د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په لندن کې دډيورنډ کرښې په اړوندغونډې

حبيب الله غمخور 12.11.2012 23:28

دريمه  برخه  :

که  دډيورنډ دمنحوسی کرښي تپل دابد لپاره قانوني بڼه  لري ؟ بيانو ولي انگريزانو اودانگرېز رازېږ ېولی (پاکستان )  لخوا  دافغانستان دهر نوي واکدار سره په خبرو ،اعلاميو اومعاهدوکښي دغه دډيورنډ منحوسه اوکرغېړنه کرښه يوځاي سوې  اوله نوی واکدارنه ئي دتمديد غو ښتنه سوې ده ؟؟؟؟ 

سره له دې چې زموږ  دولتي  مشرانويوه هم د ډيورنډدکرښې په اړوندله پاکستان سره کوم سند نه دی  لاسليک کړ ی  ، ولی بيا هم د ډيورنډ دکرښې  پوسيله  زموږ  دپاکي خاوري  نه جلاسوې  سيمه  د۷ ۱۹۴  کال راپدې خوا کله  چي  پاکستان  را وزېږ ېد بيا تر نن پوري  پاکستانی چارواکي پر دې سيمه حاکميت ساتل خپل قانونی حق  بولي  .

متاسفانه زموږدهيواديوه چارواکي هم  ددغي مسلي داساسي حل په  منظور دنړېوالو سازمانو پام  را گرځولو لپاره عملی هاند او تلاښ نه دی کړ ی .

البته د پښتونستان مسلۀ  پدې څو لسېزوکي دپښتنو دخپلې ارادې دنظر دڅرگندولو دحق  په نامه ، کله دپښتونستان  دازادی  اوکله  د پښتنو او بلوڅو دسياسي سرنويشت  ټاکلو په  نامه د افغانستان  په خارجي سياست  کي ځاي  درلود . دولس دارادې اوپر ېکړې له  مخې هر کال دسنبلې په نهمه دپښتونستان دورځې  په نوم لمانځل کېده ، دراډيو افغانستان په ورځنيو نشراتی پروگرامونوکي  يو ساعت  د پښتنو اوبلوڅو په نوم خپرونه  نشرته سپارل کېده ،چي له بده مرغه  ، کله چي په ۱۹۹۲ ز کال په پاکستان  او ايران کي جوړ سوی تنظيمونه واک ته ورسېدل ،دا ورځ  دافغانستان له کال هنداري  نه ورکه او په راډيوافغانستان کي دپښتنو اوبلوڅوپروگرام خپرېدل  منع سول  .

تاريخ شاهد دی چې انگرېزانو او دپاکستان  له جوړېدو وروسته  پاکستاني چاروکوپه افغانستان کي دهر نوي دولتی واکدار نه  چي کله  واک ته رسېدلی داغوښتنه کړې چې دډيورنډ کرښه  په رسميت  وپېژني ،خو يوه واکدار  نده  منلې ، ځکه  خو دوي  په خاص ديپلوماتيک مهارت تر نادرخان پوري له افغان چارواکوسره ددوستۍ په نوم داسي تړون لاسليک کړی چي پکښې راغلي ((زمادپلار لخوا اويازمادنيکه لخوا ستاسو سره لاسليک سوی معاهدې  او قرار دادونه  منم)) .

کله ،کله داسي گنگوسې هم او رېدل کيږي چي گويا داود خان کوم سند لا سليک کړی اوهلته داسي ليکجل سوی چي داخبره دې اوس پر خپل ځاي پاته وي . د داودخان سره ددا سي سند لاسليک چې  په هغه کي راغلي وي (( چې دا خبره دي اوس پر خپل ځاي پاته وي ))،زموږ دهيواد په مطبوعاتو کي هيڅ کله نه ده  راڅرگنده سوی ، زه پدې باور يم چي دابه هم يوه معامله او په مرحوم داودخان  پوري دپاکستاني استخباراتو لخوا داډول يو نوی  تور لگول وي، په هر حال  ممکن پاکستان  ته د داودخان دسفر په پاي کښي  کومه گډه اعلاميه  نشر سوې وي ،خواعلاميه ،معاهدي نسو بللاي .

دجنرال بابر په وينا هغه يو ليک دي نو دا ليک ته معاهده څنگه ووايو ؟  اونه هم دا کوم سند دۍ چي دډيورنډ دکرښې برخليک دي وټاکي .  زما دمعلوماتو  له مخې  په هغه گډه اعلامه کښي چي  ددادودخان پاکستان ته لمړئ سفر وکړ  ،هم  يوځل دپاکستان  دا ډول ماهرانه هڅه ناکامه سوېده . ددې ناکامي دسيسې تفصيل مايو بل ځاي په خپله  يوه ليکنه کښي هيوادوالوته وړاندي کړئ دي،نه غواړم په تکرار په هر ليکنه کښي هغه ستاسو درپياد کړم .هلته ماديوچا چي اوس زموږ اوستاسو سره لکه دادوخان نسته دسترگوليدلئ حال نشرکړُی دي .  دبلې خوا داودخان  دخپل  صدارت په وخت کښې  هم  ددې مسلې دحل لپاره زيات  تلاښ  وکړ  ،  ان دعمومي سفری اعلان په همدې موخه  وشو او زرهاو ځوانان دخپلو تر ستم او پاکستاني استعمار لاندي وروڼودنجات اوسرنويشت ټاکلو حق ترلاسه کولو په خاطر تر کابل  ښارپوري  په خپلو لگښتونو ر راوسېدل ؛ دسفر بری دغه اعلان اودافغان ولس بې ساري ملا تړ چي په  زرهاو پښتانه  زلمی په خپلو پيسوتر کابله را ورسېدل نړيوال حيران او وارخطاکړه .دوي پوه سول چي اوس  دانگرېزانوپلاس جوړ سوئ هيواد په هر نامه چي  ئي جوړ کړئ وو ړنگېږي .ځکه خود امريکا اوهغه  وخت  شوروی اتحاد دزبر ځڅواکو لخوا دپردې  شاته  دگډتفاهم اويوبل ته دتېرېدنې پر بنياد چي متاسفانه يو سياسي اصل دی مرحوم داود خان   پر پاکستان دحملې  مخه  ونيول سوه . کله چي داود خان د۱۳۵۲ ل کال دسرطان پر ۲۶ مه تر کودتانه وروسته جمهوری نظام اعلان کړ او بيا هغه دجمهور رئيس  په توگه وټاکل سو، هغۀ  په خپله لمړی اودوهمه  ويناکې  دپښتنو او بلوڅو د برخليک ټاکلو مسله  مطرح کړې  اودپښتنو او بلوڅود قانونی حقوقوداعادې غوښتنه  ئې کړې ده  . مگر سره له دې چي پاکستاني چارواکو دادوخان  ښه پېژاند  ،بيا ئې هم  په ټوله سپين سترگۍ دهغه سره په خبروکې د ډيورنډ مسله  مطرح کړې  ده ،مگر داودخان داسي کوم سند نه دې لاسليک کړی ، چي په هغه کښي دې  په  شکل داشکالو دامسله  مطرح سوې اويا ده سوې وي .

موږ  پوهېږو چي دامسله  دافغانستان اونړۍ پدغو پېچلو شرايطوکښي د زور او جگړې له لاري نشي حل کيداي ،دحل يوازنۍ لار  يې دنړيوالو سازمانو ( دملگرو ملتوسازمان ،ددې سازمان د امنيت شورا  او نورو  نړيوالو سازمانو ) په  مټ  اودهغوي دنړۍ والي تجربې اوصلاحيت  له مخې  پيدا کېداي سي .

تر داوخان  وروسته چي دافغانستان دخلق دموکراتيک گوند واک ته ورسېد، پاکستاني رهبر ضيا الحق کابل ته سفروکړ اودنورمحمد تره کي سره ئې په رسمی ليدنۀ کښي   هم دامسله افغانستان ته دځانگُړوتېرېدنو اوگټو ورکولو په بدل کښي مطرح کړه ،مگر دنور محمد تره کي جواب داوو، چي دايوه ملي اوتاريخی  مسله  ده،ددې  مسلې  په  هکله  خبري او دپرېکړي صلاحيت  زموږ دگوند دمرام له مخې دکرښې  دواړو غاړوته  پرتو خلکوسره  دی ،ه   نه زماسره  .

البته دپاکساتاني چارواکو لخوا   ورته غوښتنې له حفيظ الله امين ، ببرک کارمل اوډاکتر نجيب الله نه هم سوې اودهغوي لخوا ئې هم  همداډول  منفي ځواب اورېدلی اوددې مسلې حل ئي دکرښې دواړو غاړوته پرتو ولسونو صلاحيت بللی دی  . د پاکستان  استخباراتی ادارې جنرالانودافغان ولس دخپلواکی ارادي اوپاکستان سره ددشمنۍ دروحې ځرگندولو مقابل کښي مرحوم ډاکتر نجيب الله دافغان ملي او وياړلي پوځ دهغه قهرمانیو اوبي ساري قربانيو ددرناوی په خاطر چي دپاکستان منظم اورالېږ ل سوي پوځ ته ئې په ښکلي اوتاريخي ننگرهارکښي دابد لپاره  تاريخي ماته ورکړه وه دوينا پر ځاي ،ددې پوځ دوياړنې او هڅونې په بدل کښي پر هغه ځاي په دار وځړاوه ،  چي وئې ويل موږ شاته ټول پلونه وران کړی دي  ،رښتيا شاته ټول پلونه وران شوې وه اوددي خبری پخلئ  ښاغلي مجددي ،رباني ،سياف ،گيلاني ،اونورو په خپلو ويناووکي کړئ .دوي په تکرار داخبره کړې ،داد بهرنيانو مرسته وه چي موږ کابل ته راننوتلو،کنه  نور موږ نسوه کولاي دافغانستان خلق دموکراتيک گوند پر وړاندي جهاد وکړو ،ځکه شورويان ووتل ،يوازي افغانان پاته سول دافغانانوپر وړاندي پداسي حال کښي چي دوي درته وايي ،راشه چي خبري سره وکړواوپه گډه  دولت جوړ کړو،جهاد نسي کېداي . تريخ حقيقت دادی که روسيې اونړيوالي ټولنې زموږ دولس سره خيانت نه واي کړئ ، ددې حاکميت ړنگېدل ددوي په وس کښی نه وه . خوداموږ  ومنلې وه اوددې لپاره مودپاکستان ،ايران اونور وبهرنيو هبيوادو له لومونه دافغان ولس دخلاصون په خاطر هوډ کړی ووچي دملي تفاهم پر بنياد به دټولوخوابدو خواوو په گډون دملي پخلايني ددولت دبنسټ تيگه ددوي پلاس ږدو اودوي موږ خپل هيواد وال بلل سره له دې چي پاکستچان ،ايران ،عربی هيوادونواوان زمور په فکر زمور دوستانومور دويته وطن پلورونکي او جل:ادان معرفي کولو.اوس معلومه سول چي داټولي درامې اوسياسي لوبي اوزمور بدنام کول ديوه افغان په توگه دڅه لپاره ول .

دابه ډيروته حيرانونکې اوجالبه وي چي ان د طالبانو د واکمنۍ پر مهال هم د پاکستان د کورنيو چارو وزير معين الدين حيدر افغانستان ته له  دوو اجنډاوو سره  لاړ چې يوه يې د افغانستان او پاکستان ترمنځ يو بل ته د مطلوبه جنايتکارانو د سپارلو تړون او بله اجنډا د ډيورنډ کرښې په اړه د تړون لاسليکول وه، خود طالبانومشرتابه سره له دې چې ددوي تر تاثير لاندي وه  لومړۍ خبره ورسره ومنله او ډيورنډ لاين په اړه يې له تړون  لاسليک کولو انکار وکړ . 2006.04.06 BBC

پاکستان هر وخت  له يوه  کوچني  امکان څخه  هم استفاده کړې  ترڅوتر امير عبدالرحمن خان  وروسته  دپاکستان  له حکومت سره دډيورنډ دکرښې  په هکله  کوم  تړون  امضأ شي،له نيکه مرغه دوي ونشوه کولاي داسي سند تر لاسه کړې .

د دوا ړو هېوادونو ترمنځ  د اړيکو دخړ پړتيا يو لامل د ډيورنډ کرښه ده ،په تکرار وايم يو لامل ، چې د افغانستان اوسنى حکومت  يې په اړه په ډانګ پيلې خبره نه کوي  او بل لور ته  پاکستان بيا د داسې هڅې کوي  چې دغه کشاله په رسمي توګه په نړيوال ډگر کي راپورته  شي ،  يعني ددواړو هيوادونو مشرانو په دې اړه خپلې اندېښنې په زړه کې ساتلي .

داچې ددغې تاريخي لانجې  دحل  لاري  يې ولې  ندي لټولي، فکر کوم  دوي هم  دعبدالرحمن خان  په څير دخپل قدرت دساتلو په خاطر کوم جدي اوعملي اقدام  نه دی کړئ ، يوازي  ئې په خپلو ويناووکښې کله ناکله  د نړيوالو دپام اړوني لپاره ددې مسلې نه يادونه کړېده .  

دپخوانيو حکومتونو دا ډول  بي مسؤليته کړنو څخه  همدا  اوس دډيورند دکرښي دعادلانه حل دښمنان ددروغجنو دلايلو او تهمتونو  په وړاندي  کولوسره  غواړې دپاکستان په گټه خپل تاريخي رسالت  تر سره کړي ،که نور هيڅ نه وې نو دغه ډله ښاغلې ليکوال اوسياستوال  ئې  نه غواړې  پاکستان ته د تلو لار د ځان پر مخ  بنده کړې . داډول جعلي  وطنپر ستانو تل هيواد نۍ او ولسي گټي په دروغجنو لاسوندونو او دلايلو تر ځانې گټو قربان  کړ يدي ،ددې سياستوالو او سياسي ډلو ليکوال  له بده شهامته اوس ورځ  په  ورځ  په بهر کې ز ياتيږې . فکر کوم  دوي  يو ځل بيا په هيواد کې دپاکستان  غښتلې نفوذ ته سترگي په لار دې ، له همدې امله دوي  دپاکستان په گټه ليکني کوي .

 ځينې خولا په افغا نستان کې د اوسنيو نا اراميو،ترور او ځان  وژني ، بي امنيتۍ عمده  او اساسي لامل دپاکستان  سره همدا دډيورنډ دکرښي پر سره اختلاف بولي، وايي که افغانستان د ډيورنډ کرښه په رسميت وپېژندل سي، نو ټولي ستونزي به حل سي .

زماله نظره دمسلې دا ډول  غير علمی اوله تاريخي حقوقی  بنسټونونه ليري  تعبير اوتفصير  يوازي دپاکستان په گټه دی اوپاکستان په ټول مهارت ددې لپاره تلاښ کوي ترڅو زموږ عام ولس پدې باورکړي چې دپاکستان سره دوستی زموږ دټول:وښېرازيو زامن ده . اوپه خپلو غير اسلامي او گير انساني لاس وهنو چي دبمونوداېښودلو ،واسکټوالا رالېږلوپه شتون کي رالنډېداي سي ، افغانان دېته هڅوي چي موږ  دالعنتي کرښه دپولي په توگه ومنو .

زموږ اوددې نامنلي گاونډي داړېکو دمناسباتو په بهير کښي تاريخي حوادثو او جرياناتو دا ثابته کړې ده چي پاکستان ته  يو پر مختللي او غښتلي افغانستان دمنلو وړ نه دۍ ،ځکه يې تل دلته دخپلو اجنټانواونوکرانو پلاس هرڅه له خاورو سره  برابرکړيدي .

 زه پخپله پدې باور يم چي په افغانستان کي دټولوبهرنيولاسو هنواوافغان ولس دبدمرغه کېدولپاره پاکستاني چاروا کي  يوازي  همدا د ډيورنډ کرښه  پلمه گرځولې، ځکه پاکستان دافغانستان له لاري  په سيمه کښي  نور  ژور اهداف او موخي لري، چي هغوي ته رسېدل هغه وخت شوني دي کله چي دافغانستان پر سياسي حاکميت برلاسی ولري او افغا نستان يو شاته پاته بېچاره هيواد وي .

حقيقت  دادی که داکرښه  نه واي ، دوي نوري پلمې پيدا کولي ،لکه چي  همدا اوس زموږ دولس دځپلو لپاره پيداسوی دي ،دبېلگې په توگه زموږ او ايران تر منځ خو دالعنتی کرښه نده تېره سوې ،دادی دسرپه سترگو ئې گوروچي يوه شېبه ئي موږ پر ارام نه يو پرې ايښی . دې ټکې ته په تکرار ځکه اشاره کوم چي دپښتنودښمنان چي ترهرڅه زيات دپاکستان او ايران گټوته وفادار او ددې هيوادونوکری  ورته وياړ ښکاري تل همدا يوه خبره کوي ،  چي  افغان دولت بايد دپاکستان سره د ډيورنډ کرښه دپولي په بڼه قبوله کړي تر څوزموږ دهيوادونوتر منځ پرابلم حل شي .

دافغانستان اوپاکستان  داختلاف پيل :

کله چي  په ۱۹۴۷ ز کال دنړيوالي دوهمي جگړې  په خپلو  پايله  کي دانگرېزي استعماردړنگېدولاملونه له ځان سره درلودل ، انگريزان  مجبور سول  چي دهند په لويه  وچه  کي نور خپل سياسي او پوځی زاړه استعماربڼې ته دپاي ټکۍ کښېږدي . دهمدې استعماري بهران په پايله کښي  د اسيا په لويه وچه کښي دوي دلوي هندسوستان پرېښودلوته مجبور سول ،بايد دهند په لويه وچه کي پراته هيواد خپلواکي تر لاسه کړې واي .انگليسان مجبور سول داسيمه پرېږدي .خو دوي داسيمه سالمه پرې نښودل اودلته ئي دخپلو راتلونکو منحوسو گټولپاره دنفاق تخم په شيندلوسره دمسلمان اوهندوپه نوم هيوادونه جوړ کړل اوپه خپل دې ناولي سياست یې دادی  تر ۱۱۹  کالوپوري ددې سيمې ولس  په غم اوناخوالوکي وساته . دوي  دپاکستان په گټه ديوې سياسی نامعقولي لوبي په مټ  دافغانستان  څخه  په  زور دجلا سوو قومونو برخليک همدا شان نامعلومه پاته شو  .

دافغانستان او پاکستان تر منځ  دڅرگند اختلاف پيل د ۱۹۴۷  ز کال دسپتامبر مياشت بللاي شو، پسله هغه چې انگريزانو ديوي ناروا صحنه ساز ی يعني ريفرنډم  ننداره پاي ته ورسول ؛ اوپه مقابل کښي دډيورنډ دکرښې جنوبي او شرقي لور ته دپرتو قومونودسرنويشت  پر سر دملگرو ملتوپه سازمان کي دپاکستان دغړيتوب  سره دافغانستان استازي  دمخالفت اعلان وکړ،اودکرښې دکوزي خوا پرتو قومونو  دسرنويشت  مسله  يې په دغه  نړيواله غونډه کې مطرح کړه . په تاسف  سره بايد ووايم چې دملگرو ملتو دسازمان دغې غونډي گډوبوالو دانگرېزانو په  مشوره اوغوښتنه دامريکا په پټ ملاتړ دافغانستان وړانديز او طرحي ته  زيات ارزښت  ورنکړ او مسله همداسي لا ينحله پاته شوه .داکار له هغې لمړۍ ورځې نه بياتردې دمه دافغان ولس لپاره دمنلو وړنه دی .

دملگروملتودسازمان په عمومی غونډه کښي دافغانستان داستازې تر رسمی څرگندونو وروسته  ، پاکستان له افغا نستان سره خپلي اړېکي خرابي  کړې او پر افغانستان يې د بهرني تجارت ترانزيټی لار بنده اودافغان ساوداگرو د مالونو راوړلو باندي بنديز ولگېداو د افغاني سوداگرو پر مخ  دپاکستان دا لار  بنده سوه .

د۱۹۴۹ ز کال دنومبر دمياشتي  پر ۱۴  مه دکابل په ښارکي جوړي  سوې  لويی جرگې کښې ددولت  له سياست  نه  ملاتړ  په څرگندولوسره ،لويي  جرگې د برتانيا سره  ټولي سرحدي  موافقې  بې اعتباره  وبللې،او پرېکړه  يې  وکړه  چي  هندوستان   ته د خپلواکۍ له سپارلو سره سم ، دبرتانيا اوافغانستان  تر منځ دعبدالرحمن خان سره د  ۱۸۹۳ ز کال  دډيورنډ قرارداد، دافغان او انگليس د ۱۹۰۵ ز کال پيمان ،د۱۹۱۹ زکال دراولپنډی معاهده ، د ۱۹۲۱  ز کال دافغان او انگليس ترمنځ ژمن ليک ټول له يوه سره بې اعتباره او منسوخی اوله اعتباره لوېدلې دي ،موږ له انگرېزانوسره يوه دغه پورته په گوته سوې معاهده په رسميت نه پېژنو .

ددې تر څنگ  حکومت ته لارښوونه وسوه چي په نړيواله کچه ددې موضوع دڅېړني اوسپيناوي  په لټه کي سي چي ايا په قانوني بنيادونو دهندوستان دويش په پايله کي پاکستان دبرتانيې حقوقي وارث گنل کيداي سي او که نه ؟

متاسفانه پاکستاني چارواکي ،په ځانگړې توگه انگليسان پر دې بريالي سول چي دددې تاريخي لوي جرگې ورسپارل سوی دندي زموږو له دولتي چارواکونه داسي هيري شي چې تر اوسه ئې  نه دي  پياد سوی .

اودبلې خوا زماددې ادعادثبوت لپاره چي دا کرښه دافغان ولس لپاره دمنلو وړنه  وه غواړم  دې ټکې ته گوته ونيسم چي دپاکستان له جوړېدونه راپدې خوا دافغانستان دټولوحکومتونو اوپدې هيواد کښي دسياسي گوندونو په کړنلارو کي دپښتنو اوبلوڅو دسرنويشت  ټاکلومسلې  ته دلومړی توب حق ورکړه سوئ  .

دلويي جرگې ددې  پريکړ ي په ملاتړ داپريدو خلکو په يوې لويه تاريخي غونډه کي چي دسرحد دقامونو اوقبايلو ډيرو مشرانو ددې جلاسوی سيمې له مختلفوبرخونه پکښي گډون درلود،دهند دوېشلو دا پلان چي دسرحد خلکو ته هيڅ حق نه دی  ورکړه سوۍ اونه  ددوي نه پوښتنه  سوې . دديو رنډ کرغېړنې کرښي لاسليک په کلکه وغانده اودغونډي دټولو برخوالو نه غوښتنه وسوه چي دپښتونستان په جوړېدوکي سره يو او متحد اوسې  .

له بدمرغه حکومت  ددغي لويي جرگي دپرېکړو په عملي کولوکي لټي وکړه، دبهرنيو زبرځواکو پر هداياتو يي غوږ کښېښود،دپښتنو او بلوڅو دبرخه ليک ټاکلومسله  يې پرخپل ځاي  پرېښودل ، يوازي  دپښتونستان  دورځې په جشن نيولو او په راډيو کښي دپښتونستان په نامه دځانگړې پروگرام په خپرولو يي دکرښي دواړو خواوپښتانه غولولې دې .

دپښتنو ستر مشر پاچا خان چي دبرتانيې داستعمار پرخلاف يي اوږ دې مبارزي کړي وې  دکوزی  پښتو نخوا د جنبش په سر کي ولاړ  وو او دپاکستان له واکدارانو څخه يې دخپل قام  دحق مطالبه کول .دهمدې خپلواکي اوملي حق ترلاسه کولو يوبل ستر لارښود عبدالصمد خان چي دې مخوې ته درسېدولپاره تر هندوستانه ورسېد،دهغه مبارزه اوقربانی دپښتنو دتاريخی غورځنگ تاريخ  هېرولاي نسي   .

دټولو اسنادو له مطالعي څخه دا څرگندېږ ي چي انگريزانو نشو کولاي او يايي نه غوښتل افغانستان ته دډيورنډ دکرښي په هکله دقناعت وړ ځواب ورکړي ، نوځکه  يې  په يوه او بله بهانه دا موضوع ځندولې ده  .

دډيورنډ دکرښي دمسلي دحل لپاره دافغانستان  دولتي چارواکو په مختلفو وختونو کښي ډير زيات نړيوال  امکانات له لاسه ورکړي  ، دبېلگې په توگه  لکه دانگرېزانو پرخلاف  دکرښي هاخوا پرتو قومونو په لسهاو ښورښونه اوقيامونه ، دتزاري روسې او بيا راوروسته شوروي اتحاد او انگلستان تر منځ  اختلاف ،لومړۍ او دوهمه نړيوالي جگړې تاو ترېخوالۍ اويودبل په وړاندي ډغری وهل ،دهند دلويي وچي ويش، دبنگله ديش آزادی لپاره جگړه   او داسي نور فرصتونه،چې متاسفانه ددغوفرصتونواو امکاناتونه په استفادې سره موږکولاي سول ددې مسلې حل لپاره پيدا کړو خوزموږ دولتي چارواکودبهرنيو زبرځواکوډول ته غوږ نيوه اوپر هغه ډول ئي پښه سمول ،نه غواړم دا  ووايم  چي د هغه ډول  پر نغمه ئي اتڼ کاوه  .

غواړم څرگنده کړم چې نه دپاکستان او نه هم افغان دولتي چارواکود ډيورنډ دکرښي دمسلې دحل  نوم پر خوله اخيستۍ . دپاکستان دجوړيدو څخه بيا تر نن ورځي پوري  دواړوهيوادو دولتی چارواکو په خپل منځ کښي رښتياني دوستانه مناسبات  ندې لرلې ،تل اختلافات ،يودبل  پر خلاف تبليغات  آن دعمومې سفر برۍ تر پولي  .

مگر ديوې خوا دولتی مشرتابه هم دډيورنډدکرښي  دبرخليک په هکله چې دپاکستان او افغانستان دمناسباتو دناخوالو دبنسټ ډبره ده په ډانگ پېيلې خبره کړې ده .

پدغه ۱۱۸ کالوکې دافغانستان او پاکستان روابطو ډيري لوړي ژوري ليدلي،څو ځله دسفارتخانو او ديپلوماتيکو مؤسيسو دتړلو تر کچي پوري اړيکي  خرابي سوی دي .

 که دافغانستان اوپاکستان داړېکوپه اړوند دټولو اسنادو له مخې عادلانه او بې پري قضاوت وشي  ،پاکستان به پدي  اعتراف وکړي چي افغانستان هيڅ کله ندي غوښتی په پاکستان کي ددولتي رژيمونو دړنگولو تکل وکړي او ياهم  دهغه هيواد په کورنيو چاروکي مداخله او لاس وهنه وکړي .

 که همدا لهظه يوڅوک داپوښتنه راپورته کړي چي دا دپښتونستان دمسلي دحل غوښتنه زموږ لخوا مداخله  نه ده ؟

 غواړم دغه پوښتونکي ته ځواب ووايم!

نه ، دا مداخله نه ده ،دا دافغانستان ددولتونو ملي  دنده وه او ده ، چي دډيورنډ دتش په نامه کرښي دهاخوا پرتو پښتنواو بلوڅو قومونو دسرنويشت  دټاکلو مسله  چي دډيورنډ دلعنتي کرښي  پر اساس له خپلي مورنۍ خاوري نه جلا سويدی  ، په نړيواله کچه مطرح اودحل عادلانه  لار ئي ولټوي .

نړېوال بايد دغه ټکۍ  ته  ډير جدي په پام کې ولرې اودا هير نکړي چې تر اوسه دپښتنو او بلوڅو دسرنويشت  ټاکلو مسله لاجمنه اولا ينحله پاته ده،ځکه خو ددواړو هيوادو تر منځ  يې مناسبات ترسيوري لاندي راوستي دي .

تر لمر روښانه واقعيت دادۍ چي پاکستان هيڅ وخت  پښتنو او بلوڅو ته چې دوي ېې ترخپل حاکميت لاندي خاوره بولي، هغه حقوق او امتيازات  چي ددې هيوادنورووگوړواو قومونو ته ورکړه سوی ،دوي  ته  نه دې ورکړی اوله بې شمېره اقتصادي ،سياسي ،علمی اوټولنيزو امتيازاتونه  محروم ساتل سوی دي .

ماته ډيره جالبه ده چې زموږ يوشمېرهيوادوال  کل:ه ،کله داپوښتنه اوگوته نيونه کوي چي اياهغوي(کوز پښتانه ) غواړي له افغانستان سره يوځاي شي ؟ چي تاسو دومره چيغې وهی او واياست  هغوي بايد زموږ سره يوځاي شي . اويا داخبره کوي که گواړی دوي زموږ سره يوځاي شي نو بايد افغانستان  د پاکستان  په پرتله پرمخ تللی هيواد وي ترڅوهغوي ديوځاي کېدوسره زړه ښه کړي .

اول خو دا پوښتنه کيږي چي ولې په افغانستان کي دگوتوپه شمېرکسان دپښتونستان ديوځاي کېدو پرخلاف  دا ډول انادونه اوسوالونه  وړاندي کوي اوددې پروسې له پيل اوبرياليتوب سره دومره اوپدې بهانو مخالفت کوي ؟  ماته ئي دليل معلوم دی ؛ خوتراوسه لاوختی برېښي چي ددې سوالو راپيداکوونکوسره  پردې مسله بحث وشي ،کله چي ئې وخت راغلی  هغه  وخت  به  ددې پوښتنو جواب  هم  ورته  وويل شي  .

زموږ دهيواد پدې پېچلو اوله راپېښو کړاونو نه   ډکو نازکو شرايطوکښي  موږ  ددې مسلې  دهغه  ډول حل سره چي پکښي عجله سوې وي اوياهغه دچاخبره  زموږ ولس څوک تر خوږ گوته  ونسې موافق نه يو،اوس ۱۱۸ کاله چې داليکنه اصلاح کوم ۱۱۹  کاله  تيرسوی،چې ددې اوږ ېدي مودې تېرېدل او زموږ  په  هيوادکي دپردو په لمسون دکورنۍ جگړې دوام  اوله دې ملي غميزي  نه راپېښې اقتصادي ،سياسی اوټولنيزو ناخوالو ددې ستري مسلي دژر حل په وړاندي ناتوان کړی  يو اودبلې  خوادمعينو دلايلو له مخې موږ  يوڅه وخت ته اړتيالرو،خوپه هيڅ صورت زموږ له کمزوری حا لت او اړتيانه دپاکستان په گټه ددې مسلې حل سره موافقه نشو کولاي اونه ئې هيره ولاي شو.

افغانان ملي او اسلامي دنده لري چي خپل ځوان نسل ددې مسلې په حقانيت اوحقيقت پوه کړي . زموږ دخاوري نه جلا سوی سيمي داوسېدونکو برخليک بايد ددې لعنتی کرښې دواړو خوا وو ته پرتو قومونو په خوښه اوگټه وټاکل سی اودوي ته دخپلې ارادې اونظر څرگندولوحق ورکړ ه سي .

اميدواريم چي ددې غونډې  نور برخواله دنړۍ دهيوادو له تاريخي اوتر يوځاي پوري ورته پېښود تجريبواوخپل  علمي پوهاوی پربنياد تر  ژور  بحث اوڅېړنې وروسته  دتاريخي لاسوندونو په مټ  ددې پېچلې  مسلې دحل معقولو لارو چارو پر لټولوبريالي سي . زه ديوځوان شاعر همت الله امين زی په دې دوه بيته درنه رخصتېږم

داچې هرڅوک يې هوس کړي دخوړلو

غم همدادی، چې خواږه دي پښتانه

ومن الله التوفيق