوږ ته راغی چې زرملوال صیب دې هله مرسته وکړې ، نو بی له کوم ځنډه مې بی اختیاره خپل له ځایه منډه واخیست او ځان مې دې باهمت او غیرتی انسان ته ورسول ، البته نورو ورونو هم کوښښ وکړو چې ژر ځان ده ته ورسوي تر څو یې هم ددې لوی باعزمه ملی افغان ته احترام په ځاې کړې وي او هم یې ورسره مرسته کړې وي ، خو له نیکه مرغه چې دا نیک بختی په لمړي دیدن کي ماته په لاس راغلی وو نو په ټول صداقت او احترام می د دې ستر شخصیت لاس ونیوه او په ډیر حرمت می د مجلس برسر ته بدرګه کړو اوخپل ځاې مې ده ته خوشی کړ، کله چې دې پوه شو چې هلته زه ناست وم نو پخپل هماغه نیم نفسی او سابندی په حال یې داسی په اشاری پوه کړم چې باید دده تر خوا کښینم او مایی هم بی له ځنډه امر ته لبیک وویل.
داسی راته ښکاریدو چې ګـــــام په ګام خپل پاک او سپیڅلي ملی هدف ته چې د ټولو ملی بادرکه اولس پاله، په وطن مین او صادق افغانانو ارمان دې ورنیژدې کیږو، ځکه چې یو ارمان مې دې لوړهمت انسان سره دمعرفت او مخامخ خبرو کولوچانس لاس ته راغلې وو، او بل خوا مې په یو ږغ ټول هغه ارمانی روښانفکره مدبر انسانان او ملی افغانان راټول شوي وو چې د واحد او لوی افغانستان دبیا احیا کولو او د لوی شیطان (پخوانې یرغلګره انګریزانو) په دسیسه چې زمونږ ګډ کور(واحد او یو موټې افغانستان) یې وران کړې او زمونږ پر سینه یې دا دبی عدالتی ،ظلم اوناروا چاړه ۱۱۷ کاله پخوا تیره کړې او پخپل دې شوم او شیطانی پلان یې په لر اوبر ویشلی یوچې لاتر اوسه هم ددې زخم نه وینی او زوي بهیږي یوځاې شوي وو. . .
نور نو په بیا بیا ددې تګ راتګونو کې مې ددې لوړ همت شخصیت د لارښونو په سیوري کې هغه ډیر څه مې ترې زده کړي او په دې باور یم چې انشاالله دهمدې علم او تاریخ پوهنی په رڼا کې به وروستي ګامونو ته به بیا هم د با عزمو اولسونو په همت او د دوی د ارواح د ښادي په هیله روانیږو او د دې رحمت شوي او زمونږ د پلارونو ارمانو ته به یوځل بیا خپل هوډ تازه کړو. . . .
نو په ریښتیا مې هم ذهنیت ددې باعزمه لوړهمت شخصیت په لیدو لیا هم قوی او زړه ته می ستنه ودریدو چې ګوره دې سپیڅلي ، باغیرته او با عزمه انسان ته چې خپل مریظی او صحت او ژوند ته یې هم خیال نه وو کله چې دا ږغ یې په غوږونو رسیدلی وو چې د لمړي ځل لپاره دلته څوک پیدا شوي چې د انګلستان لندن ښار په پلازمینه کې دا دحق غوښتنې ږغ پورته کولو نیت په نړیواله کچه کړې . . .
چې دې مسألی بیا نوورځ په ورځ د همدې ستر مبارز په همت ، لارښونه او هدایاتو لاښه رنګ واخستلو، او ده ته هم دا هیله او ډاډ پیدا شو چې د عمرونو زحمتونو او تاریخی لیکنی یې اوس قرار، قرار رنګ اخلي او اولس هم راویښ شوې . . . که څه هم چې تر ډیر اندازې پوری به یې د آزادې د ستر مبارز ارواښاد پاچاه خان د عدم تشدد سیاست پلوې وو خو بیا به یې کله نا کله ویلی چې د ننی دموکراسی په رڼا کې بعضی ځایونو کي صرف عدم تشدد سیاست هم کفایت نه کوي نو بهتره دې چې د ملي پاڅونونو خوزښتونو او قیامونو او حق غوښتنې خواته کار وکړو اونوي نسلونو ته د تنویری ګامونو تر څنګ عملی ګامونوخواته هم لاړ شو. . .
د دې با عزمه لوړ همت شخصیت په خبرو نصایحو کی لکه زما دمرحوم پلار په شان چې ارمانی له دی نړې نه یې سترګی پټې کړیدي او د شهید سردار محمد داود خان خبری او ارمانونوسره شریک وو، هرکله به مونږ ته مکررأ داسی ویل کیدو:
«تصمیم د بري لمړې شـــــــــــــــــرط دې»
«افغانستان د ټولو افغانان ګډ کور دې ، ددې ګډ کور دخپلواکی، ځمکنې بشپړتیا او دملی وحدت ساتنه د ټولو با ایمانه افغانانو فرض دې»
هــــــــــو! زه سادات هم شخصأ په همدې باور او آند یم او یوځل بیا خپل با عزمه او صادق اولسونو او ددې ملی داعیه لارویانو باندې دا ږغ کوم چې راځې چې یو ځل بیا له سره د دې ارمانی شخصیتونو د پاک او سپیڅلی ارواح په خاطر، د هغې مظلومو هر دم شهید په غمونو لړلي اولسونو په خاطر خپل هر ډول سیاسی ،مالی اوشخصی ګټو او برتریو نه په تیریدوسره دا هوډ وکړو، د همت لاسونه ورکړو او په دې باور ولرو چې ددې لوړ همت انسانانو په شان خپل هویت په وطنپالنې او اولس پالنې کې ثابت کړو، او دا د ظلم او ظالمانو لاسونه خپل دګډ کور(واحد افغانستان) او بی وزله اولسونو نه لنډ کړو.
په پای کی د دې لوړ همت شخصیت پاک روح ته د دعا لاسونه پورته کوو او د خداې (ج) له درباره ورته د مغفرت په غوښتلو د جنت الفردوس پیرزوینه کوو،
دزرملوال صیب فریاد
درنه اخــلم رخصــتونه راشــــه راشــــه
بیابه وکــړی ارمــانونه راشـــه راشــــه
مرګ ظالم ده انتظارراته نورنه کــړي
اخــــیری دی دیدنـونـه راشـــه راشــــه
په ســــــفردمـقــــــدري نـور روانـیـژم
هلته ډیردی سخت سوالونه راشه راشه
بیابه ورسته کړی فـریادچه ومی نه لید
عـجب شــته مـلاقـاتونه راشــه راشـــه

افغانان به مـی راغـونډوی زه به مړیم
په ژړابه وی کـــورونه راشــه راشـــه
جـــنازه به می روانه کـړی هـیدری ته
رنګا رنګ به وی غمونه راشـه راشـه

زما به هم ارمان په زړه باندی وی پاتی
افغانان به ترڅودانه دانه وي راشـه راشــه

زما ځواب مرحوم زرملوال ته
خدای د وبخشه چی با عزمه یو افغان وی
چی ترپایه دوطن،ولس په فکراوپه آند وی
ته خو لاړې لارویان دی ټول غمجن کړل
شه هینداره دې ور پریښی تول افغان ته
هر افغان دی په فـــــــریاد درپسی ژاړي
او زه ســـادات به لاروی ستا د ارمان یم
لنــــــــدن ښار ۲۴/۲۵ جنوری ۲۰۱۳