د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په کوپنهاګن کې د غوره شاعر علي ګل پیوند لمانځغونډه ترسره شوه

یوسف هېواددوست 18.11.2012 22:42

پرون د ۲۰۱۲ ز کال د نومبر دمیاشتې ۱۷ نېټه له غرمې وروسته د ۲ بجو په شا اوخوا کې د ډنمارک هېواد د کوپنهاګن د ښار په یو صالون کې د پښتو ژبې د غوره شاعر او تکړه ژورنالیست ښاغلي علي ګل پیوند د فرهنګي هڅو لمانځغونډه د یو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې ترسره شوه .خبریال لیکي چې په لومړي سر کې افغان ژورنالیست او لیکوال ښاغلي یوسف هېواددوست د یوې غوره ادبي ټوټې له لارې حاضرینو ته د ښاغلي پیوند د ژوند یو اړخ دیکلمه او تمثیل کړ او کله چې غونډه یې راپیل کړه ، د غونډې د سپیڅلتیا لپاره یې له ښاغلي حاجي صیب معصوم څخه هیله وکړه چې  غونډه د پاک الله  د څو مبارکو آیتونو په لوستلو سره پرانیزي .د قران کریم د مبارکو آیتونو له لوستلو وروسته  د لیکوال ادبپاله ټولنې د مشرتاپه د هرکلي پیغام او پرانیستونکې وینا  د دغې ټولنې د مرستیال او ښه شاعر ښاغلي انجینر ګلمانشاه ودیر ساپي لخوا ولوستل شو .وروسته بیا په ډنمارک کې د لیکوال ادبپاله ټولنې مشر ښاغلي دکتور عبدالرحمن باباخېل لخوا غونډې ته د ښاغلي علي ګل پیوند د ژوندلیک او د ښاغلي پیوند د اند اوګروهو په اړه څېړونکې مقاله وړاندې شوه  .ورپسې ښه شاعر ښاعلي عبدالمالک بیکسیار د ښاغلي پیوند د شعر د څرنګوالي ، څومره والي او د هغه د شاعر د ځانګړنو په اړه خپله  څېړونکې مقاله غونډې ته وړاندې کړه .د غونډې بل وینا وال د هېوا غوره لیکوال ،کره کتونکی او شاعر ښاغلی عبیدالله محک و . ښاغلي محک د خپلو خبرو په ترڅ کې د علي ګل پیوند د شعر بېلا بېل اړخونه او د هغو زماني ځانګړنې حاضرینو ته ورپه ګوته کړې او ښاغلی پیوند یې د یو ریالستیک او د پوخ کلام لرونکی شاعر  په توګه یاد کړ .دغه راز تکړه لیکوال ښاغلي احمدجان ماڼو هم د یوې وینا په ترڅ کې د پیوند دهغه وخت شاعري څرګنده کړه چې هر شعر یې هېوادپالونکې جذبې راپارولې هغه وویل : پیوند د انقلابونو شاعر دی ، پیوند د ویښتیا شاعر دی . په خبر کې راغلي چې وروسته بیا ځوان لیکوال ښاغلي شاولي آرین ،د کابل پوهنتون پخواني استاد ښاغلي محمد آصف بهاند ، د سویډن د مالمو په ښار کې د افغانانو د علمي او فرهنګي ټولنې په استازیتوب ښاغلي حبیب الله غمخمور او یو شمېر نورو خپلې لیکنې او مقالې ولوستې چې هر یو په خپل  وار ښاغلي پیوند د معاصر پښتوشعر  پوخ ، اغېزمن او مطرح شاعر وباله او د دې غونډې سمبالونکو ته یې ددغه شان یو فرهنګي کار له امله  شاباسی ووایه .د غونډې دویمه برخه ښاغلي پیوند ته ځانګړې شوې مشاعره وه ،په سر کې ښاغلي هېواددوست له منل شوي شاعر ښاغلي علي ګل پیوند  څخه هیله وکړه چې دریځ ته تشریف راوړي او خپله ګروهه راغلو مېلمنو ته څرګنده کړي .ښاغلي پیوند د یوې لنډې وینا په ترڅ کې وروسته له هغې چې د هغه په ویاړ ددغه شان یوه درنې غونډې په جوړولو کې  د افغان ډنمارک د لیکوال ادبپاله ټولنې له غړو او مشرانو مننه وکړه ، د خپل ژوند او شعر  یوشمېر ځانګړنې یې میلمنو ته واورولې  او د نوموړي په اړه د ټولو ویناوالو او ګډونوالو له ښو خبرو یې  د زړه له کومې مننه وکړه زیاته یې کړه : زه ویاړم چې افغانان د یو تمدن زېږونکي ملت په توګه خپل خادمان نه هیروي .له ما او زما له کلام څخه ستاسود ملاتړ نه مننه .).وروسته بیا دکتور عبدالرحمن باباخېل د حاضرینو د پرله پسې چکچکو په شور اوزوږ کې د ټولنې سوغاتونه محترم پیوند صیب ته ډالۍ کړه .باباخيل لونګۍ د پوند پر سر وتړله او ورسره  یې یوه چپنه هم پر اوږو ورته وغوړوله .دغه راز ښاغلي ګلمانشاه  ودیر ساپي د ګلانو یوه ګېډۍ  د ښاغلي پیوند مېرمنې ، آغلې ګلالۍ پیوند ته  وړاندې کړه چې د ژوند په ښو او بدو حالاتو کې د پیوند سره لکه یوه ښه ملګرې  پاتې شوې ده .زموږ خبریال لیکي : د مشاعرې په برخه کې چې د غوره شاعر او لیکوال  ښاغلي ممتاز ارمان او غوره دیکلیماتورې اغلې زرلښت حبیب لخوا پر مخ وړل کېده لومړنۍ شاعر ښاغلی عرب بیانخېل و.په مشاعره کې   یو زیات شمېر شاعرانو او له هغې ډلې ښاغلو نیاز محمد پیاوړي ، هلمند یاد ،هېواد شیرزاد، عبدالمالک بېکسیار ،ولایت خان ځدراڼ، امیري ، څارنوال حضرت ، ګلمانشاه ودیر ساپي ،غرزي پردیسي،غلام سخي ملکزی، عیسی بهرام ، وارث خان ، شریف الله پیوند ،  ،حنیف سادول،ډاکټر مصطفی امن ،ډاکټر ستار ،  حکمت الله پیوند فیض الله امیري او یو شمېر نورو  خپل شعرونه او ادبي ټوټې ولوستې .وروسته بیا غوره شاعر  ښاغلي غرزي پردیسي د ټنګ ټکور په برخه کې غوره سندربول ښاغلي عیسی بهرام ته بلنه ورکړه چې په خپلو ښکلو سندرو سره د پیوند په نامه د شعر دغه شپه لاپسې رنګینه کړي .د بهرام هره سندره د حاضرینو له تاوده هرکلي سره مخامخ وه .هیر دې نه وي چې د ښاغلي علي ګل پیوند د شعر او ژوند دغه لمانځغونډې ته له افغانستان څخه دننه او د اروپا ، آسیا ، امریکا او د نړۍ له یو شمېر نورو هېوادو څخه د افغانانو کلتوري ټولنو او مستقلو فرهنګي شخصیتونومقالې  او د  مبارکۍ  پیغامونه  رارسېدلي وو. په دې ډله کې له امریکې څخه د ښاغلي عارف خزان ،له افغانستان څخه باز محمد عابد ، له کابل څخه میر عرب شاه چمتو سادات ، ، له ناروې څخه ښاغلي اجمل اټک یوسفزي ، د هالند د هیرلین د ښار د افغانانو د کلتوري ټولنې څخه ښاغلي هدایت الله وطنیار ، ښاغلي احمدشاه څوکيوال ، ، ښاغلي مدیر ګل سعید خان ، له جرمني څخه د کونړ د ټولنې په استازیتوب ښاغلي سید رحیم ، په جرمني کې د سولې د بهیر ټولنې څخه ګلرحیم ساپي ، دغه راز له افغنستان څخه ښاغلي محمد صدیق ، ، آغلې طاهره رحیمي ،له هالند څخه آغلې زرغونه لودین   له لندن څخه شاعر او لیکوال ښاغلي افضل ټکور  او یو شمېر نورو فرهنګپالو  خپل شعرونه او  پیغامونه را استولي و  چې د ښاغلي ګلمانشاه ودیر ساپي په وینا کې ورڅخه یادونه وشوه .دغه راز  په ډنمارک کې د لیکوال ادبپاله ټولنې په نوښت یوشمېر افغان هنرمندان له کابل څخه دغې غونډې ته رابلل شوي چې  له هغې ډلې ذبیح استالفي او همایون انګار هم  هنرنمایي وکړه . زموږ خبریال وایي غونډه د حاضرینو په شور او زوږ کې د شپې ۱۱بجو شا او خوا کې هنرمندانو ته د ګلانو د ګېدیو په ورکولو سره پای ته ورسېده .