د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پارلمان که سياسي کودکستان؟

جميل احساس 20.01.2013 14:18

د ۱۳۹۲ مالي کال بوديجه د دوهم ځل لپاره د ملي شوراء له لوري رد شوه، ويل کېږي، چې د ملي شوراء ځیني غړي نيوکه لري، چې د ۱۳۹۲ مالي کال بوديجه ځينې نيمګړتياوې لري او د ولایاتو انډول په پام کې ندی نيول شوی، خو اوس داسې ښکاري، چې د بوديجې رد يوازې د ځينو مشخصو ګټو لپاره و.
د ۱۳۹۲كال ملي بودجه، چې درې سوه څلور پنځوس ميليارده افغانۍ ده، يوسلو شپږنوي اعشاريه درې سوه اووه ويشت ميليارده افغانۍ عادي او يوسلو اووه پنځوس اعشاريه اووه سوه پنځوس ميليارده افغانۍ پراختيايي بودجه ده، چې اووه ديرش فيصده يې له كورنيو منابعو او پاتې نوره يې له بهرنيو مرستو څخه تمويليږي. د مالي او بودجې د كميسيون رئيس د بودجې په مسوده كې د ماليې وزارت له لوري د ځينو بدلونونو د راوستلو يادونه وكړه، ويې ويل، په ګډه غونډه كې زياتره موافق وو ، خو دوو كميسيونونو مخالف نظرونه درلودل.
اوس ځينو رسنيو داسې خبر خپورکړی، چې د ملي شوراء له لوري يو خط مالي وزارت ته استول شوی او ترې غوښتل شوي، چې په د ۱۳۹۲ مالي کال بوديجه کې دي، هر وکيل ته ۵۰۰۰۰ زره افغانۍ، يو ټيوټا موټر او د ۴ ساتونکو پرځای شپږ ساتونکي ورکړل شي، دا خبر پرون خپور شو او د خط لاندې د ځينو وکيلانو نومونه او لاسليکونه ښکاري.
د انتخاباتي مبارزو پروخت هغه چا چې ملت ته غټې وعدې ورکولې، هغه چا چې په رڼا ورځ په خړه خاوره ملت ته شنه باغونه ښوول، هغه چا چې د زياتو هڅو او کومکونو ژمنې کړې، ټولې اوبه يوړې اوس دوی يوازې په خپل ځان اخته او د ځاني ګټو لپاره لاس پښې وهي، پدې هم پوهېږو چې د څو وطندوسته اشخاصو پرته نور استازي رېښتني ندي او په جعل یې ملي شوراء ته لار پرانيستلې، خو دوی چې اوس په ملي شوراء کې دي او د ملت استازي ګڼل کېږي پکار ده، چې د ملت ستونزې واورېدل شي او د ملت غوښتونو سره سم کارونه ترسره کړي، هغه کوچنيان چې د ايندې لپاره فکر کوي، دوی دا فکر کوي، چې بايد معيارې ښوونځي او معياري پوهنتونونه ولري، هغه څوک چې اوس مهال په چوکونو کې د مزدورۍ لپاره ناست وي، او مزدوري ورته نه پيدا کېږي، هغه څوک چې د ژوند ټولې هستۍ يې خپل اولادونه دي او د اولادونو د ښې ايندې فکر کوي خو اينده يې د دوی له لاسه له منځه ځی.
د وزیرانو استیضاح او د بوديجې په رد هر څوک پوهېږي دا يوازې د شخصي ګټو لپاره دي او هېڅ يې پکې د ملت غوښتنې په نظر کې ندي نيول شوي، راځئ اوس پدې فکر کې شو، چې ولې دوی د ځان ساتنې لپاره ۶ ساتونکي غواړي؟ آيا دوی د ملت استازي ندي؟ که د ملت استازي دي نو بيا ولې ځان په ملت کې نه ګوري او په ملت ولې تکيا نه کوي چې ساتونکي زياتوي، له دوی څخه خو تر اوسه د دې پوښتنه هم نده شوې، چې د کال ماډل موټرونه یې د کوم ځای او په څو زره ډالرو یې اخيستي، د اخيستو پيسې يې له کومه کړي او ولې يې اوس ورته د (و ج ) او (م ج) نمبر پليټونه ورکړي، هغه څوک چې په پلازمينې کابل کې تر اوسه په خيمو کې ژوند کوي، ماشومان او کوچني يې د واورو خوراک شول، د يوې مړۍ ډوډۍ او يو من خس اخيستو توان نه لري، چې خيمه پرې ګرمه وساته ترڅو کوچنيان يې له مريضو په امان پاتې شي، خو د ملت استازي په ګرمو کال ماډل موټرونو، درې منزله او څلورمنزله کورنو او ګرمو اتاقونو کې اوسېږي خو د ملت فکر ورسره نشته دی، افسوس او سد افسوس د ملت په داسې استازو.
د ملت دې استازو ولسواکي ترسوال لاندې راوسته، ولسواکه نظامونه په ټوله نړۍ کې ښه شهرت او نيک نوم لري، که د هندوستان ولسواکه نظام ته وګورو پيړۍ پيړۍ راهيسې همداء نظام دی او ورځ تر بلې پرمختګ کوي، که د مليزيا ولسواکه نظام ته ځير شو، د غربت څخه راووته او اوس نسبتاً په پرمختللي هېوادونو کې شمېرل کېږي، خو افسوس چې موږ اوس هم د ولسواکۍ په نوم او د ولسواکۍ په ګټو نه پوهېږو، پوهېږئ ولې؟ ځکه چې پر موږ وطن فروشه او پر ځاني ګټو اخته استازي راتپل شوي، داسې استازي چې همېشه يې د ځان په ګټه او د ملت په توان کار کړی او تر اوسه یې کوي.
ما ته د ښاغلي قانع صاحب هغه خبره راياده شي، چې اونۍ وړاندې يې شمشاد تلویزيون سره په مرکه کې وويل، چې زموږ پارلمان سياسي کودکستان دی، رېښتيا هم چې د ښاغلي قانع صاحب خبره په ثبوت ورسېده او د کودکستان زده کوونکو د ځان خوشحاله ساتلو لپاره داسې څه وکړل، چې فکر يې نه کېده، زموږ په پښتنه ټولنه کې يو رواج ډېر عام دی فکر کوم، چې دا رواج به نه يوازې په پښتنه ټولنه کې وي بلکه هر ځای به يې نيولی وي، هغه داسې چې کله يو ماشوم د پلار څخه ناراضه شي، ځان خفه کاندي، پلار يې کوښښ کوي، چې ماشوم په يو نه يوه خبره راضي کړي، مګر ماشوم خپل زېل نه پرېږدي، بلاخيره داسې وخت راورسېږي، چې ماشوم په سترګو لاس کېږدي او د پلار څخه د يو څه غوښتنه وکړي، کله يې چې پلار غوښتنه ومني بيا نو ماشوم خوشحاله شي او په مخ يې موسکا خوره شي، همداسې زموږ پارلمان هم دی، د سياسي کودکستان کوچنيان د دې لپاره چې ځان د ملت سره يوځای وښايي اوس يې ځان لکه د ماشومانو ناراضه کړی او په سترګو يې لاسونه ايښې هېڅ شی ورته نه ښکاري، خو کله چې بيا پرې وزير صاحبان ورحمېږي، سوک له سترګو ليرې کاندي او په مخ يې موسکا خوره شي، بيا نو هر ځای د هماغه وزیرصاحب صفت کوي، خو دلته بايد يوې خبرې ته توجه وشي هغه دا چې پلار يوازې د يو کور د مال حق لري چې خپل کوچني ته يې ورکوي خو د ماليې وزير د ټول بيت المال حق لري، دا حق بايد يوازې په هغه چا ونه ويشل شي، چې همېشه يې د ځان ګټو لپاره کړی او د ځان خوشحاله ساتلو لپاره يې سوک په سترګه ايښی، دلته پکار ده، چې د پارلمان له لوري د وراستول شي خط د منظورۍ په اړه د ملت سره سلاء وشي او رضايت يې بايد واخيستل شي.
د سياسي کودکستان د اصلاح په هيله