د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پښتنو ضد خطرناکې توطیې

احمدجان تڼی 14.12.2012 18:52

د دیرشو کلونو څخه زیاته موده کیږي چې په ټوله پښتونخوا کې وینی بهیږي، کورونه ورانیږي ، کلی په کنډوالو اوړي او خلک سرګردان هرې خواته منډې وهي خو څوک د سر د خوندي کولو له پاره ځای نشي پيدا کولی. هر چیری پښتون په نښه کیږي.
پخوا که د شوروی اتحاد پوځونو( د اشرارو او د امپریالیزم د نوکرانو په نوم ) د پښتنو په کلیو بمونه اورول او په افغانستان کې د پښتنو د سیمو څخه یې لوخړې او لوګي پورته کړی و، چې په مقابل کې پنجاپ هم په لس ګونو زره پښتانه ښوونکی ، چوپړاسیان، منصبداران، پوهان د ( خلکیانو، روسانو د جاسوسانو او کمونستانو ) په نوم ووژل.
د ډاکتر نجیب الله د استعفا څخه وروسته ، په زرګونو پښتانه د ( افغان) په نوم په بیرحمانه توګه ووژل. وسله والو ډلو په کابل کې پښتون میشتی سیمې په قصدی توګه په توغندیو ، بمونو او توپچی ګولیو سره په کنډوالو بدلی کړې. دوی پروګرام درلود چې د کابل ښار او ولایت د پښتنو څخه تصفیه کړي .د دوی له پاره ( افغان بودن ) جرم و.
نوځکه په دې کړیو پورې تړلي ټوپکوال به کوڅو کې ولاړ او کورت بې په لاس کې او د تیریدونکو څخه به یې پوښتل : این چی است؟ که چا به ورته وویل چې: قوروت است. نو کومه خبره نه وه او که کورت به یې وویل : نو په همغه شیبه به دوی ته تثبیت کیده چې دا پښتون دی او برخلیک یې مرګ و. یوه ورځ یوه پښتون وګړی چې عمر به یې هم د څلویښتو کلونو څخه زیات او د لوړ تعلیم خاوند هم و، وسله وال ته وویل : به خدا اګر افغان باشم.
د طالبانو په واکمنی کې په پښتنو کې د پوهانو ، سیاستوالو ، مشرانو وژل د یوه ټاکلی لست له مخې روان و. په زرګونو پښتانه روڼ اندې او ملی وګړي د پښتنو په سیمو کې تري تم او له منځه یووړل شول. داسې جوتیده چې دا کړنې یوازې په پښتني سیمو کې مخته بیول کیږي . که څه هم طالبانو د دا ډول وژنو مسوولیت نه دی منلی خو په خپله واکمنې کی یې یو وګړی هم په دې تور نه دی نیولی او نه ېې جزا ورکړيده.
د طالبانو په وړاندې د لویدیز په جګړه کې د هیواد په شمال کې په زرګونو ځوانان ، سیمه ایزو ملیشاو چې د لویدیز له خوا یې ملاتړ کیده ، په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول. د همدی ملیشاو د بریدونو له امله په شمال کې په زرګونو پښتنی کورنی دې ته اړی شوی چې د هغه ځایه کډې وکړي.همدارنګه متعصبو ډلو پورې تړلو کسانو لویدیزو سرتیرو ته ښودله څوک چې په پښتو غږیږي او یا لنګوټه یې په سر وي هغه القاعده او طالب دی . ددې مشورې له امله په لس ګونو زره پښتانه ووژل شول.
جګړه په همغه توګه خو تر هغه خونړی او یوازی د لوبغاړو په بدلون سره د پښتنو په وړاندې روانه ده. اوس د لویدیز پوځونه هم په ځمکه او هم د هوا له لارې په پښتني کلیو باندې د تروریستانو او القاعده په نوم د اورونو سرې لمبې راکوزوي.
د امریکا د متحده ایالاتو اولسمشری ته د وروستیو ټولټاکنو مهم نوماند میت رومنی او د اوسنی اولسمشر بارک اوباما په ټولټاکنو کې سیال په یوه مرکه کې پښتون قوم په افراطیت تورن کړی دی. که څه د میت رومنی دا خبره د امریکا دولت رسمی پالیسی نه جوړوی خو بیا هم د هغه هیواد د مهمو مشرانو افکار د پښتنو په هکله څرګندوي.
د نړی تاریخ دا ثابته کړی ده چې پښتانه تر هغې چې برید پرې شوی نه دی تر هغی یې جګړه نه ده کړی پښتنو تراوسه د خپلې سیمی څخه بهر د جګړی د پاره نه دي تللی . دوی په دفاعی شکل سره دښمن د خپلی خاوری ایستلی او هغه یې تر خپلی ځالی تعقیب کړی دی.
د سپتمبر د یوولسمی په چاودنو کې یو پښتون هم نه و، ټول عربان و. دا عربان د پنجاپ د پټو سرویسونو په همکاری روزل شوی او امریکا ته لیږدول شوی و. خو امریکا او د هغه متحدینو ددی په ځای چې پنجاپ تر برید لاندې ونیسي په خوار افغانستان یې برید وکړ. د سپتمبر د یوولسمی د نيټې د بریدونو څخه مخکی اویاد هغه وروسته په ټولو نړیوالو دا ډول بریدونو کې یا عربانو او یا پنجاپیانو برخه درلوده او هم یې لری .
هغه ورځ می په انترنیت کې یو تصویرولیده چې یوه نږدې سل کلن سپین ژیری ته چې پیتاوی ته ناست دی او د تسپو په ویلو بوخت او د ځان خبر نه دی او سر ته یې یوه بهرنی عسکر ټوپک نیولی دی په دې عکس کې کورنی عسکر هم لیدل کیږي. او د دوی ننداره کوي.دا چې سپین ږیری ووژل شو او که نه ، معلومه نه ده.
میت رومنی باید دې تصویر ته په دقت سره کتلی وای او بیا یې ویلی وای چې تروریست څوک دی ؟ دا بهرنی عسکر او یا دا پښتون سپین ژیری ؟ دا ډول په سل ګونو پیښې د بهرنیو عسکرو له خوا رامنځته شوی دی. د میندو په غیږو کې ماشومان یې وژلی دی او حتی د بیګناه وژل شوو کسانو په جسدونو یې میتیازی کړی دی . د شپی د خوارو او بیګناه پښتنو په کورونو بریدونه ، د ښځو او ماشومانو په سپیو داړل او وژل دا ټول هغه څه دي چې بهرنیو سرتیرو د پښتنو په وړاندی کړی دي په پنجوايی کې د په لس ګونو په خوب ویده کورنیو وژل د یوه او یا څو تنو بهرنیو سرتیرو له خوا د پښتنو په وړاندې د جنایتونو او تروریزم ښه بیلګه ده چې میت رومنی پرې سترګې پټوي.
ایا میت رومنی ددې څخه خبر دی چې د عبدالحکیم شجاعی په نوم مشهور جنایت کار د ارزګان په ولایت کې د پښتنو د ټول وژنی له پاره ددې بهرنیانو له خوا ګومارل شوی او د هغه څخه یې د پښتنو په وژنه کې هر اړخیزه ملاتړ کړی دی؟
ایا میت رومنی د امریکايي سپیشل فورس په پښتنی سیمو او په ځانګړی توګه د وردګو په ولایت کې عملیاتو څخه خبر دی چې دوی د عادی خلکوپه وړاندې څه ډول برخورد کوی؟ دا ورته جوته ده چې دا ځواکونه بیګناه خلک په رڼا ورځ خلک ځوروي ، ډبوی او وژنی. د ساري په توګه ( دجلریز داسماعیل خیلو اوسیدونکی اصف په ویناء چې سپیشل فورس ځواکونه مو کلي ته راغلل او زموږ دټول (۵۰) کورونو دروازې یې ماتې او بیایې دټول کلي خلک په خپلو لونګیو وتړلو او دوهلو او ډبلو ورسته یې خوشې کړو.)
په یوه سیمه کې د دا ډول عملیاتو تر سره کول د خلکو د روحیې د وژلو د دوی تحقیر او تعجیز د پاره تر سره کیږي. دا عملیات د پښتنو په وړاندې سایکولوژیکی جګړی یوه مهمه برخه ده.
دې ته څه وايي د تروریزم په ضدجګړه ده چې لویدیزوال یې مخې ته بیایي ؟ او یا کومه په بل نوم جګړه؟ او که د پښتون وژنی کمپاین دې چې د بهرنیانو او د کابل د ادارې د عسکرو له خوا او د وسله والو له خوا په شریکه مخته بیول کیږی.
د طالبانو د رانسکوریدو وروسته په کابل کې د شپږ میاشتنی عبوری ادارې بهرنیو او کورنیو چارو د وزیرانو د خلکو د وژنې بې د کوم قید او شرطه اجازه لیک د نړیوالو ځواکونو سره لاسلیک کړ چې بهرنیو پوځونوهم ددې اجازه لیک د موادو څخه په استفادی سره داسې کړنې تر سره کړی چې هیڅکله به د خلکو د یاده ونه وزي.
د پښتنو په وړاندې په کابل کې د حاکموکړیو سیاست څرګند دی ، دا کړۍ نه پریږدي چې پښتنی ملی شخصیتونه په اداره کې موجودیت ولری. په لوړو ، منځنیو او حتی په ټیټو څوکیو باندې مقرریو کې په ټاکل شوو ډلو پورې د تړلو تاجکانو او هزاره ګانو ته لومړیتوب ورکول کیږي په ارګ پورې د تړلو ادارو هم دا حال دی . واکمنې ډلې په اولس مشریزو او پارلماني ټولټاکنو کې د وسله والو ډلو په مرسته د پښتنو د پراخ ګډون مخنیوي کوي. همدارنګه دا کړۍ په پښتنی سیمو کې انکشافي پروګرامونو کې له پامه غورځول کیږي. په مورنیو ژبو د زده کړو مخنیوی کوي. دوی پښتو ژبه د رسمی او اداري چارو څخه به پشپړه توګه ایستلی ده.
د کابل اداره د افغانستان د خلکو او نړیوالی ټولنې د ارادې او غوښتنو خلاف ، د پنجاپ او پارس په وړاندې د غوړه مالی او تسلیم طلبی سیاست په مخ بیايي . چې په راتلونکی کې به د افغانستان او د پښتنو له پاره به خورا ناوړي پایلې ولري.
په کابل کې په ډالرو ماړو پښتو ژبي سیاستوالانو هیڅکله د پښتون مظلوم اولس غږ پورته نه کړ ، په چوپو خولو او په پټو سترګو یې د پښتنو او افغانستان ضد د ټولو جنایتونو تایید او ملاتړ وکړ.
خو ایا پښتون اولس به دا ډول پښتو ژبي په اصطلاح سیاستوال وبښي چې د خپلو شخصي ګټو په منظور د اولس او وطن په تباهي سترګې پټې کړي؟ د دوی د لوړو څوکیو د لاسته راوړلو او یا ساتلو د پاره د بهرنیانو او د حاکمو متعصبو ډلو غوړه مالی کوي .ایا پښتني میرمنې تل داسې سیاستوال زیږوي چې د ظلم ، تیري او استعمار په چوپړ کې وي ؟ او یا داسې کسان به هم پيدا شی چې د اوسنیو نارواو په وړاندې به خپل غږ پورته او خلک به د ځان ژغورلو د پاره راوبولي.
په پښتونخوا کې د علاوالدین غوری، حاجي میرویس خان او لوی احمدشاه بابا د غورځنګونو څخه وړاندې شرایط اوسنیو شرایطو ته ورته دي. یعنی په دې مانا چې د پروګرام سره سم ددې قوم د ځپلو پروګرام روان دي. دا پروګرام لوی هند ته د انګریزی استعمار په ننوتو سره بیا پیل او اوس د هغو ځایناستو په واسطه په وړاندې بیول کیږي.
اوس په ټوله سیمه کې د پښتنو برخلیک یو دې، د بادغیس څخه تر درقد او تر سوات ، دیر، کراچی پورې په ټوله سیمه کې ددې لوی اولس په وړاندې پراخه جګړه په مختلفو نومونو سره روانه ده. په ټوله سیمه کې هره ورځ نږدې دوه سوه تر درې سوو کسانو پورې بیګناه کسان وژل کیږي. ددې اولس وینې بهول کیږي خو بیا هم د میت رومنی زړه ددې خلکو په وژنه نه دی سوړ شوی.
د سپوږمی رادیو په قول په دې وروستیو ورځو کې د بریتانیا د مشرانو جرګې استازي لارد ګیربېرتر په یوه وینا کې وویل : د افغانستان او پاکستان په سرحدې پوله باید نیوتروني بمونه وغورځول شی تر دا ځکه چې دلته ترهګرو ځالی کړي او دواړو خواو ته اوړي. ده وویل دلته یوازې وزې د څو تنو شپنو سره ګرځي او راګرځي.
د دې خبر په اوریدو سره خلکو ته دا وریاده شوه چې دولس کاله مخکې د تخار د خواجه بهاوالدین د ولسوالی د کانتینري حکومت د امریکا څخه وغوښتل چې ( والکی والکی اټومي بمونه وغورځوي.)وروسته یې د امریکا څخه د ( غتو ، غتو) بمونو د غورځولو غوښتنه وکړه.
په دې جګړه کې د خواجه بهاولدین د حکومت افرادو نه یوازې پښتانه د طالبانو په نوم وژل بلکې د دوی جسمي بې عزتی یې هم وکړې . د تروریزم تر چتر لاندې د پښتنو په وړاندې جګړه روانه وه.خو اسامه بن لادن چې امریکا د هغه د نیولو او یا وژلو په پلمه افغانستان ته راغلی وه د تورې بوړې د غارونو څخه د پاکستاني ځانګړو پوځيانو په مرسته په ډيره مصوونه توګه وایستل شو او په پاکستان کې پوځي مرکز ته په خوندي ډول سره ولیږدول شو.
اوس دا پوښتنه پیدا کیږی چې د تورې بوړې د غارو څخه د اسامه بن لادن د لیږد په مهال د بهرنیانو سترګې څنګه پټې شوی او یا یې په قصدي توګه پټې کړي. هلته د تورې بوړې شاوخوا خو په زوراکانو پورې تړلی ملیشاوې چې جیبونه یې د ډالرو څخه ورډک کړل شوی پراتی وې او په هوا کې الوتکی ګرځیدې.
د زیاتو رسنیو د راپورنو سره سم په دې جګړه ایزو عملیاتو کې بهرنیو الوتکو د ککړو یورانیمو بمونه چې د خواجه بهاوالدین حکومت یې غوښتنه کوله استعمال کړل. که څه هم په واروار سره په دې سیمه کې د اټومي وړانګو په هکله راپورونه ورکړل شول او ددې ناوړه اغیزې په ځايي خلکو کې ولیدل شوې ،خو بهرنیانو او د کابل ادارې په ټول ځواک سره هڅه وکړه چې دا تراژیدي پټه کړي.
د افغانستان او پښتنو له پاره تر ټولو لویه تراژیدی داوه چې په افغانستان کې لویدیز د خپلو عسکرو ، ډالرو او سیاسی نفوذ سره متعصبې ډلې واک ته ورسولې.
د جګړی د لومړی ورځی څخه ښکاره وه چې دا د تروریزم ضد نه بلکی د پښتنو ضد جګړه وه چې دیرش کاله مخکې پيل شوی وه او اوس د روس په ځای لویدیز هم پکی ورګډ شو. که نه د لویدیز سیاستوالو ته دا ښه معلومه وه او دا چې تروریزم د پنجاپ او تهران د سیاستونو مهمه برخه جوړوی. خو لویدیز ددې په ځای چې د تروریزم مرکزونه چې هغه د پورتنیو هیوادونو پوځي مرکزونه دي له منځه یووسي ، د تروریزم په قربانیانو باندې بریدونه پیل کړل او تر ننه دا جګړه په مخ وړي.
که د پښتنو په وړاندې اوسنی جګړې ته پام وشی داسې ښکاری چې په سیمه ایزه او نړیواله سویه په دقیقه توګه سنجول شوی وي . چې د هغه یو ښه ثبوت ښاغلی لارد ګیربیرتر یاده وینا ده .
ښايي لارد په دې ښه خبر وي او خبر هم دی چې القاعده او نورې ورته ډلې د پنجاپ داستخباراتی کړیو له خوا زیږول شوي ، پالل شوي او اوس د پښتنو او نړی په وړاندې استعمالیږي. دوی د پنجاپ د پوځ او ملیشا په زور په پښتنی سیمو کې ځای په ځای کیږي او لګښت یې هم د هغو روپيو څخه ورکول کیږي چې پنجاپ یې د تروریزم په ضد د مبارزې په نوم د لویدیز څخه تر لاسه کوي. ددې ډلو د تنظیم ، سوق او ادارې چارې هغه هیواد په راولپنډی کې د پوځي مرکزونه څخه کیږي . او یوازې په پښتنې سیمو کې د پښتنو د ځپلو او د نړیوالو ځواکونو په وړاندې د جګړو له پاره قبایلي او سرحدی سیمو ته لېږدل کیږی.
په تیرو لسو کلونو کې د امریکا د متحده ایالاتو، بریتانیا او د هغوی ټولو متحدینو د ښاغلی لارد په ګډون په دې سترګې پټې کړی او کوي یې چې تروریزم او افراطیت د پنجاپ د پوځ یوه جنګي جبه ده چې اصلی موخه یې پښتانه او وروسته هند او د سیمې هیوادونه دی. په ټوله نړی کې چې کوم تروریستی عمل تر سره کیږي په هغه کې د پنجاپ د لاس نښې او نښانی لیدل کیږي اوس مهال په دې جبه کې تهران هم ورګډ شوی دی.
د بریتانیا د سنا د مجلس د غړی ددې خبرې څخه یو بل څه هم راښکاره کیږی چې ددې پروژې د پلې کولو کې د پنجاپ استعماری اداره پاتې راغلی وی تر څو پښتانه محوه او د سیاسي ډګر څخه یې وباسي نو لدې امله د پنجاپ پخواني متحد دا تصمیم نیسی چې په پښتنو باندې نیوترونې او یا اټومي بمونه استعمال شی لکه چې دخواجه بهاوالدین د کانتینري حکومت مخکی د هغه غوښتنه کړي وه.
خو د امریکا د اولس مشری ته د نوماند میت رومنی د بریتانیا د سنا د مجلس د غړی لارد ګیربیرتر د پورتنیو څرګندونو په وړاندې ټول پښتو ژبي سیاستوال غلی پاتی شول یوازې د یوه خبر په توګه د سپوږمې راډیو په توګه خپور او د هوا په څپو کې تیت شو.
که تروریزم په ضد جګړه کې اټومی او یا نیوترونی بمونه اغیزمن وي نو باید لویدیز یې باید هلته وغورځوی چې د دوی په اصطلاح تروریزم هلته روزل کیږي ، وسله وال کیږي او بیا پښتنی سیمو او د نړی نورو هیوادونو ته لیږل کیږي. پنجاپ د دین تر نوم لاندې خپل استعماری اهداف مخې ته بیايي.
په دې کې شک نه شته که لویدیز پوځونه د پنجاپ په پوځي مرکزونو باندې نیوترونی بمونه وغورځوي دا ډیره ممکنه ده چې په نړی اتیا سلنه د لویدیزوالو په اصطلاح تروریزم به په نړی کې له منځه ولاړشي. دا ځکه چې تروریزم او افراطیت د پنجاپ د پالیسی یوه مهمه برخه جوړوی په همدې ټکی د لویدیز سیاستوال، مشران ، پوځي کوماندانان ښه پوهیږي خو بیا هم پرې سترګې پټوي او د هغه تروریزم سره مرسته کوي چې پارس او پنجاپ عملا د پښتنو په وړاندې یې په مخ بیايي.
دا د پښتنو په وړاندې جګړه د باغیس څخه نیولی تر سوات ، کراچی ، کشمیر او درقد پورې روانه ده. د افغانستان په شمال کې عموما جګړه ایز فعالیتونه د طالبانو په نوم د پښتنو په وړاندې پلان کیږي چې د هغو په ترځ کې تر اوسه په زرګونو پښتانه وژل شوی دي او کیږي . د بادغیس په ولایت کې په دې وروستیو کې جګړه ایز عملیات روان و. د سپوږمی رادیو په قول په دې ورځو کې د بادغیس خلکو د کابل ادارې څخه وغوښتل چې د دوی په کلیو او بانډو کې جګړه بنده کړی دوی ددې وس نلری چې په ازاده هوا کې شپې سبا کړي.
خو د رسنیو په قول په سیمه کې د عملیاتو کوماندان وویل چې د دوی جګړه د طالبانو او تروریستانو په وړاندې روانه ده او دا جګړه تر هغه چې طالبان یې له منځه نه وي وړی تر هغه به جګړه روانه وي. د متعصبو کړیو تر منځ د طالب خطاب پښتنو ته کیږي.
د کابل د ادارې د پوځونو د کوماندان خبره رښتیا ده چې تر څو چې په دې سیمه کې تروریستان او یا طالبان له منځه وړي نه وی تر هغه جګړه نه دروي . دا ځکه دا جګړه ددې له پاره پلان شوی ده چې په دې ولسوالی کې پښتانه د طالبانو په نوم وځپی او دې ته یې اړ کړی چې دا سیمه پریږدي.
دا ډول عملیات هم د هغه قومي تصفیې یوه برخه ده چې نږدې درې دیرش کاله مخکی د ببرک کارمل د ادارې له خوا د شوروي پوځونو په مرسته پيل کړي وه . شوروي پوځونو د کارملی پوځونو په همکاري په شمال کې په سل ګونو د بښتنو کلي وران کړل او د زرګونو پښتنو د شهیدان کولو په اړخ کې یې دوی اړ کړل چې خپل کلی او سیمې پریږدي.
په شمال کی د پښتنو د ځپلو له پاره د زورواکو او متعصبو کړیو او ډلو له خوا د ( سیمه ایزو قوتونو، اربکیو، سیمه ایزو پولیسو ) تر نومونو لاندې ډلې جوړې او د اوسنی دولت په موجودیت کې د پخوا څخه زیات تقویه شوي دي. دې ډلو په شمال کی د پښتنو ژوند نا ارام کړی دی خو د کابل د ادارې مشر په دې هکله کوم تصمیم نه شی نیولی.
د رسنیو د قول سره سم دا ملیشاوې چې د هیواد په شمال کې د اوسنی ادارې له خوا جوړې شوی دی د پښتنو په وړاندې د هر ډول جرم او جنایت څخه ډډه نه کوي. همدارنګه د رسنیو په قول ایرانی پلوه د کابل د حکومت ملیشا عبدالحکیم شجاعی په روزګان او نوروسیمو کې د پښتنو ټولوژنې ته دوام ورکړی او تر اوسه په سلګونو کسه یې وژلي دي. خو کله چې د خلکو د شکایت له امله ونیول شو ، هغه په زندان کې شپه تیره نکړه او اړونده متعصبه کړی له خوا د زندان څخه روایستل شو او په ارزګان کې یې د پښتنو په وړاندې خپلې جګړې ته دوام ورکړ.
د اعلحضرت شاه زمان څخه وروسته د کابل کورنی او بهرنی سیاست په ټاکلو کې د پښتنو ملی شخصیتونه کوم رول نه لری پښتانه د سیاسی واک څخه ګوښه شوي د کابل واکمنانو او درباریانو د پښتنو تحقیر او توهین پیل کړ او تر ننه روان دی د بلې خوا په اوس مهال کې په رسنیو کې د پښتنو په وړاندې پراخ کمپاین روان دی.
ایران ( پارس) د افغانستان په لویدیز کې وسله والې ډلې د طالبانو تر نوم ځای په ځای کړي او غواړی د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو د پاره تر کار واخلی پارس نه یوازې هڅه کوي چې د هغو وسله والو ډلو له لارې چې په لویدیز کې یې ځای په ځای کړي دي په پښتنو فشار راوړی تر څو د هرات نیول ورته اسان شي د هغه په اړخ په موجوده اداره کې خپل ټول نفو‌ذ څخه د پښتنو په وړاندې کار اخلي.
په افغانستان کې د پښتنو په وړاندې د پارس جګړه دوه موخې لری لومړی د پښتنو په ځپلو سره د افغانستان اساسی شمزی ماتیږي او ددې هیواد تجزیه او یا له منځه تلل اسانیږي او همدارنګه غواړی چې په افغانستان کې د پښتو ژبې( چې د افغانستان هویت تشکیلوي) په له منځه وړلو سره یوازې پارسی ژبه په افغانستان کې حاکمه کړی لدې لارې ټول افغانستان د پارس په خيټه کې هضم کړي. ددی موخې د تر لاسه کولو د پاره د کابل ایرانی پلوه ادارې په تذکره کې پارسی ور زیاته کړه تر څو افغانی هویت پارسی ته واړوي .
د پورتنیو خبرو څخه دې ټکی ته رسیږو چې د پښتنو په وړاندې د تروریزم یو مثلث موجود دی چې دوه زاویې یې پنجاپ اوپارس او بله زاویه یې په افغانستان کې متعصبه کړۍ دي. ددې مثلث د ناوړو موخو په تطبیق کې روسیه او لویدیز همکاری کړي ده.
دا د پښتنو په وړاندې منظمه جګړه ده او ددې جګړې په وړاندې باید په ډيره هوښیارانه توګه عمل وکړل شي . هغه کیدای شوی چې په لاندې ډول وي:
ټول پښتانه هر چیرې چې اوسیږی باید په دې پوه شی چې د دوی برخلیک یو دی .
په تیرو دوو لسیزو او یا په اوس مهال کی پنجاپ او پارس غوښتل او غواړی د ازبکانو ،دیګانو او هزاره ګانو څخه د پښتنو په ضد کار واخلي. یعنی په دې مانا چې د پښتنو د ځپلو د پاره د هیواد دننه او د هیواد څخه د بهره دوی جبهی پرانیزي. چې یوه اندازه په دې کار بیا هم بریالی شوی هم دي.
خوپه افغانستان کې ټولو قومونو او د هغو له جملی څخه دیګان، هزاره او ازبکانو قومونو نوی سلنه څخه زیاتو د پښتنو سره خپله ټینګه دوستی او وروری ساتلی ده او نه غواړی افغانستان د پارس او پنجاپ په وړاندی کمزوری شی.
خو دا باید زیاته کړو چې پارس او پنجاپ په افغانستان کې د نورو ملیتونو دوستان نه دی او په دوی نه کوم رحم کوي . دوی څومره چې د پښتنو دښمنان دی دومره د پشه ییانو، پلوځانو ، ازبکانو او نورو دښمنان هم دي خو ددوی لومړنی ټارګيټ پښتانه دي او وروسته بیا په افغانستان کې نور قومونه. دا ځکه چې ددې هیواد یو اصیل اوسیدونکی هم دې ته تیار نه دی چې د پنجاپ او پارس مرییتوب ومنی.
پنجاپ او پارس په ټول قوت سره هڅه کوی چې پښتانه او بلوڅ په مختلفو لارو او تاکتیکونو سره وځپی .دوی ددې لوی اولس د ځپلو د پاره مختلفې پروژې اوخطرناکه پروژې رامنځته کوي . ددې پروژو څخه د پنجاپ او پارس موخه په ټوله سیمه کې د پښتنو تباهي او د افغانستان له منځه تلل دي.
که څه هم په دې وروستیو څو کلونو کې پښتانه ځوانان دې ټکی ته متوجه شوی دی چې دا جګړه د بریتانوی استعمار د جګړو په دوام جګړه ده چې ددې اولس د کمزوری کولو او یا له منځه وړلو د پاره په مخ بیول کیږي. نو له دې امله استعماری هیوادونه ( پنجاپ او پارس ) هڅه کوی چې دا اولس په تیاره کې وساتل شی تر څو دوی په دې ونه پوهیږی چې د دوی کوم روا حقوق تر پښو لاندې شوی دي.
پښتانه باید لومړی خپل ځان وپیژني چې په کوم حال کې دی او د کومی تراژیدی سره مخامخ دي د کومو حقوقو څخه بې برخې دي لکه چې ګورو اوسمهال پښتانه محکوم اولس دی دوی حتی په خپله ژبه د خبرو ، لیکلو او لوستلو حق نه لری په سیاسی ډول دوی د روا حقوقو څخه بې برخې دی دوی یو متحد، خپلواک او مستقل هیواد نلری او په څلورو او یا د هغه څخه په زیاتو ټوټو ویشل شوی دي.
پښتانه په دې پوهیږی چې دوی هم لکه نور اولسونه د یوه ازاد او خپلواک هیواد د درلودلو حق لری . که چیرې دا حق جرمنیان تر لاسه کولی شی ختیز او لویدیز المان سره یوه کیږي او یا شمالی او جنوبی یمن سره یو کیږي ، هانګ کانګ د چین سره بیرته یو کیږي، یا شمالی او جنوبي ویتنام سره یو کیږي، او داسی نور. نو پښتانه او بلوڅ هم حق لری چې خپلواک او مستقل هیوادونه ولری. دا د پښتنو او بلوڅو ملی او روا حق دی.
ددې له پاره چې د پښتنو تر منځ د یووالی د روحیې د منځته راتلو مخه ونیسي نو پنجاپ په ټول قوت سره هڅه کوي چې دا اولس د مجاهد، طالب، حزب اسلامي،او کمونست په نوم سره وویشي او د یوه او بل په مقابل کې یې ودروي. خو د اولس په منځ کې داخبرې له منځه تللی دي او په ټول اولس کې یوه ملی روحیه رامنځته کیدونکی دي چې په بښتني قومیت باندې ولاړه ده.
هغه حالت رامنځته شوی دی چې اوس پښتانه د یوه بل په درد او غم باندې ځوریږي خو نه پوهیږي چې څنګه به ددې مصیبت څخه ځانونه وژغوری چې د پنجاپ ، تهران او کورنیو متعصبو ډلو له خوا په راوړل شوی دي او په دې تیرو دیرشو کلونو کې د سیمي څخه بهر هیوادونو هم د پورتنیو پښتنو ضد پروژو په تطبیق کې ورسره مرسته کړي ده.
په سیمه کې د ټولو پښتنو تر منځ د ملی ګډ فکر او عمل په رامنځته کولو کې رسنی ډیر او مهم رول لوبولی شي. ورځ په ورځ پښتنی رسنۍ د پنجاپي ، پارسی او د لویدیز له خوا د ملاتړ کیدونکو رسنیو په وړاندې تقویه کیږي او په مخ روانې دي. خو بیا هم په دی مسله کې پښتنی رسنې لکه څنګه چې اړینه ده هغومره په دې نه دی توانیدلی چې د پښتنو درد ته انعکاس ورکړي او د دوی د اذهانو په روښن کولو سره په پښتنو کې پراخ سیاسی او ملی حرکت راپیدا کړي.
دوهمه مهمه مسله د پښتنو د یووالی له پاره د یوه ملی ، مترقي سراسري سازمان نه موجودیت دی. د ټولوپښتنو د پاره د یوه ملی ، مترقي او ازادي غوښتونکی ځواکمن ګوند ر امنځته کیدل یوه اړتیا ده دا ګوند باید په خپل ستراتیژیک هدف د تاریخي افغانستان( پښتونخوا) د اموسین څخه تر اباسینه پورې چې سمندر ته لار ولري وټاکي او نږدی هدف یې باید په پښتنو کی د پورتنی هدف ته د رسیدو له پاره د یووالی پراخ خوځښت رامنځته کول او رهبری کول واوسي. پښتانه باید پنجاپ دې ته اړ کړی چې د ټولو پښتنی سیمو څخه خپل پوځونه وباسی، د پټو شبکو ځالې ړنګې کړی او د پښتنی سیمو واک ، د هغوی د بشپړې خپلواکی په رسمیت پیژندلو سره ،خپله پښتنو ته وسپاری.
د دا ډول پراخ ملی سازمان د رامنځته کیدلو په مخنیوی کې پارس ، پنجاپ او د کابل واکمنانو په ګډه عمل کړی دی او کوي یې. ددې له پاره چې د پښتنو یووالی مخنیوی وشی په پښتنو پورې د ملی اشخاصو او وګړو پراخه وژنه د لست سره سمه چې د پنجاپی پټو منابعو او نورو سیمه ایزو پښتنو دښمنو ځواکونو له خوا ترتیب کیږي روانه ده.
خو دا ناممکنه ده چې په یوه ټولنه او قوم کې په بشپړه توګه د رهبری بنسټ له منځه ولاړشي دا یو ټولنیز قانون دی. پښتانه به د پښتنو په نوم راټولیږي او یو پښتون منلی مشرتوب به رامنځته کوي. د پښتنو له پاره د سراسري مشرتوب رامنځته کیدل اوس ممکن شوي دي. دا ځکه چې اوس مهال معلوماتي تکنالوژي ډیره وده کړي ده. ددې تکنالوژي په برکت سره پښتون مشرتوب کولی شي په ټوله پښتونخوا کې د اموسین څخه تر اباسین پورې د پښتنو (چې د نورو قومونو او توکمونو یووالی او ملاتړ ورسره وي) سیاسي ملی غورځنګ رهبری کړي.
په دې لویدیز ډیر ښه پوهیږي چې په سیمه کې تروریستی حکومتونه د پارس او پنجاپ حکومتونه دي چې د پښتنو ځپلو او په نړی کې د مختلفو موخو د تر لاسه کولو د پاره وسله والې ډلی هر چيرې استوی دې دواړو هیوادونو نه یوازې سیمه بلکې ټوله نړی ناارامه کړی ده.
دا ټکی باید ښاغلی میت رومی او ښاغلی لارد ګیربیرتر ښه درک کړي، چې پښتانه یو متدین اولس دی دا اولس د پنجاپ ، پارس او ځینو کړیو د خطرناکو توطیو قرباني دی د لویدیز او په ځانګړی توګه د امریکا د متحده ایالاتو ګټه د پښتنو سره په دښمنی که نه ، بلکې د پښتنو سره په دوستی او همکاری کې ده .