د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

حزب اسلامي : بهرنيان دې ووځي او جګړه دې ودرول شي

پژواک خبري اژانس 28.12.2012 00:40

کابل ( پژواک ٧مرغومي ٩١): د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي له افغانستان څخه  د بهرنيو ځواکونو د وتو، د جګړې د درېدواو د ٢٠١٤ کال په  لومړيو کې د عادلانه ټاکنو د تر سره کېدو غوښتنه کړې ده  . 

د حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د  سولې د پلاوي غړي او د ياد شوي ګوند پخواني وياند قريب الرحمن سعيد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حزب اسلامي  خپل دغه دريځ د پاريس په غونډه کې  د هېواد د ستونزې د حل  لپاره څرګند کړى دي.

  د حزب اسلامي د دفترونو د عمومي رييس   دوکتور قاضي  محمد حکيم  حکيم ترمشرۍ لاندې ددې ګوند لوړپوړي پلاوي د پاريس په ناسته کې ګډون کړى و.

په ياده غونډه کې ،چې د پاريس په شانټيلي (Chantilly)  ښار کې د فرانسې د ستراتيژيکو څېړنو  د ادارې لخوا د تېرې ليندۍ مياشتې په وروستيو کې جوړه شوې وه،د دولت د وسلوالو مخالفينو ( حزب اسلامي او طالبانو )  د افغانستان د سولې دعالي شورا او د هېواد ځينو نورو سياسي ګوندونو استازو برخه لرله.

د قريب الرحمن سعيد په وينا، حزب اسلامي  دغه ډول برخليک  جوړوړونکي  څېړنيز  بحثونه په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره ارزښتناک ګام بولي او هيله لري،  چی د افغانانو د ټولو اړخونو تر منځ دا ډول ناستې دوام وکړي.

د سعيد د معلوماتو له مخې، د حزب اسلامي  استازو په دې غونډه کې هم، د هېواد د بحران د حل لپاره پر بين الافغاني تفاهم ټينګار وکړ  او ويې ويل چې  په افغانستان کې د بهرنيو ځواكونو حضور د جګړې له دوام پرته بله معنى او پايله  نه لري او نه هم ستونزه حل کولاى شي.

دده په وينا، د حزب اسلامي استازو په دې غونډه کې ويلي ، چې   ټول بهرني ځواكونه دې تر ٢٠١٤  پورې  له هېواد څخه ووځي.

د سعيد په وينا، د دې ګوند استازو ويلي، چې بهرني ځواکونه د خپلو ګټو لپاره افغانستان  ته راغلي،خو  د وسلوالو مخالفينو مقاومت وتلو ته اړ کړي او له وضعيت څخه  يې ښکاري، چي ښايي ډېر به يې تر ٢٠١٤ کال  وړاندې  ووځي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حزب اسلامي د پاريس په غونډه کې ويلي ، چې  افغان امنيتي ځواكونه دې په اوسني حال او تركيب پاتې شي،خو د  هر يوه (اردو، پوليسو او ملي امنيت) لپاره دې  باصلاحيته مشرتابه شورا جوړه شي، تر څو دغه ځواکونه  د كومي ډلې، قوم او سمت په ګټه ونه كارول شي.

دغه راز د سعيد د څرګندونو له مخې، حزب اسلامي ويلي، چې د امنيتي ځواکونو په مشرتابه شورا كې بايد داسي څوك نه وي، چي د يوې ډلې په ګټه او د بلې پر ضد جنګېدلى وي.

د هغه په وينا، د حزب اسلامي په دريځ کې راغلي: "  هغه كسان بايد له حساسو امنيتي موقعيتونو لرې شي، چي هم يې په جنګ كې د روسانو ملګرتيا كړې او هم د ناټو او اوس هم د ناټو د حضور دوام غواړي."

دغه راز د قريب الرحمن سعيد د څرګندونو له مخې،د دې ګوند په دريځ کې راځې: " جګړه دې په ټول هېواد كې متوقفه شي، كه څوك د پرديو په لمسون د جګړې  د دوام تكل كوي، نو ټول به  په ګډه د هغه د اقناع هڅه وكړو او له جګړې لاس اخيستو ته يې چمتو كړو، كه قانع نشو ، نو له ملت څخه دې وغوښتل شي، چې د ملي پاڅون او محلي قيامونو له لارې ستونزه حل كړي."

 حزب اسلامي ، ويلي چې په حكومت كې د داسې تبديلۍ رامنځټه شي  چي ټولو ته د منلو وړ وي.

د سعيد په وينا، دغه ګوند ويلي: " د دولت حاكميت بايد پر ټول هېواد تامين شي؛ په هېڅ ولايت كې بايد شخصي، غيردولتي او حزبي واكمني نه وي او د هېڅ ولايت والي، امنيه قوماندان، د اردو د قطعاتو قوماندانان او د ملي امنيت د رياست مسوول بايد د اړوند ولايت استوګن نه وي. "

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پاريس په غونډه کې د دې ګوند استازو دا هم ويلي ، چې له هېواد څخه د بهرنيو ځواکونو تر وتلو وروسته او د ٢٠١٤ کال په لومړيو شپږو مياشتو کې دې عادلانه او شفاف انتخابات ترسره شي.

 حزب اسلامي ويلي ، چې  د جمهوري رياست، ولسي جرګې او ولايتي شوراګانو ټاکنې بايد  يو ځل ، په يو وخت کې  او د متناسب تمثيل پر بنسټ وي او  رايه بايد ګوندونو  او د ګوندونو  له لوري اعلان شوي نوملړ او تګلارې ته وركړل شي.

د سعيد د څرګندونو له مخې، حزب اسلامي د پاريس په ناسته کې ويلي، چې د دوو يا درېيو " مقتدرو او ملت شمولو" ګوندونو  رامنځته كېدل بايد د يوه هدف په توګه وټاكل شي .

د دې ګوند استازو ويلي : " د احزابو تعدد، په ځانګړې توګه د وړو وړو محلي او قومي ډلو شتون تشتت او تشنج رامنځته كوي، ملي وحدت ته صدمه رسوي، قومي او ژبني تعصبات راولاړوي."

 د قريب الرحمن سعيد په وينا،  حزب اسلامي ويلي ، چې  لومړى منتخب حكومت به يو ايتلافي حكومت وي او په دې حکومت کې به د هرې ډلې برخه د رايو په تناسب وي.

  حزب اسلامي ويلي : " خو په نورو راتلونكو انتخاباتو كې  به هغه ډلې د مستقل حزب په توګه د برخې اخيستو حق نه لري ، چي  تر لس سلنه لږ رايې  ترلاسه كړي او د ايتلافي حكومت جوړېدا به شرط نه وي."

 د سرچينې د معلوماتو له مخې، حزب اسلامي ويلي، چې هر افغان بايد په پوځ کې د لږ تر لږه  يو کال خدمت مکلفيت ولري او پوځ بايد له دې لارې د افرادو له پلوه اکمال شي ، تر څو افغانستان د پوځ د لګښتونو لپاره نورو ته اړ نه وي .

 حزب اسلامي ويلي، چې هېواد د درې نيم سوه زره پوځ د لرلو امکانات نه لري او کوم لګښتونه چې په دې برخه کې کيږي هغه بايد د هېواد په ودانولو، د بندونو او نهرونو په جوړولو، د شاړو ځمكو په سمسورولو او د کانونو پر استخراج ولګول شي، تر څو د خلكو لپاره ګټور توليدي كارونه رامنځته شي.

 د طالبانو استازو د پاريس په ناسته کې ويلي و، چې د سولې د ټينګښت لپاره بايد عملا د جګړې پر ځاى خبرو ته ترجيح ورکړل شي ، بهرنيان دې له هېواده ووځي او نوى اساسي قانون دې جوړ شي. 

دغه راز هغوى ويلي ، چې طالبان د اسلام د مبين دين په چوکاټ کې د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو حقونو ته لکه علم، کار ، ملکيت ، ميراث  او نور ژمن دي .

د طالبانو استازو ويلي و، چې د بهرنيو ځواکونو په حضور کې په ١٣٩٣ کال کې د ولسمشرۍ ټاکنې د افغانستان ستونزه نه شي هوارولى .