د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له عبدالوکیل سوله مل شینواري سره یو ماښام

یوسف هېواددوست 10.01.2013 15:57

خدای مې دې غاړې نه بندوي چې د شپې لس بجې وې او یا که له لسو اوښتې وې ، خو یو ناڅاپه د ټیلفون شرنګا شو ، زه نو نوی د ناروغۍ له بستر څخه  نه چندان جوړ ، خو بس د چا خبره لنګان لنګان  راپورته شوی ووم ، لا هم د پینسلین تابلیتونه خورم ، ځکه دا د ډنمارک میرات مړې یخني داسې په سینه او ځیګر وهلی یم ، چې په ټیلفون کې د خبرو  وس هم نه لرم ، خو په هر حال غوږۍ مې پورته کړه ، له هغې خوا وراره مې ګران غورځنګ جان  راباندې غږ کړ ، چې کاکا ، محترم سوله مل شینواری هلته ډنمارک ته درغلی او تا لټوي ، خو تا نشي موندل . بریښنالیک دې وګوره ، هلته یې نمره شته .ما سمدلاسه خپل بریښنالیک راخلاص کړ، هلته مې د شینواري صیب پیغام ولوست او هغه نمره چې یې هلته لیکلې وه ، له ځان سره ولیکله او ترڅو چې مې ورته زنګ وهه نو د شپې څه کم دولس بجې وې .سبا سهار  یا د غرمې شا او خوا موږ کره بیا د ټیلفون غږ شو ، چې غوږۍ مې پورته کړه نو  چا راته وویل  : وا هیواددوست صیب !دا ولې نه پیدا کیږې؟له دا درې ورځو دې نمره لټوم ، نه یې شم موندلی؟ بېکسیار صیب هم لټوم هغه هم نه پیدا کیږي ؟ والله که نه پوهیږم چې تاسو څنګه پیدا کړم ؟ ما سمدلاسه ویناوال وپېژند ، هماغه پخوانی اشنا  سوله مل شینواری و .د بیکسیار صیب له کوره راسره غږېده ، نو ما ورته وویل ، چې هلکه ستړی مه شې ، له لندن  نه کله راغلی یې ؟ په خیر هرکله راشې .موږ خو همدلته یو ، خو، له دې خبر نه وو چې تاسو تشریف راوړۍ کنه مخې ته به دروتلي وو ، دا چې زموږ نمره درسره نشته دا نو زموږ قصور ندی ، په هر حال له جوړ په خیر او  ته څنګه ، زه څنګه ؟  له دا ټولو پوښتنو وروسته ما د خپلې ناروغۍ ورته یاده وکړه ، او ورته مې وویل چې  چېرې یې او چېرته  سره وګورو؟ راته یې وویل چې اوس بیکسیار صیب کره یم او همدلته مې پیدا کولای شې ،  .په دې ورځ زما دګران دوست  ښاغلي معلم صیب عمر  د لور واده وو ، او په دغې خوښۍ کې د ګډون لپاره هلته ورتلم ، له لارې  بیکسیار اشنا کره ولاړم ، خو له بده مرغه شینواری صیب تللی و ، او بیکسیا  راته وویل چې سبا یا بل سبا به یې وګورو  ،هسې ما هم تلوسه وو چې بېکسیار  وګورم ځکه له کابل نه مې ورته د محترم پسرلي صیب د غزلیاتو نوې ټولګه راوړې وه او هغه مې ورتسلیموله ، دغه راز دا کیسه مې هم ورته کوله چې په کابل کې فرهنګي دوستانو لکه ګران اسماعیل یون ، زرین انځور ، هیوادمل لالا ، د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو ، او ان د ځینو وزارتونو مسُولینو لکه ښاغلو جاوید لودین ،آصف ننګ  ، زمری بشري ، جانان موسی زي  ، اجمل شمس ، استاد ستانکزي ، استاد ودیر ساپي ، لطیف بهاند او داسې نورو لسګونو فرهنګپالو والیانو ، ولسوالانو او د دولت  ښکته رتبه مامورینو او  مخکښانو ښه په نره مټې رانغښتي او فرهنګي چوپړ کوي ،  خدای شته بېکسیار هم ددغه اثر په لیدو او د دې دوستانو د یادونو ي‎په څرګندولو سره خورا خوښ شو ، ښایي دلیل یې هم دا وي چې مالک خان هم لکه پسرلی صیب او لکه دانور هم شاعر دی اوهم د شعر او ادبیاتو  لیوال ،د ادبیاتو خوند خو یوازې شاعران ډېر ښه درک کولای شي .بېکسیار نه مې د ښاغلي سوله مل پوښتنه وکړه ، راته یې وویل چې  سوله مل صیب دلته د خپلوانو لیدو ته راغلی او څومره به ښه وي چې ورسره یو ماښام کینو او د هغه د تېر فرهنګي ژوند او اوسنیو پنځونو په باب د هغه خبرې واورو . ما ورته وویل  : یاره دا خو دې ښه په زړه پورې خبره وکړه له هر لیکوال او یا فرهنګي شخصیت سره ناسته  خپل ارزښت لري ، خو له بده مرغه  موږ کې داسې تش په نامه فرهنګیان هم شته چې د نورو د لیدو او د نورو د کار  زغم او د ملګرتیا  توان نه لري  ، بېکسیار ته مې وویل  چې  یا الله مخکې شه کله او چېرته ؟بېکسیار اشنا راته وویل چې  بس د وخت او ځای به درته ټیلفون وکړم خو ته هم ځینې یاران راخبر کړه .بس په دې توګه مو سره  ژمنه وکړه ، زه او بېکسیار په ګډه د واده په مراسمو کې د ګډون لپاره  صالون ته ورغلو او هلته مو ډېر دوستان له هغې ډلې  ښه شاعرګلمانشاه ودیر ساپی ، صفر خواریکښ ،استاد ګلاجان کونړی ،زمری محقق ، محمد ابراهیم بره کی  او یو شمېر نور فرهنګیان ولیدل ، له واده دوه ورځې وروسته  بېکسیار صیب راته ټیلفون کې د ناستې ځای او وخت یاد کړ .خوښ شوم چې  سوله مل صیب سره به د لندن د حالاتو کیسې هم وکړو ، دا چې هلته  ادبي او فرهنګي کارونه په څه حال کې دي ؟  ، نوپه ټیلفون کې  له خبرو وروسته لاړم د سوله مل شینواري په هغه ویدیویي کسټ او راډیویي سي ډي پسې مې لټول  پیل کړل چې  په ۲۰۰۱ او یا خدای مې دې غاړې نه بندوي په ۲۰۰۲ ز کال کې د هغه په زیار او همت جوړ شوي وو .ویدیو کې د څه د پاسه لسو سندرغاړو په ښکلو غږونو کې د خوشال بابا ځینې اشعار سندرې شوې دي او همداسې په سي ډي کې د خوشال بابا څو ښایسته شعرونه د تکړه دکلیماتورانو په غږونو کې دیکلمه شوي او ورسره څو نوې سندې هم کمپوز شوي .سوله مل شینواري په هغه وخت کې د خپلو لاسونو په تڼاکو ګټل شوې روپۍ په همدغه شان تلپاتې او قدرمنو فرهنګي کارونو لګولې ، او له همدې امله یې لږ شهرت هم پیدا کړ.دا کسټونه مې په خپل کورني آرشیف کې وموندل او له ځانه سره مې  غونډې ته راوړل .غونډه د روان کال د جنوري د میاشتې پر ۶ نېټه د کوپنهاګن د ښار  په یوه کوچني شانتې صالون کې جوړه شوې وه . بېکسیار صیب او ملګرو یې  ښه زحمت ایستلی و ، چای ، اوبه ، وچه لمده میوه پر میزونو ایښې وه، دوستان یو په بل پسې را روان وول  او داسې وخت راغی چې د خبرو واک ما ته په لاس راغی .خدای شته لږ مې ښاغلی سوله مل شینواری  معرفي او د هغه لنډ ژوندلیک مې مجلس ته څرګند کړ او بیا بیکسیار صیب د سوله مل شینواري په ادبي شخصیت یو څه څرګندونې وکړې،ورپسې  وار خپله ښاغلي عبدالوکیل سوله مل شینواري ته ورسېد .هغه د خپلو زده کړو او په وسله وال پوځ کې یې د خپل کار او داچې  له ډېرو پخوا کلونویې له داستان او ناول لیکنې سره  مینه او علاقه لره،څرګندونې وکړې او  آن هغه وخت چې  په هغه موده  کې استاد ف . فضلي او استاد منان ملګری ژوندي وول او په هغه وخت کې به سوله مل راډیو تلویزیون ته راته او  د راډیو لپاره خپل لومړني ډرامونه او داستانونه به یې د هنر او ادبیاتو ادارې ته سپارل .هغه زیاته کړه چې وروسته بیا د کورنیو جګړو په وخت کې دی هم لکه ډېر نور هېوادوال  له وطن نه لرې ژوندکولو ته اړ شو،لومړی پيښور او بیا  د هجرت په لړ کې د سلواک په جمهوریت او وروسته بیا  په انګلستان کې یې واړول او دا دی تر ننه  د اروپايي هېوادو په مینځ کې سرګردانه په هغه څه پسې ګرځي چې د ده په وینا د پښتو ادب پالنه ده .په ډېرو هغو اروپایي هېوادو کې چې افغانانو به فرهنګي غونډې جوړولې د نورو همکارانو ترڅنګ ښاغلي سوله مل به یا خپل موټر کې یا په ریل او یا بس کې ښه ډېره اوږده لاره وهلې وه .هغه تقریبا د جرمني د کولن د ښار دغه راز  د ډنمارک ، هالند ، بلجیم ،سویډن ، اتریش ، لندن ، فرانکفورت او یو شمېر نورو هېوادو کې  د افغانانو په زیاترو ادبي او هنري غونډو کې ګډون درلود .هغه دا هم یادونه وکړه چې د یوې ځانګړې مینې له مخې یې  یو وخت په پيښور کې د سپین غر په نامه د سینما او تیاتر  مرکز جوړ کړ چې د همدغه مرکز له لارې یې یو شمېر وړیډیویي او راډیویي  فرهنګي هڅې ترسره کړې . په همدې توګه له پنځه شپږ کلونو راپه دې خوا یې هڅه کړې چې خپل یو شمېر تېر اثار او نوې پنځونې سره راټولې کړي او چاپ ته یې وسپاري .د ښاغلي سوله مل تر اوسه د لنډو کیسو  څلور ټولګې چاپ شوي چې یو شمېر یې په انګلیسي ، اردو ، سلواکي او  دري ژبو هم ژباړل شوې .له دغو ټولو څرګندونو وروسته داسې وپتیل شوه چې ښاغلی سوله مل شینواری راغلو مېلمنو ته خپله یوه لنډه کیسه ولولي . بس نو د چا خبره شینواري خپله غاړه تازه کړه او موږ چا قلم او کاغذ د یاددښتونو لپاره راواخیست او چا غوږونه پوڅ کړل چې کیسه ښه په شوق او دقت سره واوري .د کیسې نوم  ( زموږ د کلي موټر او موټروان ) یاد شو او دا کیسه چې همدلته په ډنمارک کې لیکل شوې ، لا پاک نویس شوې هم  نه وه او ښاغلي سوله مل د خپلې پېرزوینې له مخې موږ ته ولوستله .کیسه په اصل کې د افغانستان د دا دیرش پنځه دېرش کلونو وروستیو پېښو څرګندویه وه چې  موټر د وسیلې ، موټروانان د واکدارانو او پر کومه خوا چې درومي د موخې په توګه ښه سمبولیک کارول شوي وو .د کیسې له اورېدو  د مجلس  حاضرانو هر یو په خپل وار خپل نظرونه او اندونه وړاندې او د ښاغلي سوله مل ستاینه یې وکړه ، یو شمېر ملګرو یو څه د نقد او کره کتنې له مخې پر کیسې خبرې وکړې او ددغه راز غونډو جوړول او رښتینې کره کتنه یې د پښتو ادبیاتو په لا پیاوړتیا کې اغېزمنې وګڼلې .خدای شته شینواري صیب هم ټول نظریات په سړه سینه واورېدل او هر پوښتونکي ته یې په خپل وار قناعت بښوونکي ځوابونه ورکړل . د مجلس په وروستۍ برخه کې ښاغلو بېکسیار ، ډاکټر صیب شیرشاه ، نصیر سهام ، هېواددوست ،ګلمانشاه ودیر ساپي ،انجینیر شوکت او یو شمېر نورو د افغاني ادبیاتو د روان حال په باب علمي څرګندونې وکړې او د ادبیاتو په تېره بیا د شعر او کیسې د سمون او پراختیا لارې چارې یې په ګوته کړې .د غونډې په یوه برخه کې ښاغلي نصیر سهام علاقه وښودله چې د ښاغلي عبدالوکیل سوله مل شینواري د  کیسو یوه ټولګه  ، دري ژبې ته وژباړي . په دغه محفل کې سوله مل د خپلو کتابونو څو نسخې او دغه راز  د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د تکړه لیکوال ښاغلي نامحق زیرک سهاک ناول چې په دې وروستیو وختو  کې چاپ شوی  یو شمېر جاضرینو ته  ډالۍ کړل .دښاغلي نامحق زیرک  ناول ( ټپوسان ) نومیږي .ټپوسان زموږ د وخت د حالاتو غږ دی ، د انقلابونو او کودتاګانو ، اوښتونونو او بدلونونو او د خلکو د بې پایه ځورېدنو  څرګندوی دی که چېرې خدای  همت راکړ نو د ګران همکار ښاغلي نامحق زیرک سهاک په دغه ناول به په راتلونکو لیکنو کې خبرې وکړو او یوه سمه کره کتنه به ورته وکړو  . زموږ له سوله مل شینواري صیب سره مرکه او ماښامنۍ ناسته د شيې تر اتو بجو شا او خوا وغزېده او په پای کې ښاغلي  سوله مل له ټولو مېلمنو څخه  د زړه له کومې مننه وکړه ،او هر څوک د خپل کور پر لوري رهي شول ، هی میدان او طی میدان ، جوړ دې وي افغان فرهنګیان. په مینه .  ـ د ډنمارک د کوپنهاګن ښار .