د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره کې اخلاقي فساد

سمسور امین 07.01.2013 21:13

د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ، چې په خپل ذات کې د سيمه ييزې حکومت دارۍ رهبري ده او تر ډېره دهغو اشخاصو په گومارنه کې رول لري ، چې له ولس او خلکو سره مستقيمه اړيکه لري ، لکه واليان ، ولسوالان او نور ، خو د دغې ادارې د پخواني رئيس له استعفی وروسته د فساد پر ځالې او د خپلوۍ پاللو په ډګر بدله شوې ده . هغه چوکۍ چې د خپلولۍ پاللو نه پاتې شي ، د سيمه ييزو ارګانونو د بېلابېلو پوستونو نه نيولی د ولسوال تر پوست پورې د سيمه ييزو ارګانونو د ډېرى غړو د وينا سره سم د آزاد رقابت له لارې مقرريانی کيږي او پوستونه په ډالرو پلورل کيږي، يعنې که يو څوک په يو عادي پست مقرريږي، بايد د همهغه پوست د يوې مياشتې معاش په بډو کې ورکړي او په شرايطو برابر شخص چې ښه وړتيا هم ولري، په دې اداره کې يې مقرري ډېره گرانه او ناشونې ده ، هغه څوک چې دلته دولسوالۍ پوست ته کانديد وي بايد لږ ترلږه ۱۵۰۰۰ امريکايي ډالره بډې ورکړي ، تر څو د ولسوالۍ پر چوکۍ کښيني او يا هم چارواکى شي.
کله چې مقرري په دغه ډول تر سره شي ، موږ به بيا له دغه ډول ولسوال څخه دعدالت څه تمه ولرو ، نو په داسې بې عدالتيو او غير عادلانه کړنو سره اداره هيڅ کله له فساده پاکيدای نه شي او د ښې حکومت دارۍ جوګه کيدای نه شي.
د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې اکثرو چارواکو د خپل دفتر نه نيولې آن تر نورو اړونده پروګرامونو لکه DDP,GDCLCA,GDMA,ALGFDP, او داسې نورو پورې، کې خپل خپلوان مقرر کړي دي ، چې د بيلګې په توګه د يادې ادارې د پاليسۍ معين سره له دې چې د معينيت له ټولو امتيازونو او ډالرونو څخه برخمن دى ،په عين وخت کې د يو بل قرارداد له مخې د معلوماتي ټکنالوژۍ د متخصص په نامه د ASGP/UNDP له لارې د مياشتې ۵۰۰۰ امريکايي ډالره معاش اخلي سره له دې چې نوموړى دمعلوماتي ټکنالوژي په برخه کې نه کار کوي او نه يې دغه دکار ساحه او مسلک دى ، ددې تر څنگ نوموړي خپل درې وروڼه د سيمه ييزو ارګانونو په بېلابېلو پروګرامونو کې چې يو يې په DDP کې، بل يې د ثبات ټينګښت پروګرام کې او درېيم يې په GDCLCA کې د چارواکو په توگه په دندو گومارلي دي ، حال دا چې درې واړه وروڼه دزده کړو له مخې دداسې دندو دترسره کولو وړ نه دي . ددې تر څنگ د سيمه ييزو ارګانونو د بشري منابعو عمومي رئيس چې هغه هم خپل يو ورور د ثبات ټينګښت په مالي څانګه کې مقرر کړی او خپل نور خپلوان او انډيوالان يې په بېلابېلو برخو کې پر دندو گومارلي دي ، لنډه دا چې کله دې ادارې ته راشې دڅو کورنيو ترمنځ يوه تقسيم شوې اداره ښکاري او ديوې ملي ادارې گومان کول پرې د ايمان زيان دى . څرنگه چې اوس مهال نړيواله ټولنه او دولت په گډه هڅه کوي او لاپې هم وهي ، چې موږ له دولتي ادارو د فساد جرړې له منځه وړو ، خو داسې ښکاري چې ورځ په ورځ دولتي ادارې او په ځانگړي ډول د سيمه ييزو ارگانونو خپلواکه اداره له نا قانونه کړنو او پر فساد ککړو افرادو څخه ډککيږي .ددې تر څنگ دولت د بن په دوهم کنفرانس ، د شيکاگو په کنفرانس او د توکيو په کنفرانس کې نړيوالې ټولنې ته د فساد د مخنيوي په اړه ډاډ ورکړى دى .
که په رښتيا هم دولت دې ته ژمن وي، چې فساد ورک کړي او له منځه يې يوسي ، نو اړينه ده چې د اداري اصلاحاتو د ادارې او د فساد ضد ادارې په څېر په دولتي اداره کې د خپلوۍ پاللو ضد يوه اداره هم جوړه کړي ، تر څو ددې نوي ډول اداري فساد مخه پرې ونيولاى شي.
په سيمه ييزو ارګانونو کې د فساد بله بيلګه د افغانستان د ثبات ټينګښت پروګرام دی ، چې ياد پروګرام په ۱۳۸۳ کال د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس په ځانگړي فرمان جوړشوی او د امنيت په ټينګښت او د ښې حکومت دارۍ لپاره د لارو چارو په آوارولو کې يی رغنده رول لوبولى و ، چې په هر ولايت او هره ولسوالۍ کې يې لاس ته راوړنې تر سترګو کيدې ، خو له بده مرغه چې د ۱۳۹۰ لمريز کال د ميزان له مياشتې را هيسې نوموړې اداره د اداري او اخلاقي فساد په ځاله بدله شوې ده ، چې يو څو مستندې بيلګې يې تاسو ته وړاندې کوم .
له کومې ورځې چې د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د افغانستان د ثبات ټينګښت د پروګرام د بدبختۍ تصميم ونيو او يو کم عمره ، بې تجربې او د اخلاقي او اداري فساد نه ډک شخص يې د نوموړې ادارې د رئيس په توګه د دوو قراردادونو په لرلو سره مقرر کړ ، نوموړى بې تجربې ځوان ددې پوست له پاره ځکه وگومارل شو ، چې د سيمه ييزو ارگانونو دپاليسۍ له معين سره په لندن کې گاونډي او تر ډېره يې په لندن کې يو ځاى دعياشۍ او فحاشۍ ورځې شپې تېرې کړې وې او له هماغه ځايه يې دافغان مظلوم ملت دتباهۍ ، بربادۍ او داداري او اخلاقي فساد پلان له ځان سره درلوده.
څرنگه چې دثبات دټينگښت پروگرام رئيس په عين وخت کې په دوه قراردادونو او معاشونو کار کوي ، نو د يو شخص په دوو قراردادونو مقررول کاملاً د کار د قانون خلاف او د اداري فساد يوه بيلګه ده او نوموړي هم د کار له پېل نه تر دې دمه پورې له اخلاقي او قانوني سرغړونو پرته نور هيڅ نه دي تر سره کړي، بلکې سابقه دار او تجربه لرونکي کارمندان يې مجبورکړل، چې دفتر پريږدي او يايې منفک کړي او پرځاى يې خپل مفسد انډيوالان ځاى پرځاى کړي ، تر څو و کولی شي په ډيره اسانۍ دخپلو نورو انډيوالانو سره يو ځاى خپل اداري او اخلاقي فساد ته لاره هواره کړي.
هره دولتي ، نيمه دولتي او يا غيردولتي اداره د يو منظور شوي تشکيل او د هر پست لپاره د تعيين شوي معاش له مخی په شرايطو پوره اشخاص پر دندو ګماري ، ولې د سيمه ييزو ارګانونو د بشري منابعو لوی رياست او د ثبات ټينګښت رئيس پرته له دې چې ياد معيارونه په پام کې ونيسي په خپله خوښه د نوي مقرر شوي شخص د بډو او واسطې په نظر کې نيولو سره ورته معاش ټاکي، چې د اداري فساد او غيرقانوني مقرريو څو بيلګې يې په لاندې ډول دي:
1. د ثبات ټينګښت ملی پروګرام د يو تعداد کارمندانو او انجنيرانو د قراردادونو موده ختمه شوې او پرته د قرارداد له نوي کيدو خپلو دندو ته ادامه ورکوي او ۱۳۹۰ کال د وروستيو مياشتو معاشونه او ۱۳۹۱د حمل او ثور معاشونه يې تر اوسه پوری ندي ورکړل شوي.
2. په ۱۳۹۰ کال د ثبات ټينګښت پروګرام د افغانستان د تدارکاتو د قانون سره سم د اته ساختماني پروژو چارې د داوطلبۍ له لارې بشپړې او قراردادونه يې د رهبرۍ اخري لاسليک ته آماده شول ، ولې د رهبرۍ په بدليدو سره نوموړي قراردادونه په ډول ډول بهانو او شخصي غوښتنو سره فسخ شول ، چې په پايله کې يې د ۱۳۹۰ ل کال بوديجه د اداري لگښتونو پرته امانت پاتې شوه او مصرف نه شوه او د ولسواليو تعميرات په خپل حال پاتي شول، چې له دې موضوع نه د افغانستان ملي شورا هم خبر شوې ده.
3. د ثبات د ټينګښت د روانو پروژو د قسطونو اسناد د دغې ادارې رئيس د خپل ميز په جعبه کې په مياشتو مياشتو له ځان سره ساتي، تر څو خپلې غوښتنې پوره کړي او دا کار ددې سبب شوى ، چې شرکتونو ته په تير کال کې قسطونه په خپل وخت ورنه کړل شول او پروژې په ټپه ودريدې، چې بيلګه يې د ارزګان او فراه ولايت د اداري تعميرونو پروژې دي.
4. د ارزګان ولايت د اداري تعمير پروژه چې د افغان اميد ساختماني شرکت له خوا په قرارداد نيول شوې وه ، د وروستي قسط د اخيستلو په بدل کې نوموړي شرکت ۵۰۰۰ امريکايي دالر اړوند رئيس ته بډې ورکړې ، چې د نورو پروژو قسطونه هم په همدې ډول ورکول کيږي.
5. د فراه ولايت د اداري تعمير د پروژې قرارداد تمديد کړل شو او نورې پروژې چې د قانوني تمديد مستحق دي او بډی نه ورکوي ، تمديد ورته نه ورکول کيږي چې بيلګه يې د جوزجان ولايت د مرديان ولسوالۍ پروژه ده.
6. ددې ادارې رئيس سابقه لرونکو کارمندانو ته پرته له دې چې کوم ثبوت ولري، د غل او بډي اخستونکي خطاب کوي ، تر څو اړوند افراد تر خپل تاثير لاندې راولي.
7. هغه کارمندان چې په غير قانوني ډول د ثبات او ټينگښت ادارې د رئيس له خوا مقررشوي دهغو کارمندانو په پرتله چې له پخوا نه پدې اداره کې کار کوي دوه ګونی چلند ورسره کيږي .
8. د ثبات د ټينگښت د ادارې رئيس په خپل دفتر کې ټوله ورځ له بهر نه ښځې راغواړي او ورسره مصروف وي او د دفتري کارونو د اجراء لپاره هيڅ وخت نه لري، چې دا يې د اخلاقي فساد يوه بيلګه ده ، چې دده ددغه ډول کړنو سره دپالسيۍ معين هم شريک دى او له ASP ادارې څخه ورته سپلايي کيږي .
9. ددې تر څنگ دثبات دټينگښت دادارې مشر په رسمي مجالسو او غونډو کې ددې پر ځاى چې دهېواد دپرمختگ له پاره تصميمونه ونيسي او يا هم موضوع ته توجه وکړي ، ټوله ورځ دماشومانو په څېر په خپل مبايل لوبې او گېمونه تر سره کوي ، ايا ديوې ملي ادارې رئيس همدا ډول ماشوم او دلوبو څښتن وي ؟!! همدا ډول نوموړى دخپل کار په دفتر کې ټوله ورځ په کمپيوټر کې دقطعو(پرو) پر لوبه مشغول وي او له خيره سره په لکونو ډالره معاش اخلي ، ايا داداري فساد او بې ظرفيتۍ له دې څخه هم لوړه درجه وي؟!
10. يو نفر چې پرويز قاري زاده نوميږي او ددغې فاسدې ډلگۍ غړى او انډيوال دى او يوازې تر ۱۲ ټولگي زده کړې لري ، د اداري همکار په توگه چې د قرارداد نمبر يی AFP/90/430 دی ، د مياشتې په ۶۸۳۳۵ افغانۍ مقررکړی ، حال دا چې ډېر په کار پوه او تعليميافته افغانان بې روزگاره گرځې ، خو چې واسطه يې قوي وي يو دولسم پاس هم د يو ملي پروگرام د مشاور په توگه کار کوي.
حال دا چې د ثبات ټينګښت پروګرام د معاشاتو په چوکاټ کې د اداري همکار مياشتنی معاش د ۲۵۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰۰ افغانيو پورې دی. چې اوس هم يو بل کس په عين پست او په عين معاش (۳۰۰۰۰) د اوو اتو کالو را هيسې پر همدې پست کار کوی.
11. يو بل نفر چې عنايت الله ميوند نوميږي او دپاليسۍ دمعين انډيوال دى او د ثبات د ټينګښت د پراختيايي هم غږي کوونکي په توگه، چې د قرارداد نمبر يې AFP/90/450 دی ، د مياشتې په ۱۴۰۰۰۰ افغانۍ مقرر کړی، ولې نوموړي شخص تر اوسه د ثبات ټينګښت پروګرام دفتر ندی ليدلی او پرسونل يې هم نه پيژني ، چې څوک دی او څه دنده پر مخ وړي ، خو دحاضرۍ کتاب ورپسې دارگانونو ادارې ته وړل کيږي . بايد يادونه وکړو چې نوموړی پست هم دپروگرام په تشکيل کې نه شته.
12. يو بل نفر چې بشير احمد نوميږي ، د هغه د وينا مطابق د دولسم ټولگي نه فارغ شوى او د افغان ملي بانک برحال کارمند دی، د ولايتی سلاکار په توگه چې د قرارداد نمبرAFP/90/490 دى، د مياشتي په 98000 افغانۍ معاش مقرر شوى ، اما په قرارداد کې يې د وظيفې ځای معلوم نه دی او بايد ووايم چې دغه پست هم په تشکيل کې نه شته او ډير پخوا د نوموړې ادارې له تشکيل نه لرې کړل شوى دى.
13. يو بل نفر چې فريد نوميږي ، چې دپاليسۍ دمعين دترور زوى او د اوښي ورور دى او له ښوونځى هم فارغ نه دى او د کابل په انترکانتيننتل هوتل کې ګارد و ، د تدارکاتو او د قراردادونو د مديريت د سکرتر په توگه په يو جعلي پوست چې د قرارداد نمبر يې AFP90/440 دى ، د مياشتي په 50000 افغانۍ معاش مقرر كړل شوى دی ، څرنگه چې نوموړى بي سواده دی ، نو پدې اساس اوسمهال د ASP له رئيس سره د ګارد په توگه دنده اجرا کوي . بايد يادونه وکړو ، چې د ASP په اصلي تشکيل کې دغه پست هيڅ شتون نه لري.
14. يو بل نفر چې شهزاده ګل هډه وی نوميږي او دپاليسۍ دمعين او د ASP د رئيس انډيوال دى او د افغان ملي بانک برحال مامور دی ، د اجرائيوي سکرتر په توگه چې د قرارداد نمبر يې AFP/90/450 دی ، د مياشتې په ۶۸۰۰۰ افغانۍ معاش مقررشوى دی او بايد يادونه وکړو چې په عين نمبر قرارداد باندې يو بل قرارداد هم شتون لري ، چې عنايت ميوند پرې مقرر دى ، چې مخکې مو يې يادونه وکړه .
15. يو تعداد په کار پوه ، مسلکي او صادق کارمندان يې پدې بهانه ، چې بوديجه کمه ده ، منفک او يا دې ته اړ ويستل ، چې دفتر پريږدي او د هغو پرځای نوي کسان په بډو اخستو په دوه چنده معاش مقرر کړي.
16. د هغو کسانو چې دفتر يې پريښودى دى ، معاشونه يې پدې بهانه قيد کړي ، چې دوی خپل حسابونه ندي پاک کړي، په داسې حال کې چې نوموړي کسان د بشري منابعو ، مالي څانګې او اداري څانګې د خپلو حسابونو د پاکولو اسناد په لاس لري.
زموږ غوښتنه د عدلي او قضايي ارګانونو نه داده ، چې دسيمه ييزو ارگانونو د ثبات ټينګښت پروګرام اداره د اداري او اخلاقي فساد څخه وژغوري. ځکه چې د پورته ذکرشوو ، فساداتو نه پرته د ASP ادارې اوسنى رئيس او دپاليسۍ معين هم دوه قرارداده لري ، چې يو قرارداد يې د ثبات ټينګښت پروګرام د معاون په توگه چې قرارداد نمبر يې ASP/90 دی، د مياشتې۲۸۸۰۰۰ افغانۍ معاش د مالې وزارت له لارې اخلي او دوهم قرارداد يې د ثبات د ټينگښت پروګرام د پراختيايي سلاکار په نامه د مياشتې ۵۰۰۰ امريکايي ډالره د ASGP/UNDP له لارې اخلي او له يو دولتي دفتر نه د شخصي دفتر په څير کار اخلي او داسې فکر کوي، چې د ادارې کارمندان دده شخصي نوکران دي، څرنگه چې د ادارې ټول کارمندان قرارداديان دي ، نو پر دې اساس د خپلو دندو د ساتلو لپاره د نوموړي ټولې غيرقانوني کړنې په پټو سترگو مني .
بايد ووايم ASGP/UNDP د سيمه ييزوارگانونو يو تعداد كارمندانو ته د مياشتي تقريباً ٣٠٠٠٠٠ امريكای ډالره معاش ورکوي، ولې د يادو پيسو ماليه د دولت خزانې ته نه تحويليږي ، چې دا هم په نوموړې اداره کې د اداري فساد يوه بله بيلګه ده.بايد يادونه وکړو چې دپورته ټولو يادو مواردو اسناد زموږ سره په لاس کې موجود دي او که وخت راغى بيا به يې اړوندو ادارو ته وسپارو .
ددې ترڅنگ ځينې نور په لسگونو شواهد هم زموږ سره په لاس کې شته ، چې د سيمه ييزو ارگانونو دادارې په اړه ډېرې پوښتنې راولاړولاى شي ، خو اوس مهال موږ يوازې په پورته څو بېلگو بسنه کوو، که خداى ته منظوره وه ، په گانده کې به ددې ادارې د ټولو غير قانوني او له فساده ډکو کړنو په اړه ملت ته ډېر مستند شواهد وړاندې کړو .
څرنگه چې دنوموړې فاسدې ادارې په سر کې ښاغلى فراهي قرار لري او نوموړي عمداً فريد مامنزى دپاليسۍ دمعين په پوست وگوماره سره له دې چې دجمهوري رياست له خوا نوموړى دوه ځل دنوموړي پوست له پاره رد شوى هم دى .
څرنگه چې دپاليسۍ د معين اصلي او اساسي دنده د سيمه ييزو ارگاونو ادارې مشر ته داخلاقي او اداري فساد زمينه برابرول دي ، نو ځکه د سيمه ييزو ارگانونود ادارې مشر دپاليسۍ د معين په دومره سترو اشتباهاتو سترگې پټې کړي او نوموړى د داسې ستر پوست لپاره گماري او اداري فسادونو دترسره کولو په اړه ډاډ ورکوي .
بايد يادونه وکړو چې دسيمه ييزو ارگانونو دغه ټولې او اساسي برنامې دطرز العمل له مخې بايد داداري او مالي معينيت تر چوکاټ لاندې پلې شي ، خو ددې له پاره چې اړوند چارواکي ترې په لوړه کچه شخصي گټه واخلي نو نوموړې ادارې يې دمالي او اداري چوکاټ څخه وويستلې او دپاليسۍ په معينيت پورې يې وتړلې ، تر څو دوى ته دفساد له پاره ښه زمينه برابره شي .
دلته ددې خبرې يادونه هم اړينه ده چې يوه مياشت وړاندې د پاليسۍ معين او ديادې ادارې رئيس په احمد شاه بابا مېنه ، بت خاک او ننگرهار کې په سلگونه جريبه ځمکې چې قيمت يې په ميليونونو ډالره کيږي ، په نغدو پيسو واخيستلې ، زه نه پوهېږم چې د دوى معاش به په مياشت کې په ميليونونو ډالرو وي او که څنگه ؟؟
ددې تر څنگ په تېرو څو مياشتو کې د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې مشر او د پاليسۍ معين په دوبۍ او لندن کې هم جايدادونه او کورونه اخيستي ، تر څو دخپلې عياشۍ او فحاشۍ روښانه ورځې په کې تېرې کړي ، څرنگه چې د پاليسۍ معين په لندن کې ډېر بلد دى نو دغه ټول کارونه دده په لاس تر سره شوي دي .
دپورته يادو شويو جايدادونو دترلاسه کولو له پاره دتېرې مياشتې دولسوالانو په ازموينو کې د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې مشر ، قاضي خېل او دپالسۍ دغه بدنام معين له ١٥٠٠٠ امريکايي ډالرو څخه تر يو نيم لک امريکايي ډالرو پورې رشتونه واخيستل ، چې داداري اصلاحاتو داکثرو کمېشنرانو په قول دوى يې له ستونزو سره مخامخ کړل .
ددې تر څنگ په نوموړو پوستونو کې دپاليسۍ معين ډېر شمېر خپل هغه خپلوان، ملگري او دوستان چې اکثره يې له سواده محروم دي او پخوا به يې دسرکونو پر سر په کراچيو کې پاپړ ، نينې او پولۍ خرڅولې اوس مهال يې په لوړو دولتي پوستونو مقرر کړي او مزې کوي او باسواده ملت ته يې دغه دنده ورپرې ايښې ده ايا عدالت همدا دى ؟؟
موږ ډېر داسې نور په سلگونو موارد لرو لرو او ستر څښتن دې د رښتينو افغانانو ملا وتړي تر څو په دې اړه دخپل ملت پر وړاندې خپل مسؤليت اداء کړي او موږ به هم په راتلونکي کې ددې ادارې ټول غير اخلاقي او له فساده ډکې کړنې نورې هم روښانه کړو .
په پاى کې له لوى خداى څخه اميد لرو چې يوه ورځ افغانستان د واقعي افغانانو په لاس اداره شي او له مفسدو او مغرضو اشخاصو له ښکېلاکه خلاص شي . (آمين)