د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ادبي ليکنه ( رحمان بابا او زلفې )

ګل ولي شاه ساده حيدرخېل 22.01.2013 09:22

رحمابابا(رح) او زلفې

ما له ماشومتوبه شعر (؟) ويلو، چې زلمی شوم د ليکلو هڅه به مې هم کوله. يوه ورځ مې په يوه تازه شعر کې زلفې يادې کړې وې او له ځان سره مې تکرارولو چې نيکه مې راباندې راغی. نېکه مې زمزمی واورېدو. ويې پوښتلم، بچيه څه شی دې ويل؟ ما ورته وويل بابا شعر دی. ده يې د اورېدو غوښتنه وکړه. له اورېدو وروسته يې وويل، ښه دی خو دا زلفې پکې مه يادوه! ما ورته وويل بابا زلفې خو رحمان بابا هم يادې کړې دي! ده وويل هغه څنګه يادې کړې دي؟ ما ورته د رحمان بابا د تورو زلفو غزل تېر کړ. بابا مې له بابا نه په دفاع کې د بابا دا بيت دليل جوړ کړ:
چې تمام جهان يې نښتی دی په دام کې
څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو
هوکنه زويه! رحمان بابا وايي ټوله نړۍ د زلفو په دام کې ګېره ده يوازې رحمان خو نه دی او ته خو يوازې د ځان خبره کوې.
هغه وخت زه د شعر په اړه دومره نه پوهېدم. نه مې په شعر کې د تشبيهاتو، کناياتو او سمبولونو په اړه دومره مالومات لرل چې زلفې مې د يوه نوي سمبول او نوې افادې په توګه کارولې وی. کله چې موږ په شعر کې زلفې او يا کومه بله کلمه د يوه سمبول په توګه په هنري انداز وکاروو د ظاهري مانا تر څنګ يې هنري مانا زموږ شعري هنر ته ابدي ژوند وربښي. هغه د ملاصيب خبره، ملايان هم ځينې ډېرې پخې خبرې کوي، دوی وايي سترګې د سنتو(؟) په نيت توروه سنګار خو هسې هم پکې راځي. نېکه مې زه د خپلې کمې پوهې له کبله پړ کړم ځکه که اړوند پوهه مې درلودلی نو د رحمان بابا پورتنی بيت به مې د ده په لانديني بيت سره تشريحي ځواب کړی وی ولې چې په دواړو بيتونو کې د تورو او ترکيبونو په توپير يوه موضوع بيان شوې ده. د رحمان بابا په شاعرۍ کې د ده دا انداز ډېردی:
دا جهان دی خدای(ج) له عشقه پيدا کړی
د جمله و مخلوقاتو پلار دی دا.
په پورته بيت کې لومړۍ مسره رڼه خبره کوي چې نړۍ له عشقه زېږېدلې ده. عشق په دې مانا چې الله تعالی د پيغمبر(ص) نُور پيدا کړو له هغې نُوره يې بيا نړۍ پيدا کړه خو د هغې نُور سره له اوله تراخېره الله تعالی حُب يا مينه لري. همدا مينه ده چې نُور ته يې د کثرت په ورکولو سره نړۍ وزېږوله.
په هغه بل بيت کې هم همدا خبره د تورو په بدلون سره کوي:
چې تمام جهان يې نښتی دی په دام کې
څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو.
دلته زلفې سمبوليکه بڼه لري چې د عشق په مانا کارول شوې دي. په ورپسې مسره کې وايي: څوک به څه کاندي انکار د تورو زلفو، يعنې له عشقه به څوک څه انکار وکړي چې تمام جهان يې په دام کې نښتی دی.
دام ـــ دا هم يوه تشبيه شوې او سمبوليکه کلمه ده چې د زلفو سره تشبيه او د عشق لپاره کارول شوې ده. يعنې که هلته وايي چې جهان له عشقه پيدا شوی دی همدا خبره دلته په بل ډول تکراروي چې جهان د زلفو يا عشق له دامه خلاص نه دی.
په رواياتو کې راځي په لومړي وار چې بي بي حوا(رح) د آدم (ع) زرتاري ږيره ولېده هوس يې پيدا شو
چې دا هم دا ډول زرتاري ويښتان ولري. دوی په جنت کې وو د زړه غوښتنه يې سمدستي پوره شوه
چې ځان ته يې وکتل نو اوږدې زرتاري زلفې يې پراوږو پرتې وې.
له دې رواياتو څخه مالومېږي چې ظاهراً زلفې د ښځې او ږيره د نر لپاره د ښکلا له اسبابو څخه دي.
د انسان په مخ کې د شونډو سوروالی،د مخ سپينوالی،د سترګوتوروسپين،د وروځو ترتيب، دبڼو نېغوالی،د ويښتانو رنګ او پيچ وتاب بېلاخره د خالق د دغې پيدايښت جوړښت او امتزاج د انساني ښکلا نارې وهي. په خپله خالق هم د دغې جوړښت په اړه فرمايي،ژباړه:
بې شکه انسان مو په ډېر ښکلي صورت کې پيدا کړی دی. تين سورت، ۳ ايت
نوبنده څنګه کولی شي چې د خدای(ج) د فرمان په مقابل کې انسان ته بدرنګ ووايي. يا څوک چې دانسان ستاينه کوي هغه له دې ستاينې څخه منع کړي او بد ورته ووايي.
له دې سره سره هرڅه په خپل ځای کې د خپلې دندې د ترسره کولو لپاره پيدا کړی شوي دي.
توره چې تېرېږي خو ګوزار لره کنه
زلفې چې ولول وي خو خپل يار لره کنه
(خوشال خټک)

که کوم شی له خپل ځايه بې ځايه شي نه يوازې به يې ښکلا له منځه لاړه شي بلکې د نفرت سبب به هم
شي. مثلاً که دتورو زلفو کړۍ پر سپين مخ پرته وي، ښايسته ښکاري خو که يو تار يې هم په ډوډۍ کې چاته ور شي له ټول خوراکه يې زړه ګرځي.
داچې د رحمان بابا په شعر کې زلفې څه څه ماناګانې لري لږ به مخکې پسې تېر شو:
د رحمان بابا کتاب په ديواني بڼه چاپ شوی زه هم داسې کوم چې زلفي بيتونه يې له سره ترپايه په مسلسل ډول را اخلم او ځای ځای به پرې غږېږم خو که ځينې بيتونه يې ځينو نورو ته په مانا کې ورته و نو هغه به د ليکنې په اخېر کې راوړو ممکن ليکنه يې په مانا کې له تشريخ پرته د لوستونکو سره مرسته وکړي.
خيال دزلفو يې زما تر زړه چاپېر شو
يا ترګنجه چاپېر شوی مار دی دا
خيال دزلفو، فکردزلفو،پريشاني، تياره، زنځيرونه او زولنې د زلفو دغه او دې ورته نور کلمات وترکيبات د پښتو شعر د لومړيو وختونو څخه تر اوسه پورې د عشق،بند، غم، خپګان، متابعيت او جدايۍ په ماناګانو راروان دي يعنې له رحمانه تردې زمانه چا پکې سبکي بدلون رانه ووست. حتی چا پکې واړه بدلونونه هم رانه وستل.
په پورتني بيت کې رحمان بابا د محبوب د زلفو خيال ته د مار صورت ورکوي. مار به په ځينو هېوادونو کې خلک په کورونو کې ساتي او خوري به يې هم، خو په ټوليزه توګه مار د انسانانو تر منځ د وژونکي دوښمن په صفت پېژندل کېږي ولې رحمان بابا په دې بيت کې د خپل ځاني شعري استعداد په وجه قيامت کوي. همدا د انسان دوښمن مار زموږ په افسانوي ادب کې د خزانې د ساتونکي دنده پر غاړه لري او ګټمن ثابتېږي.
رحمان بابا له افسانوي ادب څخه په ګټې اخيستنې خپل زړه ته خزانه او د محبوب د زلفو خيال ته مار وايي. بلکل ډېره پرځای کارونه. ډېر خوندور تشبيهات او افادات. دلته بايد دا خبره رڼه شي چې د
زلفو خيال ولې پيدا کېږي؟ ځکه چې سړی عاشق وي. سړی چې عاشق وي د تورو زلفو خيال او فکر، د مخ رڼا او ځلا ( د محبوب غم و درد، رغد او وجد ) به ورسره ورسره وي. په خپل محبوب پسې به يې زړه داسې د پريشانۍ تورو تيارو لاندې کړی وي لکه د محبوب تورې زلفې چې په
توروالي کې ښکلې دي او جمع زړه به يې داسې منتشر وي لکه د زلفو تارونه چې ههم جمع دي هم تارتار يعنې همدا د عشق پريشاني به يې لارښوده هم وي ساتندويه هم.
زلفې د شعر په رحماني مکتب کې د عشق، غم، خپګان او پريشانۍ سمبول دی. خوبابا په خپل يار پسې خپګان، غم، خيال، فکر، پريشاني او د يار مينه د خپل ظاهروباطن څوکېدار ګڼي چې د دنيا د نورو تېرويستونکو محبتونو او پرشانيو څخه يې داسې ساتي لکه ښامار چې خزانه له خلکو ساتي.
بابا عبدالرحمن د يو نازک مزاجه انسان په توګه په انساني بشره کې د رنګونو امتزاجي ښکلا ته متوجه دی. له دې حالته د تعالی په موخه ګټه اخلي او وايي چې په توره سياهي پر سپين کاغذ زما د ليکل شوي شعر مسرې داسې ښکاري لکه د ښکلو پر سپين رخسار د تورو زلفو کلېښتې.
هسې زيب کا په بياض د رحمان شعر
لکه زلفې د خوبانو په رخسار
مخکې هم يادونه وشوه چې رحمان بابا د خپل محبوب غم، خپګان، پريشاني اوبلاخره مينه د ځان لپاره د يوه ژوندي ساتونکي په څېر ګټوره ګڼي. دلته يوځل بيا د تيارو، خپګان، پريشانۍ او بلاخره
د عشق سمبول ( زلفې ) د مښک و عنبر په شان د خوشبو ترڅنګه ګټورې هم بولې:
دا څه زلفې دي
چې هم مښک دي هم عنبر
په بل ځای کې خپل شعرته لاسونه پورته کوي چې هره مسره مې داسې مښکينه عنبرينه کړې لکه د ښکلو معطرې زلفې چې د عشق مښکين و عنبرين پيغام مې د افغانانو د هېواد هر کنج ته ورسوي او په دې عطر ټول هېواد معطر شي. د رحمان بابا دا دعا قبوله شوې هم ده.البته په دې دعا کې يوې بلې باريکۍ ته هم اشاره شوې ده هغه داچې زلفې د الله (ج) د ښکلې پيدايښت (انسان) د وجود يو عادي جزء دی چې په طبعي ډول اثر شيندي نو رحمان بابا هم وايي چې په سادتوب کې مې د شعر اثر په طبعي ډول ژور کړې او هره مسره مې د ښکلو مينه کړې چې هر څوک يې خوښوي:
چې کشور د افغانانو معطر شي
د هر بيت مصراع مې زلفې د خوبان کړې.
ملنګ بابا د عشق برخه يوه لويه مقدسه برخه بولي. يوه داسې برخه چې انسان يې په خپله هڅه او هاند سره نه شي خپلولۍ.که يوڅوک له دغې برخې برخمن وي نو دا به د الله(ج) ډالۍ يا ورکړه وي. په دې بيت کې زلفې د عشق تر څنګ د وصال مانا هم افاده کوي چې بيا هم وصال د عشق يوه برخه ده:
ښاخ د زلفو يې په خپله خدای(ج) راټيټ کړ
ګڼه زه د يار تر قد پورې کوتاه يم.
د عشق غم او درد، پريشاني او خوشالي، ښه او بد،مکافات او مجازات داسې سخت او مضطرب دي لکه د حشر د ورځې حساب کتاب، لکه د دغې لويې ورځې ښه او بد،لکه د دغې سختې ورځې رنځ او تکليف. کله چې بابا د عشق په چار کې له دا ډول مشکلاتو، حکاياتواو تيارو سره مخامخ کېږي نو ستړی کېږي. دغه چاره نهايي ګرانه ورته بريښي. دی وايي څوک چې د چا د مينې انتظار باسي همداسې به وي مګر لاسونه هم ورته لپه کوي:
هېڅوک مه شه ګرفتار د تورو زلفو
مه اسير شه په کفار د تورو زلفو
د زلفو په تيارو کې دا مانا چې د مينې په سختيو کې بندي او مين مه شې!
هم په شان د تورو زلفوبه پريشان وي
هر چې کاندي انتظار د تورو زلفو
د محشر عالم به کله په قرار وي
څوک به څه غواړي قرار د تورو زلفو
زموږ دغه صوفيانه شاعر د عشق پريشاني تر قيامته پورې ګڼي. دا مبالغه نه بلکې غُلو ده يعنې له حده تېره مبالغه ده چې د شعر باور يې خراب کړی دی.
په شعر کې د داسې سمبولونو، کناياتو او تشبيهات راوړل چې په مانا يې باورکم او يا نا شونی وي دې ته غلو وايي. غُلو د تورو له پلوه (( غولول )) کلمې ته ورته ده دغه لفظي اړيکه هم ذهن په غير مستقيم ډول د غلولو پر لور بيايي:
څو صبح د قيامت دميده نه شي
ورځ به نشي شبِ تار د تورو زلفو.
البته رحمان بابا د يوه لوی اديب په څېر دغې خپلې غُلو ته ځير دی. سمدلاسه يې په ورپسې بيت
کې ځواب وايي او د غُلو په پورتني حالت کې داستثناء کلمې ( د ــ مګر ) په کارولو سره يو استثنايي حالت په ګوته کوي چې د تورو زلفو تياره ( د عشق پريشاني يا هجران ) د يار د مخ ډېوې په بلولو ( د مخ په ښکاره کولو يا وصال ) سره ورکېږي ګني بل علاج يې نشته:
مګر شمع د سپين مخ شي باندې بله
ګڼه نشته نور انوار د تورو زلفو
++++++++++
تار په تار کا د عاشق د خاطر خونه
چې حلقه شي تار په تار د تورو زلفو
زه له کوم يوه کمنده سر وکاږم
کمندونه دي هزار د تورو زلفو
په تندي د محتسب کا دِره ماته
چې پرې راشي دِره دار د تورو زلفو
همره زړونه يې پېيلي په هرتار دي
چې تسبيح کړ خدای(ج) زُنار د تورو زلفو
ملک د هند و د حبش يې واړه زېر کړ
چې پيدا شو شهريار د تورو زلفو
ښامارانو غوندې ګرځي په ګنجونو
نه شي هېڅ به زړه کې ډار د تورو زلفو
که بل مار چيچل په لاسو يا په پښو کا
په زړه خوله لګوي مار د تورو زلفو
د رحمان تر قلم مښک وعنبر ووري
چې آغاز يې کړه اشعار د تورو زلفو
ګل زما ريحان زما ستا رخسار و زلفې دي
ستا رخسار و زلفې دي ګل زما ريخان زما
+++++++++++++++
و زنځير وته يې څه لره ورکاږې
لېونيو لره بس دی موی د ستا
+++++++++++++
لاس مې وتړي د زلفو په طناب
بيا مې وسپاري د سترګو قصاب
++++++++++++
چې نسيم يې د زلفينو راپيدا شي
درست مې ډوب کاندي په مښک و په ګلاب
+++++++++++++++
شام سحر مې دغه ستا زلفې رخسار دي
نور مې مه پوښته له شامه له سحره
+++++++++++++
چې د يار زلفې رخسار مې په زړه نقش شو
خپل خلوت مې خُراسان و هندوستان شو
++++++++++++
ستا تر زلفو پورې نورې زلفې څه دي
په حشاک به د چمن ريحان ورنه کړم
++++++++++++
دراز قد دراز مژګان درازې زلفې
وړې شونډې وړه خوله واړه غاښونه
+++++++++++
رنګ و روی دې لري رنګ د سرو ګلونو
تورې څڼې دې ښاخونه د ريحان
+++++++++++
چې د اسم د زنځير په زلفو کېښود
معطر دې کړ دماغ د ديوانګانو
++++++++++
زړه مې يووړ ستا د مخ په رڼا زلفو
باري غل په سپين صباح کله پټېږي
ستا د زلفو د ايريو له وحشته
همګي لړم ماران دي چې ورېږي
++++++++++
زلفې دې له ډېرې درازۍ پای تر سر دي
يا د بنفشې لښتې خورې په صنوبر دي
++++++++++++
که دستا د زلفو مار کاندي خونونه
ما موندلی ځنې عمر جاودان دی
++++++++
چې مسکن يې د زړه ستا د زلفو خم شي
و هغو ته د عطارو دوکان څه دی
++++++
خمِ زلفِ تو ګوشهء ابروان
دلم را عجايب مقامات هي.