د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دستروهيوادونه دسترومعقولولوبوهيله کيږي

حبيب الله غمخور 13.11.2012 21:41

نن داونۍ لمړئ ورځ وه په ټوله نړۍ کښي چي عيسوی کالهنداره مني دغه ورځ داونۍ پيل ،ډيره سرگردانه او کاری ورځ وي ،يعنې پدې ورځ هغه څوک چي په دولتي ادارو اونوروموسيسوکښي چي دپلان له مخې بايد خپل اونيز کارونه پر مخ بوزي  کارکوي يوه له مصروفيتونوډکه ورځ شمېرل کېږی ،ځکه پدې ورځ د نورو ورځوپه پرتله پلاني غونډي ډيري او اوږدې وي . ځکه نه يوازي داونۍ دکارونو بلکي ، کله کله ديوې مياشتي اوياترهغې  ډيرې مودې  دکارونوپه هکله بحث کيږي .پرما هم دا ورځ لکه پر نورو تېره سول .کورته يوڅه ناوخته راغلم ، تر ډوډۍ خوړلو وروسته دمعمول سره سم دکمپيوټر مخ ته کښېناستم او هغه مي روښانه کړ ،يوپه بل پسې مې مشهوري خبري اومعلوماتي ويب پاڼې لکه ،تاند، ازادي راډيو،بي بې سي ،دوي چه ويلي ،دعوت ،بېنوا،گران افغانستان ،کوفي ويب پاڼه ،ياران ، روحی ،ټول افغان ،تل افغان ،سپرغۍ،هوډ ،آريايي ،سمسور  اونوري چي دنوم ليک لست رانه اوږدېږي وکتلې ،په ازادی راډيوويب پاڼه کښي مي داخبر چي ښاغلي بارک اوباماوايي  : ((په افغانستان کې د جګړې دردناکه لسیزه پای ته نژدې ده.))پام ځانته واړاوه .دخبر په لوستلوحيران پاته سوم .که څوک رانه خفه نسي نوهغه دري متل مي پياد سوي چي وايي  : ((بياازاين نوده پيوند کن))،زه نه غواړم بارک اوباماته چي دامريکا ولسمشر دی مشوره ورکړم  ،ځکه هغه ته دجهوري رياست دسکرتريت اولېک ډلي ترڅنگ نور ډيرغښتلي علمی مرکزو نه  دامريکادکورنيو اوبهرنيو چارودسمبالتياپه اړوند ورځنۍ مشورې ورکوي اوددې تر څنگ دامريکا هر وزير اوبل هر دپرېکړي صلاحيت لرونکی چارواکی داډول مشوره ورکوونکې لري . دغه مشوره ورکونکی ساده کسان نه دي اونه هم دچاپه خوښه په دنده گمارل کيږي .دا مسلکي کسان دي چي په دولتی سيستم کښي کار کوي .ددوي لپاره مهمه نده چي کوم څوک ولسمشر او يا وزير دی ،خوداډيره مهمه  او دولتی،ملي دنده شمېرل کېږي چي دخپلو نظرياتوپه څرگندولوکښي يوازي دامريکا ملي گټې اوددې هيواد نړيوال موقف په نظر کښي ولري .

دنومبر دمياشتي پر دولسمه چي په امريکا کښي رخصتي ده ،د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان څخه د خپلو سرتیرو د تدریجي ایستلو مسله یو وار بیا هغه وخت چې ده دارلینګټن په ملي هدیره کې د یاد ي ورځې په مناسبت مراسمو کې امریکایانو ته خبرې کولې یاده کړه اوویې ویل ((په افغانستان کې د جګړې دردناکه لسیزه پای ته نژدې ده .))  اوباما ویل:دا په تیره یوه لسیزه کې دپخوانیو سرتیرو د یاد لومړنۍ داسې ورځ ده، چې دا وخت په عراق کې امریکايي سرتیري جګړه نه کوي او نه وژل کیږي .زموږ درې دیرش زره سرتیري دا مهال له افغانستان څخه راستانه شوي او هلته د مسولیتونو انتقال روان دی .د افغانستان څخه دامهال درې دیرش زره امریکايي سرتیري وتلي دي او تمه ده، چې د ۲۰۱۴ م کال تر پای پورې به ټول محاربوي امریکايي سرتیري له افغانستان څخه ووځي.اوباما،وویل دوی په عراق کې د صدام حسین ریژیم نسکور کړ، په افغانستان کې یې طالبان په شا وتنبول او په پاکستان کې یې اسامه بن لادن وواژه ، هغه دټولو امریکايي سرتیرو مننه وکړه .

زه نه غواړم دافغان زورېدلي اوکړېدلي ولس مورال تردې نورهم راټيټ کړم اوهغه زموږ دعوامو ډير پر ځاي خبره ((دومرغوته ئې کښېنوم)) ، خودبارک اوباما خبري ماته نه يوازي داچي حيرانونکې وې ،دشوروي اتحاد دکمونست گوند دعمومی منشي ميخائيل سرگېوېچ گرباچوف  دهغې وينا  متن ئي  راپياد کړ، چي هغه کله دکمونست گوند په کنگره کښي دمرکزی کمېټې دعمومی منشي په توگه دوباره ونومول سو. هغه  دافغانستان پر ناخواله دسرطان دزخم نوم کښېښود خو بار ک اوباما ورته (( دردناکه جنگ ))نوم ورکړ . چې پدې بې مسوليته څرگندونه ئي دافغان ولس دسولي،  ثبات ،ښېرازي ،دموکراسی ،بشری عدالت  اوټولنيزي سمونتيا ددښمنانوخبره تايد اوداعتباروړوگرځول .

سوال دادی چي داددردناکه جگړه چاراپيل کړه ؟

جورج ډبلو بوش چي دهمدې امريکا ولسمشر وپه ۲۰۰۱ کال دسپتمبر تر پېښي وروسته پر افغانستان باندي درادا نگلو په وخت کښي دخپلو ټولومرستندويانوسره يو ځاي دايوه خبره کول چي موږ په افغانستان کي دتروريزم جرړي باسو، القاعده  به له منځه وړواودطالبانوحاکميت  به نسکوروو.افغانستان به په هر برخه کي داسي ودان کړوچي نړۍ به گوته ورته په غاښ ونسي . رښتياهم ټوله نړۍ حيرانه ده چي پسله يولس کاله افغانستان تر بد بتر سو. ددې پر ځاي چي افغانان وطن ته راستانه شي ، له وطن څخه په کاروانوفرار کوی اوداروپادامگرېشن ادارې ئي دنوم ليک په ثبت پسي نه رسېږي ،لعنتي پاکستان ،ايران ،همدا ډول  دهندوستان ،جاپان ، استراليا،امريکا اوکاناډا خو پرخپل ځاي پرېږده .

  دې ورستيوپلاس جوړسويو سياسي پوځی ناخوالواوپه افغانستان کي د۱۹۹۲ کال په دود دپاکستان ، ايران تر حمايي لاندې ډلو ټپلو ترمنځ اختلاف اوښکر په ښکرکېدوته په کتوسره افغانان داسي انگېري  چې امريکايي چارواکي په لوي لاس غو اړي داغيرتی ولس دپاکستاني جنرالانو اوايراني اخوندانودروزل سويو بنسټپالو جنگسالارو او دموکراسی مخالفو ډلو نوکران سي . افغانان گيله کوی وايي ، امريکا موږته وعده راکړې وه چي دوي  به ولسونوته ډيموکراسي ،ټولنيز عدالت  او اقتصادي غوړېده راوړي خو اوس گوروبيرته شاته روانېږو  .

موږ افغانانوته دامريکا اونړيوالي ټولنې لخوا دهمدې بنسټپالوسره په جگړه کي تر ښکېلاک وروسته دبارک اوباما

دغه  له اميدونواو وعدونه ليري  وينا چي وايي ((دجگړې دردناکه لسيزه پاي ته رسېدلې ده )) حيرانونکې ده .

زموږ دولس په اند امريکايي چارواکي  دبارک اوباماپدې ويناسره پرخپلو ټولوهڅواولگښتونو،دا خو پرېږده چي ددواړو خواوو نه څومره انسانان قرباني سول دبطلان ليکه باسي . اوپدې ويناسره ديولس کالو نيمگړي لاسته راوړنې په ټول قوت اوخپل شتون سره  بنسټپالوته  ډالی کوي . ښاغلی بارک اوباما پدې بايد پوه وي ، چي  په افغانستان کي دجورج  ډبلو بوش اوددوي  ډير نږ دې دوستان ،دويته بله لومه جوړوی اوکه دبلې لومې مخه ونه نيول سي ،نوپه سيمه کښي ديوې بلې سيمه ايزي جگړې لپاره په خپل لاس لار پرانيزي . هغه وخت به مسوليت يوازي دامريکايي چارواکو پرغاړه وي،خوداوس نه وايم چي دوينو و يالې به يوځل بيا وبهېږي  .

په افغانستان کې داسي سياسي اوټولنيز قوتونه اوملي شخصيتونه شته چي پرې حساب وشي اويادحساب  اوغوړېدلي افغانستان دجوړېدولپاره ئې نړيواله ټولنه سره راټول  کړي . دهغوي سره هراړخيزه مرسته اوپر هغوي  نړيوال باور به په يقين سره  دې  هيوادته له دغوو رپېښوناخوالواوناورين څخه نجات ورکړي .دبارک اوباماپه څرگندونه چي  ټول کارونه ښه دي اودده په خبره دعراق جگړه پايته ورسېدل ، له افغانستان څخه درودېرش زره پوځيان راووتل او امنيتی مسوليت سپارلو پروسه په بری پر مخ روانه ده ، ډير ژر به ،زموږ  بريالي عسکر کورته راستانه سي )) په شعار ورکولوسره له افغانستان اوسيمې نه مخ اړول به ، په غټ گمان اويقين سره  يوځل بيا ديوې بلې نړيوالي اوسيمه ايزي  دردونکي ناندريز ي پېښی نوی زيری وي،چي دغه  زيری  به هرومرو دهمدې بارک اوباما او تر هغه څلورکاله وروسته به دامريکا  جمهوري غوښتونکی گونددکانديد ترغوږ و هم  ورسېږي .دابايد هيره نشې چي دغه تيروتنه به پسله څولورکاله دامريکا  دجمهوري غوښتونکی گوند لخوا دراتلونکی ولسمشر دکانديد په وړاندي يوه بله نړيواله ستونزه وي . 

زما مشوره چي وړاندي مي هم دمشوره ورکولونه  ډډه کول ، دامريکااوټولي نړۍ مشرتابه ته داده چي دافغانستان دمسلې سره دڅوبعدونواومختليفوپرنسيبونوداصل په نظرکي نيولوسره برخوردوکړي . دبن دناکام کنفرانس اوبيا دښاغلي کرزی دټاکلوپه بهانه پر هغوچي دټوپک اومذهب په زبرځواکی په افغانستان کي دډموکراسي اوټولنيز عدالت دتامين وعدې ورکوي تکيه دافغان ولس سره ستره جفا اوبشري خيانت دي .داخوپرېږده چي  يوځل بيابه شل حکومتونه وي ،د ډيموکراسی ،عدالت ،بشرحقوقو،دبيان اوعقيدې دازادی نه يادونه اوددغو پرنسيپونوپلی کول به دټول افغان ولس لپاره دخوب اوخيال خبره وي اوهيڅوک به ددغوحقوقو په اړوند دخبروکولوجرأت ونکړي  . ښه بېلگه ئې دهمدي بارک اوبامااونړيولاي ټولنې دسل زره پوځی ځواک اوغښتلي سياسي واک په شتون کښي دايران په هدايت دتورن اسماعيل اوشمالي ټلوالي لخوادجهادي شور جوړېدل اوخلکوته وسلې وېشل دي ،داخوپرېږده چي يوه ډله په څلورنومونوځان معرفی کوي . ومن الله التوفيق