ماته چا ويل چې لوبغاړی د کرکټ شه؟
22.01.2013 06:43که زه داسې خبر واي .......................................... نو ما به
هيڅکله هم د کرکټ توپ او سوباړي ته لاس نواي نږدي کړي!
هاي کاش د کرکټ شوقه، چي دومره پر ما نواي غالب شوي. کاش د کرکټ نوم مېهم نواي اوريدلي. نه مې تاج ملوک پيژنداي، نه مې ټنډولکر او نه همګواسکر. نه مې د نورو په څلوريزو او نه هم د خپلو په شپږيزو خوشحاليکولاي. نه مې کرکټ د ملي يوالي سمبول ګنلي او نه هم د نړيوالو لپاره دهيواد نوي پيژندګلوي.
هاي کاش چي داسي شوي نواي، زه خو ستا شوق له هر څه وويستم. نه مې تعليم
تعليم شو ، نه هم د کورنۍ په درد دوا شوم او نه مې هم هغه خوب ريښتوني شو
د کوم لپاره چي ما په لپولپو خولې توي کړي، نه مې ګرمي وليده او نه هم د
يخنۍ څه پروا راتله، نه مې غريبي وليده اونه مې هم ستړتيا محسوس کړه. بس
د يو سرببري ليونې پشان نه مې ځان ته پام و اونه هم جهان ته.
تل د خپليواځني هدف په تعقيب کښې اوم ترڅو يوه ورځ داسې راشي چي زه هم د خپل
هيواد لپاره يونس خان شم، ظهيرخان اويا هم شاهد خان شم، د خپل هيواد نوم
وځلوم او د خپلو کړيدلو هيوادوالو لپاره د خوښۍ يو څو شيبې وګتم. خو داسې
ونشول، حالات بدل شول، په سينو کښې زړونه بدل شول او په زړونو کښې احساس بدل شو،
د وطن مينه په نورو مينو واوخته او د ظوابطو ځاي روابطو ونيو. ځما ټولې
خوارۍ په سيند لاهو شوي اوځما د روښانه راتلونکي هغه خوب په حقيقت بدل
نشو.
هغه وړتياوې چې ما درلودي له ماسره پټې پاتي شوي او د وطن د شملې د
لوړولو لپاره تر ګټنه وانه اخيستل شوه. هو! هغه حق چي ما د يو افغان په
صفت درلود له ما واخيستل شواو هغه چاته ورکړشو د چا پلاريا ورورچې غټ خلک
پيژندل، واسطې او رابطې درلودي او يا هم څه نوره تمه تر کيداي شوه.
پاتي دې شي پټې دي پاتي شي ځما وړتياوې دې پټې پاتي شي خو چې وزير صاحب،
والي صاحب، پارليماني صاحب او حاجي صاحبان خوشحاله اوسي او سفارش يې منل
شوي اوسي. دوي ته دا مهمه نده چې د يو لوبغاړي د ټول عمر خواري به عبس
شي، عزم به يې کمزوري او زړه بې مات شي او د ورزش پرځاي به يې نورو منفي
کړنو ته پام او په اخيرکښې به د ټولنې د اوږو بارشي.
د يو مثبت بدلون په هيله!!!

