د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمری څنګه خر سو

محمودنظری 04.01.2013 20:47

چې فلک ورحمیږي پربشر
باسواده او امي سي سره برابر
او خدای داسې وخت هم راوست ،چې سوپر دیموکراسۍ راغله، دهیواد مځکه لا دښته او لاله زار سوه، او ورځ یې لکه شپه توره تیاره سوه، ټول ملي سګوانان، بشري قصابان، د قاچاق بین المللي سوداګران، تر پزې وسله وال محترم غله ، اوپه سلو کې سل اصیل مور اوپلار آزاره د هیواد واکلرونکي سول، شکر د هر ډول غلاو او اختلاس اود مځکو د غصب دوارداتو او صادراتو د معافیت قانون
پاس او د هر ډول فساد اوخیانت آزادي سوه ، په دې هکله یو لړمون خوړین شاعر خپله خوشالې د بیان په خاطر داسې ډبرې په سر شیندلې دي :

واک پر لغړ سپینه پرده غوړوي د مستانه
عجبه یو غل بل ته له شرمه ویلای نسي مکوه

ددې چارواکو له امر سره سم ټول تاریخي کتابونه چلیپا او له ښوونځیو څخه ځنګله ته مهاجر سوه او هلته په ځنګله کې یې لوږو ژویو ته کتابتون جوړ کړ ،چې هغوی دا کتابونه ولولي او د هغو ژوند هم لکه دلوستو انسانانو سم سي؟!
په دې هکله یو عالم شاعر له فلکه داسې ګیله کړ ې ده :
اې فلکه که ته ورکوې هر غله ته مقام
وګڼه زه هم غل یم کړه ما یو څو ورځی امام

یو زمری چې د انسانانو د تاریخ د بېلا بېلو اړخونو دګټې په هکله یې څه اوریدلې وه ، نوپه ځنګله کې یې تاریخ لوستلو ته لکه د موټر اکسیلتر زور ورکړ او لکه مصنوعي کامي تاریخ پوهان لاره او روده ځینې ورکه سوه ؛ نو غله ته یې پا چا وایه.
زمري له ځانه سره ویل، چې هر پاچا ځان ته په درواغو زمری وایي او پرخلکو پاچا هي کوي زه خولا شکر اصلي شین زمری یم هرومرو هلته د انسانانو شهنشاه کیږم او ټوله ورځ یې له ځان سره له خوشالۍ په ترنم ویل :

خلک چې زما په نوم کوي ویاړ
زه ولي خپله دې مقام ته نسم تیار
دوستانو یې هغه دځنګله طبیب حاکیم قوطان صیب ته بوت، هغه یې ترنبض کتو وروسته دوستانو ته وویل:
دی لیونتوب ته نژ دې سوی دی، دا د لیونتوب ویروس یې د انساني تاریخي کتابونو له لوستلو څخه اخیستی دی ، اوپه پند سره یې هغو ته ویل : هغه انسانان چې په تاریخ نه پوهیږي ښه هوسا ژوند لري او هم هغه حیوانات چې لوستي نه دی هم هوسا ژوند لري .
زمری ویل : ددې د ځنګله له ژونده دانسانانو پاچاهي ښه ده.
نو بریتونه یې وخرېیله او پټ ښا ر ته وتښتید هلته دده تر مخه ډیر و ژویو بستونه ډک کړې وه نو په سرکس کې دخره په بست کې مقرر سو.
په دې هکله یو پرېښانه شاعر داسې خپلي ککرۍ ته چپلاخې ورکړې دي:
زمری چې یوه چاکلیت ته سوناکس
خر یې بوله که څه زمری وي دسرکس
زمری ټوله ورځ درانه درانه بارونه وړل ، نو د پاچا هي په تمه خر سو،ځکه خره دبدل زمری کارمندان سوي وه.
بیا هم د خلکو ټګمار پاچا ځان زمری باله اوپه دې چمو یې خلک څیرل .
په دې هکله یو پرېښانه شاعر داسې ګلان شیندلې دي :
دداسې واکمنه دي خدای ساته چې وي لمن ککړ
لکه سرکوزی خپل د ناستې ځای خپله کړي چیکړ
اې ناترسه فلکه افغان دي زېر اوزبر کړ
ولي توپیر نه کوې د لویې ږیرې او څوکړ

یوبل د سیاسي چاروماهر بیا په ولولو داسې خپلې ناړې شیندي دی .

د خولې خوند مه بدوه اې پوه افغانه
دود اوبایده ده غله ته خطاب د قهرمانه
نن شین زمری هغه دی چې بل کړي الغه
دبلبل پر ځای په بڼوکې ر یز کوي کارغه


[الغه کول] څوک ختا ایستل ،لمن ککړ(ګناهکار)