افغان کرکټ بورډ ازمايل شوي کارکوونکي بيا ازمايي !!!
18.12.2012 19:01دافغانستان کرکټ بورډ داجرائيوي رياست لپاره له څلور ازمايښتلو او دوه نويو څېرو څخه دجمعې په ورځ ازموينه اخيستل کيږي .
دمعلوماتو له مخې ددغه ازموينې په اخيستلوکې به دسکيپ له لارې دکرکټ نړيوالې شورا استازى ريچارډون داسيايي شورا غړى اقبال سکندر،دولسمشرحقوقي سلاکار نصرالله ستانکزى اوځيني نور مهم چارواکي برخه ولري.
معلومات وايي چې ددغه ازموينې لپاره دکرکټ بورډ پخوانى اجرائيوي رئيس سيدشاه امين چې درياست پرمهال يې دنولس کلنې لوبډلې پنځه لوبغاړي چې کاناډا ته دسيالۍ په موخه تللي وو وتښتيدل او په هماغه سفر يې شاوخوا يولک اوڅلوېښت زره امريکايي ډالرهم په دغه سفر ددې امله لګښت وکړ چې کرکټ نړيوالې شورا دافغانستان نولس کلنه لوبډله له پامه غورځوله .
په دغه ازموينه کې همدا راز دکرکټ بورډ پخوانى دپرمختيايي چارو مشرډاکټرنورمحمد مراد دى چې دکار پرمهال يې په افغانستان کې دلوبغالو جوړيدلو،اکاډمۍ اوځينيو نورو کارونوڅخه يادونه کيدلى شي چې لګښت يې په نړيوال کچه پرې حساب کړى خو معيارې په هغه اندازه ندى .
دکرکټ بورډ اوسنۍ مارکيټنګ منجر طارق نعيم هم ددغه پوسټ لپاره شارټ ليست شوى چې له تېرو درې کلونو راهيسې په کرکټ بورډ کې دنده لري خو له اتصالاتو پرته چې هغه هم له لومړيو څخه دافغانستان کرکټ بورډ سپانسر کړى نوره کومه خاصه لاسته راوړنه نلري .
حاجي ولي امين چې له کندهاره دى او دنولس کلنې لوبډلې روزونکى دى هم د دغه رياست څوکۍ لپاره شارټ ليسټ شوى،نوموړى دروزنې پرمهال لوبډلې ترخپله حده بريالۍ هېواد ته راستنې کړي خو دا چې روزنکى هم ديوه اداري دندې لپاره ځآن ګماري پوښتنه ده ؟
دا چې ددغه رياست لپاره به نوې څېرې وټاکل شي او که پخوانۍ ازمايل شوې څېرې به يوځل بيا وازمايل شي هغه پوښتنه ده چې وخت به يې ځواب کړي .

