د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د پرمختګ رازونه

سیدعباس سادات 15.11.2012 00:27

ژباړه او راټولونه: سیدعباس سادات

که غواړې چې په ټولنه کې یوسالم شخصیت ووسې او په خپلو ورځینو فعالیتونو برلاسۍ شي دغه لارښوونو ته ځانګړې پاملرنه وکړه،هیله مند یم چې تر ډیره به د ژوند په ترسره کیدونکو چارو کې ګټورې پایلې ته ورسیږي.
۱– هر اړخیره مطالعه د ذهني ذخیرې له بډاینې سره مرسته کوي او ترڅنګ یې له علم او زده کړې سره د لیوالتیا د رامنځ ته کیدو لامل کیږي.
۲  - د مورنۍ ژبې ترڅنګ د بلې ژبې زده کړه ذهني فعالیتونه ګړندي کوي او د کمۍ د احساس پرځای، پرځان د باور او اعتماد په رامنځ ته کیدو کې مرسته کوي.
۳  - د یوه نوي پخلي، ورزش او هنر زده کړه د نورو هغو په پرتله په انسان کې ډاډ پیدا کوي او د ذهني ودې ترڅنګ د بدن د غړو په فعالیت کې مهم رول لوبولی شي.
۴  - د یوې نوې موضوع په اړه په سیمینار، کورس او ورکشاپ کې ګډون کول له زده کړې سره لیوالتیا پیدا کوي او د یوې روښانه راتلونکې ښکارندويي کوي.
۵ – د استوګنې او مطالعې هغه خونه مو بدله کړی، چې کلونه په یوحالت پاتې وي او یا یې په بڼه کې بدلون راولی، ځکه په یو حالت پاتې کیدل ستړیا رامنځ ته کوي.
۶ – ویره ختمه کړئ، په خپلې ویرې غلبه پیدا کړئ، د خبرو کولو پرمهال، د کار او نورو فعالیتونو په وخت کې ویره د پرمختګ مخه نیسي، هڅه وکړئ چې په خپلو کارونو کې له جرات څخه کار واخلي.
۷ – د خپلو شته مهارتونو د لاښه کیدو او غنا لپاره کوښښ وکړئ، که په هره برخه کې کار کوئ هڅه وکړئ چې لاسته راوړنې ولرئ.
۸ -  سهار وختي له خوبه پاڅیږئ، څیړنو ښودلې، هغه کسان چې سهار تر اوو بجو مخکې پاڅیږي د کار لپاره پوره لیوالتیا لري، ښه فکر کولای شي او د ستړیا حس نه کوي.
۹  - د ورزش لپاره پلان ولرئ، که هره ورځ په منظم ډول ورزش کولو ته وخت نلرئ، کوښښ وکړئ چې په اونۍ کې درې ځلې د دیرش، دیرش دقیقو لپاره ورزش وکړئ، ځکه د بدن اعضا هم حرکت ته اړتیا لرې.
۱۰ – له ځان سره د تل لپاره د یاداشت کتابچه ولرئ ، هڅه وکړئ چې خپل ورځني مهم فعالیتونه یاداشت کړئ، ځینې مهمې پیښې، ویناوې اومعلومات او نور تاسې سره په راتلونکې کې مرسته کولای شي.
۱۱ – د خپل راتلونکې لپاره یو منظم پلان یا تقسیم اوقات برابر کړئ، لږ تر لږه د یو کال لپاره چې په لومړۍ میاشت، دریمه میاشت، شپږمه او… د خپل پرمختګ لپاره څه باید وکړئ، آیا په دغو میاشتو کې دې په ځان کې کوم بدلون ولید او کنه نو څه پکار دي.
۱۲ – له خپل یوه نږدې دوست سره په یوه برخه کې سالم رقابت وکړئ، څنګه کولای شې له خپل دوست ځان مخکې هدف ته ورسوې، یا یو چاته په یوه برخه کې چلیج ورکړئ چې تاسې ورسره هڅول کیږئ.
۱۳ – په خپل ځان کې هغه ټکي معلوم کړئ چې تاسې ته ډیر روښانه نه وي، خو ستاسې شخصیت ته په کې زیان رسیږي،د بیلګې په ډول، په خوراک ، خبرو کولو، کورني ژوند او … هڅه وکړۍ خپل ټول حرکات او فعالیتونه و څارئ، منفي هغه یې په نښته او لمنځه یې یوسئ.
۱۴ – د خپلو فعالیتونو له ترسره کیدو وروسته عکسل العمل ترلاسه او ارزونه وکړئ ، آیا ستاسې کار مناسب او نورو ته د منلو وړ وو؟ د بیلابیلو لارو کولای شئ د ځان د اصلاح لپاره معلومات ترلاسه کړې چې ستاسې د ودې لپاره یو ګټور اقدام دی.
۱۵ – د خپلو ورځنیو فعالیتونو لپاره یو لست برابر کړئ، لست تاسې سره مرسته کوي چې خپل ټول کارونه په خپل وخت ترسره کړئ او هم به له اضافي وخت تیریدو څخه مخنیوی شوی وي.
۱۶ – له هغو کسانو زدکړئ، چې تاسې یې د پوهې اووړتیا څخه اغیرمن شوي یاست، فکر وکړئ چې له څه ډول خلکو متاثره شوي یاست، د هغوی په کړنې و ارزوئ او ګټور شیان ترې ترلاسه کړئ.
۱۷-  خپل یو شمیر بدعادتونه لکه، سګرټ څکل، ناوخته له خوبه پاڅیدل، لټي اوتمبلي، ورزش نه کول، ډیر خوراک ، ډیرې خبرې او داسې نور له منځه یوسئ.
۱۸ -  له بدو ملګرو سره دوستي پریږدئ ، هغه کسان چې ستاسې د بدنامئ لامل کیږي له دوستئ یې لاس واخلئ.
۱۹ – له خپلو نږدې دوستانو او د کار ساحې له کارکوونکو څخه هغه څه زده کړۍ چې تاسې پرې نه پوهیږئ، هر وخت د زده کړې تنده په ځان کې ژوندئ وساتئ، او په زده کړه کې شرم مه کوئ.
۲۰ -  لیکنې وکړئ، خپلې لیکنې په چاپې مطبوعاتو او انټرنیت کې خپرې کړئ، لیکنې ستاسې د وړتیا او پوهې ښکارندويي کوي، داسې کسان به ستا د پوهې تایید وکړي چې تاسې ورسره هیڅ نه پیژنې، د هغوي منښت تاسې ته ګټور دی ځکه چې رابطه او اړیکه په کې نه پالل کیږي.
۲۱-  ویبلاک جوړ کړئ، تاسې اړ کیږي چې د خپل ویبلاک د چلوونې لپاره یو شمیر مطالب چمتو کړئ ،کوښښ وکړئ چې په بیلابیلو مسایلو خپلې تبصرې او معلومات خپاره کړئ، د مطالبو خپرول ستاسې د پوهې په ډیروالي کې مرسته کوي او ترڅنګ یې هغه کسان چې ستاسې ویبلاک ویني ګټور معلومات ترې ترلاسه کوي.
۲۲-  ځان ته یو څارونکي یا مربي پیدا کړئ چې ستاسې کارونه و ارزوي، د ښو او بدو ترمنځ بیلوالی وکړای شي او د سمې لارې لارښوونه درته وکړي، البته دا چاره یوازې د یوشمیر کارونو پرمهال ترسره کیدونکی ده.
۲۳ – ډیر وخت انټرنیټ کې چټ او فیسبوک ته مه ورکوئ، ځکه په دې وخت کې تاسې هیڅ داسې نوی څیز نه ویني چې تاسې ته ګټور وي بلکې خپل قیمتي وخت له لاسه ورکوئ.
۲۴-  داسې لوبې وکړئ چې ستاسې ذهن ته وده ورکړې، د بلګې په توګه، په شطرنج لوبه کې فکر کول ضروری دي، دا تاسې سره د ژوند په بیلابیلو برخو کې مرسته کوي چې د یوې ستونزې څخه د خلاصې لپاره باید له فکر نه کارواخلی نه له احساساتو څخه.
۲۵ – ټلویزیون کتلو ته ډیر وخت مه ورکوئ، یوازې هغه پروګرامونه او خبري سرویسونه یې وګورۍ چې ستاسې د علاقي وړ وي، د ټلویزیون د بیلابیلو پروګرامونه کتل تاسې ځان سره بل لور ته بیولی شي او ترڅنګ یې ستاسې قیمتي وخت هم ضایع کوي.
۲۶  -  په خپل مسلک او برخه کې ملګري پیدا کړئ څو دغه کسان تاته د کار د ښه والې او منفي ټکو د روښانه کولو په برخه کې مشوره درکړي.
۲۷ – په یو شمیر هغو برخو کې چې ځانګړی مهارت لرئ او سرمایه هم لرئ پانګونه وکړئ، دا کار ددې سبب کیږي چې تاسې یو شمیر کسانو ته د کار زمینه برابره کړئ اوترڅنګ به یې په ځان کې د مدیریت او مشرتوب روحیه ژوندۍ کړی.
۲۸ -  له خلکو سره مینه او محبت وکړئ، دا به ستاسې په ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کړی، په ستونزمنو حالاتو کې به د خلکو له ملاتړ څخه برخمن شئ، خلک به له تاسې سره مینه وکړي او تاسې به پرځان ډاډه او باور پیدا کړئ.
۲۹  - له نفرت کولو ډډه وکړئ، له نورو سره نفرت له ځان څخه نفرت کول دي، نفرت ستاسې ذهن له خوشحال او ارام چوکاټ څخه د کینې او عقدې لور ته بیايي، دغه حالت ستاسې د پرمختګ او ودې مخنیوی کوي.
۳۰  - دمه او استراحت وکړئ ، که چیرې په یو کار یا مطالعه بوخت یاست، هڅه وکړئ چې په منځ کې یوه لنډه دمه وکړئ، دمه تاسې سره مرسته کوي چې د پاتې برخې د کار کولو لپاره نوي انرژي درکړي، که دمه ونکړئ په یوحالت پاتې کیدل ستړیا رامنځ ته کوي چې د کار په پایلو منفي اغیره کوي.