د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغان کرکټ بورډ مسؤلینو ډالریز معاشونه

عطا الله خوږیاڼی 17.12.2012 18:03

ايادکرکټ بورډ اوسني مشران چې ډالريز معاشونه لري بل چرته هم دنده ترسره کولاى شي؟

شاوخوا شپږکاله وړاندې دافغانستان کرکټ دپرمختګونو په درشل کې شو، راته يادشي چې زه هغه وخت په ننګرهارکې ديوې سيمه ييزې راډيو ( مرام اف ايم ) سره کارکوونکى وم، په دغه راډيوکې مو دکرکټ ملي لوبډلې سره دميني له امله د دوى شل اورېزې او يوه ورځنۍ لوبې خو څه،څلور ورځنۍ سيالۍ موهم ورته په ډېرې ميني خپرولې،له سهاره به موچې پيل کړ،ترمازيګربه موچغې وهلې،دهرلوبغاړي نوم به مو په سلګونو ځله اخيسته،دهره مينوال خبرې به مو په لسګونه ځلې خپرولې.

ننګرهارتلويزيون ته په راتګ سره مې بياهم دنورو مصروفيتونو سره،سره مې کرکټ سره خپله مينه پرې نښودله،ژوندۍ اوثبتي خپرونې مو ورته برابرې کړې خو هغه وخت موږ يواځې دومره پوهيدو چې دافغانستان کرکټ ټول يواځې پرلوبغاړو پورې تړلى دى خو وروسته پوه شوم چې کرکټ بورډ په نوم اداره هم شتون لري.

دافغانستان کرکټ ته دنړۍ پاملرنې او دهېوادوالو دبې کچې مينې له امله يوشمير خلک هم ليواله شول چې په کرکټ بورډ اداره کې کار وکړي که څه هم دوى زيات مسلکي نه و غيري مسلکي کسان کرکټ بورډ ته په راتګ سره هېواد په پياوړې ملي لوبډلې باندې اثرات وغورځول، لوبډلې ته کپتانان ژر،ژر بدلول،مرستيالان کپتان ورته بېلابېل ټاکل،په داسې حال کې چې کريم خان صادق په يوه سيالۍ کې سليزه وهې هغه هېواد ته راغوښتل،ځينو لوبغاړو سره دادارې ملګرتيا اوځيني لوبغاړي بې پامه پرېښودل همدا راز دزونونو او ولايتونو په کچه غيرمسلکي کسان ګمارل اويوشمير نورهغه څۀ دي چې دافغانستان کرکټ يې دتباهۍ په لور روان کړ.

دافغانستان کرکټ له تباهۍ څخه دژغورلو لپاره ددې هېواد ژورنالستانو خپلې هڅې ګړندۍ کړې چې په ترڅ کې دافغان سکورپه نوم دبرېښناپاڼې چلوونکى ښاغلى مومندصيب باندې ځيني تورونه هم ولګيدل اوخبرې ترڅارنوالۍ پورې ورسيدې.
خو بياهم دکرکټ بورډ غيرې مسلکي اداره په دې بريالۍ نشوه،چې دژورنالستانو هڅې ودروي په همدې لړکې دغه ادارې دژورنالستانو په منځ کې دبې اتفاقۍ اچولو په موخه ښاغلي عابدصيب ته دغوره ژورنالست ايوارډ ورکړ،خو په دې هم بريالي نشول چې دوى سره جلا کړي. اوس دافغانستان کرکټ بورډ دمشرتابه په راز کې غيري مسلکي کسان نه غواړي چې رسنيو په وړاندې حاضرشي اودخلکو په وړاندې دخپلې نامسؤلانه کړنو ځواب وواي.

زه هم په دغه برخه کې ترخپلې وسې پورې هڅه کوم،له کرکټ بورډ څخه مې څلوراونۍ وړاندې دوه لوبغاړي دملي لوبډلې وغوښتل چې يوميروس اشرف اوبله دهغوى په خوښهراته يې اشرف او جاويداحمدي راوستول،له هغوى سره مې ځيني خبرې وپوښتلې،راپسې سمدلاسه دکرکټ بورډ سرپرست اجرائيوي رئيس بشيرستانکزي زنګ ووهلو چې ولې له لوبغاړو دا ډول پوښتنې کوې چې زه درشم هرډول پوښتنه راڅخه وکړه ما ويل په سترګودوه اونۍ وروسته په ننګرهارکې دستورو لټون پروګرام پيل شو،بشيرستانکزى راغى ورسره مې خبره غبرګه کړه چې زما په ژوندۍ خپرونه کې مېلمه يې په ډېر مغروريت يې ومنله .
خو چې کله ديکشنبې ورځ شوه،بشيرستانکزى په تيښته بريالى شو او ترڅوچې زه خبريدم نومرکز ته رسيدلى و،خو ښاغلي جارصيب دې کور ودان وي چې راسره په بله اونۍ کې په دغه موضوع وغږيده.
څو ورځې مخکې دکرکټ بورډ څخه يوتن راته ددغه ادارې دمعاشونو په اړه معلومات راکړل ماهم په بيړه دکرکټ له مينوالو سره دبريښنا پانې له لارې شريک کړل .

بيا راته بشيرستانکزي زنګ ووهلو چې ته ولې دا ليکنه کړې،دا دروغ دي،ماته دکس نوم وښايه ...
ما ورته ورسره ومنله چې دروغ دي ته راته رښتيا ووايه چې زه وليکم چې هغه دروغ و،اودوى وايي چې دا رښتيا دي خو دابه راته لا رښتيا وايي ...
تېره ورځ مې په دې موخه چې نوروزمنګل زيات مينوال لري او دلوبډلې مشردى همدا راز ددغه لوبډلې داوسني تمريناتو اوسهولتونو په اړه مې دلوبډلې مدير ستانکزي سره خبري وکړې دواړو راسره ومنله چې موږ نن شپه خپرونه کې يو اعلان تېرکړه .

خو چې کله دمازيګرپنځه بجي کيږي راته دلوبډلې مدير مسيج وکړچې موږ معذرت غواړو دنوروزمنګل زوى مريض شو،هغه کورته لاړو او ماهم درمل خوړلي نشم کولاى....
سوال پيدا کيږئ چې ولې دکرکټ بورډ دغه چارواکي درسنيو په وړاندې نشي حاضريدلې.

ايا دوى په خبروکولو نه پوهيږي ؟
ايا دوى پخپلو کارنو کې ناکام دي ؟
ايا دوى په کرکټ بورډ کې فساد رامنځته کړى ؟
ايا دوى دخلکو پوښتنو ته په ځواب ويلو ناکام دي ؟ او....

خو کله فکر راشي چې دافغانستان کرکټ بورډ دهلاکت پرمخ روان دى له کشرڅخه ترمشر پورې ټول ... دي او فکر کوم چې ښه فرصت دى ورته چې د ډالرو معاش واخلي دوى کې خو ځيني داسې کسان شته چې په پښتوکې يوه رقعه هم نشي ليکلى...