د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له ارګمشر سره د طنز دخبریال ځانګړې مرکه

محمود نظری 17.11.2012 15:52

خبریال :تاسو د ښوونځی له زنګ وهلو و روسته طالبانو ته څه پيغام ولیږئ؟
ارګمشر :ماورته ویل نور ښوونځي مه سوځئ!
هغو ویل : ښه دی .
ما ورته وویل : یو وار بیا ووایاست!ما وانه وریده !

خبریال :تاسو ولي لوړو چوکیو ته بدماشان غوره کوئ نه اهل کار ؟
ارګمشر:دا ټوله د پارلمان له لاسه!
هر وکیل یو وزیر ته د یویوې رای ورکولو په بدل کې لس زر ډالره غواړي، اهل د کار دا پیسې له کومه کړي .
خبریال :ستاسو وزیران ولي کار نه کوي؟
ارګمشر: څه وخت کار وکړي!
ټوله یې کرۍ اوونۍ د پارلمان وکیلانو ته د خپلونه کړل سوو کارونوراپوړت ورکوي.
خبریال :دا ټاکنو د تخطیو کمیسیون پریکړه مو ولي عملي نه کړه ؟
ارګمشر:بد ماشانونه منل، هغه متل دی چې بدماش نه تښتي ښه ماش دي وتښتي .
خبریال:تاسو دا پارلمان قانوني بولئ ؟ستا قضاوايي د هغو( ۶۰ )کسه په چم راغلي دي ، ته د هغو پرېکړې منې؟
ارګمشر: هغه فیصلې چې مې خوښې وي منم ،هغه چې مې خوښې نه وي نه یې منم، وایم پارلمان قانوني نه دی .
خبریال: تا د ولس سره وعده وکړه عدالت تامینوم .
ارګمشر: ته هم بلا کوې ، ما کومه وعده پوره کړې ده.
خبریال: امر الله چې په دولت کې لوړ مقام درلود ، تل د سولې خبرې کولې اوس ،چې په کور کې ناست دی سوله ردوي دا ولي؟
ارګمشر: هغه وخت ما معاش ورکوی اوس یې ډبل عبدالله ورکوي .
خبریال : امرالله هغه وخت نه ژړل اوس ډیر ژاړي ؟
ارګمشر:اوس يې د سد سوری خلاص سو ،چې ایله عبدالله عبدالله هغه ختاایستلی دی.
خبریال : ولي ستاسو دوې بیانې سره ورته نه دي؟.
ارګمشر: څنګه سره ورته سي، چې زه هغه د خپلې خیټې وایم .
خبریال : تاسو یو فرمان د لاسلیک مخکې لولئ یا وروسته ؟
ارګمشر:هیڅ وخت یې نه لولم .
خبریال : ولي دي له امریکا سره ستراتیژیک تړون په نیمه شپه کې لاسلیک کړ؟
ارګمشر: له تورسره تور کارونه په توره شپه کې تر سره کیږي .
خبریال: تا د دي تړون مادې ولوستې ؟
ارګمشر: یا هغه تړون تور ماما له ځانه سره راوړی و، زموږ پر یو بل اعتبار لرو ان ما یوه ورقه سپینه هم ورته لاسلیک کړه نه چې کله یې په کار سي .
خبریال : تاسوله نوروهیوادونو سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړه تا هغه هم نه دي لوستي؟
ارګمشر: په دې قراردادونو کې کوم شی نسته، یوازې دهغو په کښ کښ اصلي ږغ پټوم .
خبریال : تا ویل زه مصلحتي وم نور مصلحت نه کوم .
ارګمشر: هغه ورځ ګنس وم .
خبریال : ولي دی یوپوهنتون د ربانی په نوم کړ.
ارګمشر: ما یې پلویانوته د شهرت کچه ورښوول.
خبریال: تا ویل نور ځان نه ټاکم.
ارګمشر: زه نه وایم قانون وایي، خدای مهربانه دی که مې نظام په پاچاهي واړوی .
خبریال : د چوک آوازه ده چې ته له سوټ پزې سره اوبه غلبیلوې .
ارګمشر: یا نور د پښو له ترپه لوېیدلی یم.
خبریال : خلک وایې ته له اوله سره له ترپه لوېیدلی معلومیدې او اوس تولو ته بې بیې سوی هم یې .
ارګمشر: څه وایې یوه چپنه مي په څو ارزي!
خبریال : ته ولي دولتي څوکۍ ارثي کوې ؟
ارګمشر: غواړم زامنو ته یې لا اوس اوبه ودروم چې بیا د واک دعوا ونه کړي .
خبریال : تا ولي ټوله غل غدو او لوټماران پر ځان راټول کړي دي .
ارګمشر: چې زه معلوم نسم .
خبریال : ولي دعدالت د راوستولو لپاره ځان په یوه اوبله کوې ؟
ارګمشر :غواړم خپله پاته دوره په خیر سره تیره کړم .
خبریال : خلک وايي تا یوازې توپکسالاري،ځانمني،زورویلو، اوبې
مسولیتي ته وده ورکړې ده .
ارګمشر: ولي بډي اخیستل، کام پرستي ...
ادامه لري