د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د۲۰۱۴ کال "ضرب الاجل "افغانستان کوم لور ته وړي!؟

عبدالرحمن فرقانی 27.12.2012 13:40

واقعیت خو دا دی،چې د۲۰۱۴کال ضرب الاجل د افغانستان د سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ډګرونو د پرمختګ په بهیر باندې خپل اغیز ورځ تر بلې جوتوي او په نوموړو ډګرونو کې د پام وړ بدلونونو ته لاره هواروي،خوپوښتنه دا ده، چې نوموړی ضرب الاجل به د افغانستان لباره څه پیغام له ځانه سره ولري، که څه هم چې د دغه ضرب الاجل اړوند د ځینې بهرنېو او کورنېو کړیو له لاره په افغاني ټولنه کې د ناهيلۍ ذهنیت خپور شوې دی او د یاد شوي تصور پر بنسټ دا ټینګار کېږي، چې د افغانستانه د امریکا د نظامي ځواکونو د وتلو سره سم به هېواد د نیمې پیړۍ بې ثباتۍ او کورنۍ جګړې نه وروسته یو ځل بیا د سیاسي او استراتیژی بې ثباتۍ پړاو ته ننوځي او افغانان به د بهرنېو ځواکونو د وتلو سره سم یو ځل بیا هغې ړندې کورنۍ جګړې ته مخه کړي، چې تر دې وړاندې یې د بهرنېو په لمسون اقتدار ته درسیدو لپاره پکې خپل ملي یووالی او وحدت له لاسه ورکړ او د پردیو د ګټو لپاره یې یو بل سره و واژه ! ؟ خو بل لوری ته آیا دا تصور هم د یوه منونکي منطق زیږنده نه شي کیدای، چې په دې هکله داسې ذهنیت خپور او استدلال وشي، چې نوموړی ضرب الاجل به د افغانستان د کړېدلی او ځورېدلی ملت لپاره د اسلامي او ملي اصولو پر بنسټ د یوې تل پاتې سولې پیغام له ځانه سره ولري؟.
که چېرې د ۲۰۱۴ کال له ضرب الاجل څخه سمه ګټه پورته او په هکله یې د سولې شوری د یوه نوي میکانیزم او روښانه تصور پربنسټ د افغانستان د روڼ آندنو او مدني ټولنې په مرسته افغاني ټولنې ته سم او پرځاي ذهنیت ورکړي، کیدای شي چې دا ضرب الاجل د افغانستان لپاره داسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې دیوې تل پاتې سولې پیغام راوړي او افغانستان د کړیدلي ملت له ارمان سره سم د یوه نوي او سوکاله ژوندون خاوند شي او که چېرې ور څخه سمه ګټه پورته نه شي نو هرو مرو به افغانستان د لا نورو ستونزو او کړاونو سره مخ شي، څرنګه مو چې وړاندې یادونه وکړه ، د افغانانو په منځ کې به د بې اعتمادۍ فضا همداسې تل پاتې او په برخلیک باندې به یې نور خپلې لوبې کوي او افغانستان به د نورو هېوادونو د سیاسي، اقتصادي سیالیو او حسابونو ډګر پاتې وي.
د ۲۰۱۴ کال ضرب الاجل د یوه لوی ګواښ په څیر په افغانستان کې د افغاني ټولنې د بېلابېلو اړخونو ذهنیت ګواښوي، دا خو جوته ده، چې اوسنۍ واکمنه اداره د هغو قوانیو او اصولو په اساس په افغانستان کې واک ته رسېدلې ده، چې په واک کې د بیا ځل لپاره د نوموړو قوانینو او اصولو سره سم د پاتېکېدو هیڅ ډول چانس نه لري، اساسي قانون او د انتخاباتو قانون اوسنۍ وا کمنۍ ته په واک کې د پاتېکېدو چانس نه ورکوي، خو یو شمېر محللین په دې اند دي، چې اوسنۍ اداره یو چانس د ځان لپاره د افغانستان په سیاسي راتلونکې کې ویني او هغه دا چې د دولت له وسله والو مخالفینو سره د سولې په پروسه کې وړاندې ولاړ شي، له کومه ځایه چې د وسله والو مخالفینو تر ټولو لویه او بنسټیزه غوښتنه د سولې لپاره د افغانستان په اساسي قانون کې د تعدیل غوښتنه ده، څرنګه چې د پاریس په ناسته کې هم پرې ټینګار وشو، نو کېداشي لدغې لارې اوسنۍ اداره په واک د پاتېکېدو لپاره د ځان لپاره ځاي پیدا کړي، او اساسي قانون کې د مخالفینو د غوښتنې پر بنسټ داسې تعدیلونه را منځ ته کړي، چې دوی هم د افغانستان د سیاسي اقتدار یوه برخه وي، نو ځکه په اړه یې هلې ځلې ګړندۍ شوې دي او زیار باسي تر څو د دولت د مخالفینو سره د سولې پروسه ریښتنې کړي، له یاد شوې فرضیې څخه جوتېږي، چې د افغانستان د اوسنۍ سیاسي ادارې ذهنیت په افغانستان کې دسولې د راتلو لپاره تر ډیره بریده چمتو شوی دی. که یوه لوري ته په هېواد کې واکمنه اداره د ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل په رارسیدو سره په واک کې خپل استمرار او تداوم د ستونزو سره مخ بولي خو بل لوري ته په افغانستان کې میشت بهرني ځواکونو د ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل د رارسېدو تر مخه د افغانستان څخه د ډاډمنو وټلو په اړه اندېښنه لري او خپله راتلونکې په خطر کې ویني او هڅه کوي تر څو د دغې نیټې تر رارسیدو وړاندې داسې کوم میکانیزم په افغانستان کې را منځ ته کړي، چې د دوی وتل د افغانستان څخه په تاریخي ډګر کې د یوه نظامي او سیاسی شکست او ماتې په معنا ثبت نه شي.
بل لوری ته د افغانستان د دولت سیاسي مخالفین (اپوزیسیون) تر دې فشار لاندې دي، چې که چېرې د افغانستان د دولت وسله وال مخالفین د حکومت او بهرنیو سره د کوم تفاهم او جوړ جاړي په پایله کې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې شریک شي په دوی باندې به د افغانستان په دولت کې د نفوذ کړۍ تنګه او او اقتصادي ګټې به یې په خطر کې ولویږي د نوموړو سیاسي مخالفینو ( اپوزیسیون) لویه برخه هغه سیاسي ډلې او تنظیمونه تشکیلوي، چې تر دې وړاندې یې د دولت د وسله والو مخالفینو سره د اقتدار پر سر ترخه او اوږده جګړه تېره کړې ده او د افغانستان په سیاسي کشاله کې طرف پاتې شوي دي، خو د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو او د اوسنۍ سیاسي ادارې سره د ځینو معاملواو جوړښتونو له مخې د افغانستان په سیاسي برخلیک کې مطرح او لدې لارې یې د افغانستان په اقتصادي ډګر کې لویې لویې پانګې او شتمنۍ تر لاسه کړې دي، سره لدې چې په ښکاره خو ځان د دولت سیاسي مخالفین ښي خو په حقیقت کې په دولت کې یې د نفوذ کړۍ ډېره پراخه ده
د دولت سیاسي مخالفین له یوه لوري په دولت کې د وسله والو مخالفینوګډون نه شي زغملای او د وسله والو مخالفینو په راتګ سره په حکومت کې خپله د نفوذ کړۍ تنګه او په هېواد کې خپل اقتصادي فعالیتونه او شتمنۍ له ګواښ سره مخ بولي. خو له بل لوری د بهرنیو ځواکونو د وتلو په صورت کې ځان د دولت د مخالفینو سره د بلې جګړې لپاره د دې لپاره اړ نه بولي، چې نوموړو ډلو په تېرو لسو کلونو کې داسې بې شمېره شتمنۍ او ثروتونه پیدا کړې چې تر دې وړاندې یې په خوب کې هم نه و لېدلي، د افغانستان د اقتصادي بازار لویه برخه یې په لاس کې لوېدلې ده او په نړیواله کچه یې سوداګریزې کړنې د پراخیدا په حال کې دي،د یاد شو شتمنیو او ثروتونو د خوندیتوب په لاره کې کېدای شي، د سولې د ټینګښت لپاره تر یوه بریده چمتو وي.
همدا راز د افغانستان وسله وال مخالفین د ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل په راسیدو سره خپلې وسله والې مبارزې ته د ادامې او استمرار مبرر او دلیل له لاسه ورکوي او د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به د افغانستان ملت او ځینې بهرنیو کړیو ته د وسله وال مقاومت د چاري ساتلوقناعت او باور نه شي ورکولای او له دې ځایه کیدای شي د سولې د پروسې په تحقق په اړه ورته څه ناڅه فکر او باور پیدا شوی وي چې د پاریس په خبرو اترو کې یې ګډون هم په همدغه محور کې ر اڅیخېږي .
همداراز ګاونډي هېوادونه هم خپلې ګټې د ۲۰۱۴ کال د ضرب الاجل په رارسیدو سره په افغانستان کې د لاسوهنې لپاره خپل لاملونه او دلایل نه شي موندلي او د لاسوهنې لپاره په افغانستان کې د خپلو اهداف لپاره داسې کړۍ نه شي موندلی چې په دې باور او اعتماد یې د افغانستان د ملت پر خلاف راوپاروي او د حکومت په ضد وسله په لاس کې ورکړي او د افغانستان د ملي امنیت د اخلال لپاره ترې کار واخلي، نوموړي هېوادونه هم زیار باسي تر څو د سولې د پروسې له لارې په افغانستان کې او په نړیواله کچه خپلو اهدافو ته ځان ورسوي، د دیورند کشاله، د افغانستان په اقتصادي پراختیا او طبیعي زیرمو کې ونډه، د بهرنیو ځواکونو لپاره د وتلو ډاډمنه لار او داسي نور پاینټونه د امتیازاتو په توګه مطرح کړي، نو د دغو هېوادونو په هکله هم ولای شو چې کېدای شي په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ وکړي.
پاتې شوه د افغانستان د مظلوم او کړیدلي ملت خبره، هغه خو له یوه اوږدې مودې راپدېخوا په افغانستان د بهرنیو او کورنیو سیاسي ځواکونو په بل شوي اور کې سوځي اوسولې او په هېواد کې هر اړخيز امنیت ته سترګې په لاره دی او د نړۍ لوی او ځواکمن پادشاه ته یې د عجز او بې وسۍ په حالت کې د دعا لاسونه پورته او دعا کوي تر څو په افغانستان کې د اسلامي او ملي اصولو په چوکاټ کې د یوې تل پاتې سولې شرایط رامنځ کړي او د خپل بې دریغه فضل، احسان او مرحمت په پایله کې یې دا لوی ارمان پلی کړي .
و ما ذلک علی الله بعزیز.

سرپاڼه