د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ښارکي مکمل امن دي(دبلوچستان لومړي وزیر)

بخت الرحمن بخت 24.11.2012 15:23

تیره ورځ دپاکستان دبلوچستان ایالت لومړي وزیرښاغلي ریساني له خبري رسنیو سره دخبرو پروخت په داسي حال کی خبري کولي چي پریتونه یی تاوه ول دکوټي ښاروګړو ته یی په پوره ډاډ سره خوشخبري ورکوله نورباید ښاران په پوره ډاډ اواطمنان سره ښارته راووزي اوخپلوروزمره کارونو ته دسولی اوامنیت په فضا کی دوام ورکړي، هټیوال دي خپلي هټي خلاصي کړي هوټلوالاو ته یی هم ډاډ ورکړچي خپل خوړنځایونه داولس په وړاند ی خلاص کړي ترڅو کوټي وال چایی، بلوڅان روسټونه اوپنجابیان دالونه وخوري.
اعلی وزیرصاحب خپلي خبري په داسي حال کی اوږدي کړي چي دیوخبریال کیمري ته دومره نژدي شو چي خپریال له ویري څخه شاته ودانګل چي داسي نه وي وزیرصاحب له چتي وتلی وي اوکیمره باندي خوله ولګوي چی یاره روسټ روسټ هوتاهی چاهیی ګوشت کی شکل می هو یاکیمري کی.
وزیراعلی صاحب وویل له نن څخه دکوټي ښاریانو دپوره امنیت ډاډ ورکوم نوموړي زیاته کړه دښارټولوواټونو کی می دیوه کس په مقابل کی دوه دوه فوځیان او دري دري پولیس درولي دترافیکي پولیسوپه لاسونو کی مي دترافیکي لارښونو اوعلایموپه بدل کی ټوپکي په لاس ورکړي دي.
دښاردکورنیو چارووزیرته مي امرکړي دي چي ښارکي دي دموټرسایکلو تګ اوراتګ په مکمله توګه بند کړي، ځکه دامنیتي ارګانونو له لوري ورته ویل شوي دي چي ویره اچوونکي ډیری پیښو کی له موټرسایکلو څخه کاراخلي، بایسکلان دي نه راباسي ځکه چی نمبرپلیټونه نه لري اوله دولت سره کوم اسناد نه لری چي ویره اچوونکي کولای شي په اساني سره بایسکلانوڅخه په چاودنوکي کارواخلي.
رئیساني صاحب دښارنیمه شتمنو خلګوته هم خبرداري ورکړ چي خپلي سپرلیوباندي دي ترپالونه کش اوځمکه لاندي تمځایونوکی دي ودروي ترڅوورباندي داختطاف کوونکي اوتیښتونکي نظر ونه لګیږي، نوموړي زیاته کړه واروارمي ددغه ښارخلګوته خبرداري ورکړي دي چي خپلي شمتني باید په خپله وساتی، ښه موټرښارته مه راباسي، دغه ښارکي سرمایه ګذاري مکوي، ښه کورمه جوړه وي دښارمیرمني دي دزرو استعمال اونارینه دي قیمتي ساعتونه نه ترلاس کوي، ځکي که چیري دغلو اوتيښتوونکي ترنظرلاندي راغله بیا حکومت اولس ته دامنیت ډاډنه شي ورکولي اومسؤلیت به ټول داولس په غاړه وي.
دبلوچستان ایالت لومړي وزیر دښارپولیسو ته امرکړي دي چي دښارټول ډاکټران زندانونوکي واچوي، نوموړي وایی که ډاکټران څوک وژني تښتوي اوډبوي خودوي باید دولتي روغتونوته راشي له تیرو څومیاشتو راپدي خوا څوتنه ډیرمشهوراوپيژندل شوي ډاکټران د اختطاف ګرانو له لوري تښتول شوي په اونیواونیو شکنجه اووهل شوی او وروسته دبی حسابه پیسوپه مقابل کی خوشي شوي.
له تیری یوي میاشتي راپدی خوا دکوټي ښاردیوي خیریه روغتیایی موسسي مشر ډاکټر سید احمد دتښتوونکوله لوري تښتول شوی، دغه تښتوونکي کسان دډاکټرسید احمد له کورني څخه دنوموړي ډاکټردخوشی کولو په مقابل کی دری سوه لکه روپی غواړي، په ښکاره توګه دتښتول شوی ډاکټرله کورني سره تلیفوني اړیکي نیسي او ورته دنوموړي دوژلوګواښونه کوي.
دحیرانتیا ځاي خو دادي چی دغه تښتوونکي ډله په ښکاره توګه دتښتول شویو کسانو له کورنیو سره ټلیفونۍ اړیکي نیسي خو حکومت له دي څخه عاجزه دي چي دا ډله تعقیب په نښه او ونیسه.
له تیرو دوو ورځو راپدی خوا ټول بلوچستان ایالت کی حکومت ټولوټلیفوني شبکوته دبندیدلو امرکړي اوله تیرو دوو ورځو راهیسي بلوچستان کی هیځ ډول ټلیفوني شبکه کارنه کوي چی اولس یی له سختوکړاوونو سره مخ کړي دي.
نورو هیوادونو کی داسي وي چی حکومت مخالیف جنګیالان تلیفوني شبکوته ګواښونه کوي چي تلیفوني شبکي بندي کړي دغه حکومت مخالفه جنګیالان وایی چی حکومتي چارواکی دتلیفوني شبکو په واسطه زمونږکړه وړه اوحرکتونه تعقیبوي زمونږ دتلیفوني تماسو له کبله زمونږترلاس لاندي عملیات خنثی کوي، خو بلوچستان کی بیا وضعیت سرچپه دي دلته حکومت ویره لري چي دحکومت مخالف جنګیالي اونورویره اچوونکي، ټلیفوني شبکي دحکومت په خلاف تخریفي پیښو کی استعمالوي شاید حکومت به داهم ویره لري چی ویره اچوونکي دتلیفوني شبکوپه واسطه حکومتي کړه وړه تعقیبوي نوځکه یی په ډیرو حساسو ورځوکی ټولي ټلیفوني شبکي بندي کړي، حال داچی تیره ورځ دپاکستاني طالبانو TTP ویاند دخبري رسنیو له لوري خبرورکړي چی دحکومت له لوري دتلیفوني شبکوبندیدل به ددوي عملیات متائثره نکړي.
نن سهارمی کومه ورځپاڼه کي یو ډیردردوونکي خبرترسترګوشو، خبرکی راغلي چی له افغانستان سره پرپوله چمن ښارګوټي پوري اړونده سیمه میرعلیزیی کی یومړي موندل شوی دي، چی وروسته دغه مړي دغلام رسول په نامه سره پیژندل شوی دي، غلام رسول یو سوداګروو چی څوورځي مخکي دنامالومو تښتوونکي له لوري دپیسوپه مقابل کی تښتول شوی وو داچي دنوموړي کورني دومره پیسي نه درلودي څومره چی تښتوونکو غوښتنه کوله هغه وو چی تیره ورځ تښتوونکو دغه سوداګروژلی اوجسد یی چیري غورځولی وو.
نن سهاردکوټي ښارډیرمشهورسړک ډبل روډ باندی تیریدم ځای پرځای نیمه فوځي چارواکي اوپولیس ولاړ وو هټي بندی اوروغتونونو دناروغانوپر مخ تړل شوی دکوټی ښارډیرپیژندل شوی روغتون (اکرم هسپتال) مخ ته امنیتي کسان ولاړ وو اوچاته اجازه نه ورکوله چي روغتون ته ننوزي، مختلفوڅلورلاروباندی می هغه بیخبره موټرسایکل سواره ولیدو چی په بي خبري باندی موټرسایکلو باندی راوتلي وو اودامنیتي کسانو له لوري نیول شوي اوله ډول پوښتنو اودرویزنو سره مخ شوی وو، ډیرخلګ خبرنه وو چی حکومت موټرسایکلو چلولوباندی بندیز لګولي دي اوخلګ ځکه خبرنه وو چی نن صبا خلګ دچټکی خبرتیا لپاره پرتلیفوني شبکو باندی تکیه کوي، کچیري دکومي ټولني یوغړي کوم نوی خبراوري نو هغه بیا نورو ته دتلیفون له لاري خبرورکوي، خو کوټه کي دغه اسانتیا هم دحکومت له لوری داولس په مخ باندي بنده شوی وه.
ښارکی مي موټرهم دیرکم ترسترګو شوو خلګ نه شي کولي چی موټروکی ښارته راووزي ځکه چی بیا دتښتوونکي په وړاندي شتمن مالومیږي اوخپله شمتني ورته په ناورین بدلیږي.
ښارکی می یواځي بوده ګان (خره) ډیرترسترګو رالو اوخلګو دهرډول ترانسپورت لپاره خروته ترجیح ورکړي وه اودښارخلګو ځکه بوده ګانو (خرو) ته دترانسپورت اوسورلي لپاره ترجیح ورکړي وه، چی دغه ښارکی غریبي طبقی ته اجازه نه وه چي خپلي موترسایکلي اوبایسکلي دسورلي لپاره را وباسي، اوشتمنو خلګو بیا ددي لپاره بوده ګانوته مخه کړي وه چي دغلو اوتښتوونګي په نظر رانشي او ددغه ښارتښتوونکو اوغلوته ځانونه بی وسه اوناتوانه وښیی اودوهم دغه ښارکی دسوند مواد لکه ګاز اوپټرول هم دیرقحط شوي دي، اوحکومت هم خروته ځکه ښارکي دتګ راتګ اجازه کړي چی نورحکومت هم په دي پوه شوی دي چی ویره اچوونکي اوحکومت مخالفه جنګیالي به دومره بی رحمه هم نه وي چي دخپل هدف لپاره دکوم بی ژبي حیوان ژوند له ګواښه سره مخ اودکوم هدف لپاره دموټرسایکل اوبایسکل پرځای له خره څخه کارواخلي.
نو الله جل جلاله دي ددغه ښارپروګړو باندی رحم وکړي الله ددي ښارظالمانو ته غیبي سزاورکړي دغه ښارکی خو اوس دغم تښتوونو او وژنو بحثونه کیږي
که نن دغه ښارکی خلګ دکربلا دشهیدانو په یاد هغه ورځي لمانځي خو دلته دغه ښارکي هم وضعیت له کربلاڅخه کم نه دي کربلاکی خو شهیدان اوظالمان مالوم وو چي ترننه پوری مسلمانان دهغي ورځي شهیدانوته شهیدان اوظالمانوته ظالمان وایی کربلاکی خو جنګ، دجنګ اړخونه اودجنګ میدان مالوم وي، کربلا کی خو دغیرت مندو اوظالمانو ترمنځ معرکه روانه وه ظالم ظلم کاوه مظلوم دفاع کوله قاتلان هم مالوم وو اوشهیدان هم مالوم وو ظالمانو ته تراوسه خلګ ظالمان اومظلومانوته مظلومان وایی، دلته خو خلګ وژل کیږي اودویژونکي په اړه نه حکومت مالومات لري اونه اولس هرسهار واټونو اوویرانو کی دخلګو مړي موندل کیږي خو هیڅوک خبرنه دي چي داڅوک اودڅه دپاره کوي، دغه ښارکي له کلونوکلونو راهیسي دخلګو بچیان پلورونه وروڼو اوخوندي نادرکه دي چی قریبان یی دوخت دحاکمانوپه وړاندي چیغي وهي خو نه چاورته تسلي ورکړي اونه هم دکومي کورني ورک شوي بچي، پلار، ورور، خور یازوي بیرته کورته راغلی دي.
دغه ښارکی دظالم لوری کیږي اومظلوم پرسرباندی ټکول کیږي په سپینه ورځ خلګ تښتول کیږي چي وروسته ځیني وژل کیږي اوځیني بیا دبی شماره پیسو په مقابل کی خوشي کیږي، تښتوونکي خلګ تښتوي ځیني وژنی اوله ځینوڅخه پیسي اخلي خو بیا هم حکومت ددغوتښتوونکو په اړه هیڅ مالومات نه لري اونه یی کوم ځای ځایګی ورته مالوم دي.
بخت الرحمن (بخت)