موږ او ځناور؟
30.12.2012 12:13ایا انسان هم ځناور دی؟ تر ځناورو ښه دی او که ځناور ترې ښه دي؟ ځناور سره یې توپیر څه دی؟ ولې ورته انسان وايي؟؟ په کومو صفاتو يې له ځناورو سره توپیر کیږي؟
دا ټولې هغه پوښتنې دي چې انسان (ځناور) ته په ذهن کی ګرځي او ډول ډول ځوابونه ورته پیدا کیږي.
که د بیولوژۍ له نظره یې وڅیړو نو انسان هم ځناور دی او د وجود د جوړښت له مخې په فقاریه تي لرونکو کلاس کې طبقه بندي شوی دی او ځناور بلل کیږي چې بیا تر ډېره بیزو او شامپانزي ته ورته بیولوژیکي خصوصیات لري.
که د انسان او ځناورو فطري خواص پرتله شي په ځینو ځینو مواردو کې بیا ښايي انسان هغه امتیازات، القاب او موقف چې ځانته يې ورکوي ځناورو ته قایل شي د لته یې یو څو بیلګې راوړو ، ځناور د خپل ژوند بقا د خپل هم نوع ځناور په فنا کې نه ګوري خو په انسان کې دا خاصه ډېره بارزه ده چی د یو فنا د بل د بقا ضامن دی، ځناور تر خپل مړښت وروسته خپل ښکار خپلو هم نوعانو ته پریږدي او یا یې په شریکه خوري خو انسان هیڅ کله هم نه مړیږي او نه خپل هم نوعان پریږدي چې دده له ښکار څخه ګټه واخلي (او د انسان ښکار هم بل انسان دی). تاسې به لیدلی یا اوریدلی وي چی فلانی اختطاف شو، هغه بل په دی ووژل شو چي جیب کې یې پیسې وي، په برکلي کې د ځمکې پر سر د ورورنو شخړه پورته شوه او دوه کسان په کې ووژل شول، امریکې د تیلو لپاره په عراق کې څومره خلک ووژل او روس د مرغومې په شپږمه افغانستان ته راننوت او دوه ملیونه خلک یې په دې ووژل چې د هند تودو اوبو ته ځان ورسوي،پنجاب د زوکړې له ورځې تر دې دمه موږ ته تشدد رالېږي. که مو کله کله نشنل جیوګرافیک یا انیمل پلانټ چینلونه کتلي وي دی ټکی ته به مو خامخا پام شوي وي چې ځناور پر خپل همنوع دومره ظلم نه کوي لکه انسان يې چې پر انسان کوي، اوس موږ ښه یو که ځناور؟؟؟
بله دا چې ځناور هیڅکله د خپل هم نوعانو یا په خاورینه کره کې د نورو ذیروح موجوداتود له منځه وړلولپاره تسلیحاتي سیالۍ نه سره کوي تاسو دا هایدروجني او اتومي وسلې وګورئ ، قاره پیما توغندي څه وايي، د توغندیو ضد سیستمونه څه وايي ، غول پیکرې بیړې او الوتکي څه کوي او همداسې ځه پسې .... دا خو هم همدې انسانانو جوړ کړي چې انسانان او نور ذیروح پرې له منځه یوسي ، اوس موږ ښه یو که ځناور؟؟؟
له پورته بېلګو سربیره یوه بله لویه بیلګه دا ده چې ځناورو ته خالق ج د دوی د ژوند اصول په فطري ډول ورزده کړی وي او ځناور هیڅکله له دغو زده کړو او اصولو سرغړونه نه کوي،خو انسان ته يې د ژوند د سنبالښت لپاره وخت په وخت کتابونه او پیغمبران رالیږلي دي او د انساني فطرت او عاطفې د تاند ساتلو لپاره یې ورته لارښوونې کړي دي خو انسان بیا هم دغه ټولې فطري پولي او شرعي یا الهی پولي تر پښو لاندې کوي او د الله تعالی ښکلی طبیعت او طبیعي نظام په خپلو سرکشیو بدرنګه کوي ، نو یو ځل بیا پوښتم چې انسان که ځناور؟؟؟
زما په اند د انسان او ځناورو تر منځ توپیر دا نه دی چې انسان جامې اغوندې او ځناور یې نه اغوندي ، انسان په لوښو کې د میز په سر ډوډۍ خوري او ځناور يې د ځمکې په سر خوري د انسان او ځناورو تر منځ توپیر هله جوتیدای شي چې انسان الهي لارښوونو باندې پوه او پر ځان يې عملي کا تر څو د انسان په وجود کې ملکوتي روح تازه او تزکیه وي او همدغه ملکوتي روح د انسان او ځناورو تر منځ توپیر کولای شي که دا روح شیطاني وي نو دا نور ځناور په مراتبو پر انسان شکله ځناورو شرف،عزت او کرامت لري.
اوس خپل چاپیریال ته راګرځو چې ځناور په کې ډير دي که انسانان؟؟؟ موږ په یوه انساني ټولنه کې ژوند کوو که په ځنګله کې؟؟
د ځنګل نا لیکلی قانون او زموږ د ټولنې نالیکلي عملي کیدونکي قانون کوم توپیرونه لري او کوم یوه غوره دي؟
آیا د ځنګل په قانون کې ډېر حقونه تلف کیږي او وحشت روان دی که زموږ په نا لیکلي قانون کې؟؟
آیا د ملکوتي روح د ودې او تزکيې لپاره د الهي لارښوونو تعلیم، تعمیل او تعمیم ته اړتیا نشته؟؟؟
په پای کې
تاته رب د ملایکو مقام درکړ- ته دا خپل صورت په خپله ګاو او خر کړې.
الله د موږ ټولو ته دا توفیق او هدایت را په نصیب کړي چې ، له ځناورو سره خپل توپیر وساتو

