د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مهاجراوښان، مهاجراوښبانه

پوهندوی آصف بهاند 11.11.2012 12:32

                                             « افغانان په آسترالیا کې »
                                             مهاجراوښان،مهاجراوښبانه
                                                   ( له ویاړه ډک ژوند )


دا دافغانانوله رنځونوډک تاریخ یوه زرینه اورنګینه پاڼه ده،له رنځونوډکه ،له وینو پاکه ده،خوله ویاړونوداسې ویاړمنه چې هرافغان پرې ویاړلی شي اوپه هسکه غاړه یې یادولای هم شي.
د BBC   په فارسي برخه کې مې  د « استقبال هراتي ها از ساربانان افغان دراسترالیا» (۱) اوپه«darivoa»کې مې « افغان های ساربان دراسترالیا...» (۲) سرلیکونوپام ځانته واړاوه،لیدوته یې تږی شوم.تر را اړولوپورې مې دذهن کمپیوترداستادپوهاندحمیدالله امین نوم اوپه همدې اړوند دده په قلم لیکل شوی او ژباړل شوی اثر(افغانان په استرالیا کې) مخې ته غوړیدلی کیښود.لومړی خومې داسې انګیرله چې ګنې دپوهاند حمیدالله امین پراثر به یې کوم توصیفي یا انتقادي څه لیکلي وي،خوډیر ژر زما قیاس ناسم وخوت.موضوع کټ مټ دپوهاند حمیدالله امین دکتاب موضوع وه؛نه دمقالې اوکتاب په ډول،بلکې دیوفلم په چوکاټ کې.دفلم اودفلم جوړونکي په باب دبي بي سي راپورلیکونکي ښاغلي محمد قاضي زاده دموضوع په اړوند خپل راپور اومعلومات دزړه سوي له مخې ډیرښه لیکلی دی،خویوه خبره یې دتآمل وړده:« ... یک شهرونداسترالیایي درسال ۱۹۸۷ کتابی درمورد افغانان ساربان نوشته بود،اما کاری دیګری دراین زمینه صورت نګرفته است.»(۱،دویم مخ)؛ښایي ښاغلي محمد قاضي زاده دموضوع په اړوند دپوهاند حمیدالله امین اثر(افغانان په استرالیا کې ) له نظره نه وي تیرکړی چې په قطعي ډول یې حکم کړی چې په استرالیا کې دافغانانوپه باب نورکارنه دی شوی.کارونه به شوي وي،چې یوپه کې دامین صاحب اثردی.
دځوانانوپه ځوانۍ دې برکت وي چې دفرهنګي کارونوپه لړکې داسې نوښتونه کوي،چې دغربت په دې پردي چاپیریال کې په رښتیا په زړه کې دامید زړي غوړوي،امیدونه ورته پیدا کیږي اودافغانانو دراتلونکي فرهنګ ښکلی اوغوړیدلی انځورټولوته پ په مخ کې ږدي.
دمیډیا دراپورونوله مخې،په دغو ځوانانوکې یوهم فهیم هاشمي دی چې په استرالیا کې یې دسرګردانومهاجروافغانانوکړاوجن،خوویاړمن ژوند دیومستند فلم په بڼه جوړ اوترتیب کړی دی.زه نه فهیم هاشمي پیژنم اونه مې فلم لیدلی دی،ځکه دده اودده دفلم په باب څه نه شم ویلای،خوترهغه ځایه چې ماته له افغانستانه بهر،په تیره بیا استرالیا کې دافغانانودژوند څرنګوالی مالوم دی،دا موضوع،هغه هم دیومستند فلم په چوکاټ کې،ډیره نوې،په زړه پورې اوجالبه ده؛ځکه دموضوع په اړوندلنډ،خو،په زړه پورې مالومات له لوستونکوسره شریکوم.
لومړی دکتاب لیکوال،پوهاند حمیدالله امین:
پوهاند حمیدالله امین دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځي دجغرافیې دڅانګې یوپیاوړي اودحساب وړاستادو،چې بیا وروسته له ادبیاتوپوهنځي څخه دراجلاشوي نوې ځمکپوهنې پوهنځي په چوکاټ کې دمهاجرکیدوتر وخته تدریس کاوه.
ما چې په ۱۳۵۵ کال کې دکابل پوهنتون دادبیاتوپوهنځي په لومړي ټولګي کې درسونه پیل کړل،پوهاند حمیدالله امین مې دوږمې مجلې په دفترکې له پوهاند زیار سره ولید.ورسته له فراغت نه چې په علمي کدرکې شامل شوم،دکابل پوهنتون دعلمي خپرونې،«اجتماعي علوم» نومې خپرونې دمرستیالۍ ددنده ویاړ هم راپه برخه شو.په همدغه وخت کې پوهاند حمیدالله امین،کله کله نه،بلکې ډیر ځله دمجلې دفترته راته،خپلې مقالې به یې دنشر له پاره راوړې اودمجلې له مسؤل مدیرپوهاند رحیم الهام سره به یې تل علمي بحثونه کول.ده پوهنتون اوعلمي چاپیریال خپل کورګاڼه اوډیربه په کې خوشاله و،داسې وخت هم راغی چې دبې شمیره ستونزوله امله ددغه محیط اودغه کور پریښودلو ته اړووت،هرڅه یې پریښودل،کډه شواوسر اوغږیې له استرالیا نه راپورته شو؛څنګه چې لیکنه،څیړنه اوژباړه یې په یودایمي عادت باندې بدل شوي وو؛نوهلته هم لکه دنوروفرهنګیانوپه څیرآرام پاتې نه شو،دعلم ډیوه یې بله وساتله،دپام وړ لیکنې یې وکړې،چې دهمدغوهڅوپه پایله کې یې یودقدروړل اثر« افغانان په استرالیا کې » نومیږي،چې په ۲۰۰۶ م کال کې چاپ اوخپورشو.
په استرالیا کې دافغانانودژوند دڅرنګوالي په باب،سیمه ایزولیکوالواوژورنالستانوهم آثاراومقالې لیکي دي،چې په خپل ځای دقدروړدي،خوداستادپوهاند حمیدالله امین دوینا  پراساس په ټولوکې دپاملرنې وړ اثردکریستیان ستیونزاثر( Tin Mosquss and Ghan Towns) دی،چې دټولوعلمي موازینوپه نظرکې نیولوسره،یوخورا مهم تحقیقي اثرګڼل کیږي چې وروسته له ډیروزیارونو،سفرونو،انتریوګانواودافغانانوپه باب تقریبآ دټولولیکل شووآثاروله لوستلواوڅیړنونه ووروسته لیکل شوی او په ۱۹۸۹م کال په «آکسفورد یونیورستي پرس»کې چاپ شوی دی.(۳،دنهم مخ لمنلیک)
استاد حمیدالله امین دکریستیان ستیونزهمدا اثردخپل کتاب (افغانان په استرالیا کې) له پاره دیوه لومړني اومعتبرماخذ په ډول په نظرکې ونیواوخپل کاریې پیل کړ،ځینې برخې یې ورنه وژباړلې اوخپلې لیدنې،اوریدنې،لوستنې اوتجربې یې ورباندې ورزیاتې کړې.امین صاحب دخپل اثردپیلیزې په یوه برخه کې دې موضوع ته داسې اشاره کوي:
« ما په لومړي سرکې پتیلې وه،ترڅوپه استرالیا کې د...افغانانوپه ژوندانه،یولړعلمي تحقیقات ترسره کړم،خو وروسته مې داپریکړه بدله کړه.یوخوداچې ددې علمي څیړنې دسرته رسولوله پاره زیات وخت اومنابعوته اړتیا وه،چې ما نه درلودل؛اوبل دا چې په وروستیوکلونوکې یوشمیرډیرښه تحقیقي آثارپه دې باب له چاپه راوتلي وو... ځکه نوپه وروستي پړاوکې مې پریکړه وکړه،ترڅوپه خاصه توګه دهمدې اثر( Tin Mosquss and Ghan Towns) په زړه پورې برخې وژباړم اوخپلې لیدنې کتنې هم پرې ورزیاتې کړم ...»(۳،دپیلیزې ۸ـ ۹مخمونه)
دلته په اروپا کې دآثارودقحطۍ په بازارکې دیونیک تصادف له مخې دامین صاحب کتاب ماته لاس ته راغی.دکتاب په لیدلوسره مې دامین اوږده ونه اوعلمي دروند والی غبرګ مخې ته ودریدل،په بیړه مې فوتوکاپي کړاوپه مزه مزه مې ولوست.
 
 دکتاب شکلیات په دې ډول دي:
دکتاب نوم:افغانان په استرالیا کې
لیکوال : پوهاند حمیدالله امین
خپرندوی: رڼا علمي مرکز
...
چاپ کال : ۱۳۸۴ ل / ۲۰۰۶ م کال
چاپځای : ددانش خپرندویې ټولنې تخنیکي څانګه،پیښور
اهدا یې په رښتیا ،اهدا شویوته لویه معنوی ډالۍ بللی شو:
« هغوسپیڅلوقهرمانانوته چې په پردي هیواد کې یې له ویاړه ډکې کارنامې پریښي دي.»
دخپرندويې ټولنې له یادښت نه وروسته داستاد اسماعیل یون مقدمه راغلې چې دکتاب پیژندګلوي يې په لنډو،خوعلمي ټکوکې وړاندې کړې ده.یون دکتاب دارزښت په باب لیکي:
« افغانان په استرالیا کې اثر،پریوې پیلیزې اوسریزې سربیره،یولس څپرکي لري،چې «اوښان په استرالیا کې» پرموضوع پیل او« دافغانانوکلتوري انحلال » پرموضوع پای ته رسیږي ...» (۳،دمقدمې ه مخ)
بیا داستاد پوهاند حمیدالله امین سریزه (پیلیزه ) راغلې چې دکتاب دژباړلو،لیکلواوچاپولوپرعلمي اړتیاووخبرې شوې دي،اوبیا اصل موضوع پیل کیږي.  
په کتاب کې دآسترالیا په باب دپاملرنې وړمعلومات راغلی دی اوپه ډیرلنډیزسره ښودل شوي دي چې دآسترالیا پخواني اوسیدونکي تورپوستي ووچې د« Aborigines » په نامه یادیدل اوپنځوس زره کاله پخوا له جنوب ختیزې آسیا څخه راغلي خلک بلل شوي دي(پیلیزه،۱۱ مخ)  
په اروپا کې،هالندیان لومړني خلک دي چې استرالیا ته تللي دي.اوپع ۱۶۰۶ کې یې داسترالیا په باب په لیکلې بڼه معلومات وړاندې کړی دي،بیا په۱۷۸۷م کې انګریزان هغه لومړني خلک ووچې په استرالیا کې یې استوګنه غوره کړه اوداسې ورننوتل چې تر۱۹۰۱م کال پورې یې مستعمره پاتې شوه(۳،پیلیزه،۱۱مخ)
له افغان اوښبنواودهغوی له اوښانونه مخکې هم استرالیا ته دباروړلواوعلمي څیړنوله پاره له ځینوهیوادونه نه څاروي وړل شوي وو.
اروپایانواسترالیا ته له خپل ورتګ سره جوخت،له ځان سره آسان اوغوايي بوتلل،لومړنی اوښان له افریقې څخه په ۱۸۴۰ م کې رواړل شول،په ۱۸۴۰م کال کې اوه اوښان له کلکتې څخه یوړل شول( ۳،دریم،څلورم اوپنځم مخونه)؛
خولومړنیوافغان اوښبنو اواوښانوپه ۱۸۶۰ م کال کې په استرالیا کې قدم کیښود.استادحمیدالله امین لیکي:
« لومړۍ ډله افغانان چې داسترالیا په خاوره کې یې قدم کیښود،هغه درې تنه پښتانه کوچیان ووچې د۱۸۶۰ کال دپلټنواوعلمي څیړنودپرمخ بیولوله پاره،له یوشمیراوښانوسره استرالیا ته راوستل شول...» ( ۳،۱۵مخ)
داسترالیا په ویکتوریا اونیوساوت ویلزکې دسروزروموندل کیدل ډیر مهاجرین استرالیا ته دورتګ له پاره وهڅول.په دې مهاجروکې ځینې انګریزان هم وو چې په هند کې یې په ملکي اونظامي برخو کې کار کړی واو اوس مهال متقاعد وو.په دې ډله کې یوهم جارج جیمزلیندلز( Georg James Landells ) نومیده چې څوارلس کاله یې په هند کې کار کړی و.ده دخپل کار په موده کې دکراچۍ اوپیښورترمنځ لاره کې ډیرسفرونه کړي وو،ده په دې لاره کې لیدلي ووچې اوښان اواوښبانه دمالونودلیږد په وخت کې څومره ستونزمن کارونه ترسره کول.
کله چې داسترالیا دمنځنیوبرخودعلمي څیړنودجاج اخیستلوله پاره وړاندیزومنل شو،بودجه ورته منظور شوه،نودعلمي څیړنودښه پرمختګ له پاره باتجربه شخص په کاروو،چې د اووسووداوطلبانوپه منځ کې دښې تجربې دلرلو په خاطرهمدا یاد جارج جیمزلیندلزوټاکل شو،چې اوښان او اوښبانه استرالیا ته راوړي( ۳،۶مخ) اوده هم دخپلې تجربې له مخې افغان کوچیان اودهغواوښان ددې کارله پاره ډیر مناسب وګڼل.
په دې ډول دنوروملکونودخلکوترڅنګ هغه لومړني افغانان چې استرالیا ته ورغلل،دوست محمد،احسان خان اوبلوچ خان نومیدل (۳، ص ۷) ویل کیږي چې افغاني اوښانو،په تیره بیا له کندهارڅخه راوړل شوواوښانوداسترالیا له طبیعي شرایطواواقلیم سره په چټک ډول تطابق وکړاوله نوروهیوادنوڅخه دراوړل شویواوښانوپه پرتله مناسب وګڼل شول(۳،۷مخ) ځکه نوپه راتلونکوکلونوکې دهمدې جنس اوښانودراوړلو کار،پسې وغځید.
 افغانان پرته له دې چې علمي زدکړې یا تحصیل ولري،دآسترالیا په بیدیاووکې یې په علمي څیړنوکې ارزښتناکه رول ولوباوه.په استرالیا کې دغوڅیړنوښودلې ده چې په دې علمي سفرونوکې دافغانانوپوهه اوتجربې،دڅومره اهمیت وړ وې.( ۳،۳۱مخ)
له دې نه وروسته په ۱۸۶۵ میلادي کال کې توماس ایلدر(Thomas Elder) تومي،چې له اوښانوسره یې ډیرسفرونه کړي وو اوښې تجربې یې درلودې؛۱۲۴ اوښان اویودیرش تنه افغانان،دکراچۍ له لارې استرالیا ته ورسول اوپه استرالیا کې یې له اوښانوڅخه دګټې اخیستنې اوداوښانو دروزنې دلومړني مرکزبنسټ کیښود.( ۳،۷مخ)
وروسته په استرالیا کې داقتصادي شرایطودخرابوالي له کبله دیوې اوږدې مودې له پاره داوښانوتجارت بند شو،خوپه ۱۸۸۳م کال کې شپږاوښان اوپه ۱۸۸۴ کې دوه سوه نه پنځوس(۲۵۹) اوښان،له پنځه دیرش (۳۵) یا څلویښتو(۴۰) تنوافغانانوسره راوستل شول.دغه شمیراوښان دوو تنوافغانانوراوستل،چې یوفیض محمد اوبل تاج محمد نومیده.له دې نه دوه کاله وروسته،۲۵۰ اوښان،له یوشمیر نوروافغانانوسره استرالیا ته ورسیدل.په ۱۸۸۷م کې شپږسوه (۶۰۰) نور اوښان،له یوشمیرافغانانوسره،چې مشري یې « میردوست خان» نومي افغان کوله،استرالیا ته ورسیدل.
ویل کیږي چې په ۱۸۹۰ لسیزه  کې دوو ورونو،تاج محمد اوفیض محمد،دنه سوه (۹۰۰) په شا وخوا کې خپل شخصي اوښان درلودل،چې دسلو په شاواوخوا کې نورافغانان یې څارنې اوپالنې ته ګمارلي وو.(۳،۸مخ)
توماس ایلدر( Thomas Elder) نومي چې په ډیر شوق داوښانوکار اوبارپیل کړی و،پریښود اودا کارافغانانوترلاسه کړ.
دکابل شاوخوا اوسیدونکی،عبدالواحد نومی افغان،په ۱۸۹۳ م کې استرالیا ته د درې سوه څلویښت اوښانو اونه څلویښت افغانانوپه راوستلوسره، داوښانوتجارت پیل کړ.دغه راز په تیر یاد کال کې،سلطان محمد اوجمعه خان نوموافغانانوڅلورسوه نوراوښان له پنځوس تنو نور افغانانوسره داسترالیا پورت اوګوسته ( Port Augusta) بندر ته ورسول.(۳،۹مخ)
په دې ډول افغانانوپه ۱۸۹۵م کې وکولای شول چې په سیمه کې د ځینواروپایانوپه مرسته،د بورکه ( ‌Bourke) په ښارکې دلیږدرالیږد یوه لویه کمپنۍ  رامنځ ته کړي چې مشري یې عبدالواحد نومي افغان ته ورله غاړې وه.ویل کیږي چې عبدالواحد په بلوچستان،کټواز اودافغانستان په ځینونورو سیموکې،استازي درلودل،چې دهغوپه مرسته به اوښان اواوښبانه،استرالیا ته لیږدول کیدل.
بیا دوخت په تیریدوسره نورافغانان اواوښان استرالیا ته ولیږدیدل اوپه دې ډول په استرالیا کې دافغانانو اودهغوداوښانونسلونه پسې زیات شول.
که استرالیا ته دافغانانودورتګ سلسله په دریوبرخو وویشل شي،داسې به وي:
ــ استرالیا ته دکار د درې کلن قرار داد له مخې دافغانانو ورتګ،
ــ استرالیا ته دسیاسي اورسمي ماموریتونوله مخې دافغانانوورتګ،
ــ استرالیا ته دنوروستونزو اوغوښتنوله مخې دافغانانو ورتګ.
څنګه چې استرالیا ته دلومړنیو تللو افغانانواستوګنه،دلنډې مودې له پاره وه؛ځکه دوی ته دمهاجرت امتیازنه و ورکړل شوی.په هغه وخت کې ډیری راغلي افغانان په انګلیسۍ ژبه غږیدل،لیک او لوست نه شو کولای.داسې څوک نه وچې له پښتونه انګلیسي ته اوله انګلیسي نه پښتو ته ژباړه وکړي؛ځکه نوله هغه وخت نه په راپاتې اسنادو کې دافغانانواوددوی داوښانوپه باب معلومات لږ ثبت شوی دی.(۳،۱۱مخ)
دیوه ترخه واقعیت په ډول باید وویل شي چې استرالیا ته دراتګ له پیل نه افغانانوته ددوی دزیاراوصداقت په اندازه امتیاز نه دی ورکړل شوی،په ټیټه سترګه ورته کتل شوي،داسې چې په هغوکښتیوکې چې اوښان راوړل کیدل،دوی به داوښانودساتلوپه برخه کې ځای پرځای کیدل اودننه په استرالیا کې به هم په هغوځایونوکې چې اوښان ساتل کیدل،دوی به هم ځای پرځای کیدل.وروسته کله چې افغانانوداوښانوتجارت په خپله هم پیل کړ،دوی ته دمهاجرت اسناد ورنه کړای شول،خوکله چې له ۱۸۹۷م کال نه وروسته،استرالیا ته دراتلونکوکارګرانودثبت اوراجسترقانون نافذ شو،دوی ته دمهاجرت اسنادبرابرشول،بیا له ۱۹۰۴م کال څخه وروسته،دوی ته پاسپورتونه ورکړل شول.(۳،۱۱ـ ۱۲مخونه)
په هغه وخت کې په استرالیا کې دافغانانودشمیر په باب دقیقه احصایه نه شته،حتی داسترالیا دهغه وخت په مطبوعاتواورسمي اسنادوکې هم.دلیل یې دا وچې داسترالیا دهغه وخت په احصایوکې افغانان،ترکان،هندیان اونورآسیایان،ټول په یوه ډله کې شمیرل شوي دي.دافغانانوپه برخه کې بله ستونزه دا هم وه چې دافغانانو دخپلوکلیو) Ghantowns) احصایه دخاصوملحظاتوله مخېدافغان مشرانوله خوا سمه نه ورکول کیده.(۳،۱۳مخ)
کومې احصایې چې داسترالیا دهغه وخت په اسنادو کې ثبت اوتراوسه دمیډیا په پاڼوکې ترموږپورې رارسیدلې دي،اوامین صاحب هم په خپل اثر(افغانان په استرالیا کې) کې رااخیستې دي،اکثرآ اټکلي بڼه لري،ځکه له دې زیات څه ویل به په دې برخه کې له تیروتنوسره مل وي.
په استرالیا کې داوښانواواوښبنودداستان پای ۱۹۲۵م کال پورې اړه لري.دوخت په تیریدوسره ورو،ورو نه،بلکې ډیر ژر هر څه بدلیدونکي و،په ۱۹۲۵م کال کې دنوي مدرنیزه ترانسپورتي وسایلوپه رامنځ ته کیدوسره،اوښانوداسترالیا په اقتصاد کې خپل ارزښت بایلود،ځینوافغانانوځانونوته نور کارونه پیدا کړل اوځینې یې بیرته خپل هیواد ته ستانه شول.
دخواشینۍ خبره داده چې اوښبنودخپل ژوند خواږه ملګري(اوښان) نور نه شول ساتلای،نه یې دخرڅولوپه ډول باندې پوهیدل اونه یې دلوړې مالیې دورکړې توان درلود،چې دوفاداروملګروپه ډول یې ساتلي وای؛نوهمغه وچې یا یې له منځه یوړل اویایې په بې پایه دښتوکې خوشې کړل اودوی له اوښکوډکې سترګې خپله مخه ونیوله؛خو له ویاړونوډکې کارنامې او نښې یې ترنن پورې په استرالیا کې پاتې دي،چې په لیدلواویادولو یې هرافغان ویاړي.په هغولاروچې همدې افغانانواوددوی اوښانوله ویاړه ډک سفرونه کول اودخلکومالونه یې لیږدول،اوس هم تګ راتګ کیږي،مالونه اوخلک لیږدول کیږي،خو نه داوښانوپه وسیله،بلکې دریل ګاډواوموټروپه وسیله؛خوویاړاونوم یې افغانانوته پاتې دی.هغه اورګاډي اوس هم دافغانانوپه نامه د« Ghan Express » په نوم تګ راتګ کوي؛
خواسترالیا ته اوسني ورتلونکي افغان مجبورمهاجرین ...مخکې له دې چې استرالیا ته دخپلو نیکونودویاړونواوخولوتویولویادګارونونه وګوري،اویا دهغودنیکونومونواونیکوکارناموپه بدل کې یې درناوی وشي اوښه راغلاست ورته وویل شي،په اوبوکې دکبانوخوراک ته استول کیږي.
 
مآخذونه:
۱ــ http://www.bbc.co.uk/persian/2012/09/120923_k02-afghan-australia-film.shtml
۲ــ http://www.darivoa.com/content/afghan-camel-ridders/1513426.html
۳ــ امین،حمیدالله(پوهاند)،افغانان په استرالیا کې،رڼا علمي مرکز،پیښور،۱۳۸۴ ل ـ۲۰۰۶م کال،