د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اطلاعات او فرهنګ وزارت، خو کوم فرهنګ؟

نويد ارين 06.01.2013 14:12

اطلاعات او کلتور وزارت په يو هېواد کې د هغه هېواد کلتورې ودې، اصيل فرهنګ او د اطلاعاتو پراختيا لپاره د لازمو هڅو څخه د کار اخيستو په موخه منځ ته راځي او همدې موخې ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي، تاريخي ځايونه لومړی په نښه کوي او بيا يې د ساتنې او جوړونې لپاره لاس په کار کېږي، په هغه هېواد کې چې د اطلاعات او کلتور وزرات قوي او په راس کې يې کارپوهه وزير موجود وي ډېر ژر او ښه وده کوي، هېڅکله د پرديو تر فرهنګي يرغل لاندې نه راځي او نه هم په رسنيز ډګر له ستونزو سره مخامخ کېږی، خو متاسفانه چې زموږ په هېواد کې د ښاغلي مخدوم رهين تر مشرۍ لاندې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تېرو څو کلونو راهيسي د نورو په ځانګړي ډول د ګاونډيو هېوادونو تر فرهنګي يرغل لاندې راغلی، له کله چې ښاغلی رهين وزیر شوی تراوسه يې وړه او يا هم غټه لاسته راوړنه نده درلودلې، نوموړي وزير هېڅ کوښښ ندی کړی، چې د هېواد اصيل فرهنګ ژوندی وساتي، د هېواد فرهنګ او کلتور ته وده ورکړې، تاريخي ځايونه په نښه او د ساتنې لپاره يې لاس په کار شي، که بيارغول غواړي بايد بیاورغول شي، موزيمونو ته پاملرنه وشي، او کوښښ وشي چې د هېواد فرهنګ د رسنيو له لارې ټولو هېوادوالو سره په ځانګړي ډول هغه هېوادوالو سره چې اوس مهال د هېواد څخه ليرې په نورو هېوادونو کې د مسافرت شپې او ورځې تېروي شريک کړي، هغه افغانانو چې د نړۍ نورو هېوادونو کې يې کلونه تېر کړي کوچنیان يې د افغان فرهنګ څخه ناخبره دي، پکار ده، چې هغوئ ته افغاني فرهنګ د تصويري رسنيو له لارې وښول شي، رسنۍ هم سرکشۍ ته پرېنږدي، او هغه شمېر سړکونه، څلور لارې او واټونه چې د پيژندل شويو افغانانو پرځای د نورو هېوادونو د اشخاصو په نوم نومول کېږي بايد کلک مخنيوی يې وشي، لکه څنګه چې اوسمهال په بلخ ولايت کې يو څلور لاری درې مياشتې وړاندې د ايراني اشخاصو په نوم ونومول شو خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت يې په اړه هېڅ اقدام ونکړو، په همدې موخه او د يادې خبرې د سپيناوي لپاره ښاغلی رهين ولسي جرګې ورغوښتل شوی و ترڅو يې په اړه ورځيني پوښتنې وکړي، ښاغلی رهين هم پر ولسي جرګې سرې سترګې وراغی او سوالونو ته يې بې له ځنډه ځوابونه ورکول، د ښاغلي رهين سره نږدي کس وويل چې وزيرصاحب د کمیسيونونو او ولسي جرګې ته د استیضاح څخه نه ويرېږي، څو زره ډالر ورکوي او سرې سترګې ګرځي.
تېره ورځ ښاغلی رهين بلخ ولایت ته تللی و، چې ځيني تاريخي ځايونه وګوري، نوموړي وزيرصاحب څو تاريخي ځايونه وليدل، د ځينو ځايونو لپاره يې بيارغېدو ژمنې هم وکړې خو نه پوهېږو چې پوره به شي کنه؟ په سفر کې ښاغلي رهين د هغه سړک او څلور لارې څخه هم ليدنه وکړه، چې د ايراني اخندانو په نوم نومول شوی و او هلته يې ورځيني خپل حمايت اعلان کړو، موږ ته افسوس درېږي، چې ای وزيرصاحب! تاسو ته خو مو ډېر اميدونه درلودل ولې مو داسې وکړل او ولې مو د ايراني اخندانو په نوم د نومول شوي سړک څخه حمايت اعلان کړو، پکار وه چې تاسو دلته هغه نوم تغير کړی او پر ځای مو کوم بل افغاني نوم انتخاب کړی وی، خو داسې مو ونکړل، داسې ويل کېږي، چې وزير صاحب د سړک نومونې په موخه د ايران دولت ته ځان نږدې کېدل ښايي، او کوښښ کوي چې د ايران له حکومت سره نږدې اړيکي پيدا کړي.
په ولاياتو کې د اطلاعاتو فرهنګ رياستونه او په مرکز کې د ياد وزارت کړنې له هېڅ راز مستقيم نظارت لاندې ندي راغلي، د پرديو له لوري جوړې شوې ډرامې په هر تلويزوني چينل کې چلېږي، د پرديو د پروګرامونو په شان پروګرامونه جوړول هم افغان اصيل کلتور له منځه وړي، د رسنیو له لوري پر ولسمشر او ځيني وخت خپله د اطلاعات او فرهنګ پر وزيرښاغلي رهين تورونه لګوي خو وزیرصاحب ورته چپه خوله ناست وي.
ټاکل شوې په روان ۲۰۱۳ کال کې غزني د نړۍ ستر اسلامي مرکز ونومول شي، ځکه چې غزني ډېر زياترونه او تاريخي اسلامي ځايونه لري، خو متاسفانه چې سره د ډېرو بهرنيو مرستو بيا هم د اطلاعات او فرهنګ وزير و نه توانېده چې دا ولايت په رېښتني ډول او هغه شان چې لازمه د نړۍ اسلامي مرکز د نومونې لپاره یې وړاندې کړي، وزير صاحب دوه اونۍ وړاندې لومړي ځل لپاره کندهار ته لاړ هلته يې هم ځينې وعدې وکړي خو د پلي کېدو په طمعه يې يو.
هېواد، د هېواد اصلي فرهنګ، دوديزې جرګې او افغان کلتور څخه حمايت د افغانستان له ولسه حمايت دی، دا جوړول په نيکټايي او درويشئ نه کېږي بلکه دا په کار کېږي کوم چې د رهين صاحب په وجود کې نشته.