د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دا استېضاح به هم تشريفاتي وي ؟

حبيب الله غمخور 22.12.2012 18:24

څه موده وړاندي د افغانستان ولسي جرګې  پرېکړه  وکړه  چې (( ۱۱ )) وزیران د انکشافي بودجې د نه مصرفولو په خاطر استېضاح کړي .

ولسي جرګې دا پرېکړه وروسته له هغه وکړه کله چي د دې جرګې مالي او بودجوي کمیسون لخواپه  وړاندي سوی راپور کښي دا په گوته سوې وه چې یوولس وزارتونو په ټول کال کې خپله نیمايي بودجه هم نه ده لګولې .

د ولسي جرګې د مالي او بودجوي کمیسون د راپور له مخې له مخدرو موادو سره د مبارزې وزارت خپله ۲۰ فیصده، د لوړو زده کړو وزارت ۳۵ فیصد، د اوبو او انرژۍ وزارت ۴۹ فیصده، د کورنیو چارو وزارت ۴۴ فیصده، د ښاري پراختیا  وزارت ۴۷ فیصده، د اقتصاد وزارت ۴۰ فیصده او د پوهنې وزارت ۴۸ فیصده انکشافي بودجه مصرف کړې ده.

د ولسي جرګې غړیو ویلي چې د ظرفیتونو نشتوالی، اداري فساد او بې کفایتي  ددې سبب شوې چې وزارتونو ونسوه کولاي  انکشافي بودجه  ولګوي . ولسی جرگې پرېکړه وکړه چې د یوولسو وزارتونو وزیران دې ولسي جرګې ته حاضر شي اوخپل دلایل دې وړاندې کړي . د دوی په وینا که وزیرانو سم دلایل نه لرل په هغه صورت کې دې صندوقونه ورته کېښودل شي او د اعتماد یا عدم اعتماد رایې دې ورکړای شي .

سره له دې چي نه پوهېږودکوموملحوظاتوله مخې ولسې جرگې يوه اونک وروسته داپرېکړه هم وکړه چي دا وزيرصاحبان به په پټوغونډو کښي استېضاح کيږي ،خوملت غواړی چي داستيضاح ټولي پايلې روښانه تردوي پوري ورورسېږي .

ولسې جرگې ته داصلاحيت دافغانستان په اساسی قانون په يونوی اودوه نوي يمه ماده  کښي ورکړه سوی دی . داحق اوصلاحيت که حقوق پوهان راباندي په قهرنسي ولسې جرگې ته ددې لپاره ورکړه سوی چي ددولتي چارواکو اواداروکاروبارترکنترول اونظارت لاندي ولري .کله چي يو وزير په خپلو ورسپارل سووچاروکي شاته پاته وي اونسی کولاي خپله دنده لکه چي اړينه ده سرته ورسوی دولساسی جرگې لخواراغوښتل کيږي اودهغه نه پوښتنه کيږي چي ولې نسي کولاي ورسپارسوی چاري په بری سره سرته ورسوی .وزير دنده لري چي دوکيلانو ياپه بله اصطلاح دملت قناعت حاصل کړي .

خوترپارلمان وړاندي دوزيرانودورځنيو چارودکنترول صلاحيت دافغانستان جمهوررئيس پر غاړه لري .

زموږ دولتي سيستم داسي دی چې جمهوررئيس دحکومت په سرکښي قرارلري يعنې هغه دلمړی وزيردندي هم سرته رسوي .خلک سوال کوی دغه دوزيرانوشوراچي دښاغلي کرزی صاحب په مشری يوپه بل پسې غونډي کوي دلته ولي دوزارتونو دورځنيو،اونېزواومياشتنو فعاليتونوراپور نه  اورېدل کيږي ؟ ولې دماليې وزير صاحب پدغو غونډوکي داخبره نه راپورته کوی چي دوزارتونوانکشافی بودجه پر خپل ځاي پاته ده .ولې ښاغلی کرزی ددوي نه داپوښتنه نه کوي چي دانکشافي بودجې لگښت څنگه اوپه کوموبرخو کښي ترسره کيږي ؟ داهغه سوالونه دي چې داڅوکاله دخلکوسره بې جوابه پاته دي ،ځکه هرکال داوزيرصاحبان دهمدې ستونزي سره اخته وي چي بودجې دمصرف ځان نسي پيداکولاي .

ډيرخوداخبره هم کوي سره له دې چي داانکشافي بودجه ده يعنې دانکشاف په برخه لکښي بايد ترينه استفاده وسي ، يوشمير وزارتونه دغه پيسې  دبهرنيونيانودخوشحالېدو لپاره په يوه اوبل نوم کنفرانسونه اوغوند جوړولوکښي مصرفوی  تر څوله يوې خوا هغوي خوشحاله وي اودبلي خوادوي هم سفرونه کړي وي اوپيسې  ئې مصرف کړې وي  .

همدا دليل دی چې پدې يولس کاله دميليارډونوډالروپه ترلاسه کولوسره موږ انکشافي پروژې دنيست سره مخامخ  دی ،انکشاف درک نلري موږ ځوړ په لوراو ولس مودلوږې ،بېکاری ،بېسوادی ،دتعليمي اوتحصيلی موسسو،دروغتيايي خدمتونواونوروټولنيزو مرستوله نشتوالي سره مخا مخ دی  . پيسې په بانکونوکښي پرتې دي ، هيوادموددې پر ځاي چې پر مخ ولاړسي شاته په چټکۍ سره روان دي .زموږ هيوادنه نه يوازي په دولتي فساد،هيروئينوتوليد ،اودهغوي پټو اوښکاره سوداگری اوټولنيزوناخوالوکي لمړئ مقام لري بلکې دنړۍ تر ټولوشاته پاته هيوادبلل کيږي .

داچي زموږ ولس  دمعارف،عالي اومسلکي تحصيلاتو،روغتيا،وزگارتيااودژوندپه نوروبرخوکښي دڅومره ستونزو سره لاس په گرېوان  دی فکرکوم زموږ دهيواد دليکوالو گوتی اوقلمونه ئي په ليکلو،راډيوگانی اوټلوېزيونونه ئې په نشرولوستړي سویدي .

خلک وايي، داچي په وازرتونوکي بودجه نه مصرفيږي داپدې معناده چي ښاغلی وزيراويابل داډول چارواکي پکښي شريک نه دي . دوي وايي ،وزيران اونور لوړپوړي چارواکي  بودجه هغه وخت مصرفوي چي ددوي  گټې پکښي رانغښتي وي  .

داسي ويل کيږي چي سږکال  د((۷)) ميليارده ډالرو په شاوخواکي  زموږ دولتي چارواکو دبهرنيو مرستو نه چي په حقيقت کښي دهغوي دهيوادو دعامو وگړو ماليه ده ، ددې پرځاي  چې ددوي دژوند دښېرازي لپاره ترېنه کار اخستل سوی واي ، افغانستان ته رالېږل سوې اودلته په خزانه کي دوزيرانودبې کفايتۍ له  امله ندي مصرف سوي .يعني نه دافغانستان خلکو اونه هم ددونر هيوادو خلکوترېنه استفاده وکړه . دکندهار يو وکيل وايي چي وزارتونه بايد دمالي وزيرته اوبيا ولايتونه  وزيرانو اوداسي په دوام يواوبل ته رشوت ورکړي ترڅوقانوني بودجه ترلاسه کړي .

زموږ دولس غوښتنه دولسی جرگې نه داده چي دوزيرانو استېضاح فرمايشي بڼه ونلري .په رښتياسره له دوینه پوښتنه وسی اوپه هرحال  دوي ملامت دی ، ځکه دادي کال  مخ پرختمېدودی دوي ته اوس داخبره په گوته کيږي چي دويته  ورکړه سوې بودجه نده لگول سوې .دا ددې معنالري چي وزيرصاحب خپل قانوني اوملي مصوليت شاته غورځولئ ،ددې پر ځاي چي هيواد او ولس ته ځان ژمن وبولي داسي ښکاري چي خپلو گټوته ژمن دي .ځکه  خوددوي سرمايي شاته نه درومی دهرې ورځې په تېرېدوسره دوي بډايان کيږي،ددوي شخصی سرمايه انکشاف کوی اودهيوادملي سرمايه د له منځه تلوپه حالت کښي ده.

دوزیران استیضاح ددې معنا لري چي هغه مالامت دی،خو جالبه داده چي ملامت وزير دخپل اعتماد درايي راخستلوتر لمړی وار له استيضاح  نه وروسته ډيري رايي ترلاسه کوي . ښه بېلگه ئي تورن صاحب اسماعيل داناکام وزير چي دوزارت کارونه ئې شاته غورځولی شپه او ورځ دمجاهدينولپاره ،هغه هم څوک نه پوهېږي دکومومجاهدينولپاره دشوراگانوپه جوړولومصروف دی .څه موده وړاندي  دغه وزير صاحب  تورن اسماعيل ولسې جرگې راوغوښت استيضاح ئي کړ ، ان ددوباره رايي ورکولوترکرښې ملامت گڼل کېده ،خودپټو اوښکاره دلايلوله مخې ئي ترلمړی ځل ډيري رايي دهمدې ولسی جرگې نه ترلاسه کړې چي دی ئې دخپلو ورسپارل سووچارودنه ترسره کولوپه خاطردپوښتنې اوگروېږنې لپاره راغوښتی وو .په حقيقت کښي دهغه دابريادولسی جرگې لپاره دشرم اوعارخبره وه اوعام ولس پر همدې ولسی جرگې باندي لکه پرنورودولتي چارواکو بي اعتباره دي ،وايي وکيلان دپيسو اومېلمستياوپه بدل کي ترهرڅه تېرېږي .

که ددې يولس وزيرانو استېضاح  هم دتورن اسماعيل خان داستېضاح په ډول وي ،بيانودې ډول استېضاح ته اړتيانسته ، داډول استيضاح گاني نه دملت درد دواکولاي سي اونه هم دولت له فساد نه خلاصولاي سي .

په پارلمان کي يوه وکيل ويل چي ددې دومر ه و زيرانو استېضاح کول پدې حساسو شرايطوکي دوطن په گټه ندي اودا زموږ ملي گټو ته زيان رسوي .

خووکيل صاحب ته بايد وويل شي چي دهمدې بې مسلکه اوله ملت نه بېگانه وزيرانودشتون له امله زموږ ملي گټې په خطرکي دي ،نه اقتصادي پرمختگ لرواونه هم په نوروبرخوکښي دامنيت خبره خوبه هيره کړوځکه امنيت دکرزی صاحب دنومول سويوورڼولخوايو ه ورځ بايد موږ ته ډالی سي  .

دمصليحتونوپر بنياد دټوپکسالارواوتنظيم سالاروترمنځ ددولتي مقامونو ويش ددي معنالری چي دوي خپل واکي دي ،ځکه په دولت کي دولتونه اوپه حکومت کي حکومتونه شته .دلته دغه يوقانون چي موږ فکرکوو دحکومتی کاروبار دتنظيم اوسمون لپاره جوړ سوی نه پلی کيږي او دهمدې خپلواکو دولتونو اوحکمتونوشتون له امله  زموږ ولس ددې ناخوالوسره مخامخ  اودلته  هیڅ ډول داسي قانون چي دملت په گټه وي  نشي پلي کېداي .

ښاغلي کرزی  په خپلو کړنوملت اوپارلمان مايوسه کړی،وکيلان وايي چي يو وزير په پارلمان کي داعتماد رايه ترلاسه نکړي دکرزی دفرمان پر اساس تر هغو سرپرست وزيروي چي دکرزی صاحب  په کاروي ،ځکه موږ اوس يوازي غواړو وزيران دملت په وړاندي رسواکړو اوهغوي ته داڅرگنده کړو چي کرزی اودده مرستيالان دخپلو گټوپه موخه  پر ملت دا ډول وزيران اولوپوړی چارواکي تپی اودهغوي نه ملاتړ کوي .

دافغان ولس هيله دهمدې ولسی جرگې نه چي ځان دملت استازي بولي داځل داده داده چي دوزيرانواوپه ټول دولتي چوکاټ کښي ددولتي لوړپوړوچارواکوسره حساب وشی ،دااستيضاح فرمايشی اويادخپلو لپاره دامتياقزاتوترلاسه کولولپاره نه بلکې په رښتياسره دملت په گټه عينی پايلي ولري  .ترڅوهمدا نيمگړی قانون پلی نشی  اودولتی چارواکي دملت په وړاندي ځان مسول ونه بولي زموږ خلک به دهمدې روانو ناخواله سره لاس په گرېوان وي .

پدې ټکوخپله ليکنه رانغاړم ،که په رښتياسره ولسی جرگه ځان دملت استازی بولي په عمل کښي ئي بايد ثابته کړي . ومن الله التوفيق