د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

توطیْې ، جګړې ، تحمیلي سولې ، د ستونزو اصلي حللاره او نظام جوړونه

محمد انور ولید 26.01.2013 11:30

افغانستان د آسیا په زړه کې په وچه پورې محاط یولرغونی غرنی هېواد دﺉ چې منځنۍ ، ختیځه او جنوبي ډېره برخه یې دنګوغرونو او سر درو پو ښلې ده . کڅ ، شاړې ، دښتې او مېرې هم لري . سمندري لاره یې د انګرېزي ښکېلاک پر مهال له لاسه ور کړې . خو نیواکګرو له پېړیو پېړیو را په ایسته د سیلانیانو په نوم خپل ځرې دې غرنۍ جغرافیې ته د هر ډول معلوماتو را ټولولو له پاره را استولي .
اوس پوښتنه داده چې افغانستان خو نه سوېس دﺉ ، او نه هم آسترالیا او افریقا چې ښی طبیعي منظرې ولري ، اویا د بالي په څېرد کرېسمېس مېلې په کې ترسره شي چې افغان چارواکو ترې غوښن ټکس او مالیې پرې تر لاسه کړی وای  ! نو دغه سیلانیانو د څه له پاره دغه خاورین افغانستان ته مخه کړې وه ؟
دغه جیو پولیتیکې مرموزې اړیکې چې کېدی شي د څو تنو هغو شاه زاد ګانو د پردۍ ژبې د ترجمانۍ محصول وي چې استعمار تل له هغوی څخه د پُل په څېر کار اخیستی او دا خاوره یې پرې اشغال کړې ، ملي شتمنۍ یې پرې لوټ کړې ، او د وخت افغان واکمنو د استعماري ځواکونو پرمټ په خپله خاوره کې د عیاشیو لارې ځانته پرې خلاصې کړې دي .
خو بل لور ته چې ګورو د افغانستان جغرافیه تل د ختیځو او لوېدیځو تمدنونو ترمینځ یوه داسې سترا تیژیکه سیمه ده چې نړۍ یې په خپلو کې سره مښلولې او وېشلې ده . له همدې امله د نړۍ سترو طاقتونو تل هڅه کړې چې افغانستان د خپلو رابطو او حضور له مخې په یو شکل د ځان ملاتړی کړي . ترڅو وکولی شي په سیمه کې د خپلو پوځي ، سیاسي او اقتصادي موخو تر لاسه کولو له پاره ترې کار واخلي . ځکه خو استعمار په افغانستان کې داسې خود جوشه راډیکال نظام نه غواړي او نه افغانان دېته پرېږدي چې پر مټ یې افغانان او افغان خاوره ور سره ورغېږي . افغانستان ته تل له بهره توطیْې جوړېږي ، چې بیا د استعماري نظام جوړونې له فلتره را وتلی مصنوعي نظام تل په افغانستان کې د واک پرګدۍ ور کښېنول شوی . چې پرهغوی یې بیا خپل خلک وژلي ، رټلي او لوټلي دي او دغه لړۍ لا تراوسه  پورې همداسې غځېدلې په میراث را پاته ده . ځکه خو دا هېواد نه د خپل واک څښتن شو ، او نه هم د ښې حکومتدارۍ او رغنده پیاوړې پالېسۍ او اقتصاد .
همدلته ده چې زموږ هېواد تل د پردیو جګړه مارو کوربه او شاهد وي . ځکه وروسته له هرو سلو کالو یو ځل اسعمار د افغانانو خاورې او د خلکو خپلواکې ارادې ته په سپکه سترګه کتلي ، تېری یې ور باندې کړی ، شتمنۍ یې ترې غلاکړې ، بندي کړي یې دي ، وژلي یې دي ، له خپلې خاورې یې شړلي ، خود افغانانو د خود ارادیت او قربانۍ د ژوندي حس له برکته چا تر اوسه پورې  اېل کړي نه دي . ځکه افغانان د ورېښمو چینجي نه دي چې ددښمن په پېچلي پاسته تار کې د ذلت ژوند وکړي . آزادي اخیستل کېږي ، ور کول کېږي نه . ځکه آزادي داسې خیرات نه دﺉ چې د سوال پرکولو یې څوک چاته ورکړي . د آزادۍ خپله ډبره ترپردي پالنګ هم ښه ده . د آزادۍ د شړومبوغړپ د غلامۍ ترپلونوهم خوند وردﺉ . ځکه مزدورخو داسې وي لکه په پردۍ تسمه باندې ناست غلام بازچې تل د خپلو همنوعانو ښکار بل ته په خپلو پنجو او مښوکه کې ور وړي .
خو استعمارګروهم د افغانستان خاوره ، اوبه ، هوا  او خلک سم نه دي پېژندلي . په پټو سترګو یې د ړندو په څېر د بریل د محسوسې خریطې له مخې پل پسې را اخیستی ، او بیا په کې مات شوي اوبېرته  وتلي دي . علت یې هم دادﺉ چې استعمارګرو له بیا رغونې او انساني سلوک پرته تل له زور ، لوټمارۍ ، مرګ ژوبلو او ورانیو کار اخیستی . دوی د انساني وجیبې له مخې افغانستان ته نه دي را غلي . ځکه د افغانانو او یرغلګرو ترمینځ جګړې را مخې ته شوې ، او افغانان په پردیو جګړو کې را ښکېل او قرباني شوي دي .  
یوڅوک چې چېرته د تګ اراده لري ، لومړی د تر لاسه کېدونکي هدف ارزونه کوي ، بیا د سیمې د خلکو رسوم ، عادات ، عنعنې ، مذهب ، اړتیاوې ( لنډ مهال ، اوږد مهال ) لومړي توبونه ، پیداوار، د تللو ، تم کېدلو او بېرته را وتلو منظم پلان او سترا تیژي ځانته جوړوي ، د خپلې وړتیا له مخې منظمه تابیا ورته نیسي ، کله چې هدف ته ورسېږي ، د اصلي هدف تر لاسه کولو په خاطرټول نزاکتونه او سیمه ییز احساسات او پارونې او د هغوی کچه ځانته معلوموي . بیا د یوه مهال وېش له مخې پرخپل کار پیل کوي . پخوانیو او اوسنیو افغان چارواکو هم کومه داسې سترا تیژي او پلان نه درلود او نه یې لري چې د راغلو زبرځواکونو له حضور څخه مثبته ګټه پورته کړي . ځکه دوی یواځې خپلې ګټې او خپلې څوکۍ تر ټولو ملي ګټو او ملي نوامیسو قرباني کړې دي . د بشپړ افغاني او انساني نظام جوړېدو پر ضد یې دعدل ، انصاف او ضوابطو رېښې د بې انصافیو ، ناروا چلن ، خپلولیو او ناوړه روابطو له لاسه له بېخه ایستلې دي . د ناروا ټولې بېلګې پر افغانانو حاکمې دي . د کورنیو او بهرنیوزدو بندونو ، ناروا ملي ضد معاملو ، بې عدالتیو او ډول ډول تېریو له امله د حق او باطل ترمینځ جګړې پېښې شوې . مرګونه او ژوبلې یې تر شا پرې اېښې او د پردیو تپل شویو جګړو د د ښمنیو ډک ګوډي یې د افغانانو ترمینځ تش کړي .
څه باندې دری لسیزې کېږي چې په افغانستان کې د پردۍ تپل شوې جګړې اوښ چو دﺉ . خو د ترورېزم او ترهګرۍ تر نامه لاندې د تېلو ، تریاکو او منرالونو په دغه پردۍ استخباراتي او اقتصادي خونړۍ جګړه کې هره ورځ د مظلومو افغانانو جنازې بار وي . خو معلومه نه ده چې دغه جګړه ییز سریال به ترڅو په افغان خاوره کې د نظامي او سیاسي پردې پرمخ وچلېږي ؟ !