د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ډيوې په قضيه کې د تورن قاضي ظهور الدين د محاکمې غوښتنه وشوه

پژواک خبري اژانس 26.12.2012 21:45

جلال اباد( پژواک ٥ مرغومى ٩١ ) : په ختيځو ولايتونو کې د بشري حقوقو خپلواک کميسيون او د ننګرهار د ښځو چارو رياست د ډيوې په قضيه کې د تورن قاضي ظهور الدين د محاکمې غوښتنه کوي.

 د ننګرهار ولايت يوه اوسېدونکې ٢٠ کلنه ډيوه، چې له خپله مېړه څخه د طلاق اخيستو لپاره يې محکمې ته مراجعه کړې وه، دقاضي لخوا ورڅخه د رشوت او بيا ورسره د واده غوښتنه شوې وه.

 بي بي سي راډيو د ډيوې او قاضي ترمنځ شوې خبرې اترې ثبت کړې وې، چې د اړوندې محکمې مشر او د ننګرهار د سوداګريز ديوان رييس ظهورالدين ترې د پيسو اويا هم ورسره د واده غوښتنه کړې وه.

 په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د ښځو د څانګې مشرې صبرينا حميدي د مرغومي په ٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ډيوې قضيه د لومړي ځل لپاره له دوى سره ثبت شوې وه، خو له هغې وروسته چې کله استيناف محکمې ته قضيه لاړه، نو قاضي ترې ياده غوښتنه کړې وه.

 هغې زياته کړه : ((ډيوه اوس په خوندي ځاى کې ده، خو هغه او کورنۍ يې له يو شمېر ننګونو سره مخ ده.))

نوموړې زياتوي، چې دوى له مرکز سره هم خبرې کړي او هغوى ورته په دې اړه  ډاډ ورکړى دى.

د صبرينا په خبره ، د قاضي ظهور الدين مسئله اوس د ننګرهار د استيناف محکمې څخه خلاصه شوې ،د هغه ټول کارونه اوس  په سترې محکمې پورې تړاو لري.

د ننګرهار د ښځو چارو رييسه انيسه عمراني وايي، چې د ډيوې د مسئلې په اړه مرکزي اداره چپه خوله پاتې ده او پکار ده ،چې پر دغې مسئلې جدي غور وکړي.

 هغې پژواک اژانس ته وويل : (( اوس هم قاضي خلاصې تڼۍ ګرځي ، خو مرکزي دولت پرې غور نه کوي، داسې اوازه وه ، چې په بل ځاى کې له دې نه په ښه پست مقرر شوى دى. ))

د نوموړې په وينا، په محاکمو کې دا ډول فساد د ښځو پر وړاندې خنډ جوړوي او که چېرې د دغې پېښې جدي پلټنه ونه شي او قاضي ظهورالدين د قانون منګلو ته ونه سپارل شي، نو په راتلونکي کې به ښځې محاکمو ته نه ځي.

 هغې زياته کړه :((دلته مهمه خبره دا ده ، چې اوس به ښځې له دې ويرې خپلې ستونزې محاکمو ته نه وړاندې کوي، چې قاضيان ترې بيا ناوړه غوښتنې کوي.))

 د چارو شنونکى انجنير زرغون شاه زرغون وايي، چې پکار ده قاضي ظهور الدين سره قانوني چلند وشي.

 هغه زياته کړه :(( قاضي هڅه کړې وه، چې دډيوې له مجبوريته ناوړه ګټه پورته کړي،دا خو ژورناليسته وه، خداى خبر نورې به يې څومره غلطو کارونو ته مجبورې کړې وي.))

 دى وايي ، چې ستره محکمه بايد په دغې مسئلې کې جدي اقدامات وکړي، نه دا چې چوپه خوله پاتې شي.

 بلخوا د ننګرهار د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه فضل هادي فضليار پژواک اژانس سره په يوه مرکه کې وويل، قاضي ظهورالدين ، چې له ډېوې په قضيه کې تورن دى، له تېرو دوو اونيو څخه محکمې ته نه راځي.

 نوموړى وايي ،چې پر قاضي ظهور الدين تور و، چې له ډيوې يې ناوړه غوښتنې کړې وې.

 هغه زياته کړه :(( د قاضي ظهور الدين په اړه موږ سره همدا معلومات دي، چې هغه دلته د استيناف په محکمه کې غېرحاضر دى او دلته نه راځي. ))

 فضليار وايي ، چې د قاضي ظهورالدين په اړه بشپړ معلومات له سترې محکمې سره شته.

 د نوموړي په وينا، د ډيوې قضيه دويمې محکمې ته رسيدلې، خو له تېرې يوې مياشتې راهيسې نوموړې لا درکه ده او د خپلې قضيې پوښتنه نه کوي.

هغه زياته کړه : (( زه حيران يم دومره لوى کار يې هم وکړ او اوس ورکه ده، پکار ده چې اوس خو حاضره شي. ))

 د استيناف رييس وايي،ده ډيوې ته ويلي ، چې که هره ستونزه ورته پېښيږي بايد له ده سره اړيکه ټينګه کړي، خو تر اوسه يې له دوى سره اړيکه نه ده نيولې.

 پژواک اژانس هڅه وکړه، چې د ډيوې نظر هم واخلي، خو بريالى نه شو.