د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د بشیراحمد بلور شهادت او د پښتونخوا خپلواکی

احمدجان تڼی 23.12.2012 11:58

په دې وروځو د پنجاپ پټو سرویسونو د پښتنو پيژندل شوی مشر بشیراحمد بلور تر برید لاندې راووست او هغه یې د نورو اتو تنو سره په بې رحمانه توګه په شهادت ورسوه.
پنجاپي استعماری ادارې په ډيره سپین سترګی سره د پښتنو په وړاندې هر اړخیزه جګړه په مخ بیولی ده دا جګړه د پاکستان په نوم د پنجاپ د استعماری دولت د جوړیدو سره سم پیل شوی او د هغې څخه وړاندې بریتانوي پوځونو د پښتنو د ځپلو د پاره د هر ډول جرم او جنایت څخه ډډه نه کوله.
د پنجاپ د استعماری ادارې دا لومړی او وروستی برید نه دی. دې ادارې په تیرو شپیتوکلونو کې په زرګونو ګونو زره نامتو او خلکو ته خدمتګار د پښتنو مشران د ترتیب شوی لست له مخې په شهادت رسولي دي او دا لړی په دې وروستیوکې په افتاب احمد شیرپاو ، افضل خان لاله او نورو باندی په بریدونو سره دوام موندلی دی.
د پنجاپ پټو سرویسونو څه موده وړاندې په ډیرې تنکی او مېړنی انجلی ملاله یوسفزی باندې هم وژونکی برید وکړ هغه انجلی چې په پښتنو سیموکې ماشومانوته یې د زده کړو له پاره مبارزه کوله .
په دې کې هم شک نه شته چې بنجاپ به په شهید بشیراحمد بلور باندې دومره وژاړی لکه څومره یې چې په ملاله یوسفزی په ټپی کیدو غصه څرګنده کړه.
د پنجاپ تروریستی شبکی په هیڅ ډول په پښتنو رحم نه کوی که هغه پښتون ددوی سیاسی ملاتړ کونکی هم واوسی.
د پنجاپ استعماری اداره ددې تورو کړنو د مسوولیت څخه د ځان د ژغورلو له پاره د طالبانو د نوم نه ګټه پورته کوی او وایی چې یوه نامعلوم ځای ته نامعلوم سړی رسنیو ته ویلی چې دا کار دوی کړی دي.
د بنجاب استعماری اداره به هڅه وکړی د بشیراحمد بلور د شهادت څخه د پښتنو په ځپلو کې د یوې پلمې په توګه استفاده وکړي. دا اداره به د بشیر احمد بلور د وژلو تور په وزیرستان کې په طالبانو باندې ورواړوي. او د امریکاڅخه به وزیرستان کې د تروریزم د ځپلو په سل ګونو میلیونه ډالر تر لاسه او بیا به د وزیرستان پښتنو د ځپلو له پاره پوځي عملیات پیل کړي. چې دې ته وایی یو غشی اودرې مرغی.
د پښتنو مشرانو وژل د پنجاپ د رسمی پالیسی مهمه برخه ده دوی ته دا مهمه نه ده چې دا پښتانه چیرې اوسیږی.
د پنجاپ استخباراتو یوازې یې په وزیریستان کې په نږدې دوه سوه تنه مشران په شهادت ورسول او زیاتره د وزیرستان خلک دې ته اړ شول چې سیمه د پنجاپ مزدورو کړیو ته پریږډي او په خپله پیښور ، دوبی ، کراچی، دیره اسمعیل خان ته وتښتي.
دا بهیر په افغانستان کې همدا بهیر روان دی په تیرو لسو کلو کې دا بهیر په ډاکټر عبدالرحمن پیل ، حاجی عبدالقدیر، حکیم تڼيوال، عبدالمجید بابي، امان الله خان، ملک زرین او نور په سلګونو پښتانه مشران په افغانستان کې وژل شوی دي او کیږی .
په دې وروستیو کې د کابل د ادارې مشر هم دې ټکو ته اشاره کړی ده چې د ډیورینډ د دواړو غاړو خلکو په وړاندې ډیر خطرناک پروګرام روان دی. خو ده ددې زړه ونکړ چې دا خطرناک پروګرام یوازې د پښتنو په وړاندې د افغانستان په ګډون روان دی
د شهید بشیر احمد بلور په شهادت سره څو ټکی برسیره شول چې په ټوله لویه پښتونخوا کې باید مشران او سیاستوالان په خپلو سیاستونو د سره فکر وکړي.
لومړی اوس مهال د نشنل عوامی ګوند د اسلام اباد د سیاسی نظام یوه برخه وه او ده. دې ګوند مبارزه کوله، خود پاکستان په چوکاټ کې .
اوس مهال. د پنجاپ د استعماری اداری ټول اوامر په ښه ډول سره په خیبر پښتونخوا کې تطبیق کیدل اوکیږی. په دې کار کې نشنل عوامی ګوند د بنجاب سره ډیره مرسته کوله اوکوي یې. دنشنل عوامي ګوند هیڅکله داسی اشاره نه ده ورکړی چې ګواکی غواړی د پنجاپ د واکه د پښتنو ازادی غواړی.
خو بیا هم پنجاپ دوی ته د دښمن په سترګه کتلی دي او ګوري. په مختلفو بڼو سره بنجاپ په نشنل عوامي ګوند اونورو ملی شخصیتونو باندې بریدونه کوي.
په دې ډول پنجاپ په افتاب احمد شیرپاو د پښتنو په پیژندل شوی شخصیت باندی برید هم په دی موخه شوی و او لوی څښتن وساته ، دا ځکه چې هغه په پښتنو کې د یوه پیژندل شوی شخص په توګه تبارز وکړ.
د نشنل عوامی ګوند که هر څومره د پاکستان پاکستان نارې ووهي خو بیا هم د پنجاپ زړه نه شی لاسته راوړلی. پنجاب د پښتنو څخه یوازې مزدوری او غلامی غواړی .
په بشیراحمد بلور باندې برید په افغانستان کې هغو مزدورو کړیو ته ښه ځواب دی چې وایی که چیرې د پاکستان سره د ديورینډ کرښه رسمی وپيژندل شی نو هلته به افغانستان د پنجاپ د مداخلو او تجاوزونو څخه وژغورل شی.
بشیراحمد بلور خو د ډيورینډ هغې خواته و ، یا وزیریستان ، باجوړ او سوات خو د ډیورینډ د کرښې هغه خواته دی خو ولې ددې سیمو خلک د پنجاپ له خوا په ډیره بې رحمانه توګه ځپل کیږی.
دا ټول دا مانا لری چې بنجاپ یوازی او یوازې مرییې افغانان، بلوڅ او پښتانه غواړي او بس.
د برتانوي استعمار له پاره دا ستونزمنه وه چې دا لوي اولس د استعمار تر واک لاندې راولي . نو ددې له پاره یې د پښتنو سیمو د ټوټه ټوټه کولو له پاره نیت وکړ. دوی د پښتو د ژبې ددې متل څخه چې وايي ( بېل یې کړه ، اېل یې کړه ) ډیره ګټه پورته کړي ده . او په خپله یې دا متل د استعماري ستراتیژی په توګه په دې ډول ژباړلی دي : ( ډي وایډ اینډ رول ) یعني وویشه او حکومت وکړه.
برتانوي امپریالیزم د کابل په تخت باندې د ناستو وطن پلورونکو واکمنانو په مرسته د پښتون اولس په څلورو برخو ( ازاد قباییل ، پښتونخوا، بلوڅستان ، د افغانستان پښتانه)و ویشل همدارنګه زیات شمیر بلوڅ او پښتانه په پارس کې پاتې شول .
چې په سیمه کې د استعماري قوتونو توطیې ددې سبب شوې چې پښتانه ټوټې ټوټې او و نه کولای شي د یوه وجود په توګه د پنجاپیانو ، پارسیانو او نورو استعماري ځواکونو په وړاندې وړ غبرګون وښيي.
استعمارچیان او د هغوی مزدوران پښتنو ته دا باور ورکوي چې پښتون یو اولس نه بلکې په پورتنیو سیمو کې هر یو بیل اولس دی..
په تیرو شپیتو کلونو کې پنجاپي استعمار او د کابل د تخت واکمنانو دا لټه کړي چې د دې سیمو د پښتنو تر منځ قومی ، کلتوری ، او د خپلوی اړیکې وشلوي .تر څو دوی یو له بله څخه ځانونه بیل وګڼي .
خو د علم او تخنیک او په تیره بیا د رسنیو پرمختیا ددې سبب شوي ده چې دا ټوټې شوي اولس یو تر بله ډير نیږدې شي . اوس مهال د پېښور، افغانستان ، کوټې ، وزیرستان او کراچۍ پښتانه ځانونه یو ګڼي. دوی ورو سره یو کیږي .
په دې باندې باید بشپړ باور ولرو چې د پښتنو په یو کیدو او د یوه مستقل او ودان هیواد په درلودلو او همدارنګه په سیمه کې د بلوڅ اولس خپلواکه کیدلو له امله پنجاپ او پارسیان ډیر کمزوي کیږي او هغه مهال به په سیمه کې لومړی خبره د پښتنو هیواد کوي .
همدا ټکی دی چې پنجاپ او تهران او یا په کابل کې متعصبه کړۍ په هیڅ صورت سره دې ته تیارې نه دي چې د پښتون ټبر ټوټې ټوټې شوی وجود دې سره بیرته یو شي . او یا بلوڅان په یوه سیاسي جغرافیا کې په خپلواکه توګه ژوند وکړی.
دوی د دې اولس په ټولو سیمو کې د جګړې اور ته لمن ووهي تر څو د پښتنو خاوره په مړستنو باندې واوړي .په دې نیمه وچه کې دپښتون اولس په وړاندې پراخه جګړه روانه ده چې د دې جګړې لمن د کراچۍ د ښار څخه نیولي تر بادغیس او کشمیر پورې غزیدلي ده .
د پښتنو دښمنانو د پښتنو له پاره خپله سیمه د اور سره تبۍ ګرځیدلی ده په دې ټوله نیمه وچه کې داسې ځای نه پیدا کیږي چې پښتون اولس په کې په ارام سره شپه سبا کړي.
کورونه او کلي وران او د کرنې ځمکې په شاړو اوړي. په پښتني سیمو کې د زده کړو او روغتیا مخه نیول کیږي.
که څه هم په تیرو کلونو کې پښتنو په ډيره میړانه د خپلې ازادی او خاورې څخه دفاع کړي خو بیا هم نه دي توانیدلی چې د ټولو پښتنو له پاره یو خپلواک هیواد رامنځته کړي او په سیمه کې استعماري ځواکونو د ناوړو پلانونو مخه ونیسي .دا ځکه چې د کابل واکمنان تر اوسه نه غواړي چې پښتونخوا یوه متحده سیمه واوسي .
د پښتنو د یووالی له پاره د هڅو په لار کې یو شمیر خنډونه شته چې د بادغیس څخه تر کراچی او کشمیر پورې په ټوله پښتونخوا کې د خلکو په عمل کې یووالي تامین کړي .
یو ددې خنډونو څخه په پښتنو کې د بهرنیو له خوا را پیدا شوي ښي او کیڼ تمایلات لوی خنډ بلل شوي دي .
اوس پښتانه په دې باوري شوي دي چې پښتون قوم هم په افغانستان او هم ددې هیواد څخه د باندې هر چیرې چې اوسیږي یو محکوم قوم دی.
په افغانستان کې پښتانه د شوروي اتحاد د یرغل او وروسته د ښاغلی حامد کرزي په اداره کې په ډیره بې رحمانه توګه وځپل شول. اوس د دوی سیاسي ، اقتصادي او فرهنګي حقوق د کابل په اداره کې د متعصبو کړیو له خوا تر پښو لاندې کیږي . په کابل کې زیاتره پښتو ژبی سیاستوال د شمالي ټلوالې ډوهل ته نڅيږی اوڅڼې اچوی.
د افغانستان په اوسني سیاسي نظام کې د ملت بشپړ اکثریت یعني پښتانه ، پشه یان، نورستانیان، بلوڅان، شغنیان، هندوان او نور ځانونه محکوم بولي .
د محکوم اولس وینه هم بې ارزښته وي . په افغانستان کې هره ورځ د سل ګونو پښتنو وینې په بې رحمانه توګه تویول کیږي خو دا وینې نه د کابل د ادارې او نه نړیوالې ټولنې ته کوم ارزښت لري خو که د حاکم ټولي څخه د چا وینه تویه شي بیا د ښاغلي کرزي څخه نیولي د ملګرو ملتونو تر سر منشي پورې ټول نا ارام کیږي . د لویدیزو هیوادونو مشران هغه غندي .د کابل د ادارې له خوا پرې ملي ماتم اعلان کیږي .
همدارنګه پښتانه د نورو قانونی حقوقو څخه بې برخې دی په دولتی ادارو کې مقرریو کې په متعصبو کړیو پورې تړلو هزاره ګانو او دیګانو ته لومړیتوب ورکول کیږي. د خلکو په وینا د ارګ شاوخوا ادارو کې تعصب او فساد ځالې کړي او له دې ځایه لمن ورته وهل کیږی.
پښتانه په افغانستان کې داحق نلری چې په خپله ژبه د نورو سره خبرې وکړی او که نه ورته ویل کیږي ( پارسی ګپ بزن) ، پښتانه دا حق نلری چې په مورنی ژبه لوست وکړی او دا حق د پوهنې او د لوړو زده کړو وزارتونو ترې اخیستی دی. پښتو ژبه په رسمیاتو کې په بشپړه توګه وجود نلری. او داسی نور تر اوسه په میلیونو پښتو ژبی زده کونکي په مورنی ژبه د زده کړې څخه بې برخې دي .
په انکشافي چاروکې د پښتنو سیمې که د هیواد په شمال کې دي یا په لویدیز کې او یا جنوب او ختیز کې ، د کابل ادارې له خوا په انکشافي پروګرامونوکې له سترګو غورځول کیږي .
افغانستان خپل مستقل هویت د لاسه ورکوي او په پارسی هویت باندې اړول کیږي. چې د هغې ښه مثالونه د پارسی ژبو هیوادونوپه ډله کې د افغانستان شاملول او په تذکرو کې د پارسی لیکل دي. دا د هغه اوږده سل کلن ستراتیژیک پلان برخه ده چې ایران غواړی افغانستان ترستونی تیر او هضم کړي.
د پاکستان په نوم په سیاسي جغرافیا کې پښتانه چې په څوټوټو کې ژوند کوي هلته هم ټول لوړ پوړ ي پښتو ژبي چارواکي د پنجاب د استعماري ادارې په چوپړ کې دي .
هلته هم د پښتنو سیمې د انکشافي پروګرامونو څخه بې برخې ګرځول شوي او پښتو ژبه یوازې د پښتنو په کورنیو کې د ننه د چلند وړ ده.
د پښتنو په منځ کې د ملي یووالی افکارو رامنځته کول او وروسته د ملي یووالی تامین ددوی د نجات په لور مهم ګامونه ګڼل کیږي.
د پښتنو تر منځ د ملی یووالی تامین یوه اړتیا او د تاریخ حکم دي تر څو دا ملت وکولای شي خپل روا حقوق د واکمنو متعصبو کړیو او د سیمې د استعماري ځواکونو څخه تر لاسه کړي
د پښتنو یووالی د نورو قومونو سره د دښمنی په مانا نه دی .پښتانه تل د نورو قومونو سره د وروري په فضا کې ژوند کړی دی.
ددې له پاره چې پښتانه د اوسنی تراژیدی څخه ځان په سلامت سره وباسي اړینه ده چې یو سیاسي مشرتوب رامنځته کړي . داسې مشرتوب چې د پښتون اولس د یووالي د تامین له پاره کار وکړي . دا مرکزیت پښتون اولس د ټولو هغه توطیو او تیریو د شنډولو د پاره رهبري کړي چې د دوی په وړاندې د پنجاب ، تهران او په افغانستان کې د متعصبو کړیو له خوا طرح او عملي کیږي .
ملي مشرتوبونه په طبعي ډول په ټولنه کې را پیدا کیږي د خلکو باور او ملاتړ تر لاسه کوي اوملي مشرتوب روان حالات ، ستونزې په ژوره توګه تحلیل او د کړاونو څخه د راوتلو سمې لارې په ګوته کړی . دا مشرتوبونه یوازې او یوازې اولس او خلکو ته چوپړ وهل خپل ویاړ ګڼي او په دې لاره کې هر راز ستونزې او سرښندنې مني.دا ډول مشرتوبونه د خلکو په زړونو کې ځای نیسي او ملي اتلان ترې جوړیږي.
پښتون اولس یو واحد ملت دی چې د استعماری توطیو له امله په څو برخو ویشل شوی دی او دا ملت د نړی د نورو ملتونو په شان لکه ویتنام ، جرمني ، چین او هانګ کانګ ، یمن او نور ، دا حق لري چې بیرته سره یوځای شي.
پښتو مشهور متل دی چې ( اوبه په ډانګ نه بیلیږي ) . په همدې ډول د پښتنو په منځ کې د یوه قوم او اولس په توګه د یووالی روحیه ډیره پیاوړي ده دا ټولی مصنوعي کرښې چې د پښتنو په خاوره کې ایستل شوي دی کومه مانا نه لري.
باید وویل شي چې پښتانه حق لري چې ځانونه دجګړې د اور څخه وژغوري په سوله او امنیت کې ژوند وکړي.
پښتانه دا حق لري چې په خپلو سیمو کې د لوږې او دربدری د لیرې کولو او د پرمختګ له پاره کار وکړي. او زیار وباسي.پښتانه دا حق لري چې په خپله ژبه خبرې وکړي ، ولیکي او زده کړه وکړي. پښتانه حق لري چې یو په دموکراسي ولاړ نظام ولري .
بلاخره پښتانه حق لري چې د نړی د نورو اولسونو په شان سره یو او د یوه واحد او خپلواک ملت په توګه یو واحد هیواد ولري او په سیمه کې د نورو اولسونو په اړخ کې په سوله ایزه توګه ژوند وکړي.
په دې کې هیڅ شک نه شته چې پښتانه د خپلو سترتیژیکو موخو د تر لاسه کولو د پاره ځینو متحدینو ته اړتیا لري . دا متحدین کیدای شي د پښتنو سره د ګډو ګټو په نظر کې نیولو سره مشخص شي .
په دې کې هیڅ شک نه شته چې تهران ، پنجاپ او په کابل کې واکمنې کړۍ هیڅکله نه غواړي چې پښتانه د اوسنې ناوړه حالت څخه وژغورل شي.
نو لدې امله پښتانه باید د خپل ځان د تقویې له پاره په سیمه او نړی کې خپل متحدین پيدا کړي .
ددې له پاره چې د پښتنو داوسني ناورین څخه د ژغورلو له پاره یو پياوړی غورځنګ رامنځته شي اړینه ده چې د پښتنو په منځ کې ټول هغه اختلافونه چې د پردیو په واسطه د رامنځته شویو ډلو له خوا ورته لمن وهل کیږي له منځه ولاړ شي او یا د دوی تر منځ د قومي توپیرونو او لوړتیا غوښتنو د له منځه وړلو له پاره د خلکو دې ته پام راواړول شي چې ټول د اوسني ناورین د له منځه وړلو د پاره کار وکړي .
له دې امله اړینه چې په پښتني ټولنه کې ټول سیاسي ګوندونه ، سیاسي ډلې او کړۍ او همدارنګه سیاسي ملي شخصیتونه ، قومي مشران ، دیني علما او روحانیون ، روڼ اندي او د لیک او لوست خاوندان ټول د اوسني لویې غمیزې څخه د پښتون اولس د ژغورلو د پاره یو پراخ سیاسی غورځنګ پيل کړي تر څو وکولای شي چې ټول پښتون اولس د یوه واحد هیواد په درلودلو سره په نړی کې د یوه پرمختللي اولس په توګه را ډګر ته شي.
دیو پراخ ملي پښتني غورځنګ ( دبادغیس څخه تر کراچۍ او کشمیر پورې) په پيل کیدو سره په ډيره لږه موده کې دا شووني ده چې پښتون اولس په یوه هیواد کې( چې د پښتنو ټولی سیمې پکې شاملې وي ) سره راټول او د نړی په جغرافیا کې د یوه ځواکمن اولس په توګه راډګر ته شي.
اوس نشنل عوامی ګوند او په پښتونخوا کې نوروسیاسي ډلو ته اړینه ده چې د ارواښاد بشیراحمد بلور د شهادت څخه یې لوست تر لاسه کړی وي. دوی باید په دې پوه شی هغه پالیسی او سیاست چې د پنجاپ په وړاندې یې دوی بیایی دا ناکام دی او پنجاب هیڅکله دې ته تیار نه دی چې د پښتنو سره د یوه متساوی الحقوق وګړي په توګه چلند وکړی. نو ځګه هغه د یوه اوږده مګر دقیق سنجول شوی پلان په بنسټ په ټوله سیمه کې د پښتنو د ځپلو پروګرام مخې ته بیايي.
اوس هغه مهال رارسیدلی دی چې ټول د پښتنو ملی سیاسی ګوندونه د نشنل عوامي ګوند په ګډون د عمل یوه کړنلاره جوړه او خپل ځانته د اوسنیو شرایطو سره سم نږدې او لیرې هدفونه وټاکي. کیدای شی دا کنفرانس په کوم اروپايی هیواد کې جوړ شی. او پښتانه د یووالی او د متحد دولت ( لویې پښتونخوا) د جوړیدو اعلان وکړی.
اوس نشنل عوامی ګوند ، په قبایلو کې د مقاومت غورځنګ او د محمود خان اڅکزی ګوند ته دوی لاری پاتی دي یا د پنجاپ ته د ټولو پښتنو د تسلیمی او مرییتوب منل او یا په پیښور ، کویټه او وزیریستان کې د خپلواکی د بیرغ اوچتول. د افغانستان پښتنو ته اړینه ده چې په ټول قوت سره د پنجاپ په وړاندې د ډيورینډ د کرښې څخه د هغې خوا پښتنو د ستر ملی پاڅون څخه ملاتړ وکړی او په کې ګډون وکړي.
په دې کې شک نه شته چې د کابل اداره به د پنجاپ په ګټه د غوړه مالی او تسلیمی سیاست (لکه چې عبدالرحمن خان، حبیب الله خان، امان الله خان،د ال یحیی کورنی او نورو غوره کړی و)غوره او د پښتنو د ازادې غوښتونکو احساساتو د سړولو له پاره به د پنجاپ سره مرسته وکړي.
په دې باید ټول پښتانه پوه شی چې د شهید بشیراحمد بلور شهادت ، پښتانه د یووالی ، ازادی او د خپلواکې پښتونخوا د جوړیدو لوری ته نږدی کړل.
پښتانه د چا حقوق نه تر پښو لاندې کوي خو دا حق لري چې خپل حقوق تر لاسه کړي .