د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دیموکراسي بي بي او دملک صاحب کلی

پوهندوی آصف بهاند 14.12.2012 20:06

زموږنیکونوکیسه کوله چې ونه و،یوکلی و،دې کلي لرغونی نوم او اوږد تاریخ درلود،په دې کلي کې هرڅه سم واودورځې په نرخ چلیدل؛خوناڅاپه یوه ورځ یوه ښایسته ښځه را پیدا شوه چې هرچا ته به يې له مینې ډکه خندا کوله.
ځینوښوونځیوالو او پوهنځیوالوبه ویل چې ددې بي بي نیکونه ډیرپخوا په یونان کې تیر شوي دي.ترټولو غورنیکونه یې دراکون ( Drakon) ،سولون) (Solonاوکلیستن(Cleistheines )  په یونان کې،تامس جفرسون (Toms Jefferson ) په امریکا کې وو.دا ډیره ښه ښځه ده،نیک نوم لري،هرچا سره ښه کوي،هیڅ چا ته ضررنه رسوي ټولې نړۍ کې ډیرې یې دښوکارناموصفتونه کیږي او...
یوه بوډا وویل:
دا خوډیره ښه ښځه راته ښکاري،له هغې ورځې چې دا راغلې ده،موږ یې وینو چې ټولوسره ډیره ښه چلندکوي،ماشومانوباندې ډیره مهربانه ده،لکه مهربانه نیا « نینې » اوخواږه ورکوي،مشرانو ته احترام اوسلام کوي،دا بي بي له کومه راغله؟ څه نومیږي؟
کوم زلمکي ورته وویل:
نیکه ګله! دا « بي بي دیموکراسي » نومیږي،زموږ کلي ،غرونه رغونه یې ډیرخوښیږي،وایي چې ددې له پاره دلته راغلې ده چې له خلکو سره مرسته وکړي،ښځو ته « سنۍ کول » ورزده کا، نارینووته کارکول،دژوند طریقه وروښيي او...
سپین ږیري وویل:
زویکه!
ددې دې دپلار نیکه کور ودان وي.دا خوډیره ښه خبره ده،هرکله دې راشي اوپه خیردې راشي،خوزه په دې ډاریږم چې بدل آدرس ته نه وي راغلې،خیر وبه ګورو،دا دې هم ځان وآزمیي.
کلونه تیر شول،خلک دې ته په تمه ووچې یو څه بدلون اوښیګڼه به راشي،خودبي بي دیموکراسي خوله هماغسې له خندا ډکه وه.خلکوداسې انګیرلې وه چې دا بي بی زموږ کلي ته یوازې راغلې ده،خبر نه ووچې بي بي ګکې له ځانه سره دملۍ،شلغم ګازرې او... په نومونو څه برکټیان هم راوستي وو،دهمدې په وجه خو زموږ دکلیوالو له خولې خندا ورځ تربلې مروریده،خلکولیدل چې بي بي دیموکراسۍ دمهربانئ په څنګ کې څه نورهم درلودل،چې هغه دخلکو په ګټه نه،بلکې دخلکو پرضد وو.هغه اړخ یې زړه زورونکی،زړه بوګنونکی،آزارونکی،وژونکی او...و.دهمدې له امله د کلي دخلکوژوند ورځ په ورځ مخ په بره نه،بلکې مخ په ځوړروان و.
دې بي بي په خپل بل اړخ کې له ټولوسره یوډول نه وه، په ټولو یو شان مهربانه،نه وه.
دې ښکلې زړه وړونکې بي بي دخپلې خندا ترڅنګ، ترخپلې اوږدې تورې لمنې لاندې څه نورهم له ځانه سره درلودل،پرځینوباندې یې داسې مهربانیانې کولې چې هر څه نا څاپي،په یو وار بدلیدل اوبدلیدلای شي:
ګدا له خاوروراجګوي،شته من له خاوروسره خاورې کوي،
با عزت په یوه شیبه کې بې عزته کوي اوناپیژانده بې عزته،دسترګوپه رپ کې منصبونواو پلازونوته رسووي،
داټوړۍ دومره مهربانه ده چې دزدکړي اونازدکړي ځایونه دسترګوپه رپ کې سره بدلوي،
ددې بي بی زړه له داسې مهربانیوډک دی چې په یوه شیبه کې بې جماله اوبې کماله خلک ترداسې  بې مثاله بریدونوپورې رسوي چې دهغو په خیال او خاطرکې به هم نه وي ګرځیدلي،
داترورۍ داسې مهربانه ده چې لیوان ترروموپورې،قاتلین ترواکدارۍ اوغله دبانک ترخزانې پورې لاس نیولي رسوي اوداسې یې په کارونومصروفوي چې دجاموبدلولوته هم وخت ونه لري،له هماغه یوجوړه جاموسره کارهم کوي،خوب هم کوي،دباندې او دننه هم ورسره ګرځي.
مهربانه دیموکراسي بي بي ــ  خدای دې په آخرت کې دبیبیانوپه کتارکې ودروي ــ دخپلې اوږدې لمنې په تیارو کې داسې عدالت برقراره کړی دی چې ،دهرچا زړه چې هرڅه وغواړي ،هغه کولای شي،هغه دادي چې دبي بي دیموکراسي دخندا په دایره کې ددې دبرکټیانوحکم چلیږي او داحکمونه که څوک ونه مني،بیا نو بي بي دیموکراسي خپه کیږي او هغه په هره بیه چې کیږي،باید خپه نه شي.
دا چې خلک څه اوڅه وايي، وايي دې،دبي بي دیموکراسۍ برکټیان وايي چې دلته هرڅه سم دي،دیموکراسي او دکلي ملک چې وي،نور هرڅه ښه درواخله.
دا چې پرون په « ډیوې » څه وشول ،آغه ښه شوي دي،هغه ځوانه ده ،سیا سره ده،عاجزه ده،عقل یې خام دی تر اوسه په خپل ښه اوبد نه پوهیږي،باید دغسې شوي وای.
آغه بله ورځ هم دکلي سپین ږیرواومکتبیانوشکایت کړی وو چې د بي بي دیموکراسۍ برکټیانواولمسیانو دکلي نجونواوپیغلو ته په بده سترګه کتلي دي اویواوږد لیست یې جوړ کړی و،چې دغه څو تنه یې موږ په کې پیژندلې:
ــ « عایشه »،چې ټوکه کې کوم چا پزه ورنه غوڅه کړې ده.
ــ « سحرګله »، چې دخپلې کورنۍ غړویې نوکان ایستلي او ویښتان ور نه شکولي دي.
ــ « لال بي بي »،چې کوم چا په خندا خندا جنسي تیری ورباندې کړی دی.
ــ « شبانه »،چې له چا نه يې دجنسي تیري په لړ کې سهوآ سرغوڅ شوی دی.
ــ « نګینه »،خپله یې ژبه کوله،هماغه وچې چا ورنه ژبه غوڅه کړه.
ــ په سل ګونه ځان سوځونې.=،چې هغه یې په موږڅه؟
ــ اوپه زرګونه ځان وژنې اوزهر خوړنې،چې هغه ددوی خپل کاردی.
داسې دې نه ویل کیږي چې دلته پرسان نه شته،دلته دټولو شیانوپوښتنه کیږي.ودې لیدل چې ملک صاحب دهرې پیښې دپلټنې له پاره په جلا ډول څوکسان دڅیړنې په خاطروګومارل.ملک صاحب خو ډیر مهربانه اوپه هرڅه باندې خبر سړی دی.  
که څوک وايي چې دملک صاحب عدالت اوددیموکراسي بي بي مهرباني هسې درواغ دي،آغه ده وګورئ لرې نه،دغه پرون دهمدې عدالت او دیموکراسۍ په دایره کې یوبیچاره پنځه شپیته (۶۵ ) کلن مظلوم قاضي،سره له دې چې سپینه ږیره،ښځه اویوټولی ماشومان یې درلودل،بیا هم دعدالت داجرا له پاره په خپله خوښه حاضرشوی چې له شل (۲۰) کلنې بې کسه بې کویه « ډیوې » سره دهغې دستونزو دحل په خاطر،اوپه دې خاطر چې دظالمانوله منګولو نه یې خلاصه کړي وي او دهغې عفت خوندي وي،دې قربانۍ ته حاضردی چې واده ورسره وکړي،اوبیا دې هم ملک صاحب خدای ژوندي لري،سره له دې چې ډیر مصروف دی،خو بیا یې هم دخپلومهربانیوپه لړکې،له لرې واټن څخه غږ کړی دی چې باید حق حقدار ته ورسیږي ،کور دې یې ودان بچیان دې یې ...
 پای