د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

څه باندې ٣ ميليارده ډالر په جعلي اسنادو له هېواده ايستل شوي

پژواک خبري اژانس 23.11.2012 18:38

کابل (پژواک ٢٩ لړم ٩١): د افغانستان بانک رييس وايي، چې څه د پاسه درې مليارده ډالر په جعلي اسنادو له هېواده بهر ايستل شوي دي.

د افغانستان بانک رييس نور الله دلاوري دغه څرګندونې د لړم په ٢٩مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.

هغه زياته کړه، چې ډېر ژر به يو شمېر صرافان او سوداګر په دې تور چې په غير قانوني توګه او جعلي اسنادو يې پيسې بهر ته ايستلي، څارنوالۍ ته معرفي شي.

دلاوري د بهرنيو اسعارو پر وړاندې د افغانيو د ارزښت د کمېدو لامل له هېواد څخه د بهرنيو اسعارو او په ځانګړې توګه د ډالرو ايستل په ګوته کړل.

نوموړي زياته کړه: ((دغه کار ډېرى بهرني لاملونه لري، د ايران پر ريال ډېر زيات فشار دى، پر دغه هېواد د امريکا اقتصادي بنديزونه او له افغانستان څخه په غير قانوني توګه د اسعارو ايستل يې له مهمو لاملونو څخه دي.))

دا په داسې حال کې ده، چې نن د کابل په صرافۍ بازار کې يو ډالر په ٥٣،١٠ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٥٣ افغانۍ بدلېږي، خو تېره اونۍ يو ډالر په ٥٦،٩ افغانۍ او زر پاکستانۍ کلدارې په ٥٧٠ کلدارې وې.

د افغانستان بانک رييس وويل، چې د افغانيو د ارزښت له ټيټېدو سره مرکزي بانک اته د څار ډلې ګومارلې، څو دولتي او خصوصي بانکونه وڅېړي.

د هغه په وينا، د څار او څېړنو يادو ډلو د خپلو څېړنو پر مهال جعلي سندونه ترلاسه کړي چې له مخې يې له درې ميليارده څخه زيات امريکايي ډالر په غير قانوني توګه له افغانستان څخه ايستل شوي دي.

 

خو دلاوري دا ونه ويل، چې ياد جعلي اسناد يې له کوم بانک څخه لاسته راوړي، خو زياته يې کړه چې دا سندونه د صرافانو او سوداګرو له خوا جوړ شوي دي.

نوموړى د بېلګې په توګه وايي: ((کوم مالونه چې له چين څخه پاکستان ته وړل کېږي، په اسنادو کې يې د پاکستان پر ځاى افغانستان ليکل شوى، يعنې دلته تقلب شوى دى.))

د افغانستان بانک رييس وايي، چې دغه جعلي سندونه تر څېړنې لاندې دي او ډېر ژر به د دغو سندونو جوړونکي څارنوالۍ ته معرفي شي.