د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سياف د چلنج په ځواب کې (استشهاد که انتحار؟!) کتاب له چاپه راووت

سيد هاشم نعماني 21.01.2013 05:08

کله چې د (وږي په اتلمسه) نېټه په رسنیو کې د استاذ عبد رب الرسول سیاف هاغه وينا خپره شوه، چې پکې د ټولې اسلامي نړۍ علماوو ته چلنج ورکړ شوی وه، او له هغوی نه یې غوښتي وه چې د استشهادي بریدونو روا والی دې کم تر کمه په یو کمزوري روایت ثابت کړي، نوموړي هغه حدیث شریف هم چې د انتحار په هکله راغلی پر استشهادي عملیاتو باندې حمل کړی وه.
په هغه وخت کې د اسلامپالو ليکوالانو او حقپالو علماء کرامو لخوا ګڼ غبرګونونه او ليکنې په ځينو ویب پاڼو کې خپرې شوې، چې یو پکې د ښاغلي ليکوال استاذ احمد ضيا‌ء بریالی صيب هاغه ليکنه وه چې د سياف د یاد چلنج په جواب کې يې په یوولسو برخو کې، د نن ټکي اسيا د ويب پاڼې له ليارې د «سياف خانه! استشهاد که انتحار؟!» تر سرليک لاندې په مسلسل ډول، خپره کړه، چې د لوستونکو لخوا يې د ګرم استقبال په ترڅ کې، ښاغلي ليکوال څخه وغوښتل شول چې د کتاب په بڼه يې هم چاپ کړي، ترڅو ترې هاغه خلک هم ګټه واخلي چې نټ او کمپیوټر ته لاسرسی نه لري. هماغه وه چې په دې وروستيو ورځو کې د کتاب په بڼه هم، ترسترګو شو.
دغه کتاب مې څو ورخې وړاندې ترلاسه کړ، چې په ښکلي ډيزاین او صحافت سره، په (۹۰) مخونو کې خوندي دی، د سياف ټولو خبرو ته پکې د قرآن او حديثو په رڼا کې ښه په دقيق او مختصر ډول، جوابونه ورکړل شوي دي.
ښاغلي ليکوال، په خپل کتاب کې په روانه او کليواله پښتو ژبه، ډیر ګټور او په زړه پورې مطالب او مسايل راغونډ کړي، او ډیره خوندوره لهجه، او تګلاره يې خپل کتاب ته غوره کړې ده. د کتاب په اړه، لاندې څو ټکي د يادونې وړ دي:
۱ـ ښاغلي ليکوال استاذ احمد ضیاء بريالي، د سورة البقرة (۱۲) ایت په رڼا کې د پروفيسور سياف کړنې، عادات، چل، فريب او دسايس ډېر ښه انځور کړي دي.
۲ـ د ځانمرګي او استشهادي ترمنځ توپیر په اړه یې څو ځايه ډېر په زړه پوری او قناعت ورکوونکی بحث کړی.
۳ـ له اسلام نه د ځينو ناخبره او ځینو نورو منحرفینو او محرفینو خبرو ته په استدلال سره ځوابونه ورکړل شوي، او هاغه ټول شباهات پکې ځواب شوي دی چې د جهاد او مجاهدينو په اړه، د دښمن له لورې او یا د ناپوهۍ له وجې د خلکو ترمنځ اورېدل کېږي.
۳ـ جهاد څه ته وايي؟ مجاهد چاته ويل کیږي؟ په جهاد کې نورې کومې موخې دي؟ دا هاغه پوښتنې دې چې ليکوال ورته په زړه پورې ځوابونه ورکړي دي.
۴ـ د جهاد د فرض عين والي په اړه د مخکنيو او اوسنيو علماؤ کرامو د نظرياتو په اړه، ښه په زړه پوری بحث پکې شوی.
۵ـ ښاغلي ليکوال، د قرآن کريم او احاديثو په رڼا کې، په استشهادي برېدونو ښه پوره رڼا اچولې، د رسول الله صلی الله علیه وسلم او د صحابهء کرامو رضی الله عنهم په زمانه کې د استشهادي عملیاتو په اړه ګڼو او څرګندو بېلګو ته يې اشاره کړې ده. او د علماؤ کرامو او فقهاء کرامو اقوال يې را وړي دي.
۶ـ د سیاف او نورو ګوډاګيانو دې خبرې ته چې علماء کرام، مفتي صاحبان او جهادي مشران ولې پخپله فدايي بريد نه ترسره کوي او عملا په نظامي برخه کې کار ولې نه کوي؟ د دې په ځواب کې يې هم په استدلال سره مهمې څرګندونې کړي، او د احاديثو په رڼا کې يې په جګړه کې د مشرانو رول روښانه کړی.
۷ـ د انتحار معنی، د حراموالي دلایل يې او د استشهاد سره یې توپیر، په دې کتاب کې بـې نظیره څیړل شوی، او دا یې په استدلال ثابته کړې، چې مسلمانان ځان وژونکي نه، بلکې کفار او د هغوی غلامان ځان وژونکي او د ځانونو په هلاکت کي اچوونکي دي.
۸ـ فدايي مجاهد ته د خودکش او انتحاري نوم اخستل یې په استدلال سره ناروا څرګند کړي او دا کار يې له دوی سره ستر ظلم او جفا بللې ده.
ليکوال ليکي چې د اسلام دښمنان هڅې کوي تر څو د مسلمانانو سپېڅلي او دیني مصطلاحات بدل او تغیر کړي. څوک چې استشهادي بریدونو ته انتحاري وايي بیا نو باید جهاد ته ترهګري ووایي.ايا په نور جهاد کې څو سلنه د ژوندي پاتې کیدو احتمال شته؟

۹ـ د «َلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ» آیت شریف په اړه يې د اسلم ابو عمران روايت راوړی، او دا یې ثابته کړې چې خپله سیاف او د نوموړي امثال ځانمرګي دي، ځانونه یې هلاکت ته اچولي دي.
۱۰ـ په نني عصر کې د دښمن د جګړې ټول اړخونه يې په ډېر ښه انداز کې څیړلي دي.
۱۱ـ د ډیر وخت لپاره د جهاد کولو هيله، او د ژر شهادت ترلاسه کولو هيلې په اړه يې هم موضوع روښانه کړې ده.
۱۲ـ ښاغلي ليکوال څرګندوي چې د اسلام مبارک دين ځکه استشهادي بريدونه د هر چا خوښې ته پرېښی دی چې د ټولو مسلمانانو زړورتیا، اخلاص او صداقت یو رنګې نه دی. او همدارنګه يې استشهادي بریدونه د نفلي لمونځونو، نفلي روژو، او نفلي خیراتونو سره پرتله کړي دی.
۱۳ـ د استشهادي بريدونو په اړه، د ځینو وتلیو او نومیالیو فقهایې کرامو نظرونه، او ورته ايښودل شوي شرطونه يې ليکلي دی او څرګنده کړې يې ده، چې د علماؤ کرامو ټول شرطونه په اوسنیو استشهادي بریدونو کې شته.
۱۴ـ د اوسنيو استشهادي بریدونو مهمې لاسته راوړنې يې په ګوته کړي، او روښانه کړې يې ده، چې استشهادي بريدونه له نظامي اړخه څومره اړین، اغیزناک او بریالي دي؟ چې دښمن ته زیات تاوان او زیان رسوي او مجاهدینو ته یې خورا کم زیان اوړي.
۱۵ـ د جګړې د دواړو لورو انډول سره، په نه برابرېدو کې د حکمت په اړه يې په زړه پورو ټکو ته اشاره کړې ده.
۱۶ـ ښاغلي ليکوال، ډېر په زړه پورې ډول دا خبره ثابته کړې چې په عامو خلکو، یا په جوماتونو، بازارونو او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځایونو کې چاودنې پخپله صلیبي یرغلګر کوي، ترڅو د اسلامي امارت مجاهدین پرې بدنام کړي. او په دې اړه يې ټولو هاغو لارو چارو ته په مفصل ډول اشاره کړې ده، چې ماتې خوړلی وحشي دښمن ترې د عامو خلکو په وژلو کې کار اخلي.
۱۷ـ په دې کتاب کې د ملي اردو او پولیسو د وژلو په اړه شرعي حکم هم لیکل شوی دی.
۱۸ـ ښاغلي ليکوال په دې خبره هم زور اچولی چې دښمن په پروپاګندو ونه غولېږو. ځکه د ملکي تلفاتو په اړه دښمن تل درواغ وايي. د عامو او ولسي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه تر ډېره پورې خبري رسنۍ هغه خبرونه خپروي کوم چې دښمن یې ورته وايي، او هغه خلک هم په ملکي او ولسي خلکو کې شميري چې له دوی سره کـار کوي، حال دا چې هغوي ولسي خلک نه، بلکې د دښمن سترګې او لاسونه دي.
همدارنګه يې په جلال آباد کې د کابل بانک په برید کې د تلفاتو په اړه طلوع تلوزيون کې د ګل اغا شيرزی هاغه نشر شوې خبرې هم د سند په ډول ليکلي دي، چې پکې وايي: زمونږ پنځه ديرش ملي اردو او پوليس پکې وژل شوي او پنځه کسه ملکي خلک دي. د دغو پنځو ملکي وګړو په هکله هم ليکوال وايي چې هغه هم خپله د دښمن په متقابلو ډزو کې په شهادت رسېدلی وو. ځکه دوی هم د خپلو بادارانو په څېر چې بريد پرې وشي نو هرڅوک چې په مخه ورشي ډزې پرې کوي.

۱۹ـ ښاغلي ليکوال د هغو بې غرضه قومي مشرانو او ولسي مخورو د وژلو په اړه، چې په پټه توګه شهیدانېږي، هم په زړه پورې څرګندونې کړې چې هغه ټول مخور همدغه ځناور کفار وژني، چې په دغه کار کې دوه لويې موخې لري. يو دا چې د ولس او مجاهدینو ترمنځ درز را پیدا کړي، او بل دا چې د افغان غیرتي ولس د سر سړي له منځه یوسي، او دا کار د خپلو پټو پوځیانو ( بلېک واټر ) په مټ تر سره کوي. د قومي مشرانو وژل د خپل ځان وژل دي ځکه همدا قومي مشران او ولسي مخور دي چې ولس یې د مجاهدینو ملاتړ ته هڅولی او هڅوي یې او د امارت پوره ملاتړي دي. که چېرې امارت دا کار کولای او یایې روا بللی نو بیا ولې دغه کار په ټولو هغو سیمو کې نه کوي چې د دوی تر واک لاندې دي. دښمن خپل دغـه کار په هغو سیمو کې کـوي چې هلته دوی له مجاهدینو سره په سختو جګړو کې ښکېل وي، او یا غـواړي چې پر کوم ځای باندې یرغل وکړي.
ليکوال دغه ټولې خبرې په ډیر ښه انداز کې کړي او آخر يې پايله دا په ډاګه کړې، چې د دې ټولو نارواوو او ظلمونو څخه د دوی موخې د جهاد او طالبانو بدنامول، په مسلمانانو زړه یخه ول. او په خلکو کې ډار او ترهه اچول دي، تر څو خلک او ولس و ډار شي او د طالبانو له مرستې لاس واخلي.

۲۰ـ د ځینو علمي او فقهي ټولنو او وتلیو معاصرو مشهورو نومیالیو او سترو سترو دعاتو او علمای کرامو نظرونه او فتواګانې يې راغونډې کړې.
د لبنان په پلازمینه بیروت کې په ۵/۳/۱۴۲۳ هـ ق نېټه د اسلامي امت د علماوو د غونډې پرېکړه لیک، او په سوډان کې د اسلامي فقهې د ټولنې پریکړه لیک.
همدارنګه د استشهادي بریدونو په اړه، د اسلامي او عربي نړۍ د ځينو نورو معاصرو، وتلو او نومياليو علماؤ کرامو فتواګانو ته هم په دې کتاب کې ځای ورکړل شوی دی، چې نومونه يې په لاندې ډول دي:
مصری عالم او داعي حسن محمد ایوب، د مکې مکرمې مخکني قاضي القضات مرحوم شیخ عبد الله بن حمید، د مصر شیخ محمد متولي شعراوي، د مصر دولت پخوانی مفتي شیخ محمد سید طنطاوي، د ازهر د علماوو د جبهې رئيس دکتور محمد عبد المنعم البري، شيخ الحديث ناصر الدين الباني، وتلی او مشهور فقیه شیخ ابن جبرین، د اوسني عصر د فقهې مشهور کتاب (الفقه الاسلامي وادلته) مصنف دکتور وهبة الزحیلي، د اسلامي نړۍ د علماوو د شورا رئیس دکتور یوسف القرضاوي، شيخ حمود بن عقلاء الشعیبي، شيخ سليمان بن ناصر العلوان، دکتور فتحي یکن، شيخ محمد حسان.
کوم علمای کرام چې ښاغلي ليکوال يې په خپل کتاب کې فتواګانې راوړي دي، زیاتره یې د ازهر شریف له نړیوال او مشهور پوهنتون څخه فارغ شوي، له کوم پوهنتون څخه چې پروفيسور سياف هم د فراغت دعوه لري او ټول هغه علمای کرام دي چې خپل ټول ژوند يې د علم او پوهې لپاره وقف کړی.
۲۱ـ ښاغلې ليکوال په خپل کې کتاب کې سياف څخه غوښتې چې که د دغې ليکنې ځواب ورسره وي، نو خامخا دې په ډاګه کړي.
۲۲ـ د کتاب په پای کې د ټول کتاب مهم ټکي د فهرس په ډول راوړل شوي.