د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زړه ډمه اونوی کورګی

پوهندوی آصف بهاند 15.11.2012 00:29

د ډنمارک په کوپنهاګن ښارکې،ځینوفرهنګیانوپتیلې ده چې دعلي ګل پیوند دفرهنګي کارونواوهستونودڅرنګوالي اوقدردانۍ په باب،د۲۰۱۲ کال دنومبرپه اوه لسمه نیټه دګڼ شمیرشاعرانواولیکوالوپه ګډون،یوه څیړنیزه لمانځغونډه جوړه کړي.مانه هم دتیلیفون له لارې اوهم دمیډیا په مټ هیله وشوه چې په دې غونډه کې ګډون وکړم.دکوربنودې کور ودان اوفرهنګي نغری دې تود وي چې په دې پلمه څولیکوال اوشاعریاران تریوه چت لاندې سره راټولوي.
دپیوند دآثارونشت والي اودوخت لنډ والي مې لاسونه راوتړل او ومې نه شوکړای چې دپیوند داشعارو اوآثارودشکل وشمایل اوجمال و کمال په باب،هغسې چې لازمه ده،یوه څیړنیزه مقاله ولیکم؛دانتقادتوره پسې راوباسم اویا یې دتوصیف په وریښمین اوپاسته بسترکې ویده کړم،خوددې درنې فرهنګي ناستې ددرناوي له پاره غواړم یوڅو کرښې ولیکم.په دې لنډه لیکنه کې زما اودپیوند دلیدنې اوپیژندګلوی یوه داسې خاطره له تاسودرنولوستونکوسره شریکوم چې ډیر لږدوستان به ورنه خبروي.
دغونډې دجوړیدودخبرپه اوریدلوسره سمدلاسه « زړه ډمه » او دهغې تریخ اوله مجبوریتونوډک ژوند اود زړې ډمې دنقاش فکري انځورونه اودزړې ډمې دهستونکي دترخه ژوند ترخې شیبې راپه زړه شوې.هغه وختونه راپه زړه شول چې دزړې ډمې دنقاش دککرې په ګومبزه کې تودو فکرونوآزانګې کولې اوپه وینوکې یې تودومستوڅپوموجونه وهل.
دا وخت که دزړې ډمې بدن دټولنې ناخوالوپه خوني منګولو شکارې کړی اوپه وینولړلی و،دغسې دزړې ډمې د اندامونه دانځورګرځوان اوقوي وجود،دوخت «تورومدیرانو» سره مروړلی واوداسې څرخي پلونو کې یې تړلی و،چې غږیې هم چاته نه رسیده.
خوزړې ډمې،له بندیزونوسره سره کله کله له زندان نه دباندې سرښکاره کاوه.دهمدې بغاوت په ورځوکې یوه ورځ د«باغ عمومي» دټیټکي نیمه دیوال په څنګ کې راسره مخ شوه،اوتر اوتریې یوخوا بل خوا کتل،زما چې ورباندې پام شو،ډیرژریې په ژړاندوسترګوراته وویل:
« دروسره وامې خله چې ستړې یم،اودخپل زړه په کتابتون کې مې داسې پټه کړه چې نورنو ددې تیري کونکو لاس هم راونه رسیږي.»
«زړه ډمه» وړه وه،دومره وړه چې زما په جب کې ځای شوه،کورته مې راوړه او څو ورځې مې ښې مرکې ورسره وکړې،خوهغې خپلوترخوورځواوخپل ورک خاوند پسې اوښکې تویولې او...
دا ډاریده،خوما دتاریخ مرصع په تاوده اړخ کې ویده کړه،دخوشال دستار مې دپردې په څیرپه عزت ورپه سرکړاودخوشال دژبې دانتقاد تیره توره اوسپاهیان،چې دخولۍ پر پیک یې دخوشا ل کلیات لیکلي وو، ورته پیره داران کړل.
دزړې ډمې خاوندهغه وخت ما له نږدې نه پیژانده،کله کله به زړې ډمې دهغه د ککرۍ د غږونو اوتودې وینې دجوش کیسې راته کولې او...
زه داوخت دکابل پوهنتون دپښتوڅانګې په باغچه کې دیوه واړه کورګي په جوړولولګیا  وم،پرته له دې چې دوخت ناخوالواو نازکوحالاتوته پام وکړم،له هرځای نه مې داړتیا وړخښتې را اخیستې او څنګ په څنګ مې سره کیښودې،ترڅومې دا وړکی کورګی سرته ورساوه،ددې واړه کورګي په تندي مې ولیکل:
                             « دپښتوادبیاتودمعاصرې دورې منظوم متون »
ددې کورګي په جوړولوکې ما دزړې دمې دبدن ښکلي اندامونه اودزړې ډمې دخالق یوڅو ښکلي انځورونه هم کارولي وو،خودې ته مې پام نه وچې دزمانې دمیرغضب،نه زړه ډمه خوښیږي اونه یې دزړې ډمې نقاش؛خودوخت دغوښتنې له مخې،له بندیزونو سره سره زما دواړه کورګي ددیوالونودښکلا اوسمبالتیا له پاره ،هم دزړې ډمې اندامونه په کاروو اوهم دزړې ډمې دنقاش ښکلي انځورونه.
داوخت زړې ډمې زما له دلاساینې اومیلمه پالنې سره سره په خپل خاونداوساتونکي پسې پټې،پټې اوښکې تویولې اودزړې ډمې نقاش دتور صیاد دتورو تمبوترشا،دخپلې ځوانۍ دګل درژیدونندارې ته مجبورآ،لاس ترزنې ناست و.
زه دیونوي او بې تجربې معمارپه شان لګیا وم او له بندیزونوسره سره مې دزړې ډمې ښکلي اندامونه لکه زرینې خښتې،په خپل واړه کورګي کې کارول،مادټیټ لاسي اوتازه کاره معمارپه ډول خپل کارباید دسرمعماردهوکړې له پاره هغه ته ورښودلای وای.
زوړ« وستاکار »پوهیده چې ددې واړه کورګي په جوړولواوښکلاکې باید دنوروزرینوخښتوترڅنګ،دزړې ډمې اندامونه اونقاشۍهم وکاریږي .زاړه معمارسره له دې چې تورصیاد سره پخوانۍ آشنايي درلوده،خوهنري تیزبین نظر یې اجازه ورنه کړه چې دزړې ډمې دښکلوانځورونوپه پریکولوسره کومه ګناه وکړي،یوازې یې دومره راته وویل چې:
« زه ددې ښکلي کورګي په جوړلولوکې دزړې ډمې ښکلوانځورونوته څه نه شم ویلای،خوددې له پاره چې دا ښکلی کورګی سرته ورسیږي،نقاش یې باید دعلي ګل پرځای « ع ــ پ » وښودل شي،که نه نودتورصیاد جلادان به دزړې ډمې ښکلي اندامونه غوڅ کړي اودزړې ډمې دنقاش انځورونه به په اورکې وسیځي»  
ما هم دغسې وکړل،دادبیاتو دبڼ ددې واړه کورګي دښکلا په خاطر مې دزړې ډمې دانځورګرنوم له علي ګل نه،په « ع ــ پ » واړاوه.
اودادبیاتو په بڼ کې ددې واړه جوړ شوي کورګي دښکلو دیوالونوپریوه اړخ باندې اوس هم دزړې دمې دنقاش یوڅوښکلي انځورونه دعلي ګل په نامه نه،بلکې د « ع ــ پ » په نامه راځړیږي.
کلونه وروسته دتور صیاد خونه دزمانې توندو بادونو ورانه کړه،دزړې ډمې خاوند هم دزړې ډمې دپله دپیدا کولوپه خاطرزیړ زبیښلی دتورصیاد له توروتمبونه دباندې راووت،خودڅرخی پله په تاویدونکوڅرخونوکې دومره سره مروړل شوی و،چې لوری یې نه پیژانده.
« هی میدان اوطی میدان وخارمغیلان » چې یوه ورځ دپوهنتون په بڼ کې ماته په مخه راغی.زه ورته مخامخ ودریدم،د « ع ــ پ » دلیکلوله شرمه مې پیوند صاحب ورته ونه شو ویلای،اویوه اوږده شیبه مې (( ع پ ،ع پ )) توري مخې ته وړاندې وروسته کیدل،چې په دې کې چا ورته وویل:
دی، دادبیاتوپه بڼ کې دواړه کورګي هغه معماردی چې دزړې ډمې انځورونه یې په کې کارولي دي.ښکته پورته یې راته وکتل غیږ کې یې ونیولم اوددې په خاطرچې دده په نه شتون کې ما دزړې ډمې عزت کړی و،زما مزد یې په یوه واړه ټوټه کاغذ کې دیوه لنډ آزاد شعر په چوکاټ کې راکړ چې دتورو تمبوترشا یې زما په یاد لیکلی و.
بیا،په هغه ــ دچا ښیرو وهلي ــ بڼ باندې له سروبادونو وروسته،څه شنه، سپین اوتوربادونه یوپه بل پسې راولوتل،« دخیبرجګړه » نوره هم په کې توده شوه،دزړې ډمې دخاوند له تګ نه وروسته دده شاعرو یارانوهم د لار ورکو لارویانودپلونوپه ګردونوپسې روان شول،په هوا شول اولکه وزر سوې زاڼې،هر چا دخپلو سوو وزرونودتوان په اندازه مزل وکړ،څوک په اورونوکې ولویدل،ایرې شول اوچا په پردیو چاپیریالونوکې دغمونواو ډار له درنوپیټوسره ځانونه غلي کړل.په هغوکې یونیم کله کله دیوسپڼ په څیر یونیم غږکوي اوڅوک بیا په کې داسې غلي دي لکه دمړیو په کلي کې یې چې شپه وي؛
خودزړې ډمې خاوند،دیادونواوغمونوله درنوپیټوسره لکه وزر ماتی ،وزرسوی نا امیده بلبل یونیم غږکوي.کله یې دتور مدیردزندان وحشت لړزوي،کله یې دزړې ډمې بې سرپرستي دلیونیانوپه شان خندوي،خوکله کله دتوندوسیلیودراتګ مخې ته دمقاومت دیوال جوړوي اودخپل خاطر باولۍ الوزوي،کله لرغونواسطوروته چوکاټونه جوړوي اوکله هم دسینما له یارانو سره دزړه خواله کوي اوتیر هیر یادونه تازه کوي.
او دادی نن خپلو شاعرویارانواودوستانوسره ناست دی اودتیر هنري ژوند په نندارتون کې دخپلو ایستلو تابلوګانو ننداره کوي.
                      لومړی زړه ډمه اوزندان،
                                  بیا سیلۍ باولۍ اودسینما یاران
                                                            وروسته به راشي ...

                                                                            پای