د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دهندوانوورنو زورول دټول افغان ولس سپکاوی دی

حبيب الله غمخور 18.11.2012 23:54

نن دشپې مې په ټولوټلوېزيونی خبرونوکښي دا خبر وليد چي دکابل په ښارکي زموږ  هندوان ورونه  خپل مړی اورته نسي سپارلاي  .په هغه ځاي کښي چي پخوا ورته په گوته سوی وو، اوس زموږ نور هيوادوال دويته ستونزي  جوړوی اوهمدا نن ئي ددوي سره پردې مسله جنجال کړی چي دوي خپل مړۍ اورته سپاري .

پدې باوری  يم چي داخاشه هم  بې  باده  نه ښورېږي،داهم دکوم هيواد داستخباراتوچي تر ډيره بريده بايد پاکستانيان پکښي لاس ولري ځکه کرزی هر ورځ  هندوستان ته روان دي . ولي زموږ دولتي چارواکي بايد ددې مسلې ملي حساسيت اودخپلو وگړومذهبی حق درناوی ته جدي پام ولري .

که دافغانستان تاريخي پس منظر ته پام وکړ و دابه راته څرگنده سي چي هندوان په افغانستان کي داوسېدو ډير لنډ تاريخ نلري د قرنو راپدې خوا دلته اوسېږي ، دوي ځان افغان بولي اوتر افغانيت هيڅ وخت نه دی تيرسوی،چتا کله چي پدې ورستيولسيزوکي له افغانستان څخه کډوالی ته مجبورسوه ،يوشمېرئي هندوستان ته ولاړل ،هلته ئې هم ځان افغان معرفی کاوه  .

دوي هم لکه بل هر افغان  قوم دافغانستان په افتخاراتوکي شريک اوددې هيواد اوسېدونکی بلل کيږ ي .که يووخت د يوبل قوم ځوانانودعسکری مقدس خدمت (مکلفيت دوره ) سرته رسول، نو زموږ هندو وروڼوهم دنوروسره يوځاي داملي دنده سرته رسولې ده .

هندوان وروڼه نه يوازي په کابل کښي اوسېدل ،بلکه په غزني ،ميدان وردگ ،زابل ،کندهار ،روزگان ،خوست ،پکتيا لوگر، پکتيکا،ننگرهار فراه اويوشميرونوسيموکښي استوگن وه .

پدې ټولو سيمو کښي دوي له نورومېشتو اوسېدونکو سره عادي اومعمولي ژوند درلود،هيڅ وخت ددوي سره دچا ستونزه  نده پيدا سوې .

دوي پدې ټولوداوسېدوسيمو کښي ((هندوسوز )) درلود او زموږ  ولس ددوي دې  مذهبی عنعناتوته درناوی کاوه .

جالبه داده چي ولي هغه دعوامو خبره  دادنياپردابل مخ راواو ښته اوهر څه دسياست او ياله بهرنه نازل سوی مذهبی  تلۀ (ترازو) باندي تلل کيږي ؟ اياتردغو په پاکستان او ايران کي روزل سواوپالل سووډلو ټپلو دمخه افغانان  مسلمانان  نه وه ؟ اوياموږ پر غلته لار روان وو؟

 رښتياخوداده چي تردغه اوسنې سياسي اسلام  موږ ډيره ښه مسلمانان وو.که شاته ولاړ سونوتردغه حالت چي دا داسلام ټېکداران ئي دعوه کوي ، تردې پخوا په نړوالوروابطوکښي دافغانانوعزت اوحرمت  ديوه مسلمان هيواد داتباعو په توگه ډير زيات  وو . هرچيري هر افغان ته دعزت په سترگه کتل کيدل ؛ نه لکه اوس چي هر افغان ترهگر او واسکټ والا بولي . دلته  په بهر کي چي دا ځان معروفی کوو نوخلک رانه په څنگ شي اوپه کنايه موپدې پوه کړی چي موږ يوازي دقتل اوقتال، يا دزورزياتی اونورو ډيرو بې رحمه کړنو سره چي زموږ په نوم ددوي دنوکرانواويايوشمير جاحلو او جاطلبو  لخوادکرغېړنو مخولپاره  ترسره سوی اويا اوس ترسره کيږي علاقه لرو اودسولي دموکراسی ،علمی پر مختگ اوتمدن تاريخي دښمنان يو.

همدا ډول حالت يو وخت په پخوانی شوروی کښي را څرگند سو،چي کله به دې وويل افغان يم خلک به درنه تېښتېدل اونفرت به ئي درنه کاوه .پداسي حال کښي چي داسي نه ده اوداحالت  موږ ته دهمدې په دولت کښي راښکيلو چاروا کو اودمجاهدپه نوم سوداگرو لخوا را ډالی سوې تحفه ده  چي نړيوال اوس زموږ سره دناستي پاستي نه ډارېږي اوياعلازقه نلري چي زم،وږ سره اړېکي ولري  .

که څوک رانه په رښتياويلو خفه نسي همدې دمجاهدوينو ملاتړو پاکستان او ايران  افغان دښمنه دولتی  چارواکي وتوانېدل  چي په ټوله نړئ کښي دافغان په وړاندي نفرت اوحساسيتونه را وزېږ  وي .

متاسفانه موږ اساسی ټکوته پام نه کوو،دښمنان موپه نوروخبرو اوبې ځايه شعارونو چي کله راته وايي تا روسېې ته ماته ورکړه اوکله داچي دادي امريکا دي پر گونډه کړه خوشحاله ساتي .خودعلمی تحليلی له مخې دايوشعار هم حقيقت نلري اويوازي دافغان ولس دغولونې لپاره دهمدې خداي ناترسه گاونډيانو اونوروافغان دښمنو لخوا زموږ په منځ کي دناوړه هڅونې تبليغات کيږي اوزموږ  ولس پدې خوشحاله وی چي جگړه مار دی  .

تاريخی حقيقت دادی چې همدا هندوان  ورونه دخپل شمېر له مخې په دې هيوادکي لکه بل هر قوم داوسېدواومذهبی عنعنوسرته رسولواونوروټولنيزوچاروملي حق لري .  دا د دوي کار دی چي مړۍ خاوروته سپاري اويا اورته  .

 داساسی قانون له مخې زموږ دولت مکلف دی چې ددوي  دژ بې،عنعنې ، دود او دستور،مذهبی مراسيمو اونورو هغوټولنيزوتوکوچي دوي ته  قدروړدی درناوی اوساتنه  وکړي .

زماپياد  دی اوپدې باوري  يم  چي ددې ليکنې دډيورو لوستونکو به پياد وی  چې دهمدې کابل ښار اوسېدونکو هندوانوورنو  دکابل ښار په دننه کښي هندو سوز درلود اودائې  نوئ  نه و و جوړکړئ  ،بلکې له ډيرپخوانه  وو اوخلکو هم دامنلې وه چي دوي دا مذهبی عنعنه لري اومړۍ اورته سپاري  . اوس ولي  اودکوم نوی الاهی فرمان له مخې ددوي سره  ددوي دمذهبی عنعنې سرته رسولوپه وړاندي په يوه اوبله بهانه مخالفت کيږي اويا دويته ستو نزي جوړېږي؟ دافغانستان په اوسنيونا امنه شرايطوکښي نه بايد دويته داسي سيمه په گوته سي چي ددوي په ويناخپله افغان چارواکي هغې سيمې ته دتگ توان نلري ،نوپه هغه صورت کښي به دا بې دفاع اوبيچاره هندوان  ورونه دمذهبی مراسيمولپاره څنگه هلته ولاړسی ؟

موږ افغانستان دټولواوسېدونکوگډکوربولواوجدی غوښتنه  موداده چي نورنه بايد په يوه اوبله بهانه زموږ هندوان ورڼه وزورېږي  . يو ځل شمالي ټلوالی مشرانوددوي ملکيتونه غصب کړه اوس دادۍ ددوي دمذهبی مراسيموپه وړاندي پاټکونه جوړ ېږي .

دافغانستان دطباعوپه توگه دويته  هم  بايد ددوي داوسېدودځاي سره نږدې  لکه  نورو قومونو ته چي دهديرې حق ورکول کيږي،دخپل ميت اورته دسپارلودځاي ټاکلوحق ورکړه سي .

داساسی قانون له مخې ددې سپکاوی حق نه ښاغلی کرزی اونه ئي دکابل ښاروال لري،دهمدې اساسی قانون له مخې ټول دولتی ارگانونه ددوي په وژاندي داسي مسوليت لري لکه دپښتنو،تاجکواودانورقومونو .

دهندوانو وروڼودقانوني او روا غوښتنو په وړاندي په هرنامه  اوهره بهانه مخالفت اوددوي غوښتنوته ددوي په خوښه جواب نه ويل دټول افغان ولس سپکاوی دی . اميد واريم چي زموږ پارلمانی  چارواکي  په ځانگړې توگه ولسی جرگه چي  ځان دولس استازي اوقانون باندي نظارت کوونکي بولې دې مسلې ته جدي پام وکړي اوددې بې دفاع افغانانوورنو ستونزه ددوي په خوښه حل کړي .

هندوان دافغانستان اصلی اوسېدونکي دی ، دويته لکه بل هرقوم ته بايد ددرناوی په سترگه وکتل سي .

که دهيواد په اساسی قانون کي دافغان په وړاندي ددولتی ارگانودمسوليت  مسله مطرح وي،نوهندوان ورڼۀ هم افغانان اوهم ئې ددې هيواد دملي امنيت په ساتنه کښي دنورو سره برابره ونډه اخيستې ده . ومن الله التوفيق