وروستي لس کلونه ، پانګوال نظام او پر شخصی او کورنیو اړیکو یې اغیز:
25.11.2012 20:05هسې دا د انسان فطرت دی چې تل له پانګې او پانګوال سره بیدریغه مینه کوي چې په دې اړه د پښتو ادب په فولکلور کې هم ډیرې کیسې ، نکلونه، متلونه او شعرونه د انسان د همدې فطرت په اړه شته خو تر ډيره بریده له دې ټولو سره سره بیا هم زموږ په ټولنه کې دمتقابلو احساساتو اخلاقي او عاطفی بعد پیاوړی پاتی شوی و اسلامي لوړ اخلاقیات ،د ټولنې پښتني جوړښت ، انساني عواطف به په ټولنه کې واکمن و چې له بدمرغه د یوې لسیزې پانګوال نظام د حاکمیت په پایله کې دا هرڅه ورو ورو له ټولنې او د انسان له زړه څخه په کډه کولو دي او که دا نظام همداسې په خپل نا سالم ترکیب سره زموږ په هیواد کې واکمن پاتې شي نو په ډير نزدې راتلونکي کې به د داسې پېښو شاهدان یو چې ځوانان خپل زاړه مور اوپلار مرستونونو ته وړي او په کال یا دوه کالو کې به يې يو ځل په ډيرو نښرو پوښتنې ته ورځي.
تیر لس کلونه په شخصي او کورنیو اړیکو لاندې اغیزې ښندلي چې ډيری کورنی د همدې پیښو ښکار دي.
الف: شخصی اړیکې په لاندې معیاراتو پالل کیږي.
چې په تیرو نظامونو کې دندې د اهلیت پر اساس په شفاف او عادلانه ډول ورکول کیدې، واسطو ته اړتیا نه وه، پورونه د انساني عواطفو پر اساس ورکول کېدل، او تر ډيره دغه معیاراتو ته اړتیا نه وه چې په ملګرتیاوو کې په پام کې ونیول شي.
• ایا له چا سره چې ملګرتیا پالم ماته دنده پیدا کولای شي او که نه؟
• ایا په وزارتونو کې زما لپاره واسطه جوړیدلی شی او که نه؟
• ایا له یوه پوهنتونه وبل ته زما د تبدیلی په اړه څه مرسته کولای شي او که نه؟
• ایا پیسې په پور راکولی شي او که نه؟
• ایا ..........؟
ب: د کورنیو اړیکو شالید او د واکمن پانګوال نظام اغیزې:
افغانی کورني تر ډيره عنعنوي بڼه لري او یو بل ته د ژوند د چارو په سنبالښت کې اړتیا لري ، هغه په دې مانا چې زموږ بدوي کورنی اړې وي چې د یو سالم اقتصادی، عدلی او قضايي او سیاسي نظام د نه شتون له امله د طبیعي پیښو، د نورو قبیلو او کورنیو د ګواښونو، د ټولنې د ناخوالو او نورو ګڼو پیښو سره د مبارزې په وړاندې اجبارآ متحد پاتې شي (چې د انفرادیت په صورت کې په ټولنه کې د یو سالم نظام د نه شتون له امله یا له منځه تلل او یا نورو کورنیو یې په حقونو تیری کاوه). تر دې چې په یوه کور کې به خبره لمسیانو او کړوسیانو ته ورسیده خو بیا هم مشران د پورته لاملونو په پام کې نیولو سره پر یووالي ټنیګار کاوه. خو تیر لس کلن سیاستونه کورنیو ته هم په دې برخه کې ډير زیات زیانونه واړول. چې په لاندې ډول یې یادونه کوو:
د کورنیو مشرانو خپل ټول ژوند( د تیرو نظامونو د خپل منځی شخړو او نا مطبوع سیاسي او جګړیزو حالاتو له امله) خپلو اولادنو او کشرانو ورونو او خویندو د پالنې ، روزنې ،سرپناه او لباس لپاره وقف کړل او تر ډيره یې کشران ورونه او زامن تعلیم یافته کړل، خو دغه کشران چې کله رالوي شول او د کورنی د زحمتونو په نتیجه ثمر ته ورسېدل دندې یې تر لاسه کړلې، پانګې یې پیدا کړې او په دې فکر کې شول چې دا پانګه ټوله ددوی د زحمت نتیجه ده نو له مشرانو ورونو سره یې د وروری پاکه فضا خړه پړه کړه ، د سپین ږیري پلار او زهیرې مور زحمتونه یې هیر کړل په دې نیت چې خپله پانګه د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره سمباله کړي. د وروری پاکه فضا له منځه لاړه، کورني اړیکې خرابې شوې، په کورنیو کې مالي ستونزې راپیدا شوې، کورنی د روانی ناروغیو ښکار شول او د کورنیو سوله ایزې او له مینې ډکې فضا خپل ځای کرکو او نفرتونو ته پرېښود.
حسد ، بخل، کینه او د میراث پر سر جګړې خپل اوج ته ورسېدلې او کورني نظام له یوه سره ونړېد.
نو خپلو ټولو هغو افغانانو ورونو ته یوه یادونه کوم چې په افغانستان کې سیاسي حالات او نظامونه تلپاتې نه دي او له منځه تلونکي دي نو د خپلو کورنیو بنسټونه مو مه نړوی، که پانګوال نظام مو انساني عواطف او احساسات زیانمن کړي وي، یایې اسلامي تعالیم درڅخه هیر کړي وي نو په خپلو شتو او پانګې ډير ډاډه مه اوسی دا پانګه بیا د انقلابونو د اور د لمبو خوراک کیدلای شی، دا پانګه بیا په بنو او میرانشاه کې د کباړ په توګه د چور له لارې رسېدلی شي، خو د خپلو مشرانو زړونه مه ازاروي.
او لږ له ځان سره فکر وکړو چې د کورنیو مشرانو راته څه وکړل او موږ باید څه وکړو؟؟؟

