د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

تر ډېره بریده؟

ډاکتر ماخان شینواری 25.01.2013 20:12

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د ټول افغان او روهي ن جالونو څخه په ډېره مننه، چې د ،،اوبلن، یعنې څه؟،، په هکله یې زما لیکنه ‏خوره کړې وه. هلته مو دې ته ګوته ونیوه، چې شدې، تیل او... اوبلن نه دي، دا چې دا بهیږي، ‏نوبهیدونکي دي.‏
ګرانو لوستونکو:‏
ما لیکلي چې: ،، بدنونه د همغه ګډ خوي له مخې نومول کیږي،، ټیک نه دی. ‏
ټیک یې: اجسام یا بد نونه یا تنونه د ګډ خوي له مخې ټولګیز کیږي، لکه شیدې، تیل، شړومبې ... او ‏داسې نور، چې د بهیدونکو ټولګي پورې اړه لري یعنې بهیدونکي دي. د دې بخښنه دې وي، چې د ‏یو بل څه په پیل کې مو موضوع بدلیږي، خو دا ټول هغه څه دې چې تراوسه نیمګړي پاتې دي او په ‏داسې څه کې بیا هرډول ستونځې رامنځ ته کیږي. ‏
اوس خپلې اصلي موضوع ته راځم.‏
ما د یوه ن ج په مضامینوکې دا لاندې ولوستل:‏
،، ...سيمه کې بدلونونه تر ډېره بريده د امريکا او غير اسلامي متحدينو د ...،،.‏
او همداسې: ،، تر ډېره بریده داسې ډنډوره شوې...،،.‏
او یا ،، اوياهم تر ډيره بريده سياسي اواقتصادی ... ،،
ګرانو لوستونکو! موږ تل په ،،برید،، د ،،برید،، له امله په پوله برید کوو، خو دا مو د خبرو ‏موضوع نه ده، که پوله وي، حد یا برید. ‏

موږ دې ،، تر ډېره بریده،، د ویونو یو په بل پسې لیکلو ته خپل پام را ګرځوو، چې ایا داسې یعنې ،، ‏تر ډېره برید ه،، موخه په ګوته کوې او که نه یا شته ا وکه نه. یو څوک چې د یو څه سرته رسولو ‏لپاره هلې ځلې کوي، نو تر ممکنه یا شونې بریده یا تر پولې هڅیږي او نه تر ډېره بریده. که یو ‏څوک د یو څه سرته رسولو لپاره ډېر زیار باسي او ربړې وګالې، نو وایي، چې له بریده یا له پولې ‏ډېر یا اخوا او نه تر ډېره بریده. لنډ: ،،ترپولې پورې،، یا هم ،،له پولې ډېر،، یا ،،له ( تر؟ دا د تر ‏وییکي باندې په بل ځای کې خبرې لرو او زما په اند دلته نه راځي) پولې لږ،، لرو.‏
لاس ته راوړنه: ،،تر ډېره بریده،، د تورو موخه ور سره ايښونه نه ده یا دا نه شته. دلته به د ‏لیکونکي موخه ،،له بریده ډېر،، وي.‏

واحد او خاطر یا لحاظ هم وایو
موږ په پښتو کې عربي ویونه ناسم کاروو، چې د هغې ډلې یې یو ،، واحد،، دی. موږ واحد د کچونو ‏اندازې هغه ،،واحد،، ته وایو، چې انګریزي یې ‏unit‏ او الماني یي ‏die Einheit‏ دی او د دې په ‏پښتو معنا ،، یووالی،، دی او عربي یې، چې د الماني عربي ډکشنري کې مې وکوت، وحدهّ دی. ‏واحد په عربي کې یو ته وایې، چې یو زموږ له موخې سره سر او کار نه لري. ما دا یووال یا یوون ‏بللی او ګرانو لوستونکو څخه هیله ده، چې په خپل اند دې ورته هم نوم وټاکي.‏
داچې پښتو ځوانه ده، د دې لیکنو څخه هم راته جوتیږي. موږ پردي وی (لغات) زیات وخت داسې ‏کارو، چې په معنا او موخه یې نه پوهیږ، موږ تر هغه څه پوهیږو، چې څه ترې غواړو. داسې ډېر ‏څه له عربي لرو، چې په عربي کې همغه زموږ له خوا غوښتلې معنا نه ورکوي، چې ګومان لرم یو ‏به یې همدا خاطر وي.‏
په ،،تاند،، ن ج کې په ،، خاطر،، باندې د درانه استاد غظنفر اوږده لیکنه وه، چې هغه نه څیړم، او ‏لوستونکو ته یې لوستنه ګټوره بولم. زه دې ته ګوته نیسم، چې د .... په خاطر یعنې څه؟
لیکنه زما ډېره خوښه شوه. زه هم غواړم په دې هکله خپل اند ګرانو لوستونګو سره ګډ کړم. ‏
د ،، خاطر،، وی، چې همداسې یې په ،، لحاظ؟؟،، وی هم دی، عربي دی، نه پوهیږم، چې همغه د ‏خطر له وی رانیول شوی او که بل څه دۍ، خو دا موږ یې چې کاروو او وایو، چې زه دا کار ( تاته ) ‏کوم، د ... له خاطره. موخه ترې دا ده، چې ... یا راباندې ګران دۍ، یا مې همټولګیوال دی او یا ... . ‏که خاطرد خطر خاطر وي،نو سملاسي پوهیږو، چې ناسم یې کاروو.‏
که د اسې څه څوک په الماني کې ووایي او دا په پښتو وژباړو، نو ،، له امله،، معنا به وړکړي، چې ‏پښتو یې هم همدسې ده. زه دا کار د ... له امله کوم.‏
یا که ته دا کار چاته کړې او په ... یې بار اچوې یا خپله نیکي په اړوې، نو وایي چې: تاته دا کار ‏کوم، د ... لپاره.‏
د دې لپاره بل مناسب وی ماته ،، یاد،، برېښي. که ووایو، چې: ،،زه دا کار تاته کوم د ... په یاد،، هم ‏ماته ښه برېښي.موږ که په پښتو کې له عربي یا بلې ژبې کوم وی(لغات) کاروو او غواړو په پښتو ‏یې کړو، نو د هرڅه لومړی یې باید په معنا پوه شو، چې دا وی په پښتو یا بله ژبه څه معنا لري. ‏
که د بلې ژبې څه کارول نه غواړو، نو کړی شو چې پښتو کوونه یې - که نوم ورته نه وي- ‏تشریحي ولیکو.‏
زما وړانديز دا دۍ، چې داسې پردي ویونه دې نه کاروو او هغه څه دې په پښتو ولیکو، چې څه مو ‏موخه ده. د بیلګې په توګه: زه تاته دا کارکوم، چې ... راباندې ګران یا ---، سپین مې همټولګیز دی ‏یا زه دا کار تاته د ... لپاره کوم. ښه یې داده چې: زه دا کار تا ته د سپین له امله کوم او یا د... په یاد. ‏
لنډ د خاطر همداسې لحاظ راوړل اړین نه دي، چې پرې پوهیږو هم نه. په ځای یې ،،د پاره،، ، ،،له ‏امله،، او یا ،،په یاد،، راوړی شو. ‏
که دا داسې لږنور هم وغزوم: یو څوک که څه خرڅوي او یو بل څوک ورته راشی او غواړې،چې دا ‏څه ارزانه واخلې نو ورته وایي، چې ،، زما لحاظ وکړه یا نرخ را کم کړه او یا ورته واي، چې، زما ‏په خاطر مات ته دا څه ارزانه کړه، نو دی دلته خپل درنښت غواړي. که دا په عربي وي، نو موږ ته ‏لږ درانه ځکه معلویږي، چې پرې نه پوهیږو او په یو څه چې څوک پوه نه شي، ورته ډېر درانه ‏برېښي. که ورته ووایي، چې ماته یې ارزانه یا زما دپاره یا زما له امله یې ارزانه کړه، نو هغومره ‏درنښت ورته په کې نه برېښي، ځکه چې پرې پوهیږي. که دا غواړو په الما ني يې ووایو، نو وایو: ‏Machen sie das für mich belig ‎‏ او یا ‏Geben sie es mir meinetwegen belig.‎
‎ für mich‏ او ‏meinetwegen‏ همغه زموږ د پښتو زما د پاره او زما له امله دی او په درنښت ‏کې یې هم کوم اغیز یعنې لږ او ډېرنه راځي.‏