د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دفساد لومړی مقام مو مبارک سه!

محمود نظری 07.12.2012 22:37

***
په هوا کې دي نیولې ده سوټه پزه
رښتیالکه بوم لرې کله ته پزه
اول دي د خپل کام پرېکړه پزه
په کافر اچوي د جهاد احسان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
ننګ دي لاندې کړئ تر پښو
دپردو دی ځان کړ خاوره د پښو
که څه له ترپه لویدلی یې له پښو
لکه مرغټانه و دي نه ختئ ارمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
***
اختلاس اورشوت ته وایې روا
په پردو د وروروینې تویوې نا روا
دمظلوم پښتون قتل بولې روا
په ځان بیا نوم ایږدې اتل او قهرمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
هره ورځ له کبره الیشوې جامه
دمنصب لپاره غورځوې جامه
نه ویریږې چې کتیږي دي جامه
باور نه لرې د انکرو منکر په پرسان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
ولس ختا باسې په مقاومت او جهاد
کارونه ستا دي په مصلحت د الحاد
د قومونو او وړونو خرابوې اتحاد
آیا داکارونه نه دي د بل د خبررسان؟
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
***
رهی یې په لاره له اوله چپه
نیولې ده تادحق لاره سرچپه
درباندې راځې د غرور هر ګړی چپه
څه چې دی دلته ښاري د ناپرسان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان
***
ختلی یې بې آپولو آسمان ته
تل ګورې له مځکې آسمان ته
دانه دلته ،کټ کټ لرې ایران ته
غلام یې د پاکستان او ایران
نه بابا نه بابا ته به کله يې افغان؟!
***
په هر کا رکې لومړی کوې خپله
تربل له زویه بولې خر ښه خپله
پر سر دي اړولې ده لمن خپله
مګر د جهاد یوازې تا منلئ فرمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
په خلکو تړې د وطن فروش تور
د رښتیا ویلو خورې ولي خپله تور
غوړولی دي د ی د زرومرغۍ ته تور
ولي له ځانه جوړوې د فرعون هامان
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
***
دجهاد غواړې له خلکو باج
په څوکۍدي دی تل احتجاج
ترخره دي ډیر لږ دی جاج
له ځانه دي جوړ کړی لقمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
ولي نه ایله کوې د ولس لمنه
د خدای لپاره کښته کړه خپله لمنه
راووځه لږ څه د امریکا له لمنه
امریکا در کوي دجهاد فرمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې مسلمان؟!
***
ایمان دي راوړئ دی په غوړه ګوله
چې لکه د هاوان ګولۍ راسي له پاسه
لکه دباز بچی خوله دې نیولې ده خلاصه
ته وکیل د شورا په ټولو کې یې بې ایمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
***
مشرمو زمری مرستیالان یې پړانګان
خواران تر پښو لاندې کوي دقضا فیلان
وزیران یې د نورو هیواد سوي پا پيان
هر یو دله تر افغان خوښ دی ایران
نه بابا نه بابا ته به کله يې افغان؟!
***
وزیر جال غوړولی لکه مچګیرک
وکیل په خړو اوبوکې سوی مهی خورک
قاضی جیبونه ډکوی چابک چابک
د اوطن د دنیا دفساد سو قهرمان
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
***
خلک مو کړي اترک بترک
قومونه مو کړی تیت او پرک
د دیموکراسي وهې طمبک
ته او خدای داعمل دی د مسلمان ؟
نه بابا نه بابا ته به کله يې انسان؟!
**
مبارک دي د فساد اول مقام سه خدریه
دین ا و دنیا دي خرابه سوه سړیه
دا ټوله د مصلحتي کابینې دلاسه لالیه
لیري کړه اسلام له څنګه د افغانستان
نه بابا نه بابا ته به نه یې افغان؟!
کنایې
[آسمان ته ختل] رتبې ته رسیدل، [آسمان ته کتل] کبر او غرور کول ، [ خپله پکښې کول ] ځان ته غلا کول، [ خپله لمن پرسراړول ] خپل اسراراشوا کول ،[ تور پورې تړل ] تهمت ویل،[ تور خوړل ] رم خوړل .[ تور غوړول ] مکاری .د بریتو باج( په زوره پیسې اخیستل) [ پزه په هوا نیول ] ډیر متکبر او مغرور کیدل. [پزه پرېکول ] شرمنده ، [ پزه نه درلودل ] شرم او حیا نه لرل،[ جامه الیشول ] دچهرې بدلول . [ جامې کتول ] مړ کیدل .