افغان کرکټ بورډ چندې ټولولو محتاج شو
08.12.2012 13:27د افغانستان کرکټ بورډ نن سبا د لوبغاړو څخه او د ولایاتو نمایندګانو څخه په نوې پلمه پیسې ټولوي. مخکې د ولایاتو لوبډلې او کلبونه پرته له کوم مالي لګښت راجستر کیدل اوس د شهزاده مسعود، او نسیم الله دانش (پرته له معاش کارکوونکی) ادارې غوښتنه ده چې د هر کلب یا لوبډلې راجسترول ۱۵۰۰۰ افغانی لګښت غواړي. په لغمان ولایت کې ۶۰ لوبډلې دی او که چیرته له دې ټولو څخه
پنځلس زره افغانئ واخیستی شي نو ۹۰۰۰۰۰ نهه لکه افغانی شوې، او په ننګرهار کې خو په سلګونه کلبونه دي.
کرکټ داسې لوبه ده چې نن سبا مشران ورته په ښه سترګه نه ګوري ځکه په ځینو سیمو کې هلکان ټوله ورځ کرکټ کوي او د درسونو او کاروبار څخه ځان خلاص کړیدی. په ازموینو کې هم د لوبغاړو نمرې ښې نه وي. یو لوبغاړی به یو کلب کې د لوبیدو لپاره د کرکټ وسایل په خپله اخلي، د لوبې لپاره باید هر وخت حاضر وي، کوم ځای ته چې سفر کوي د موټر کرایه به ورکوي، کوم لوبغالې کې چې لوبه کوي د میدان کرایه به ورکوي (د امپایر د فیس په شمول ۵۰۰۰ افغانئ) د غازی امان الله خان ګراؤنډ د یوې ورځې کرایه ده.

د غرمې ډوډئ هم په لوبغاړي ده. ما سره چې کومو لوبغاړو لیدلي ټول د ښوونځي زده کوونکی دي اقتصادي وضعیت یې ښه نه دی چې د کلب پر سر ۱۵۰۰۰ افغانئ ورکړي. نو لوبغاړو مشوره کړیده چې مونږ به د کرکټ لباس واغوندو او په بازار کې به وګرځو ترڅو کرکټ بورډ ته چنده ټوله کړو.
د کرکټ د پرمختګ لپاره د کرکټ نړیواله شورا له هر ملک سره مرسته کوي، د آیرلینډ د ښې ادارې او د کرکټ نړیوالې شورا سره د ښو اړیکو له امله راتلونکی کال ۱،۵ ملیون ډالر ورکول کیږي، که چیرته په افغانستان کې هم یوه ښه او با استعداده اداره وای نو افغانستان به له دې مرستو څخه نه بې برخې کیده.
د حامد شینواری په وخت کې خو دا کارونه نه ؤ، حامد شینواری چې تللی دی افغانستان کوم ځای سره لوبې کړیدي، کورنئ کرکټ ټورنامنټ ولې ترسره نشو او همداسې نور.
زما د لیکنې موخه د افغانستان کرکټ بورډ کې اصلاحات دي او د افغانستان کرکټ پرمختګ لپاره دی، نه د چا طرفدار یم، نه تعصب کؤم او نه د کوم منصب طمع لرم، یوازې د افغانستان د کرکټ پرمختګ ته د افغانستان د ملیونونو په څېر هیله لرم.

