د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زرملوال د پښتنو خواخوږی، ژمن لیکوال او ژورنالیست و !

سرلوڅ مرادزی 21.01.2013 07:09

هغه سره ما د رسنیو له لارې لږ څه مخکې پېژندل. د هغه د ژباړې دوه کتابونه، د پیریانو جګړه او د بنګله دیش بې ستري خورا مشهور دي. په نورو لیکنو کې يي هم ژبه خوږه، روانه او اسانه وه. په تېرو دوو کلونو کې مې دوه ځلې په لندن کې ولید. لومړی ځل مې د ډیورنډکرښې ضد جرګې په یو کنفرانس کې ولید او دوهم ځل مې په شخصي ناسته کې چې زما له راتلو په لندن کې خبرشوی و، دده د یوه دوست د غریبۍ په جونګړه کې ولیدل. دواړه وار خو په تېره بیا په دوهم ځل لیدنه کې مو د هیواد د حالاتو په اړه له نږدې، اوږدې خبرې وکړي. دی څونه چې په لیکنو کې د پښتنو خواخوږی، ژمن، ځیرک او پوه لیکوال او ژورنالیست و، له هغې زیات په مخامخ خبرو کې مودب، مهربان، ریښتین، دروند او سپيڅلی شخصیت و. ده د احمدشا بابا په نوم د یوې ټولنې مشرتوب هم پر غاړه درلود او په دې اړه يي د خپلو فعالیتونو ترڅنګ د پښتنو د راتلونکې په اړه لوی ملي ارمانونه او پلانونه درلودل.
دی له دې ډېر ځوریده چې ولې لراوبر پښتانه له بده مرغه پر یوې چرګۍ نه دې راټول . دوی ولې کلتوري ، ژبني ، اقتصادي ، پوځي او اداري واحد مرکز نه لري او د داسې مرکز د جوړیدا لپاره موږ څه باید وکړو؟
د ارواښاد زرملوال ټوله اندیښنه، د فکر توښه او د عملي کار هره شېبه د پورته هیلو او ارمانونو سره تړلې وه.
دی که یو خوا د خپلو اثارو او لوړ فرهنګي او علمي شخصیت په برکت تل د پښتنو په منځ کې ژوندی پايي، همدارنګه د خپلو دوستانو او ملګرو منځ کې هم د ریښتیني انسان پتوګه تلپاتې خاطرې لري.
مړینه يي لويي افغاني ټولنې ته ستره ضایعه بولم. کورنۍ، اولادونو او دوستانو ته يي جمیل صبر غواړم.
له لوی څښتنه جنتونه ورته غواړم !
اروادې ښاده وي !