د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د المان په میونشن کې د ارواښاد زرملوال فاتحه

محمدامین بسمل 24.01.2013 18:33

په ډېره خواشینۍسره موخبرواخیست چې په قام،قلم اوعدالت مین لوړافغان شخصیت غلام محمدزرملوال په لندن کې دورپېښې ناروغۍ له کبله حق ته ځان وسپاره.
انا لله وانا الیه راجعون
موږدجرمني په بایرن آیالت کې مېشت افغانان غواړودمونشن ښاردمیرویس نیکه په جامع جومات کې سباته د جمعې مباره کې په ورځ چې دروان کال دجنوري له ۲۵پنځه ویشتمې نېټې سره سمون خوري د ارواښادغلام محمدزرملوال فاتحه واخلوزموږ ددې لوړافغان شخصیت جنازه همداڅوشېبې مخکې دهېوادپه پلازمېنه کابل کې خاوروته وسپارل شوه.
له نېکه مرغه چې سباته دجمعې په دې مباره که ورځ دمیرویس نیکه په جامع جومات کې دمولودشریف په ویاړدقران عظیم الشان ختم هم ترسره کیږي موږ هیله من یوچې په ثواب یې دمحترم زرملوال صاحب روح ښاداوتازه شي.
موږبه له خیرسره په ترتیب لمړی دغرمې له دوولس نیموبجوڅخه وروسته دجمعې مباره کې لمونځ ادااوبیابه د قران عظیم الشان ختم ترسره کړوله هغه څخه وروسته به دمحترم زرملوال صاحب روح ته لاسونه لپه اودعاورته وکړو.
له پورتنیومراسموڅخه وروسته دمیرویس نیکه دجامع جومات مسؤلینودغرمې ډوډۍ بندوبس هم کړی هیله ده له موږ سره پاته شئ.
پاته دې نه وي چې دمیرویس نیکه جامع جومات دټولومسلمانانو،افغانانوپه ځانګړي ډول دبایرن مېشتو افغانانودوروري اوخواخوږي لوی اسلامي، افغاني اوفرهنګي مرکز دی.
دمیرویس نیکه په جامع جومات کې ددرۍ نیمولسیزودشهیدانو، دافغان فیلسوف استاداسداسمائي، د پنجوايي د(زنګاوات) دشهیدانواونوروګڼ شمېر افغانانولپاره دقران عظیم الشان ختمونه او فاتحې نیول شوې دي.
موږدمیرویس نیکه دجامع جومات له مشرتابه هیئت اوټولوهمکارانوپه تېره بیاددې هیئت له مشرمحترم حاجي صاحب احمداحمدزي اومحترم حاجي صاحب انجنیرغمي کاکړڅخه دزړه له تله مننه کووچې دافغانانو دخدمت لپاره یې شپه اوورځ په ځان یوه کړې اوددې لوی مرکزپالنه یې پخپل افغاني همت سره کړې ده.
موږ له خپلو ټولوخواخوږو اوپردېسوافغانانوڅخه په درناوي هیله کووچې زموږپه دې لوی اسلامي،افغاني او فرهنګي مرکزکې خپل غم اوخوښي له موږ سره شریک کړي.
رب تعالی مودې له باقي غمونوڅخه وساتي
الله امین یاربالعلمین
دمیرویس نیکه دجامع جومات پته په لاندې ډول ده:
Machtlfingerstrasse 10
U-Bahn 3
80379 München
دلازیاتومالوماتوترلاسه کولولپاره له دې لاندې ګرزنده تیلیفون سره اړیکه نیولای شئ:
00491734708388
http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/19398