د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دلته زموږ له برکته ښوونځی نشته!

محمدهلال سمسور 19.12.2012 21:20

د هېواد په ځینو هغو سیمو کې ښوونځی پکې تړل شوي او بند شوي، چې طالبان پکې نفوذ لري او په هغو ولسوالیو کې بیا ښوونځی نشته، چې په بشپړ ډول د طالبانو په لاس کې دي. ددې ښوونځیو د تړلو لاملونه ښايي توپیر ولري خو دا چې ټولې په نا امنه سیمو کې دي نو پړه یې په وسله والو اچول کېږي او تر ډېر بریده ښایي دا خبره سمه هم وي.

له دې څخه یوه هم د هلمند د باغران ولسوالي ده، چې دغه ولسوالي د ډېرې مودې راهیسې د طالبانو په لاس کې ده او دلته طالبان تسلط لري. یو ځل خو پکې د امریکايانو لخوا پکې کلکې بمبارۍ وشوې چې په هغه غونډه کې ډېر خلک ووژل چې د طالبانو لخوا د کوم حد د جاري کولو لپاره را ټول شوي وو.

 په دې سیمه کې چې کله خلک د مړي او ژوندي په غونډو کې سره را ټول شی وسله وال چارواکي هم راځي او بیا خلکو ته خپلې ویناوې کوي په ویناوو کې خلکو ته دا خبره کوي، چې په دې ځای کې که موږ نه وای نو اوس به دلته هم د نورو سیمو په څېر ښوونځي جوړ شوي وای. زموږ له برکته ده، چې تاسې له فتنې خلاص یاست!!
پوښتنه دا ده، چې دا به کوم منطق وي او دا به څه ډول خلک وي، چې دا په ویاړ سره خلکو ته وايي چې موږ ستاسې پر مخ د علم او پوهې دروازې تړلې!!  هغه خلک به څه احساس کوي!! چې د وسله والو لخوا داسې ویناوې، هغوی به وايي چې ریښتیا هم دا زموږ لپاره ددې وسله والو لخوا خدمت دی او که نه په چوپه خوله پاتې کېدو سره به هغوی د خپل سر او مال امان غواړي!!  

د هېواد وروستیو دریو لسیزو جنګ جګړو او ناخوالو که څه هم ډېر خلک له علم او پوهې محروم کړل خو دا فرصت یې هم ورته برابر کړ، چې وګرځي، بېلابېل ځایونه وګوري، لږ تر لږه ګاونډیو هېوادونو ته ولاړ شي، د هغوی پرمختګونه وګوري چې د هغوی پرمختګ یې زموږ د خلکو لپاره یو مثال دی. وسله وال چارواکي په پاکستان کې اوسېږي او سیمه ییز قوماندان یې هم وخت پر وخت کوټې، پېښور او میرانشا او یا هم د پاکستان نورو ښارونو ته ځي، هلته د علم او پوهې بهیر ګوري، آیا هغوی له پاکستان او ایران څخه دومره متاثر نه شول چې موږ هم باید علم وکړو، ښوونه او روزنه ترلاسه کړو او ځان د جهالت له تیارو وباسو!! دیني لارښوونې او اوامر او موعظې خو په خپل ځای پرېږده!! 

ښايی وسله وال ووايي، چې موږ سل په سل کې د پوهنې طرفدار یو او موږ د پوهنې د بهیر ملاتړ کوو، ښايي تر یوه حده دا خبره سمه وي خو دا تړل شوي ښوونځي ولې ټول په هغو سیمو کې موقیعت لري، چې هلته وسله وال نفوذ لري.  
وسله وال له دې کبله له موجوده حکومت سره جنګېږي، چې ګواکي بهرنیان استعمار او حکومت د استعمار لاسپوڅي دی او د حکومت پرتله موږ په ښه ډول کولی شو، چې ددې بېوزله ولس خدمت وکړو، هغوی ته د شریعت په رڼا کې خدمات وړاندې کړو، خو د تېرو لسو کلونو تجربې ښيي چې دې وسله والو په تشه وینا هم د خلکو د ښېرازۍ ملاتړ نه دی کړی او نه هغوی ته یې نه دي ویلي چې ولسه موږ ستاسې د ښېرازۍ لپاره څه پلان لرو!! ان (د هغوی په ونیا) دغه استعمار او لاسپوڅي حکومت چې څه ښوونځی جوړ کړی، کلینیک یې جوړ کړی، یا یې سړک پوخ کړی وسله والو یې په ټینګه مخه نیولې. کله چې د وسله والو له سیمه ییزو چارواکو سره مخ شې ورته ووایې چې ګوره دا کار د ولس په خیر دی، له دې ښوونځي، کلینیک او سړک څخه به دغه بېوزله خلک ګټه اخلي سیمه ییز طالبان په ځواب کې وايي "والله دا زموږ په لایحه کې نشته!!!"