د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سیاستپوهنه.د پنجشنبې ماسپښين

سالنګ کتاب خپروونکي 15.12.2012 11:56

سالنګ کتاب خپرونکي دوه نوي کتابونه چاپ کړي دي.

ليکوال: سالنګ کتاب خپروونکي

سالنګ کتاب خپروونکي Salang Book Publishers چې له تېرو څو کلونو راهيسې کتابونه چاپوي اوس تازه تازه يې دوه نور کتابونه هم چاپ کړي دي .

دغه دوه کتابونه، يو سياستپوهنه نومېږي چې ليکوال يې رفيق تارڼ دی او پښتو ته علي محمد سباوون راژباړلی دی.

د سياست پوهنې دغه کتاب د کوټې پوهنتون تدريسي کتاب دی، چې د دولت، حکومت، فرد، قانون، عدالت، حقوقو او نظامونو په اړه پکې بحثونه شوي دي.

کتاب ټول ټال ۱۳۵ مخونه او شپږ څپرکي لري. د کتاب اصلي ژبه اردو ده او د ژباړن د يادونې له مخې ځينې برخې يې نه دي ژباړل شوي، لکه په پاکستان کې د ټاکنو او حکومت ډولونه او يا د امريکا، بريتانيا، ترکيې او نورو هېوادونو د حکومت ډولونه چې د ژباړن په وينا ددغو موضوعاتو تفصيلات په نورو کتابونو کې هم اسانه پيدا کېدلای شي.

دويم کتاب د پنجشنبې ماسپښين نومېږي.

د شعرونه دغه ټولګه د طالب العلم محمد عليم بسم دويم شعري جونګ دی چې دا هم سالنګ کتاب خپروونکي په ښکلي صحافت کې په  ۵۲ مخونو کې چاپ کړی دی.

پر کتاب باندې څېړندوی عبدالغفور لېوال خپله سريزه کې ويلي: (( مولانا بسمل افغان دی، مسلمان دی، يو عاطفي شاعر دی، په هره ملي پېښه دردېږي او خپل ارزښتونه پېژني، دداسې  يو چا شاعري به خود د خپل عصر د تاريخ نقاشي وي.))

پخپله شاعر هم پر خپل کتاب يوه لنډه ليکنه کړې ده.

د محمد عليم بسمل يوه بله ټولګه د حوري طالب جان څو کاله وړاندې چاپ شوې وه چې د لوستونکو او مينه والو له تاوده هرکلي برخمنه شوه .

دا هم د ښاغلي بسمل له نوې خپرې شوې ټولګې  څخه څو بيتونه :

د زړه مبايل مې په هجران کې انتن نه ورکوي

زه چې د يار له څنګه نه يم له ساحې خارج يم

==

زه چې مجرد وم سرښندنې ته حاجت نه و

ښځه چې مې وکړه نو جهاد هم فرض عين شو

==

انسانان ټول د يوه پلار د يوې مور زامن دي

موږ افغانان د انسانانو ميرني وروڼه يو

سالنګ کتاب خپروونکي تر دې مهاله، بهوپال ـ د هندوستان پښتانه، مالېر کوټله ـ (ختيځ پنجاب) د هندوستان پښتانه، امر باالمعروف، د حقوقو وېشنه، نوې راډيو خبريالي، ارواپوهنه، حمزه پېژندنه، هغه، د عادلانه نظام لار، نجيب محفوظ څرنګه کيسه ليکي او يو شمېر نور کتابونه چاپ کړي دي.

مينه وال کولی شي دغه او د سالنګ کتاب خپروونکي لخوا نور چاپ شوي کتابونو په لاندې پتو تر لاسه کړي:

کابل:

کابل: دانش کتابتون، پخته فروشۍ کوڅې ته مخامخ، احمدي پلازه، ميوند واټ

جلال اباد: مجید مومند کتاب پلورنځی، د خالد مېلمستون ترڅنګ، مخابراتو څلور لاری

کندهار: افغان قرطاسیه او کتاب پلورنځی د کپتان مدد څلورلاری