د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دافغان کلتوري ټولنو جرګې د پښتو او يوويشتمې پېړۍ څېړنغونډه وکړه

سلیم خان رحمتزی 13.11.2012 20:35

د سیمینارپیل:مازيګر ۴ بجی
ویاند:استاد امیرجان وحید احمدزی
د قرانکریم تلاوت :شمس خلیلي
د ملي سرود په درناوی ودریدل
د پرانیستې وینا: اول الرحمن رودوال
مهم ټکی:۲۱مه پیړۍ د ساینس او پرمختګ پیړۍ ده،خو پښتانه داسې نه دي،نه یوازی پرمختګ نه لري،بلکې ورسره لا وروسته پاتې دي،د دې لپاره چې د ۲۱مې پیړي له اړتیاوو او نړیوالو سره د سیالۍ لپاره لارې مشخصې اوعملي لارو جوتول د سیمینار موخه ده،سمینار له دې وجې مهم او برخه لیک ټاکونکی دی.
استاد  محمد صدیق پسرلی ته د نوموړي د غزلبڼ د کتاب ،په نړیواله کچه  دولسي جرګې غړې میرمن شینکۍ کړوخېل ته د یوی جایزی ورکول کیدل،د رياضي په برخه کې  ډاکتر ماخان شینواري  څو کتابونو چاپول، ډاکتر لطيف بهاند ته د یوه نړيوال شهکار د ناول    سوله او جګړې ژباړل ، او ډاکتر مصطفی زمري ‌ ته  چې  د  طب په  برخه کې يې څو کتابونه لیکلي او ژباړلي دي، نو افغان کلتوري ټولنو جرګه دغو ټولو ته مبارکي وايي،  د کارونو او لاسته راوړنو ستاينه او يادونه يې کوي.

د افغان کلتوري ټولنو د جرګې د دارالانشا نوبتي  رییس ،ډاکترمحمد الله محمد  د جرګې په اړه ګډونوالو ته  رپوټ د پریزنټیشن په بڼه وړاندې کړ.
ده وویل: د یوه  ارماني او ایډیال  افغانستان لپاره بايد افغانستان  کې اسلامي ورورولي حاکمه ،باثباته ، نېمکرغه  او ولس يي سوکاله وي ترڅو په دې ډول سره په اسلامي نړۍ او  ټول بشر کې افغانان سرلوړی ژوند وکړي.  او زیاته يې کړه چې بدبختانه په اوس وخت کې په افغانستان کې  په پښتنې سيمو کې  جنګ جګړې ، د ښوونخيو سوځول ،د انکشافي کارونو کموالي  او  وژنې دوام لري  په دې ډول پښتانه چې د افغاني ټولنې اکثريت تشکيلوي،  کله چې ددوی په سيمو کې پرمختګ ټکنی وي نو ټول افغانستان باندې بده اغېزه لري ،  په دې ډول  حالت  کې  اسلامي نړۍ او ټولې دنيا دافغانستان  نېک نوم او شهرت ته زيان اړولی دی.
 نوموړي د جرګې په اړه مخکې وويل ! چې د افغان کلتوري ټولنو جرګه  کې ټول ملګري په خپله خوښه کار کوي او  ټول هغه کسان چې افغان کلتوري مشترکاتو ته ژمن وي ښه راغلاست وايي.
 د جرګې موخه  د بېلابېلو او ګڼو  کلتوري ټولنو ترمنځ همغږي  نظم او انسجام د  پل حیثيت لري په دې ډول چې د جرګې د  جوړښت څخه د مخه په بهر او د کوردننه ګڼ شمېر کلتوري او ټولنیزو ټولنو کار کولو چې د همغږۍ او انسجام چارې ډېرې يې پياوړې نه وې خو د جرګې په منځته راتلو سره ددغو ټولنو ترمنځ چارې ښې همغږې شویدي.
د جرګې د جوړېدو بل ستر علت داوه، چې افغانان په تېرو لسيزو کې په سیاسي توګه ډېر سره ويشل شویدي خو فرهنګي دېره کولای شي دوی سره راټول کړي.
 جرګه د ۲۰۰ په شاوخوا کې له کلتوری، ټولنيزو او ادبی ټولنو څخه  جوړه ده.
جرګې تشکيل په دې ډول دی:
-لارښوده شورا  چې د جرګې د کارونه څارنه او اروزنه کوي
-سلاکاره شورا د جرګې سلاکار مقام دی چې د جرګې کارډله ورسره  د جرګې د کارونو او سترو ملي مسايلو په اړه سلا او مشوره کوي.
-د جرګې کارډله د هغو فرهنګيانو څخه تشکيل شوې ده  چې په خپله خوښه او منظم ډول سره د جرګې په غونډو کې برخه اخلي او په دې ډول د جرګې دندې پرمخ بيايي
- ولایتي جرګه ګۍ : په ولايتونو کې د مېشتو کلتوري ټولنو څخه تشکيل شویدي چې خپل کارونه د مرکز او په ولایت کې له نورو ټولنو سره همغږې او منظموي او په دې ډول د کلتورې هلو ځلو په اړه معلومات له  مرکز سره شريکوي.
دجرګې او سياست په اړه يې وویل چې د سياسي ګوندونو او اشخاصو له اغېز نه خلاصه ده او د جرګې غړي کولای شي د یوه بشري حق په حیث په انفرادي توګه سياسي هلې ځلې وکړي خو جرګه د تاسيس څخه چې د ۱۳۸۶ لمريز کال کې رامنځ ته شوه تر اوسه پورې په هيڅ سياسي  حرکت کې نه ده شامله شوې او په  دې ډول يی خپل ثبات او ناپېیلتوب ساتلی دی. جرګه په همدې ډول غواړي یوازې د کلتوري او ټولنیزو ستونزو د تشخیص او حل لارې ومومي او د همدې مشترکاتو په بنسټ کار وکړي.

-مالی سرچینې: د جرګې مالي سرچينې د غړو ګډون ونډه  تشکيلوي چې اکثره ملګري په بېلابېلو ادارو کې کار کوي او د خپلو معاشونو یوه برخه  جرګې ته ورکوي.
بله سرچينه د خلکو او ملي تجارانو بی قیده او شرطه  بسپنې دي،  چې البته دا بسپنې بايد د جرګې د لومړيتوبونو په بنسټ وي  او جرګه  په هيڅ ډول ناودلتي موسسې( NGO) ته ورته نه ده .
 جرګه په څو لویو برخو کې کار کوي چې په لاندې ډول دي.
    •    د کلتوري ستونزو د حل لپاره ټولنيز کمپاين په ترڅ کې جرګې د پوهنې د وزارت او قومي او ولسي شوراګانو په ملاتړ سره په ګډه د کابل په ښار کې د ۱۰۰ په شا ه او خوا کې زده کوونکو ته په پښتو ژبه د  مورنۍ ژبې زده کړې  اسانتیا  برابرې کړېدي.
 جرګې د ټولو افغانانو د کلتور او ګڼو ژبو د پرمختګ او ودې لپاره د افغانستان د کلتور او ژبو د ودې او پرمختګ په نوم بنسټ  جوړکړیدی چې د ټولو   وروڼو قومونو له فرهنګیانو سره يې همغږي رامنځته کړې ده.
همدارنګه د کلتوري او ټولنېزو ستونزو د مخنيوي او هوارې په موخه د  قومي او ولسي شوراګانو سره په  ګډه کار پيل کړیدی.
    •    د اړيکو پراخې شبکې جوړول،  تفاهم او ملاتړ جلبول
د هېواد په داخل کې  مو  اوو په پښتونخوا کې څلور، په عربي او غربي هیوادونو کې مو ګڼ شمېر کلتوري حوزې د اړيکو د پراخولو،همغږي او ملاتړ جلبولو په موخه  جوړې کړې دي.
د پښتو نړېوال کنفرانس د سپارښتنو له مخې په کابل کې  پښتو نړیوال مرکز پرانستل شوی  ترڅو د ټولې نړۍ د پښتنو سره کلتوري همغږي او انسجام رامنځته کړي.
 ګڼ شمېر  فرهنګي او علمي بنسټونه ( مصور بنسټ، مېرمن  کلتوري-ټولنیز بهير،افغانستان د کلتور او ژبو د ملاتړ او پراختيا ملي بنسټ، افغان طبي بنسټ) مو جوړ کړيدي او د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز په  جوړولو کې جرګې اساسي رول درلود.
 جرګې په کابل کې د هېواد د ټولو مطرح سياسي ،مذهبي او فرهنګي مشرانو سره ستره غونډه وکړه ، له هغوی ټولو سره يې د  جرګې کارونه شريک کړل اودوی د جرګې  کارونه وستايل او ملاتړ يې ورڅخه څرګند کړو.
    •    په سټراټيژيکو ملي ـ فرهنګي مسلو غونډې او طرحې
 جرګه سرشمېرنه یوه ستره ملي حیاتي مسله ګڼې خو په اوسنيو وختونو کې له څنګه چې په ګڼ شمېر سيمو کې جنګ دی ،په ميلیونونو هېوادوال مو بهرنيو هېوادونو کې کډوال دي  او د مرکزي احصايې ډله ملي نه وي ، نو ځکه جرګې د سرشمېرنې سره مخالفت وکړو  نو هماغه و چې  هېواد دوسته وکيلانو، او نورو مطرح شخصيتونو د جرګې له طرحې نه ملاتړ وکړو او سرشمېرنه وځنډېده.
د هېواد په ګڼو سيمو کې نامعلوم لاسونه د افغانانو د ډېرو نا خوالو او بدبختيو سره ښوونځي سوځوي ، نو  د هېواد د مطرح مذهبي،سیاسي،فرهنګي،ولسي شخصیتونو په ملاتړ مو د ښوونځیو سوزولود مخنیوي کمپاين پیل کړ او په هغه کې مو د هېواد ټولو ښکېلو خواوو ته په دې برخه کې لازم وړانديزونه وکړل.
 ددې لپاره چې د ناامنه او لیريو پرتو محرومو  سيمو زده کوونکي د زده کړې له نعمت څخه محروم پاتې نه شي، نو دولت ته  د نا امنه سیمو لپاره د ولايتونو په مرکزونو کې د لیلیه ښوونځیو په باب طرحه وړاندې کړه او همدارنګه د کابل د پخوانیو لیلیه ښوونځیو د فعالولو وړاندیز هم وکړ.
 او په پای کې ددې لپاره چې تحصیلي او تعلیمي نظام مو متوازن شي نو بايد  تحصيل او تعلیم ته لاسرسی عادلانه شي او کیفيت تر ټول ښه او غوره شي  همدرانګه دولت ته مو د بورسونود عادلانه وېش طرحه چې په هغه کې بايد بورسونه د هېواد دولايتونو او په ولایتونو کې د شته ولسوالیو د نفوس په اساس هېوادوالو ته  ووېشل شي.


    •    علمي غونډې،سيمينارونه او مشاعرې
    •     پښتو نړيوال کنفرانس
    •    د ماشوم د ادبياتو سيمينار
    •    د شهيد  ډاکتر مصور یاد غونډه
    •    د بلخ د ټولنو سره په ګډه مو بخدي د افغاني مدنيت زانګو سيمینار
    •    د جرګې کلنۍ غونډې
    •    د ژباړې سيمينار
    •     اسانه پښتو سيمينار
    •    مشاعرې او ادبي بهیرونه
    •     او نور


راتلونکي پلانونه :
-په لا فعال ډول کلتوری ټولنو سرد اړیکو پراختیا او همغږي
د نورو قومونو سره د ښو اړیکو هڅې،
د پښتو ژبې وده او پرمختیا هڅه،
دولت،قومي شوراګانو سره د پښتو ښوونځیو پرانیستلو هڅې،په دی ډول د پښتو د علمي او اسانولو هڅه،
په بېلابېلو موضوعاتو کتابونو لیکل،ژباړل او چاپول،
د ژباړې انسټیټیوت فعالول،
عامه پوهاوی او فرهنګي ویښتیاهڅې،
د ټولنیزو،کلتوري او نورو مهمو ستونزوتشخيصول،څېړل او حل لارې  ورته موندل.




ساهره شریف،د مېرمن کلتوري ـ  ټولنیز بهیرمشره
۴ کاله د فعالیت،۱۳۸۷ جوزا پیل.
کارونه :کابل کې اونېزه غونډه،تراوسه پوری مشخص ځای نشته،دښځوچارو او پوهنی وزارتونو کې ناستې شوي،د پوهنې وزارت  ډېره مرسته کړې،چی له مرستې منندوی یو،د مشاعرو،کره کتنو ترڅنګ د استادانو لخوا لکچرورکول،په ولایاتو او بهرکې ځینې څانګې شته،دوامداره رپوټونه راکوي،کال کې یو ځل د رڼا مشاعره لرو،موخه له بېلابېلو سیمو څخه د خویندو ټولول.
ویب پاڼه لرو،چې خپلې لاسته راوړنې او د ښځو اړوند نور مسایل خپروي،لس کتابونه مو د خپلو غړو چاپ کړي،فوټوګرافی برخه کې یی د ګویته انسټیټیوټ زده کړې اخیستي،یوې بهرنۍ څیړونکی سره پرلنډ‌یو څېړنه کې مرسته شوې،لکه د حسینه ګلې تنها د کتاب مخکتنه.



 د مدني ټولنې د همغږۍ  مرکز مشر ،ډاکټرمیرویس رحيمزي  د مرکز په اړه پریزنټیشن
 وړاندې کړ.
ده  وویلې چې د مدني ټولنې دهمغږۍ مرکز تقریباً تراوسه پورې دوه ویشت د اجرائیه شورا غونډې کړيدي، چې بېلابېلې پرېکړې يې کړيدي.
مرکز تراوسه پورې په بېلابېلوبرخوکې مطبوعاتي کنفرانسونه ورکړيدي لکه د سولې کنفرانس، په روزګان ولایت کې دیوه شخص لخوا د عامه  وژنې په سر کنفرانس، په کندز ولایت کې دیوه قوماندان عامه وژنې په سر کنفرانس، د پاکستان نه د کتابونو د غوښتنې په سر کنفرانس او داسې نور ډېر کنفرانسونه په بېلابېلو موضوعاتو ورکړيدي.
همدارنګه مو د توکیو په کنفرانس په پراخه پیمانه ګډون کړی و،چې عمومي ویاند هم زمونږه وه او داسې نور ډېر کارونه د وطن په ګټه.

احمدزی :جرګې کابل کې د پوهنې وزارت په مرسته نیږدې سلو زرو پښتنو ته په مورنۍ ژبه د زده کړې زمینه مساعده کړې،چې په دې برخه کې د پوهنی له ریس نجیب کامران نه مننه کوو.
استاد غضنفر وینا:
۲۱می پیړۍ پای ته ۸۸ کاله پاتې دې ،پراوسنیو حالاتو غږیږم.
۵ لویې بریاوې :اساسي قانون کې د پښتو ژبی لومړیتوب،پوهنې پرمختګ کړی،نورو ژبو خواته یی پښتو ته هم ګټه کړې،د بیان ازادي هم ده،انټرنېټ عام شوی،پښتو ته یی زیاته ګټه کړې،ځکه پښتو محکومه ده.
ستونزې زیاتې دي،چې له فکرې ستونزو تولید شوې،مهمې یې درې دي.
موږ نورو نه د خدمت تمه کړې،موږ نوابغو پسې لټه کړې،هوښیارقوم خپله کارپیلوي،بل ته نه ویني،بله ستونزه  په تېر  کې ځان لټول دي،سیمینارونه او کتابونه مو اکثر پرپخوانیو خلکو دي،پخوانۍ زمانې ته زیاته مراجعه له اوسنۍ زمانې موږ لرې کوو،په فکري لحاظ یوه بله ستونزه پر بهرنیو پړه اچول دي،شکایت کول،زمونږ د ستونزوځینې ساحې،د معارف ځینی پښتو کتابونه مې ولوستل،غیرلخ غلطې جملې می نور څه ونه  لوستل،د پوهنتون هم  حال نه دی ښه،هلته د فکرد تولید پرځای خصوصا ادبیات دا وس نه لري.
پرموضوعاتو تمرکز او مهارتونه زده کول اړین  دي،ژبه د ټولنې له بطنه بېلول نه دي په کار،موږ د ژبې د اسانه کارونې، خو په محتوا کې د واقعي ستونزو د مطرح کولو مسوول یوو.
موږ باید د ځان اړوند ستونزې خپله حل کړو،ډېره پاملرنه  مو خپل سهم ته اړینه ده .

د ماښام د لمانځه وقفه
ورپسې  ګډونوال په دوو ګروپونو، د کلتورې ټولنو سره  د اړيکو د پياوړي کولو او ښې  همغږۍ او بل په يوویشتمه پېړۍ کې د پښتو ژبې  په مخکې پرتو ستونزو، بریاوو او اړوندو وړانديزونه  وړاندې شول او  په دې اړه د ګډونوالو نظریات واورېدل شول.
 د يادونې وړ بولم چې، د ګروپونو د پرمخ بېولو چارې  د ډاکتر خوشال روهي،ډاکتر محمد ابراهيم شينواري او انجينر ملنګ ابراهيمي له خوا په مخ بوتلل شوې.
د پښتو ژبې په اړه   د کابل پوهنتون استادانو هر يو پوهندوی استاد محمد اسماعيل يون، پوهنوال استاد لطف الله ساپي، استاد  عبدالبصیر بهير او یار محمد تره کي له خوا په زړه پورې پرېزنټیشنونه  وړاندې شول چې د ګډونوالو د پاملرنې وړ وګرځېدل .
 اخرنۍ برخه مشاعره وه او دمشاعرې وروسته غونډه د هېواد د ابادۍ او سوکالۍ په دعایې سره پای ته ورسیده.

په ډېر درنښت
سلیم خان رحمتزی د افغان کلتوري ټولنو جرګې اداري مسوول