د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډیورڼد کرښه، څپڅپاند دریځونه او پنځم ستون

سرلوڅ مرادزی 30.11.2012 13:00

دوهمه برخه :
د ډیورنډ کرښې په اړه یوه بله ډله سره له دې چې په خبرو، لیکنو او نظر کې ډیورنډ یوه تپلې او استعماري کرښه بولي او په حقوقي او تاریخي دلایلوهغه په څلورمذهبه ناروا بولي او ردوي يي، خو په عملي ډګر کې بیا د خپلو دلایلو سرچپه پریکړه کوي او وايي که افغانان دا کرښه ومني، پاکستان به راضي شي او په افغانستان کې به خپله لاسوهنه او تیری بند کړي .
ځیني خو لا د ډیورڼد کرښه د زهرو د جام ګوټ سره تشبیه کوي چې باید یو دم پر سر واړول شي او له ستونې په تېریدو سره به هغه، د افغانستان په خیټه کې په صحي درملو بدله شي او د لروبرو افغانانو د اوږدو وختونو رنځ به پرې، په یوه وار درمل شي !

داسې کسان که څه هم په تاریخ کې پوهه لري، خو په عمل کې هیروي چې ددې زهرو یوازې یو غړپ امیرعبدالرحمان خان هضم نه شو کړای او تر اوسه يي دا زهر د اولادې په نس کې ګرځي او د یوه طبیب په دوا نه رغیږي !
د هیواد یو نومور شاعر د نیوکې او ملنډو پتوګه دا هم وايي چې « ځیني کسان لا وايی د ډیورنډ کرښه د افغانستان او برتانوي هند ترمنځ کش سوې ده. اوس چې برتانوي هند له منځه تللی دی، نو له هغه سره شوي ټول تړونونه منسوخ دي ».
البته نوموړی شاعر یا خبر نه دی او یا تجاهل العارف کوي او د « ځیني کسان » کلمې کاروي، خو دا یوازې ځیني کسان نه دي بلکې دا د افغانستان ملي شورا ده چې د ۱۹۴۷ کال د جون په ۲۶ مه يي، افغانستان سره د انګریزي استعمار د وخت ټول تړونونه لغوه اعلان کړل. د داسې نا څرګندو او څپڅپاندو دریځونو نورې بېلګې هم ډېرې دي چې دلته د ټولو راسپړنه او یادونه اړینه نه بریښي. بلخوا د فرید یونس او ده ته د ورته کسانو د ملي ضد دریځونو په اړه چې د موجوده افغانستان په ویش نه جوړیږي، څه رسیږي دیته چې هغوی دې د ډیورڼډ کرښې په ماتولو او د لوی افغانستان په بیا احیا کې له نورو افغانانو سره همګام شي، تبصره اضافي بولم !

خو په ټوله کې دغو کسانو ته چې د ډیورنډکرښې د منلو لیوال دي باید څرګنده شي، پاکستان پرافغانانو د ډیورنډ کرښې له منلو سربېره، غواړي افغانستان د هند او سیمې په وړاندې د خپل ستراتيژیک کنډو (strategic depth) پتوګه وکاروي او تل په افغانستان کې د ګوډاګي حکومت په لټه کې دي، په کم څه نه راضي کیږي ! 
د نومبر په ۱۷ مه ، د پاکستان پخواني دیکتاتور مشرف چې تل د هغه هیواد د پوځیانو اندتوګه څرګندوي، هندوستان ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل:« موږ (پاکستان) اړتیا لرو چې په کابل کې د پاکستان تر تسلط او کنټرول لاندې حکومت نصب کړو. د افغانستان اردو، پولیس اوحکومت د پنجشېریانو تر تسلط لاندې دی، تاند »
پنجاب چې یوخوا په مرموزه توګه، نظارشورا او جمعیت هڅوي ترڅو مرکزي حکومت پښو دریدو ته پرینږدي، بلخوا پرکابل د همدغو سړیخورو د زیات واک او تسلط په پلمه ، طالبان غیږ کې نیسي چې کابل تل تر اور لاندې ونیسي او سا اخیستلو ته يي پرینږدي !

څه موده وړاندې کله چې د پاکستان لومړی وزیر راجا پرویز، د کابل پروان کارته کې د پاکستان د سفارت د نوې ماڼۍ په پرانیسته کې د نظارشورا د سرخیلانو سره وکتل ، هغوی ته يي ډاډ ورکړ« موږ غواړو چې له تاجکو، هزاره او ازبکو مشرانو سره له نژدې کار وکړو څو له دوی سره د افغانستان د ثبات په خاطر خپلې اړیکې پیاوړې کړو. تاند »
د همدې اجندا په تړاو راجا پرویز، د شرارت مرکز اسلام ته ، ډبل عبدالله وباله چې عبدالله په بېړه او سترګو رپ سره دا بلنه ومنله.

عجیبه ده پنجاب یوخوا پخپل ملاتړ د ترهګرو په مټ، د افغانستان ثبات او امنیت بربادوي خو بلخوا بیا وايي چې همدا خراب شوی امنیت د تاجکو ، ازبکو او هزاره مشرانو سره د نږدې کار په وسیله بیرته رغوي !!! 
پنجاب نورې ښکاره او پټې موخې هم لري چې ددې لیکنې له حوصلې بهر دي،خو اصلې خبره داده، که دوښمن په اباسین بند نه شي، په ډیورند کرښه نه بندیږي، سبا دهندوکش او بل سبا د اموسین دعوه لري !
د افغانانو بله ډله بیا وايي، د ډیورنډ په اړه د غږ اوچتولو وخت نه دی. موږ باید انتظار وباسو چې سیمه یز او نړیوال شرایط اماده شي . خو که د ډیونډکرښې د تپلتیا ، استعماریتوب ، نه منلو او د خپلې خاورې د بیرته الحاق لپاره هیڅ غږ اوچت نه شي او په دې اړه افغانانو کې هیڅ کار ونه شي او داسې شرایط پخپل سر اماده هم شي، بیا هم موږ له داسې شرایطو ګټه نه شو پورته کولای او د تېر پشان به نوې ګیلې او پلمې جوړو !

په تیرو ۱۱۹ کلونو کې، د ډیورنډ کرښې په تاوانونو او ناخوالو او د شرایطو په پلمه، ددې کسانو سر خلاص نه شو او اوس هم وايي چې ددې کرښې د ماتولو وخت نه دی رسیدلی. خو که څوک یوه ملي اراده ونه لري او د هغې د پلیتابه لپاره هڅه ونه کړي، داسې وخت هیڅکله هم نه رارسیږي ! 
په تلویزوین کې یو چا د غازي امان الله خان د لور، شهزادګۍ انډیا څخه د نیوکې پتوګه پوښتنه وکړه ، چې ایا ستاسو په نظر د ښځو د مخ لوڅاوي په اړه د غازي امان الله خان د هغه مهال اقدام مخکې له وخته نه و ؟ شهزارګۍ انډیا په ځواب کې وویل چې له بده مرغه زموږ افغانان، نن هم چې له هغه وخته ۸۰ ــ ۹۰ کلونه تېر شوي ، د ښځو مخ لوڅاوی او نور حقوق مخکې له وخته بولي او که موږ په دې فکرونو کې اوسو، داسې وخت به هیڅکله هم را ونه رسي !
په ۱۳۳۰ کلونو کې ملي شاعر ملنګ جان ته چې هغه مهال يي د پښتونستان په اړه، تودو شعرونو ټوله سیمه خوځوله، کوم لوړپوړي چارواکي ویلي وو، چې دې ورځو کې پخپلو شعرونو کې د پښتونستان نوم مه اخله !

خو هغه بیا د نیوکې پتوګه دا شعر ویلی وو:
چا غوږ کې راته وویل چې جانان مه یادوه
د سرو شونډو له پاڅه سورپیزوان مه یادوه
له جانان څخه په دې شعر کې، د شاعر منظور پښتونستان و .
خو ارواښاد ملنګ جان سره د شوې پېښې، ۵۰ ــ ۶۰ کلونه روسته ، نن بیا هم ځیني کسان وايي، چې چوپ شۍ ، د ډیورنډ کرښې نوم مه اخلۍ، لا وخت يي نه دی رسیدلی او هرکله چې وخت يي راورسید ، بیا هغه ساعت او مصلحت !
که د ډیورنډ کرښې په اړه موږ ددغو کسانو نظر ومنو، چوپ شوو او نوم يي وانخلو، په کورونو او څمڅو ننوځو، سبا به مو پنجاب، یو یو له څمڅو راوباسي.

د نومبر په ۲۸ مه ، په کابل کې د حق او عدالت ګوند یو تن مرکزي غړي، چې لږ څه پخوا وزیر هم تېر شوی له بیات تلویزیون سره په مرکه کې د یوې پوښتنې چې ستاسو ګوند، د ډیورنډکرښې په اړه چې نن سبايي په اړه تاوده بحثونه راپورته شوي، څه نظر لري، په ځواب کې وویل : زموږ ګوند له هیواد سره، د ډیورنډ کوزې غاړې د پښتنو په یوځای کیدو کې، دیموګرافیک بدلون ته « دا چې افغانستان کې به پښتانه نورهم زیات شي » د ځينو افغانانو د اندیښتنې په اړه، داسې نظر لري چې کوز افغانان د تابعیت هغه حقوق چې بر افغانان يي لري، نه شي درلودای ! 
داسې دریځ ته سړی بیخي حیرانیږي !
که کوز افغانان په دې وپوهیږي چې ددې ګوند سربېره نور افغانان هم دهغو په اړه داسې نظر لري، دوی به څه فکر وکړي، او د داسې یووالي میوه به څه وي ؟ له دې کبله د ډیورنډکرښې او د هغې په شاوخوا د افغانانو د پوهیدا او د هغو د تنویر خبره د ورځې په غوښتنه بدلیږي .

بلخوا د داسې پلمه ګرو او کمزورو دریځونو ترڅنګ، داسې کسان هم تېر شوي چې په لرو افغانانو کې يي د ملي مشرانو د کمزورتیا لپاره ، ددې مسلې په تړاو په افغان دولت کې د پنځم ستون دنده ترسره کړې ده . راځۍ چې په دې اړه د لرو افغانانو د ملي مشر ارواښاد عبدالولی خان څرګندونې راواخلو. نوموړی وايي : 
« نو داسې اوس په دې مورچه کې د افغانستان له طرفه هم ګوتې وهل شروع شو ــ دا نه چې ګوندې ددې خدايي خدمتګارۍ د ذهن مقابله په افغانستان کې دننه د باچاخان سره وکړي ــ بلکې دلته چې په۱۹۷۰ کې انتخابات کېدل نو د حکومت افغانستان له طرفه د هغه وخت ۲۲ لکه روپۍ د قیوم خان په انتخاباتي سهم کې چنده ورکړی شوې وه .اول خو موږ دا هسې افواه ګڼله ــ ولې بیا وروستو هغه سړی هم معلوم شو ــ چې دا رقم ما ( یوسفزی ) قیوم خان له وړی و ــ دغه د ننګ یوسفزی په نامه د ــ سوات د کوهستان یو هلک چې ډیلې کې په ال انډیا کې کارکوونکی د دیر اوسیدونکی ګران خان سره و ــ او بیا د تقسیم ( منظور يي د هند د لويي وچې تقسیم دی ) په وخت کې راغی ــ ما سره زما په کور کې دېره و ــ لکه د خپل بچي ــ نو هلته موږ سکول کې داخل کړو ــ سبق يي وې ــ خو چې کله د قیوم خان پکړدکړ شروع شو، زه يي ونیولم ــ جایداد مې ضبط او کور مې تالاشو ــ نو دی افغانستان ته وتښتید ــ او چونکې ګران خان دوی هم د ډیلي نه کابل ته تللي ووــ نو ده ته څه خاص مشکل پېښ نه شو ــ او چې بیا دا خبره وشوه ــ چې دی زما له کوره تللی دی ــ نو د باچا خان د کورنۍ د غړي په حیثیت ورته وکتلی شو ــ چې بیا د افغانستان د پارلمان ممبر شو ــ نو د افغانستان له جانبه د چندې دا رقم هم دې ننګ یوسفزي، قیوم له راوړه ــ چې زموږ په خلاف استعمال شي .

دا د باچاخان د ذهن او سیاسي تحریک د خدايي خدمتګارۍ دا منصوبه ورو ورو ډاګې ( میدان ) ته راوتله ــ او کوشش دا و ــ چې هغه د پښتونستان د تحریک په نامه ریډیو او د افغانستان د اشاعتي ادارو کوم کار د لراو بر پښتون د تړون په نامه کړی و، هغه ورو ورو او قدم په قدم له منځه یوسي او د باچاخان د موجودګۍ او جدوجهد سره چې کوم ذهن په افغانستان کې ــ جوړیږي ــ د هغې مقابله وکړی شي ــ او د باچاخان په حیثیت د یوه قومي مشر چې دواړو لروبر پښتنو ته قبول وي ــ دغې ته نقصان ورسي ــ نو په دې سلسله کې ډېر کوشش په دې اړخ هم کیده ــ چې په پکستان کې دننه د پښتنو د سیاست په هکله هم غلط فهمي پیداکړی شي او یوازې دا نه چې ګنې د قیوم خان غوندې پښتون دشمن مالي امداد وکړی شي ــ چې دا خدايي خدمتګاري راڅملوي ــ بلکې ددې خدايي ختمتګارۍ د ذهن او د باچاخان د تحریک د مخنیوي لپاره د پاکستان دننه پښتنو په هکله پراپیګنډی وشي چې د لراو بر پښتون د ورورولۍ دا تړون ونه شي » 
اخځ : باچاخان او خدايي خدمتګاري ــ دوهم ټوک ، د عبدالولي خان لیکنه، ۶۱۳ مخ .
نور بیا

سرپاڼه