تورې دې لالا وهي مړۍ دې عبدالله وهي
11.12.2012 08:58خبرياست چې دافغانستان دملي لوبډلې دتنخوا له لحاظه په درې برخو ويشل شوې.
اوله برخه پخواني لوبغاړي : هر لوبغاړى اته سوه امريکايي ډالرمعاش لري،چې په دې برخه کې اته لوبغاړي هم ځاى لري.
اوله برخه پخواني لوبغاړي : هر لوبغاړى اته سوه امريکايي ډالرمعاش لري،چې په دې برخه کې اته لوبغاړي هم ځاى لري.
دويمه برخه : په دغه برخه کې پياوړي لوبغاړي دي چې شپږسوه امريکايي ډالر مياشت لري،په دې برخه کې شپږ لوبغاړي ځاى لري.
دريمه برخه : هغه لوبغاړي چې ښه لوبه کوي خو تازه يې لوبډلې ته لاره موندلې اوياهم په نولس کلنه لوبډله کې ښه کارګردګۍ کړي،داهم شپږلوبغاړي دي خو تنخوا يې
دريمه برخه : هغه لوبغاړي چې ښه لوبه کوي خو تازه يې لوبډلې ته لاره موندلې اوياهم په نولس کلنه لوبډله کې ښه کارګردګۍ کړي،داهم شپږلوبغاړي دي خو تنخوا يې
څلورسوه امريکايي ډالر ده .
دهمداغه لوبغاړو پرسر چې کومې پيسې نړيواله شورا ورکوي څوک يې اخلي .
روزنکى کبيرخان دمياشتې اته سوه امريکايي ډالرمعاش لري،دورځې سل امريکايي ډالر ورځنى فيس لري،دناروغۍ ... لپاره هم پېسې ورکول کيږي چې ټولې دولس زره امريکايي ډالر معاش ورکول کيږي.

شهزاده مسعود : دا دافغانستان دکرکټ بورډ عمومي مشر دى سربېره پردې چې د دولت دسلاکار وزير معاش لري دکرکټ بورډ څخه پنځه زره پنځه سوه امريکايي ډالرمعاش لري او ددې ترڅنګ ځيني نورې اړيني خرچې لپاره شاوخوا درې زره امريکايي ډالر ورکول کيږي چې ټولې اته زره اوپنځه سوه امريکايي ډالر اخلي .
بشير ستانکزى: اجرائيوي سرپرست رئيس دى دوه زره او درې سوه امريکايي ډالرمعاش لري.
شپون صيب : دا دافغانستان په کرکټ بورډ کې نوى اداري اومالي رئيس دى چې دمياشتې دوه زره اته سوه امريکايي ډالر معاش لري.
عبدالعلي شينواري : دا هم په ادارې برخه کې کار کوي چې يوزرو اته سوه امريکايي ډالرمعاش لري.
يوبل هزاره کس : په ادارې اومالي برخه کې کار کوي شپاړس سوه امريکايي ډالرمعاش لري.
دکورني کرکټ رئيس نظيم جار عبدالرحيمزى دولس سوه امريکايي ډالرمعاش لري.
يوشمير نور چارواکي لکه رئيس احمدزى ... هم ښه معاشونه اخلي هغه کس چې په کرکټ بورډ کې دنده لري او يادمعلومات يې په دې شرط راکړل چې نوم به مې نه خپروې هم وروسته راکړي
تاسې پرې قضاوت وکړئ چې کار څوک ډېر کوي اومعاشونه څوک ډېر اخلي .

